د "لنډه کيسه" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
W.Kaleem (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
و "لنډه کيسه" وژغورلی شو ([edit=autoconfirmed] (لامحدوده) [move=autoconfirmed] (لامحدوده))
(بې توپيره)

د ۲۲:۴۸, ۲۵ مې ۲۰۱۱ بڼه

لنډه کیسه یو نوی ادبي نثري ځېل دی، چې د پېژند آر نښه یې لنډوالی دی ۰ د کیسې دغه لنډوالی کېدای شي چې یوازې لیکوال هغه وخت لاسته راوړي چې د کیسې منځپانګه سره داسې ونیښسېزي چې یوازې اړینې برخې یې ولیکي ۰ ډېر پوهان بیا په دې اند دي چې لنډه کیسه له آره له هغو نکلونو څخه راپیلېږي چې په تېرو وختونو کې به د خلکو په منح په شفاهي ډول یو بل ته کیدلې، په ځانګړي ډول ماشومانو ته ۰ د لنډې کیسې لیکلې بڼه د ډېرو پوهانو په اند د لمړي ځل لپاره په انګریزي ادبیاتو کې پیدا شوه چې د امریکا ځینې لیکوالان لکه (Edgar Allan Poe; Sherwood Anderson; F. Scott Fitzgerald; Ernest Hemingway, William Faulkner; Sinclair Lewis; Henry Slesar ) د یادونې وړ دي ۰

په افغانستان کې نکلونه چې د لنډې کیسې سره ډېر اړخ لګوي، له پخوا زمانو څخه دود دي ۰ په اوسني وخت کې ډېر لیکوالان هڅه کوي چې لنډې کیسي ولیکي ۰ افغان لیکوالان په دې ډګر کې بریاوې هم لري ۰ په اوسنیو لیکوالو کې ایمل پسرلی، عبدالوكيل سوله مل شينوارى، اکبر بری، محمود نظري، محمد صدیق پسرلی، زرین انځور، غوث خیبري، سعدالدین شپون، اجمل اټک او ډېر داسې نور نومولی شو ۰


سرچينې


دا هم وګورۍ

باندنۍ تړنې