د "هولي" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
W.Kaleem (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
و r2.7.1) (روباټ زیاتول: en:Holi
۱۲ کرښه: ۱۲ کرښه:


[[ar:مهرجان الألوان]]
[[ar:مهرجان الألوان]]
[[bn:দোলযাত্রা]]
[[bh:होली]]
[[bh:होली]]
[[bn:দোলযাত্রা]]
[[ca:Holi]]
[[ca:Holi]]
[[de:Holi]]
[[de:Holi]]
[[en:Holi]]
[[es:Holi]]
[[es:Holi]]
[[fi:Holi]]
[[fr:Holî]]
[[fr:Holî]]
[[gu:હોળી]]
[[gu:હોળી]]
[[he:הולי]]
[[hi:होली]]
[[hi:होली]]
[[hr:Holi]]
[[hr:Holi]]
[[id:Holi]]
[[id:Holi]]
[[he:הולי]]
[[ja:ホーリー祭]]
[[lt:Holi]]
[[lt:Holi]]
[[ml:ഹോളി]]
[[ml:ഹോളി]]
[[mr:होळी]]
[[mr:होळी]]
[[nl:Holi-Phagwa]]
[[ne:होली]]
[[ne:होली]]
[[ja:ホーリー祭]]
[[nl:Holi-Phagwa]]
[[no:Holi]]
[[nn:Holi]]
[[nn:Holi]]
[[no:Holi]]
[[pa:ਹੋਲੀ]]
[[pa:ਹੋਲੀ]]
[[pl:Holi]]
[[pl:Holi]]
۳۸ کرښه: ۴۰ کرښه:
[[simple:Holi]]
[[simple:Holi]]
[[sk:Holí]]
[[sk:Holí]]
[[fi:Holi]]
[[sv:Holi]]
[[sv:Holi]]
[[ta:ஹோலி]]
[[ta:ஹோலி]]

د ۱۷:۱۱, ۱۷ مې ۲۰۱۱ بڼه

هولې

د هولي holi فیستوال په هندوستان کې یو دودیز لوی جشن دی چې تل د نوي کال په پيل کې ترسره کیږي او د هندي کلیزې لپاره یې لمانځنه کیږي، او د طبیعت د بیا ځلې ښکلي کیدا ښودنه کوي. د هندي خلکو ترمنځ د رنګ دا شنیدل د خوښي بیا ځلې ژوند او پر بدیو د ښګیڼو د بریا ښودنه کوي. د رنګ، له اوبو څخه د ډکو سطلونو شیندل د دې دودیز جشن ښودنه کوي. دا فیستوال د هولي، د رنګ جشن او د پسرلي د جسن په نوم هم یادیږي او د هند یو پخوانی فیستوال دی چې ګڼې کیسې او افسانې هم پورې تړلي دي، د هولي جشن چې د دوی په پخوانیو پورې تړاو لري پکې ځوانان، سپين ږیري او ماشومان ګډون کوياو غیر هندو کسان هم د دوستي لپاره په دې جشن کې ګډون کوي. نن سبا ډيری کم ځوان هندي نسل د هولي له ریښې څخه خبر دي او دوی دا یوازې د خوښي لپاره یو بهانه بولي. دا جشن چې دوه ورځې دوام کوي په ټول هند کې رخصتي وي.

د هولي له سهار څخه خلک په ګډا او سندرو ویلو بوخت وي او څومره چې د ورځې وروستۍ برخې ته رسیږي خلک سیندونو او اوبو لرونکو سیمو ته سره را ټولیږي او د دې ورځې په مازدیګر ځانګړي پاخه شوي خواړه خوري او څومره چې شپه را نیژدې کیږي سکوت سیمه نیسي، د هولي جشن د ماتورا، ورینداوان ناندګایون او برستار په ښارونو کې په مذهبي توګه لمانځل کیږي. ځکه دا ښارونه د کریشنا د اوسیدلو ځای دی.

هولي په هندي ژبه کې سوځولو ته وايي او په اصل کې هولي پر بدو د ښو د بریا مانا ورکوي او په دوه ورځو کې د هولي او دولتي په نوم یانې وړه هولي او غټې هولي په نوم جوړیږي، وروسته تر دې چې دوی د کریشنا او رادا پر مجسمو باندې خپلې نښي ږدي له مایعاتو څخه په ډکو سطلونو کې رنګول شوې اوبو او رنګونه په یو بل شیندي. په اصل کې کیدی شي دا جشن یو رنګین جشن وبولو، ځکه ډول ډول رنګونه پکې کارول کیږي هندیان عقیده لري چې روښانه رنګونه خوښي ورکونکي دي.

د روایاتو سره سم دا جشن د ځمکې د حاصلاتو د ښه والي په موخه په لاره اچول کیږي او دا جشن د کریشنا او رادا د مینې لپاره هم به لاره اچول کیږي او په دې جشن کې د رنګ شیندنې ترڅنګ موسیقي هم غږول کیږي او ګډا هم وي، او په هره موڅه او سیمه کې اورلوبې هم کیږي دوی په دې اند دي چې اور کولای شي فضا له شیطاني روحونو څخه پاکولای شي او دا د دوی په اند د کریشنا او رادا د دښمن هولیکا د سوځونې یوه نښه هم ده او د هولي د رسم نوم هم له دې نوم څخه اخیستل شوی دی. په دې جشن کې هغه رنګونه چې کارول کیږي د نیمه ګیاه، کومکوم، هالدي او نورو بوټو څخه جوړیږي، او ځينې رنګونه هم د هغو ونو له ګلونو څخه جوړیږي کوم چې په پسرلي کې غوټۍ کوي نو هندیان عقیده لري چې دا پوډر کولای شي د پسرلي په موسم کې د زکام او نورو ناروغیو څخه هم مخنیوی وکړي. د هولي رنګ، شور ځوږ او اواز یوازې یوه مانا رسوي او یو پیغام لري: یوځای والی، یووالی، مساوات او برابري! د هندیانو په اند بل داسې جشن به نه وي چې د دیني او مذهبي درس ترڅنګ دوی ته ټولنیز یو والی هم ور زده کړي.