د "احمد شاه مسعود" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
W.Kaleem (خبرې اترې | ونډې)
و r2.7.1) (robot Adding: ast:Ahmed Shah Massoud
۱۲۵ کرښه: ۱۲۵ کرښه:
[[وېشنيزه:افغانستان]]
[[وېشنيزه:افغانستان]]
[[وېشنيزه:افغان جنګسالاران]]
[[وېشنيزه:افغان جنګسالاران]]

[[af:Achmed Sjah Massoed]]
[[af:Achmed Sjah Massoed]]
[[ar:أحمد شاه مسعود]]
[[ar:أحمد شاه مسعود]]
[[ast:Ahmed Shah Massoud]]
[[bg:Шах Масуд]]
[[bg:Шах Масуд]]
[[bs:Ahmad Shah Massoud]]
[[bs:Ahmad Shah Massoud]]

د ۰۷:۱۷, ۱۵ فبروري ۲۰۱۱ بڼه

مسعود

احمد شاه مسعود د پنجشير په دره كې زوكړې دى. له اره د تاجكستان د كولاب دى. خو نيكونو يې د افغانستان د پروان ولايت پنجشير درې ته راوكوچېدلې.

مسعود د پلار د دولتي دندې له لامله پدې و نه تواندې چې سمې زده کړې وکړي، ځکه چې کال به یې په یو ولایت کې وو، نو بل کال به په بل ولایت ته د بدلون له لامله تلو. منځنۍ زده کړې یې د استقلال په لېسه کې ترسره کړي. دا وخت د استقلال لېسه د فرانسوي ښوونکو او چارواکو لخوا اداره کېده، چې په همدغه لېسه کې د لومړي ځل لپاره مسعود د فرانسوي څارګرو په لومه کې پرېوځي، او د لوړو زده کړو لپاره د کاپل پولې تخنیک موسسې د انجینیرۍ پوهنځي ته ور وپېژندل کېږي.


د مسعود په اړه د تاريخپوهانو ليكنې

جنرال رحمت الله ساپې د (مسعود پېژنئ) كتاب دده په اړه داسې ليكي

مسعود او قاضي حسين احمد په يوه خوشګوار موډ كې

د روس پر خلاف د افغان جهاد يو نامتو څېرې، جنرال رحمت الله ساپې چې د مسعود له نږدې ملګرو څخه ؤ، دده په اړه په خپل ليكل شوي كتاب (مسعود پېژنئ) كتاب كې داسې ليكي:


((...په افغانستان کې چه د کمونستانو او شوروی ځواکونو پر ضد جهاد پيل شو ورسره سم د احمدشاه مسعود نوم رااوچت او خپور شو. په پاکستان کې د مسعود رنګين عکسونه پر دوکانونو ، د مهاجرو پر کمپونو ښاری ترانسپورت لکه رکشا ، تکسي موټرو او ښاری بسونو او لاريو باندې وزړول شول. چا (شير پنجشير) او چا هم (عقاب پنجشير) ياداوه.B.B.C تر دي د مسعود لپاره ډنډوري ووهلي چه نړيوالو ته يي داسې وښودله چه د مجاهدينو معني مسعود او د پنجشير معني افغانستان دی . که مسعود نه وي نو جهاد او مجاهدين او که پنجشير نه وي نو افغانستان نشته. ما په همغه مهال لهB.B.C سره په يوه مرکه کې ويلی وو چه زمونږ هندوکش او سپين غر پوځي اکاډمي دي چه د مسعود په شان جنرالان يي روزلي دي . احمدشاه مسعود افغان دی ، زموږ ورور دی خو موږ د مسعود په شان په سلګونو قومندانان لرو او پنجشير هم په لوی افغانستان کې يوه غرنی ولسوالی ده چه د ټول افغانستان معنی نه ورکوی. تاسي ته ښايي چه د مجاهدينو نورو قومندانانو او د افغانستان نورو سيمو ته هم پاملرنه وکړئ. پنجشير د هندوکش سهيل او د پروان په ولايت پوري اړوند دی . د احمدشاه مسعود د أر سيمه د کابل- سالنګ لويه لار او بيا د بګرام هوايي ډګر وو.... مياشتې او کلونه تير شول ، د سالنګ لويه لاره بنده نشوه ، پر بګرام جګړه ونشوه او أن د يوځل لپاره هم مسعود ګلبهار ته چه د پنجشير ور دی خپل سر راښکاره نه کړ.

نومونه ډير وو، ستايني او تبليغات ډير وو ، خو د بري څرک نه لګيده .د انګريزانو او فرانسويانو مرستي مسعود ته رواني وې... ))

مسعود او (دويمه سقاوي)

((... د ځيني شواهدو له مخي احمد شاه مسعود په استقلال ليسه کي د تعليم پر وخت لومړي د فرانسي د استخباراتو سره تړاو وموند ، وروسته هغوي د انګلستان (M 1-6) ته معرفي کړ. دغي شبکي د هغه هيواد د تجارتي ټلويزيون زوړ چلونکي (سنديګال) ته وظيفه ورکړه چه پنجشير ته لاړ شي او هلته يو ځوان قومندان چه دويم ټيټو دي، وويني او پر هغه باندي د ټلويزيون لپاره يو فلم ډک کړي. د همدي (سنډيګال) په مرسته د احمدشاه مسعود ورور احمدولي د انګريزي ژبي زده کړي لپاره لندن ته ليږل کيږي... دغه يو ساعته فلم وروسته (CIA) ته وسپارل شو او له ځينو انګيرنو سره سره *****ره ډاګيزه شوي نده چه(سي أی اې )هم پټه معامله ورسره پيل کړه که څنګه؟ د انګلستان له استخباراتو سره د مسعود اړيکي له يوي ګډي تاريخي سرچيني څخه الهام اخلي ، هغه داچې انګريزان داسي فکر کوي او حقيقت هم همداسي دی چې دافغان-انګليس په دريو سختو جګړو کې دانګريزانو د ماتې اصلي وجه د پښتنو جګړه ايزه مبارزه وه. انګريزانو ته خپل تير تاريخ داسي معلوم دی لکه د پرون ورځې پيښې ، څرنګه چه د پښتنو سره د مسعود کينه او دښمني هم ټولو ته څرګنده ده نو انګريزان هم له دغه ګډ ټکي څخه په استفادې ، غواړي په دي ډول له پښتنو څخه د خپلو تاريخي ماتو دغچ د اخستلو لپاره ګټه پورته کړي، ځکه نو انګريزانو هم لکه د روسانو په شان د مسعود د شخصيت په تبارز کې فعاله ونډه واخيسته.

د بي بي سي خپلواكي د مسعود ته په هوا وركولو كې

د مسعود قبر

د بي بي سي ديو افغان وياند په وينا چې نه غواړي نوم يي ياد شي دانګلستان د استخباراتو او او مسعود داړيکو په باب داسې څرګندونې کوي:

(په هغو شپو ورځو کي چې دافغان ولس او روسانو تر منځ ښه ګرمه جګړه روانه وه د( بي بي سي ) راډيو نړيوال سرويس ته د انګلستان دبهرنيو چارو د وزارت له خوا يو مکتوب راغي چې بي بي سي بايد د مسعود د شخصيت په تبارز کې ونډه واخلي. د يادونې وړ ده چې د بي بي سي راډيو دخپلې خپلواکۍ او أزادۍ تر څنګ د بهرنۍ پاليسی په برخه کي د بهرنيو چارو دوزارت د پاليسی تابع ده او دا وزارت بيا په خپل وار دخپل هيواد له استخباراتي سرچينو څخه الهام اخلي. دبهرنيو چارو وزارت په مکتوب کي لارښوونه شوې وه چې په يو نه يو ډول بايد د افغانستان په هر ګوټ کې د روسانو پر ضد دجګړې رابطه دمسعود سره وصل شي. او دلارښوونې لپاره يي ان بيلګې هم راوړې وې ، مثلاْ په لغمان کي د روسانو پر ضد سخته جګړه روانه ده، ددې جګړې خبر بايد داسي راوړل شي :نن په لغمان کې دروسانو پر ضد سخته جګړه روانه ده چې په نتيجه کي روسانو ته سخته مرګ ژوبله اوښتې ده ،په دې جګړه کې دلغمان ولايت ګن شمير کلي اوکورونه وران شوي دي، د يادونې وړ ده چې دلغمان ولايت پنجشير ته ورڅيرمه پروت دی، چې د افغانستان دجهاد دنامتو قومندان احمدشاه مسعود مرکز دی،روسانو تراوسه پورې څو ځله پر پنجشير حملې کړي خو دهغه پر نيولو ندي بريلي شوي.

يا به هم په کونړکې کې جګړه و،نو دهغه ربط به هم له پنجشير سره تړل کيده. داسې چې : نن دکونړ په ولايت کې د مجاهدينو لخوا دروسانو پر يو قطار بريد وشو او دروسانو زيات ټانکونه او زغروالې واسطې وسوځول شوې ،کونړ له پنجشير نه( څو) کيلو متره لرې پروت دی، کوم چه د افغانستان دجهاد نامتو قوماندان احمدشاه مسعود هلته اوسيږي او تر اوسه يي روسانو ته څو ځله ماته ورکړې ده...

د مسعود په اړه دافغانستان د تاريخ حکم

د افغانستان په معاصر تاريخ کې که يوازې دوه _ درې څېرې هم داسې وي چې زموږ د وياړلي وطن د تاريخ پاڼې پرې شرمېدلی شي، بې له شکه چې يوه دغسې څېره د احمد شاه مسعود ده.

هغه د شوروي په وړاندې د افغانانو د سپېڅلي مقاومت په جګړو کې ستر خيانت وکړ او د جهاد او مقاومت په هماغو ګرمو او اورنيو شېبو کې يې له روسانو سره نه يوازې دا چې د ورورۍ تړون ﻻسليک کړ، د افغان مقاومت د نورو ټولو ډلو په ځپلو او له منځه وړلو کې يې هم ورسره د بې درېغه ملاتړ رسمي ژمنه وکړه چې له نېکه مرغه ټول هغه اسناد ان چې خپله روسانو هم خوندي کړي او بيا بيا خپاره کړي دي.

په راوروسته کې د ملګرو ملتونو د سوله ييز پلان د شنډولو لپاره د هغه او يو شمېر کمونيستي او ستمي کړيو توطيئه د افغانستان د داسې بربادۍ سبب شوه چې ټول افغانان يې له نږدې ځخه شاهدان وو او ﻻ دي. د هغه او ملګرو له برکته يې ټول افغانستان په کنډواله بدل شو او يوازې په کابل کې پنځوس زره بې ګناه افغانان ووژل شول . نوموړی په افغانستان کې د قومي او ژبنۍ تفرقې او کرکې مؤسس او قهرمان دی او له همدې امله يې ټول افغانان د افغانستان د ملي خائن په توګه پېژني .

دا چې سږ کال هم په کابل کې ځينو ځانګړيو ډلو او حلقو د بېلابېلو موخو او يا د مصلحتونو له مخې د هغه درواغجنې لمانځنې وکړې، زموږ د خلکو کرکه يې د هغه په وړاندې نوره هم زياته کړه . کاشکې د مسعود پېژندنې په داسې غونډو او سيمينارونو کې د وطن ريښتينو بچو او د تاريخ څېړونکو ته هم د څه ويلو موقع ورکړل شوې او د سر د امن تضمين يې شوی وای، بيا به نو زموږ خلکو ته داسې څېرې او کړه وړه يې په ښه توګه بربنډ شوي وای .

زموږ اولس د دومره کمزورې تاريخي حافظې لرونکی نه دی چې خپل ريښتيني اتلان او درواغجن اتلان سره جلا نه کړای شي. که خدای (( ج )) کول ډېر ژر به د داسې ملي خاينانو يادنښې ړنګې او تصويرونه به يې د وطن د اصيلو بچو په ﻻسونو د اور د لمبو خوراک شي ، او دا به د مصلحتونو خبره نه وي ، دا د افغانستان د تاريخ حکم دی . دغسې يو حکم نن په کابل کې د افغانستان د يو ګڼ شمېر تاريخ پوهانو په يوه پټه غونډه کې د احمدشاه مسعود په هکله صادر شو او غواړو چې د هېواد په دننه او بهر کې ترې ټول هېوادوال خبر کړو. د تاريخ دغه حکم وايي : مسعود د افغانستان د تاريخ يو ملي خاين دی، هغه د پرديو يو غلام و او غلامان هيڅکله هم نه دي اتلان شوي. هغه په افغانستان کې د ملي تفرقې اتل او د افغانستان د ملي وحدت غليم و .


د رباني او مسعود واكمنۍ پر وخت بشري تېري

يو جګړه مار په تاوده ډګر كې خپله پيكا ماشينداره چلوي

د اسلامي جمعيت گوند نامتو قوماندان احمد شاه مسعود چي خپل ملګري يې د پنجشېر د زمري په نامه پېژني د تالقانو د كنترول له لاسه وركولو وروسته د چټكو مرستو په تمه وو. د سپني ماڼۍ دې پخواني ملګري خپلو بادرانو ته نور مخ نه درلود ځكه چې هغه له خپل برياليتوب وروسته زاړه ملګري هېر كړي وو. په دې وخت كي امريكا له افغانستان سره ډيپلوماتيك تعلقات نه لرل او ډېره موده شوې وه چې په ملګروملتونو كې افغانستان استازى هم نه درلود. د امريكا د ملي امنيت شورا په روان حال كې د وسله والو چريكانو دا پوځي قوماندان د هېروينو د قاچاقوړونكي او د بشر له حقونو د يوه سرغړونكي په توګه پېژانده . مرلين البرت چي د طالبانو د واكمنۍ پر مهال په افغانستان كې د بشر د حقونو د څارونكي په توګه دنده لرله وايې:((هغه كسانو به چې د مسعود تر قوماندې لاندي سيمو كې د كوكنارو د كروندو په اړه څېړنه كوله او يا به يې غوښتل د كوكنارو په اړه په پټو رازونو خبر شي نو ژوند به يې د مرګ له ګواښ سره مخ شو. البرت وايې چې ډېر كسان د ورته څېړنو په پلمه له منځه ولاړل. بېله شكه هغه وخت چې احمدشاه مسعود د افغانستان ډېري سيمي له لاسه وركړې نو په همدې وخت كي د جميت اسلامي حزب د قوماندې اصلي مركز د بدخشان ولايت وو. په دې ولايت كې د هر بل بوټي په پرتله كوكنار ډېر كرل كېدل. د فيض آباد ښار په دې وخت كې د برهان الدين رباني مركز وو. د فيض آباد له هوايي ډګر څخه چې به د پروفيسر برهان الدين رباني د تمځاى په لور په موټر كي روان شوې نو تر هغه چي به ټاكلي ځاى ته رسېدې د سړ ك دواړو غاړو ته پرېمانه د كوكنارو كروندې ولاړي وې. د راپورونو او عيني شاهدانو د وينا پر اساس د بدخشان په ولايت كې د هېروينو د توليد درې فابريكې موجودي وي، خو پوښتنه دلته ده چې آيا د نظار د شورا مسول احمد شاه مسعود كوكنارو په دې سوداګري كې ښكېل وو، كه څنګه ؟ طالبان چي په همدې كلونو يې د افغانستان په سلو كې نوي برخه خاوره لاندي كړې وه په خپله هم د كوكنارو له پيسو د واك ګدۍ ته رسېدلي وو. خو هغوى د ۲۰۰۰ميلادي كال د جولاى په مياشت كې امر وكړ چي د كوكنارو ټولي كروندې بايد له منځه ولاړي شي او كه څوك له دې امر څخه سرغړونه وكړي نو له سختي اسلامي سزا سره به مخ شي، كه څه هم چي د طالبانو قوماندانان وي.


د طالبانو د ړنګ شوي رژيم د مشر ملامحمد عمر د كاغذي فرمان سره سم د يوه كال په تېرېدو د طالبانو تر تسلط لاندي سيمو كې۹۰ په۱۰۰ كې د كوكنارو كروندې محوه شوې او د رسمي ارقامو په بنسټ په۲۰۰۱ميلادي كال كې د طالبانو تر ولكې لاندي سيمو كې له ۸۲۱۷۲ هكټاره ځمكې يوازي په ۷۶۰۶ هكټاره ځمكه كوكنار ولاړ پاتې وو او بس. خو د افغانستان په شمالي ولايت بدخشان كې بيا هر څه بل ډول وو، د نوموړي ولايت په اړوندو سيمو كي په ۲۰۰۱ ميلادي كال كې د كوكنارو كروندې له ۲۴۵۸ هكټاره څخه ۶۳۴۲ هكټارو ته اوچتي شوې. د شمالي ټلوالي له وتلي مشر احمدشاه مسعود څخه چې به كله د كوكنارو په اړه پوښتنه وشوه نو هغه به ويل موږ د كوكنارو د كر كيلي مخالف يو او زموږ دريځ په دې اړه روښانه دى.مسعود دا څرګندوني د انتوني ډاويس په نامه يوه بهرني خبريال ته كړي وې. د شمالي افغانستان د كوكنارو صادراتو ستونزه نه لرله. د بدخشان ولايت مخدره توكي په ډېره اسانه طريقه د منځنۍ آسيا هيوادونو ته د كورنيو او بهرنيو قاچاق وړونكو له خوا لېږدول كېدل، خو په دې وخت كې په جنوبي افغانستان كې بل صورت حال وو، دلته د كوكنارو د كروندګرو او د قاچاق وړونكو كاروبار په ټپه درېدلى وو. له شمالي ولايت بدخشان څخه په دې وخت كې هېروين د ( يو، اف) ډوله چورلكو په مرسته تاجكستان ته لېږدول كېدل خو طالبانو د خپلي ولكې لاندي سيمو كي د قاچاق وړونكو د نيولو پر سر د سروزرو انعام ايښى وو. دا انعام د طالبانو د خپلو مشرانو په سر هم ايښودل شوى وو هغه دا چي كه چيرته د طالبانو قوماندانان او نور ټيټ پوړي جنګيالي هم په ورته تور نيول كېدل نو د مرګ له سزا سره به مخامخ كېدل. د راپور چمتو كوونكى وايې: زه تر اوسه نه پوهېږم او په دې اړه مستند اسناد هم نه لرم چي آيا په خپله مسعود به د مخدره توكو په قاچاق كې لاس درلود او كه څنګه؟

د شمال ټلوالې جنګيالې له موقع څخه په ګټې اخيستنې خپل ډوډۍ خوري

په افغانستان كې د طالبانو د واكمنۍ پر مهال د ملګرو ملتونو استازي اندويندرل وايې: ما چي په امريكا كې د سپيني ماڼۍ له عالي رتبه مامورينو سره د افغانستان په اړه په وار_وار خبري اتري لرلې نو داسي كومه خبره مي د امريكايې چارواكو له خولې نه ده اورېدلې چې ګواكي احمدشاه مسعود د مخدره توكو په قاچاق كې لاس لري او له همدې وجي نه غواړو له هغه سره مرسته وكړو. د ويندرل په وينا چې امريكايې چارواكو ويل موږ پوهېږو چې د افغانستان په غټه شمېره مخدره توكې په شمالي ولايت بدخشان كې كرل كېږي خو په دې نه پوهېږو چې آيا مسعود به شخصاً ترېنه ګته اخلې او كه څنګه. د سپټمبر د ۹\۱۱نېټې په اړه د ځانګړي كمېسيون په راپور كې د مسعود په اړه ويل شوي چې هغه د ۱۹۹۸ او ۱۹۹۹ميلادي كلونو ترمنځ د خپلو متحدينو له خوا دې ته اړايستل شو چې د خپلو پوځي لګښتونو لپاره د بوديجې د برابرولو په منظور له هغوى سره د هېروينو معاملې ته ورګډ شي. د همدې كمېسيون د راپور په ۴۳۰ مخ كې راغلي: د مسعود ټول پوځي لګښتونه د همدې كلونو ترمنځ د هېروينو د قاچاق له پيسو برابر شوي وو. د همدې راپور په ۴۹۰ مخ كې د راپور د ليكوال ښاغلي كلرك په قلم ليكل شوي: مسعود او د هغه ملګري داسي خلګ نه دي چې ورسره يو ځل بيا همكاري وشي، ځكه هغوى د مخدره توكو په كاروبار كې ښكېل دي او په دې سربېره مسعود او د هغه ملګري د بشر د حقونو سرغړونكي دي نو دا به د امريكا عاقلانه عمل نه وي چي له هغوى سره دولت جوړ كړي. د راپور په ۵۱۶ مخ كې د امريكا د استخباراتي ادارې (سي، آى، اې) د مدير ښاغلي تينت له قوله راغلي چې مسعود يو محتاط او ځيرك سړى وو او د هغه ډله له يو څخه په ډېرو جنايتونو كي ښكېله وه. د احمدشاه مسعود او د هغه د شمالي ټلوالي د ملګرو ډېر لګښتونه د هېروينو له كاروبار څخه تر لاسه كېدل. د نظار د شورا وسله والو چريكانو د دې مشر له خوا د بشر د حقونو څخه د سرغړوني لويه پېښه په كال ۱۹۹۳ ميلادي كې په كابل كې ثبت شوې ده. د راپور پر بنسټ نوموړي په همدې كال د كابل په لوېديځ افشارو سيمه كې ملكي هزارګان په ډلييزه توګه ووژل. دا د افغانستان د اسلامي دولت د دفاع وزارت په څوكۍ د مسعود تر ټاكل كېدو وروسته د هزاره ملېشو په وړاندي د هغه پياوړي عمليات په ګوتو شوي دي. د مسعود چريكانو وروسته له هغه د افشارو په سيمه كې د وحدت د ګوند په مركزي دفتر بريد وكړ چې هغه د وحدت د ګوند د مشر عبدالعلي مزاري او د مركزي دولت د مخالف مشر ګلبدين حكمتيار تر منځ په پټو خبرو اترو خبر شو.


په داسي حال كې چي د وحدت ګوند په روان حال كې له جمعيت ګوند سره يو ځاى وو، خو په همدې وخت كې مزاري او حكمتيار د يوځاى كېدو پټ پلانونه جوړول ترڅو په ګډه د جميعت ګوند په وړاندي ودرېږي. د عبدالعلي مزاري او ګلبدين حكمتيار د پټو خبرو اترو د پيل سره سم مسعود او د اسلامي اتحاد مشر رسول سياف لاسونه سره يو كړل او د ۱۹۹۳ميلادي كال د اكتوبر د ۱۱ مي نېټې د سهار په پنځو بجو يې د وحدت ګوند په مركزي دفتر چې د ټولنيزو علومو په انستيتيوت كې يې موقعيت درلود بريد وكړ، خو له بريد څخه مخكې د وحدت ګوند مشران له سيمي تښتېدلي وو. د وحدت ګوند مركزي دفتر بېله كوم مقاومت څخه د اسلامي اتحاد او اسلامي جميعت ګوند د چريكانو لاس ته ورغى. د همدي ورځي د غرمې په يوه بجه چريكانو په سيمه كي پراخ پلټونكې عمليات پيل كړل. د ورځي په پاى كې روښانه شوه چې د وحدت ګوند په مركزي دفتر كې خلګ شكنجه شوي او په ځوانو نجونو او ښځو جنسي تېرى هم شوى وو. د كابل د ټولنيزو علومو د انستيتيوت د مركز په لاندنيو كوټو كې د انسانانو د بدن بې شمېره غړي تر لاسه شول او كېداى شي دا غړي د مستندو شواهدو په توګه ياد كړو. عيني شاهدانو او هغه كسانو چې د عدالت موندني په پروژه كې ګمارل شوي وو وويل: چي په همدې ورځ د اتحاد اسلامي ګوند كسانو د هزارګانو په سيمو يرغل وكړ، ګڼ شمېر ملكي كسان يې ووژل او د هغوى په ښځو او نجونو يې جنسي تېرى وكړ.


عيني شاهدان وايې د ا كار ځكه وشو، چې د عبدالرب رسول سياف جنګيالو د احمد شاه مسعود د قوماندانانو قومانده ونه منله او له برياليتوب وروسته يې خپل استقلاليت اعلان كړ، په داسي حال كې چې احمد شاه مسعود ټولو متحدو جنګيالو ته مخكې تر عملياتو خبر وركړى وو چې د عملياتو پر مهال دي د ملكي وګړو خيال وساتي. احمد شاه مسعود د فبروري د مياشتي په ۱۲مه ورځ هوډ وكړ چې د دې ناوړه اعمالو پر سر خاوري واړوي كه څه هم چې د سياف چريكانو پكې ونډه لرله. خو متاسفانه چې د مسعود دې كار د خلكو له ذهنونو دا ناوړي خاطرې هم لري نكړاى شوې او سربېره پر دې د سياف د جنګالو جنايتونو دوام وموند.

دا هم وګورﺉ

  1. مسعود به مراتب بیشتر از طالبان کمک خارجی دریافت میکرد
  2. چرا ربانی - مسعود در آغاز از طالبان پشتیبانی کردند؟

د افغانستان د ملي سرچینو پلورونکي خاینان خپله اعتراف کوي!!

باندنۍ تړنې

د مسعود رسمي ويبپاڼه

اخځليكونه

    • دويمه سقاوي، ليكوال: سمسور افغان، چاپځاى، پېښور، قصه خواني بازار
    • مسعود پېژنئ، ليكوال: جنرال رحمت الله ساپې.
    • بينوا خبري ويبپاڼه، (( مسعود ))د افغانستان د معاصر تاريخ تر ټولو بدنامه څېره، د اسد الله جلال ليكنه.
    • بشري سرغړوني د مسعود او طالبانو په وخت کي، په بېنوا بلوګ كې د ميرويس جلالزي ليكنه،