د "د کارن خبرې اترې:Kanay" د بڼو تر مېنځ توپير

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۴۸ کرښه: ۴۸ کرښه:


خان ګل
خان ګل

== خپله رايه ورکړۍ ==

سلامونه

لطفاً [[ويکيپېډيا:اوسنۍ پېښې|د ''Portal'' د پښتو انډول لپاره رايه ورکړۍ]]

د ۲۱:۲۰, ۲۶ مې ۲۰۱۱ بڼه

قدرمنه کاڼی صيب السلام عليکم!

تر هر څه دمخه روغتيا او ځانجوړي مو غواړم.

قدرمنه! عرض دا دی چې دغه لانديني سرليکونه هېڅ کوم ډول مالومات نه لري که چېرته تاسو وخت لری او تاسو ته زيار نه درپېښېږي نو همدغو لاندينيو سرليکونو ته يو څو کرښې مالومات وليکۍ.

ډېره مننه!

--افغان خان 04:13, 27 سېپتمبر 2009 (UTC)

السلام عليکم

قدرمنه کاڼی صيب السلام عليکم!

خدای مو روغ او جوړ لره. ويکيپېډيا کې ستاسې زياتونې د قدر وړ دي. خو عرض دا دی چې که چېرته تاسو د ځينو سرليکنو په ليکلو کې لږ څه دقت وکړی نو دا به زموږ کار آسانه کړي. لومړی دا چې تاسې د پاړسي ژبې ګ کاروۍ او که د دغه ګاف پر ځا د پښتو ژبې ګ وکاروۍ دا به زموږ کار راته آسانه کړي. دويم دا چې تاسو يوه ليکنه په څو څو نومونو دوه ځلي خپروۍ، لکه ساري په توګه د تولستوی په نامه مو يوه ليکنه خپره کړې وه چې بيا مو بله ليکنه د تولستوی د بشپړ نوم تر سرليک لاندې بله ليکنه خپره کړې وه چې مېنځپانګه او شخصيت دواړه يوه موضوع ده. که چېرته تاسو داسې کار و نه کړۍ نو زموږ کار به مو راته آسانه کړی وي. هېره دې نه وي چې تاسې ځينې مالومات د بي بي سي د پښتو وېبپاڼې نه کټ مټ دلته خپاره کړي، که چېرته له دغه کار نه هم صرف نظر وکړو نو دا به ښه ځکه وي چې موږ حق نه لرو د نورو وېبپاڼو نه د هغوی د اجازې نه پرته ليکنې يې دلته خپرې کړو، په دغه باب هم يو څو شکايتونه تر ما رارسېدلي. چې ما هم د مجبورۍ له مخې ړنګې کړي. د ويکيپېډيا مېنځپانګه وړيا ده او هر څوک په ليکنو کې زياتون او لنډون راوستلی شي، چې همدا کار د دې سبب شوی چې ځينې پښتانه ليکوال زړه نه ښه کوي چې په ويکيپېډيا کې خپلې ليکنې خپرې کړي.

تر دې دمه همدومره، خدای مو پخپلو چارو کې بريالی او د پاک الله نه ستاسو روغتيا غواړم.

په ډېر درنښت

--افغان خان 15:06, 23 ډيسمبر 2009 (UTC)

يو ځل بيا سلام

قدرمنه کاڼی صيب يو ځل بيا سلامونه!

ستاسو د بې ځنډه پيغامونو نه مننه کوم. زه ستاسو د نظرونو هر کلی کوم. زه به خپل کوشش وکړم چې هغه ليکنې چې په پاړسي او په اردو او يا هم په کومه بله ژبه ليکل شوي هغه يا ړنګې او يا هم پښتو ته وژباړم، يو څه وخت دمخه مې د ويکيپېډيا په لومړي مخ باندې د ويکيپېډيا د ليکوالو د پام را اړولو په موخه د ژباړې لپاره نومېدلي مخونه ټول په يوې وېشنيزې کې سره راټول کړل او له ټولو نه مې غوښتنه هم دا وه چې د نورو وېبځايونو نه د مقالو او ليکنو د کاپي کولو پر ځای په علمي او تخنيکي لور ته پام ور ډېر کړي او هغه ليکنې چې د ژباړې لپاره نومېدلي هغه وژباړي، خو په دغه باب مې هېڅ کومه مثبته پايله و نه ليدله، نو اوس به زه همداسې وکړم چې هغه ټول مخونه چې د ژباړې لپاره نومېدلي د هغو ټولو مېنځپانګه به ليرې کړم، او يواځې پښتو سرليکونه به يې په دې تکل پرېږدم چې کېدای شي په راتلونکي کې څوک دغه تشه ډکه کړي.

که چېرته تاسو کوم بل وړانديز لری نو زما سره يې شريک کړی، زه غواړم چې د نوؤ ليکنو چوکاټ چې په لومړي مخ کې دی، هغه هم ړنګ کړم تر څو ځينې ورانکاران و نه شي کولای چې دلته ګډوډي جوړه کړي.

په درنښت

--افغان خان 10:43, 24 ډيسمبر 2009 (UTC)

کاڼي صيب ته يو وړانديز

محترم کاڼی صاحب السلام عليکم!

ګرانه وروره ستاسو ليکنې او زياتونې د قدر وړ دي. خو د ويکيپېډيا د تګلارې له مخې بايد د پوهنغونډ ټولې ليکنې بې طرفه او بې پرې وي. که چېرته موږ په يوه ژوندليک کې د يوه ليکوال او بل ليکوال او يا هم ټولو ليکوالو سره تکړه، خوږژبی او نور صفتي القاب وکاروو نو د ليکنې تول خرابېږي او د ويکيپېډيا د تګلارو نه سرغړونه ده. تاسې کولای شی خپلې ليکنې پرته د اضافي اوصافو نه وليکۍ. دا يوه غوښتنه ده له تاسې نه چې خدای دې تاسو په دې نه خپه کوي. بله خبره چې روښانه ده هغه دا ده چې د هرې ليکنې د سمولو په چوکاټ کې په پای کې ليکل شوي چې که چېرته تاسو نه غواړۍ چې ستاسو په ليکنه کې څوک لاسوهنې او بدلون راولي نو لطفاً يې دلته مه خپروۍ. د دې مطلب دا دی چې د ويکيپېډيا ليکنې وخت په وخت نوې کېږي او بدلون پکې راځي. او دا بدلون هر څوک پکې راوستلای شي.

خدای دی وکړي چې تاسو ويکيپېډيا پرې نږدۍ او په راتلونکي کې د هرې ليکنې په اړه کومه پوښتنه يا اعتراض ولرۍ د هماغې ليکنې د خبرواترو په مخ کې ورباندې بحث وکړۍ. او يا هم د ويکيپېډيا د مدير نه مرسته وغواړۍ.

په ډير ادب

خان ګل

خپله رايه ورکړۍ

سلامونه

لطفاً د Portal د پښتو انډول لپاره رايه ورکړۍ