د "کونړ ولايت" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
و r2.7.1) (روباټ زیاتول: hi:कोनार
و r2.7.1) (روباټ زیاتول: pnb:صوبہ کنڑ
۱۸۴ کرښه: ۱۸۴ کرښه:
[[no:Konar (provins)]]
[[no:Konar (provins)]]
[[pl:Kunar]]
[[pl:Kunar]]
[[pnb:صوبہ کنڑ]]
[[pt:Kunar (província)]]
[[pt:Kunar (província)]]
[[ru:Кунар]]
[[ru:Кунар]]

د ۱۱:۰۹, ۱۳ مې ۲۰۱۱ بڼه

Kunar
کُنَر
د افغانستان نخشه Kunar کُنَر نښه شوې.
پلازمېنه
 • کوارډيناټ
اسد اباد
 • 52' 13.70N_N_71º 08' 58.90"E_E_type:ښار 34º 52' 13.70N° N 71º 08' 58.90"E° E
د وگړو شمېر (~)
 • گڼه گونه
{{{د وگړو شمېر}}}
 • {{{گڼه گونه}}}/km²
مساحت
~ ۴۹۴۲ km²
وخت UTC+4:30
اهمه ژبه/ژبې پښتو

د کونړ ولایت، ( انګریزي: kunar) د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه یو ولایت دی، چې ختیڅه برخه کې موقعیت لري. دا ولایت له ګاونډي پاکستان سره په پوله پروت دی. منڅۍ (مرکز) یې د اسد اباد ښارګوټې دی.

کونړ دپخوانيو مورخانو په اثارو کي کنړ، کنير، کهويس(Khoes)، کونرkunar) ، کولو، کونړ، کونر او داسي نورو په نومونو راغلي دي. کونړ (کونرkonar)په شکل له دوو کلمو څخه جوړ شوي دي چي نورستانيانو ورته کونړ وايه او په نورستاني لهجه يې معنا(دښوونه دره) يا زيتون دره ده. په دي نوم کې هم درنورو نورستانى کلمو او نومونو په شان چي په نورو ژبو کې يي(له)،(په)(ړ) او ښتلي بدلون راغلي دي او په کونړ يى شهرت پيدا کړي دي. تاريخى اسنادو ځيني نور شواهد داسي ښي چي ډير پخوا د کنړ دره له غرونو څخه نيولي ان دکنړ دسيند دغاړوپوري په ګنوځنګلونو پټه وه ، چي زياتره پوټي يي، ښونان اوغوړا څکي وو، د دي ډولونود موجوديت د ثبوت د پاره به دا کافي وي چي وويل شي کله چي سلطان محمود غزنوي د لومړي ځل لپاره د اسلامي فتوحاتو په لړ کي د کونړد دي دري په خوله کي د کابل له سيند څخه راپوري ووت دنور او قيرات په درويي حملي کولي نو يي د خپل لښکر سره دنجارانو، آهنګرانو، سنګ تراشانو اونور کسبګرانو ډلي هم را واخستلي ترڅو چي د ځنګل وني اوبوټي ووهي، تيږي ماتي کړي او د خپل لښکرد پرمختګ د پاره لاره جوړه کړي.

د يو بل مستند دليل له مخي چي ددغو دوو ډولونو عموميت ته مصداق ورکوي هغه دا دي: کله چه د کونړ د ناوي د ښکتنيو او هوارو برخو پخواني کورونه وکتل شي دهغوۍ دکوټو په چتونو کي د ډاګو (دستک) د پاسه د دړو پرځاي د ښونانو او غوړاڅکو لښتي اچول شي دي چي پورتني دواړه تاريخي او عيني شواهد په دي دلالت کوي چي په رښتيا سره په پخوانيو زمانوکې د کونړ دره په تيره بيا د کونړ د سيند د شمال شاوخوا په ځنګلونو پټه او زياتره وني يي همدغه ښونان او غوړاڅکي وو، او زما ديادو خبره ده چي زموږ دسيمي (نرنګ) دغرونو لمني ان تر سمي پور ي د ښونانو او څيړيو او نورو ونو پټي وي، نوځاي يي درلود چي نورستانيانو هغه د ښوونو په نامه ياده کړي ده. همداراز (کو) د اوبو، څاه او رود په معنا دي لکه ،چي همدا اوس موږ په ورځنيو محاورو کې کوهې زيات استعماليږي، نو چي داسي ده دکونړ يعني د اوبو او رود دره اوکه تاريخي اسنادوته مراجعه وشي په عمومي صورت سره کونړدومره شهرت نه لري لکه چي په لرغونو اثارو کي دکونړ سيند (راساRasa ( يي لري. نودا هم پوره ممکنه ده چي د کونړ دا معنا به واقعيت ولرلاي شي چي د سيند او اوبو دره يي وبولو، ځکه که اوبه يي نه درلودلاي اووچ خوړ واي نو ممکن بيايي دغسي معنا نه شوه ورکولاي. د پوهاند عبدالحى حبيبى د پنځوسو مقالو د پساندونو په يوه برخه کي داسي راغلي دي: کونار يعني کونار چي جمله يي داسي په قوس کې ليکلي شوي ده (رود دره کاغان شرقي پکهلي ضلع هزاره) دلته مطلب د کو څخه دي چي په نوموړي اثرکۍ د اوبو او رود په معنا استعمال شوي دي. د پورتنيو څيړنو او تحقيقونو څخه دا جوتيږي چي د کونړ لفظ دليکني سره بايد تر(ک) ورسته (و) وليکل شي نه دا چي دکونړ لفظ دليکني څخه(و) واښستل شي. ځيني وخت ليدل کيږي د کونړ د جمع شکل د کونړونه(کنړونه) ليکل کيږي په دي شکل د کونړ ليکل که مفرد وي کنړ او که جمع وي کنړونو دواړه شکله بيخي غلط دي. دا چي ولي داسي ليکل کيږي زما په نظرڅه رنګه چي په کونړکې په رسمي دفترونو کې ټول مراسلات او مکتوبونو په دري ؤ يعني په خپله د کونړ دفتري ژبه دري وه نو دا ده چي د کنړ د کلمي پرځاي د سهولت له مخي يي په کنر انتقال کړي بيا دغه کنر کنرها شوي او وروسته تري د جمعي حالت په پښتو کنړونه جوړ شوي دي. پرته له دي بله کومه تاريخي ريښه نه شي لرلاي.

دا چي په مخکنۍ برخه کې وليکل شو چي کنړ ته کنر هم وايي د کونړ د نوم دا شکل هم د يوي خواته د حدودالعالم د اشاري له مخي چي کنر يي ورته ويلي دي او د بلي خوانه دخاص کونړ ختيزي خواته يوکلي د تنر په نوم شته دي که دهغه کلي د نوم سره د مقايسي له مخي وويل شي نو ممکن هغه (ته نر) وي اوکه درون ته.

جغرافیوی جوړښت او قومی جوړښت

د کونړ ولایت د افغانستان په خنیځ کې پروت دی چې شمال ته یې د نورستان، سهیل ته یې د ننکرهار، لویدیځ ته یې د لغمان ولایتونه پراته دي.او په ختیځ کې د خیبر پښتونخوا سره ۱۷۵ کیلو متره ګډه پوله ویشي.دکونړ ولایت یو غرنی ولایت دی چې څه دياسه ۴۵۰۰ کیلو متره مربع مساحت لري.

دکونړقومونه

  1. الکوزي: الکوزي سړبني پښتانه دي او د دانیو زیرک پورې اړه لري او دکونړ په سر کاڼو کې وجود لري.
  2. تر کلاڼي: دا قبیله د سړبن په ټولنیز گروپ پورې اړه لري او په کونړ کې شته دی.
  3. سالارزي: سالارزي دپورتنۍ قبېلې یو ښاخ دی او دکونړ په لاندنیو سیمو کې ژوند کوي. دانگام،اسمار،شنگړۍ،شالۍ(شال)،ناړۍ،بریکوټ،دم کلی،نرنگ،سرکاڼو،گنجگل،ټانکو،شولتن(شلتن)،مروره،اغذباغ،ساو،ساوخوړ،څوکۍ،بارگام،ازیرگل،ډمبرو،حصاره(ایساره)کرهاله،دونه یی.
  4. خاښي خېل:خاښی خېل یا خو ښي خېل د کونړ په ځینو ځایو کې هستوگنه لري چې په یو روایت سره د مرزا الغ بېگ به وخت کې کونړ ته لېږدېدلي دي.
  5. سرکاڼي: دا دالکوزیو یو ښاخ دی چې دکونړ په سر کاڼو کې او سیږي او دنوم دمناسبت له مخې دسرکنډ کلی هم د دې قبیلې یو کلی
  6. شینواري: دشیگل شینواري تقریباٌ ۳۰۰ کاله دمخه د ځینو عواملو له کبله دسره کمر له خوا نه تللي دي او دشیگل ځمکه یې له نو رو قومونو څخه چې په هغه وخت کې کافران وو نیولې وه،شیگل ته دشینوارو راتگ او د نورو قومونو څخه دشیگل نیول دشیخ بابا په مشرۍ چې اصلي نوم یې(ذکریا) دی تر سره شوې ده.
  7. ادریم زي (عبدالرحیم زي): دا قبیله د غلجیو په ټولنیز گروپ کې شامله ده او داحمد زیو یو ښاخ دی او دکونړ په ښېوه کې او سیږي.
  8. لودین: دوۍ غرښتي پښتانه دي او په کونړ کې هستوگنه(استوگنه) لري.
  9. ماموند: دوۍ د سړبن په ټولنیز گروپ کې شمېرل کیږي او دښا خي خېلو(خا ښي خېلو) دترکاڼي په قبیلې پورې لړه لري.دوه ماموند وجود لري:لومړی ماموند(کاکازي)واړه ماموند دوړو ماموندو ځینې خېلونه په شوړتن(شلتن)،دانگام او په وټه پور کې مېشت دي.
  10. مشواڼي:مشواڼي په اصل کې غرغښتي پښتانه دي، دوئ دکونړ په ناړۍ،دانگام او اسمار کې اوسیږي.
  11. ملکزي: په کونړ او دنرنگ په جار قلعه کې هستوگنه لري.
  12. ملاگوري: سړبني پښتانه دي او دمومندو په سترې قبیلې پورې اړه لري، دملا گورو کورني د درې په ملاگورې او دنرنگ دکوټکې په کلي کي اوسیږي.
  13. مومند: مومند دسړبن په ټولنیز گروپ کې یوه ستره قبیله ده چې دکونړ دولایت په اسد آباد،خاص کونړ،سرکاڼو،نورگل اونرنگ کې اوسیږي.
  14. یوسفزي: یوسفزي هم په کونړ کې هستوگنه لري او یو لوۍ پښتون ټبر دی.
  15. بزرگخېل: بزرگخېل یوهلویه قبیله ده چې دکونړ په نرنگونو لکه بر نرنگ،کوډو،کړه ماراو په یوه روایت سره په کوټکي او حکیم آباد(کولي گرام) او دڅوکۍ په کلماني ګې هستوگنه لري.
  16. ساپې:(صافي) دزیاتره تاریخي اسنادو له مخې د ساپي قوم چې په کونړ کې مېشت دي یو لوۍ قوم شمېرل کیږي چې په لومړۍ سر کې د غوړې مرِۍ څخه سره کمر ته رالېږدېدلي دي او بیا له دې ځایه د شونکړۍ له غاښې کونړ ته اوښتلي لومړۍ یې بهر آباد او بیایې له مجبوریته د کونړ سین ښکته او پورته برخوته د هغو ځایونو دقومي قدرت په وجه نفوذ نه دی کړی له سین څخه دېوگل ته راغلي او هلته استوگن شو او په دې پلار دره کې یې لوۍ مرکزیت پیدا کړ اوبیا د مزار درې،باډېل درې او دپېچدرې له سرونو څخه د درو دخولو پورې را خپاره شول.


۱۷-سادات په کونړ کې زیات شمېر د سیّدانو کورنۍ موجودې دي،د دې سیدانو عمومي لوۍ کلی پشات(پشت) دی چې سیّد محمود پاچا هم دلته اوسېده،په دې برسېره د کونړ په ځینو نورو سیمو لکه شال،بر نرنگ،شین کوړک،دو شاخېلو،یارگل،خاص کونړ،کوز نرنگ او نورو ځایونو کې هم د سیّدانو (پاچاهانو)کورنۍ مو جودې دي.
۱۸-موسیٰ خېل موسیٰ خېل هم په کونړ کې اوسېږي.

امنیتي حالات

دهېوادونو په تاریخ کې هغه سیمې د ولسونو او ځواکونو دپوره پاملرنې وړ گرځېدلې دي چې دنورو سیمو په پرتله د هغوۍ جغرافیوي او سوق الجیشي موقعیت د یو شمېر مشخصاتو له پلوه دوتلي فوقاالعاده اهمیت درلودونکي وي.زموږ په گران هېواد کې هم کومې سیمې چې د جغرافیوي،اقتصادي، فرهنگي او سوق الجیشي ممتاز اهمیت څخه برخوردارې دي هلته زموږ نیکونه راټول شوي ، کلاگانې،کلي،ښارونه، حصارونه او کروندې یې آبادې کړي،قوي بناگانې یې تأسیس،تجارتي،مذهبي،علمي او کلتوري مرکزونه یې رامنځ ته کړي او مدنیتونه یې ایجاد کړي دي او د تاریخي دورو په اوږدو کې په تېره بیا د مسیحي دورې د لسیزې پېړۍ په شاو خوا کې چې تقریبا داسلامي دورې سره سمون لري له خوږو، ترخو، تودو، سړو، ژورو، ماتو او بربادیو څخه ډک تاریخي خاطرات او یادونه لري.نو که دکونړ دې ډول موقعیت ته وگورو په ډېره وتلې توگه د دغسې ممتاز موقعیت لرونکی دی .خو په خاص ډول په تېرو درې لسیزو کې چې کومې ناخوالې زمونږ په گران هېواد او په اسلام او هېواد پاله خلکو راغلي او روانې دي نو کونړ(کونړونه)هم د دغو ناخوالو او بر بادیو څخه په امن کې نه وو او نه دی.

د بن لادن لپاره لټون

اسامه بن لادن

ولسوالۍ

کنړ په ټولیز ډول ۱۶ولسوالياني لري چي په لاندي ډول دي

  • د مروره ولسوالي
  • د وټه پور ولسوالي
  • د دره پيچ ولسوالي
  • د نرنگ ولسوالي
  • د سرکاڼي ولسوالي
  • د دآنگام ولسوالي
  • د برکنړ ولسوالي
  • د شيگل ولسوالي
  • د چپه دره ولسوالي
  • د نور گل ولسوالي
  • د څوکي ولسوالي
  • د خاص کنړ ولسوالي
  • د ناړي ولسوالي
  • د غازي آباد ولسوالي
       داسمار ولسوالي
       او داسد آباد ښار چې خپله یوه ولسوالۍ ده

سیاست

دکونړ ولایت اوسنی والي سّید فضل الله دی

دکونړ درې

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دمزار دره

کله چې دښېوې او اسلام پور دکلیو څخه داسلام پور دغاښې حخه ورتېر شو د نور گل کلی راځي چې د یوې درې په خوله کې پروت دی دا دره د مزار درې په نوم یادېږي.

د دېوگل دره

سم تلفظ یې دېوه گل دی،د درې ذکر د دې نوم وروسته بې مورده دی ځکه چې دا نوم له دیوه(روښنایي) او گل (دره) څخه ترکیب شوی چې مجموعي معنا یې نور او یا رڼا دره ده . د دېوه گل دره ډېره اوږده دره ده او دڅوکۍ کلی یې په خوله کې پروت دی او وروستی سرحد یې دپېچ درې،چپې درې او بیا واما ته رسیږي.صافیان دې درې ته پلار دره وایي.داځکه چې په کونړ کې د صافیانو (ساپيانو) دقوم لومړنی مرکز او استوگنځی بلل کېږي.

زمكنې جوړښت

      په کونړ کې اقتصادي فعالیتونه
داوبدنې صنعت

په کونړ کې که څه هم وړۍ زیاتې استحصالېداۍ شي خو بیا هم د وړیو څخه ډېره کمه گټه اخیستل کېږي، معمولاً وړین کالي چې په غرنیو سیمو کې زیات رواج لري جوړېږي د دې خبرې علت دا دی چې په دغو سیمو کې ساړه زیات او له بلې خوا نه د هغو داوسیدونکو تگ راتگ تل په ځنگلونو کې وي او وړین کالي د ونو او بو ټو د څانگو سره د نښتلو په وخت کې زیات مقاومت لري په دې سیمو کې د پسه وړۍ دلاسو نو په واسطه (لاسي څرخۍ)ریشي چې د ریشولو په کار کې ښځې زیاته برخه اخلي او خاص مهارت لري کله چې وړۍ ورېشل شي نو بیا په خپل لاس جوړو شوو ساده دستگاه گانوکې ترې تکه جوړوي او د استحصال شوي ټوټې څخه د هغو د تارونو د نري توب او پنډوالي په اعتبار مخصوص کالي لکه کورتۍ،شړۍ،پکول،صافي واله خولۍ،کوڅۍ،پاپیچی،شوقه،څړۍ،ټغرې،لمڅی،،دباروړلو دپاره وریی،جوالونه،غوندي او داسې نور ترېنه تیاروي. همدارنگې په کونړ کې په تېره بیا د کونړ د ناوې په ښکتنیو سیمو کې د پنبې کرل زیات رواج درلود یا لري.خو پخوا چې دمحلي صنعت له مخې د خلکو جامې عموماً له خامتا(کرباس) څخه وې نو دا وه چې پنبه زیاته کرل کېدله د ژمي په موسم کې چې له یوې خوا د مني د حاصلاتو له جملې څخه پنبه هم وه او له بلې خوانه شپې به اوږدې وې، دکورنیو ښځو به په خپلو لاسونو تر حلاجۍ او ندافۍ وروسته په لاسي څرخو هغه رېشلې او جو لاگانو به د ماکو په دستگاه خامتا اوبدله او بیا یې څادر ، پټکي او کالي ورځینې تیارول.

د وګړو شمیر

کونړ دافغانستان د پر نفوسو ولا یاتو څخه دی او تقریباً ۵۰۰،۰۰۰ اوسیدونکي لري،چې اکثره یې په کلیو او بانډو کې مېشت دي.دکونړ ۹۵٪ په سلنه کې پښتانه او نور ۵٪ نورستانیان او پشه یان دي.

تاريخي ځايونه

استحکامي کلا ګانې

دکونړاوسیدونکي دخپلو مېشته کېدوله وخته راهیسې لکه د هېواد دنورو قومونو او قبیلوغوندې همېشه په دې فکر کې وو،چې دسیمې په یوه داسې محل یا ځاي کې دخپلې هستوګنې دپاره کلي اوکلاوې آبادې کړي چې دجغرافیوي موقعیت له مخې باید د لاندنیو مشخصاتو درلودونکي وي:

  1. دسیمې په هسې یو محل کې واقع وي چې په شاوخواسیمو باندې دیوې حاکمې نقطې حیثیت ولري.
  2. داستحکامي پوخوالي له مخې پوره طبیعي عوارض درلودل،یعنې په جګو غونډیو او ځایونو پرتې وي او په ډېر محدود جنګي قدرت یې دفاع کېدله او دپردیو حملې پرې دومره موثرې تمامې نه شي.
  3. معمولاً دکلاګانو موقعیت دڅلورو لارو، درې لارو دتلاقي په نقطو کې او یا دعمومي لارو پر سر وي.
  4. داوبو رسولومنابع لکه رودونه او چینې ورته نژدې وي اویا په دننه کې هم داوبو دغه منابع ولرلاي شي.
  5. دهغو دودانولو په چارو کې تر ممکنه حده پورې دساختماني موادو اکمال ډېرې ستونزې ونه لري که دکونړدپخوانیوکلاگانو جوړخت ته ړکتل شي تر ډېره حده پورې دجغرافیایي موقعیت په اعتبار پکې پورتني بېلگې په نظر کې نیول شوي دي.


دچغان غونډۍ

دچغان غونډۍ کلا چې معمولاً ورته دچغان غونډۍ وایي له پخوا زمانې نه تر اوسه پورې دیوې کلکې دفاعي کلا،دکشف او ترصد دپاره ډېر مناسب محل گڼل کیږي چې شاوخوا سیمې ترې په ډېرې آسانۍ سره تر کنترول لاندې نیول کېداۍ شي.دچغان غونډۍ داسمار او پېچ د درې او دکونړ دښکتتنۍ برخې دتلاقي او دلوۍ سین او پېچ سین دیو ځاۍ کېدو په برخه کې موقعیت لري.

دچغان غونډۍ دلاندې چې یو وخت دنیسا ښار موقعیت درلود او یا ننگرښار هم دلته پروت ۇ دلا وضاحت لپاره دغه غونډۍ ددمکلي مخامخ دکرهالې شمال شرق خواته دغره دلمنې په یوه جگه غونډۍ جوړه شوې ده.دا کلا او محل هغه وخت په چغان غونډي ونومول شوه چې دلته په دې سیمه کې دجغانیانو حکمراني وه،او دچنگېز داولادې دچغتایانو په وخت کې د دې ځاي دتسمیې دوجه په نسبت، دومره مستنده نه ښکاري اوامکان لري چې په چغسراۍ د دمکلي اړول به د جغتایانو په وخت صورت موندلی وي نه د چغان غونډۍ،ځکه چغانیان له جغتایانو څخه بل څوک وو.

دکلوم کلا

دکلوم کلا چې دکولم،کالم،کلم او دقلوم په نوم هم یاده شوې ده دمرکزي نورستان د پېچ درې په وروستۍ برخه کې پوشال،رمگل او مندوگل ته نژدې په ناجل کې دغره په جگه څوکه باندې له تیږو څخه جوړه شوې ده چې ډېره محکمه کلا ده.په تاریخي اسنادو کې چې د دې کلا څخه یادونه شوې ده هغه دامیر نیمور او دامیر عبدالرحمن د هغو لښکر کشیو د واقعاتو بیان دی چې به نورستان یې کړي دي.گوډ تیمور کله چې د کتور په درو کې لښکر کشي وکړه او هغه کلا یې له ډېره ستونزو اوقر بنیو ورکولو وروسته فتح کړه نو دخپلې فتحې په یاد یې هلته یو یادگار پرېښود دغه یادگار دکلوم دکتیبې به نوم یادیږي.

دپیار کلا

دپیار کلا چې د لویدیز نورستان ژونیا ته نژدې یې موقعیت درلود د کتور دنورستانیانو دپخو کلاگانو څخه یوه کلا ده چې دهغې دتسخیرولو واقعه داسې بیان شوې ده، "کله چې دامیر عبدالرحمن خان په دوره کې په کونړ کې دپوځي سوقیاتو په ترڅ کې سپهسالار غلام حیدرخان ته امر وشو چې نورستان ونیسي نو دلغمان حاکم اولیاقل چې دپیار دخلکو په تنبیه کولو اخته ۇ دجگړې نیت وکړ.د سراج التواریخ په قول په ۳۲ دقیقو(دسرعت عمل څخه مراد دی) په موده کې یې د کافرانو قوت مات کړاو ځینو یې غرونو ته پناه یووړله اوله دې جملې څخه ۱۸۰ تنه چې دپیار په کلا کې یې ځاۍ نیولی ۇ کلا بند کړل، دوه شپې او ورځې کلا محاصره وه او کله چې ورته د اولیاقل په امر اور واچول شو وسوزول شوه او کلا ونیول شوه."


دکټار کلا

دا کلا دکتر کلا په نوم چې د کتر یا کتور دقبیلې پورې مربوط د یوې کورنۍ ځاۍ ۇ او بل تاریخي نوم یې <<پړیچ ورن دیش>> دی او په بر چغسراۍ کې یوه ډېره ټینگه او لوړه کلا وه،چې دشامیر کوټ شمال لویدیځ خوا ته دیوه غره په لمن کې کې تر کتر (کتور) او گمبیر راښکته موقعیت لري.زموږ دپخوانیو خلکو له خولې چې نقل یې کاوه ،ددغه کلا خلک ډېر سخت کافران وو ډېر سنگدله اوبېرحمه خلک وو کله چې دهغوۍ دمسلمان کولو په مقصد لښکر وسو په دې لښکر کې د نرنگ خلک هم شامل وو، خو د کلاد کافرانو لخوا دډېر سخت مقاومت سره مخامخ شول او هېچا نه شو کولاۍ چې کلا ته ور وخېژي، دا ځکه چې هغوۍ پرې له پاسه تیگې راکولولې تر څو چې په یوه ډول جنگي تکتک سره وروختل او کلا ته یې اور واچوه او دا چې د کلا په ساختمان کې زیاتره لرگي کارول شوي وو نوکلا په آسانۍ سره اور واخیست او دکټار کافران غرونو ته وختل.دمخه وویل شو چې دوۍ ډېر سخت زړي کافران وو نو د دوۍ دمظالمو او کلک زړیتوب کیسې زموږ د پخوانیو خلکو په کلتور او ورځنۍ محاوره کې تر ننه مروج پاتې دي، دمثال په توگه که څوک په چا ډېر ظلم وکړي کوم چې دهېڅ عاطفې نښه بکې نه وي نو ویل کېږي<< داسې کار د کټار کافر هم نه کوي>>، او یا دمخاطب په شکل ویل کېږي<< څه دکټار کافر خو نه یې>>،او یا که جېرته کومه غوا دشیدو ورکولو ته نه ودرېږي نو ویل کېږي<< دغه غوا کټاره ده>>.


   دکونړ دودونه

په عمومي ډول په کونړ کې ډېر غوره دودونه شته دی چې دنړۍ په نورو قومونو کې یې ساری نه لیدل کېږی او زموږ دهېواد یوه وتلې بېلگه گڼل کېږي چې له دې جملې څخه جرگه،تړه،څلی،نرخونه،چیغه،ننواتې،ناغه،مېلمه پالنه،د جومات اوملا رواجونه او داسې نور د خورا ستاینې وړ دي.

سرچینې

  • انګرېزی ویکیپېډیا
  • د افغانستان د ولايتونو جغرافيه، ژباړه: اورنګزېب ارشاد، كال۱۳۷۹ه ل، خپرندويه ټولنه: د اريك د ګرځنده كتابتونونو اداره
  • د افغانستان تاريخي زمكپېژندنه، ليكوال: مير غلام محمد غبار، كال ۱۳۷۷هجري لمريز، د مېوند نشراتي مركز، صبا كتابتون-پېښور ښار
  • آلماني ویکیپيډ یا
  • ظفر کاکاخېل،پښتانه دتاریخ په پاڼو کې،یونیورستي بک اجنسي،پېښور ۱۳۸۴
  • دافغانستان لنډ تاریخ
  • (پوهاند رازقي نړيوال)د کتاب څخه http://www.kunar.blogfa.com


Afghanistan Report (دافغانستان په اړه رپوټ)Michael Moore and James Fussel
Afghanistan The Soviet War(په افغانستان کې دروس جگړه)Edward Girardet 1985