د "القاعده" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
Darios (خبرې اترې | ونډې)
۱۶ کرښه: ۱۶ کرښه:
په ۱۱ سپتامبر ۲۰۰۱ کال کښې په امریکا کښې ۱۹ دهشت ګرانو څلور الوتکې ونیول او د الوتکو په مرسته یی د نیو یورک او واشینګتون په ښارونو کښې پر ودانیو برید وکړل. په برید کښې تقریبا ۳۰۰۰ تنه وژل شول.
په ۱۱ سپتامبر ۲۰۰۱ کال کښې په امریکا کښې ۱۹ دهشت ګرانو څلور الوتکې ونیول او د الوتکو په مرسته یی د نیو یورک او واشینګتون په ښارونو کښې پر ودانیو برید وکړل. په برید کښې تقریبا ۳۰۰۰ تنه وژل شول.
==دا هم ولولۍ==





د ۱۵:۴۸, ۱۴ جون ۲۰۱۰ بڼه

دالقاعدې بیرغ

القاعده یو افراطی تنظیم دی چه په ۱۹۸۸ کال کښې د اسامه ابن لادین لخوا تاسیس شو.د القاعده ملاتړ د افراطی مسلمانان د اعانو په مرسته کېږی.

هدف

د القاعدې مشران غواړی چه په اسلامی هېوادونو کښې اسلامی دولت تاسیس وکړی. د القاعدې مشران هم وایی چه امریکا او بریطانیا په نژدې ختیځ کښې د نفت بډایی غلا کوی.

تاریخ

د القاعدې غړی په ځانګړی ډول د عرب مجاهدین دی چه په افغانستان کښې یی د شوروی د پوځ په خلاف جګړه کول. په دې وخت کښې مجاهدین د امریکا او اسلامی هېوادونو لخوا ملاتړ کېدل. اسامه ابن لادین چه د شوروی د پوځ په خلاف هم جګړه کاوه مجاهدیونو ته پیسې او وسلې ورکاوه. د افغانستان اسلامی امارت تر تاسیسولو وروسته اسامه ابن لادین د طالبانو په مرسته په دغه هېواد کښې د تمرین مرکزونه د مجاهدونو لپاره جوړ کړ.

د القاعدې ترتیب

القاعده یو تنظیم دی چه د ډلو څخه تشکیل کېږی. هره ډله تقریبا دری تنه لری. د القاعدې قوماندان یوازې درې ډلې اداره کوی. د ډلې غړی عموما د دښمن په هېواد کښې د حکومت په خلاف هیڅ دهشت ګر عملیات نه کوی. مګر تر څو کالو وروسته د القاعدې قوماندار به دهشت ګردانو ته امر ورکړی او دهشت ګردان به هغه امر پر ځای کوی.

د القاعدې عملیات

القاعده په ۱۹۹۶ کښې په سعودی عربستان کښې د امریکا پر مرکزونو برید وکړ. په هغه برید کښې لس تنه وژل شو. په ۱۹۹۹ کال کښې دهشت ګرانو په نایروبی او دارالسلام کښې د امریکا پر سفارت خانو برید وکړل. په برید کښې ۲۰۰ تنه وژل شول او ۵۰۰۰ تنه زخمی شول. په ۲۰۰۰ کال کښې د عدن په ښار کښې دهشت ګردانو د امریکا پر جنګی بیړۍ برید وکړل او په برید کښې ۱۷ تنه وژل شول. په ۱۱ سپتامبر ۲۰۰۱ کال کښې په امریکا کښې ۱۹ دهشت ګرانو څلور الوتکې ونیول او د الوتکو په مرسته یی د نیو یورک او واشینګتون په ښارونو کښې پر ودانیو برید وکړل. په برید کښې تقریبا ۳۰۰۰ تنه وژل شول.

دا هم ولولۍ