د "انټيبايوټيک" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
و roboto aldono de: an:Antibiotico
Xqbot (خبرې اترې | ونډې)
۴۰ کرښه: ۴۰ کرښه:
[[ja:抗生物質]]
[[ja:抗生物質]]
[[kk:Антибиотик]]
[[kk:Антибиотик]]
[[kn:ಪ್ರತಿಜೀವಿಕ]]
[[ko:항생물질]]
[[ko:항생물질]]
[[la:Antibioticum]]
[[la:Antibioticum]]

د ۲۱:۰۳, ۲۳ جنوري ۲۰۱۰ بڼه

کينډۍ:د-درملو-ګواښنه

د انټيبايوټيکو په وړاندې د سټافيلوکوکس آورېوس د ضديت د موندنې لپاره د کيربي باؤر انټيبايوټيکي آزمېښت. انټيبايوټيک د انټيبيوټيک لرونکي ډسک نه خورېږي او په دې ډول د سټافيلوکوکس آوريوس د ودې مخنيوی سره د همدغه ميکروب په وړاندې د مخنيوي يوه فضا جوړوي.

انټيبايوټيک يوه داسې ماده يا مرکب (کيميايي درمليز اجنټ) دی چې د باکټريا د ودې او برار مخنيوی کوي. انټيبايوټيکونه په ضد مکروبي مرکبونو په ډلې پورې تړاؤ لري او دا درمليز توکي د هغو انتانيتونو په درملنه کې کارېږي چې د مکروبونو په سبب راپارېدلي وي، په دغو کې مرخېړي او پروټوزوا هم شامل دي.

د "انټيبايوټيک" ويی د لرغونې يوناني ژبې نه راوتلی (ἀντί – انټي، د "بډ، يا ضد" او βίος – بايوس، د "ژوند" مانا لري) همدا وييکه د سېلمان واکسمن لخوا په ۱۹۴۲ ز. کال کې جوړه شوې او دا د هغو شيانو څرګندويي کوي چې د مايکرواورګانيزمونه يې جوړوي او د يو ډول انټاګونيسټيک خاصيتونو په لرلو سره د نورو مايکرواورګانيزمونو د ودې او برار مخنيوی کوي. په دغه پېژند يا تعريف کې هغه طبيعي توکي نه راځي کوم چې مايکرواورګانيزمونه وژني، لکه د معدې اسيد او هايډروجن پراکسايډ (دا دواړه هم مايکرواورګانيزمونه وژني، خو دا دواړه بيا د نورو مايکرواورګانيزمونو څخه نه جوړېږي)، او په دې کې ساينتېټيک مرکبات لکه سلفونامايډونه (چې ضد مکروبي درملي توکي دي) هم نه دی شامل. ګڼ شمېر انټيبايوټيکونه نسبي واړه ماليکيولونه دي چې ماليکيولي وزن يې له ۲۰۰۰ ډالټون نه لږ دی.

د طبي کيميا د پرمختګ سره اوس ګڼ شمېر انټيبايوټيکونه د اصلي مرکباتو نه چې په طبيعي توګه موندل کېږي، لاس ته راځي، د بيټالکټمېز (چې په دې کې پېنسلينونه چې د مرخېړيو د پېنېسېليوم د جنس نه په لاس راځي، د سېفالوسپورينونو او کارباپېنيمونو هم شامل دي) په برخه کې هم دا کيسه ده. ځينې انټيبايوټيکونه تر اوسه پورې د ژونديو اورګانيزمونو نه لاس ته راځي، لکه امينوګلايکوسايډونه، د دې برسېره، ډېر نور بيا د بوبو ساينتېټيکي کړنو په مرسته جوړېږي لکه کوينولونونه.