د "شهسوار سنگروال" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
نوی مخ: ښاغلى '''شهسوار سنګروال''' په ١٩٥١م کال د لغمان په ښکلی او شاعرانه سيمی د سنګر په کلی کښې زيږيدلی دی ٠ لوم...
 
و "شهسوار سنګروال" وژغورلی شو ([edit=autoconfirmed] (لامحدوده) [move=autoconfirmed] (لامحدوده))
(بې توپيره)

د ۱۱:۰۸, ۱۴ نومبر ۲۰۰۹ بڼه

ښاغلى شهسوار سنګروال په ١٩٥١م کال د لغمان په ښکلی او شاعرانه سيمی د سنګر په کلی کښې زيږيدلی دی ٠ لومړنۍ زده کړې يې د سنګر په ښوونځي او بيا په ١٩٦٩ کال كې د روښان ليسې څخه فارغ شو٠ لوړې زده كړې يې د ادبياتو او بشري پوهنو په څانګو کښې بشپړې کړې . لومړی يې د تاريخ څانګه او بيا يې د ادبياتو پوهنځی ولوست٠ سنګروال نيازی د ښوونې او روزنې ، راديو تيلويزون ، اطلاعات او کلتور ، ودانولو چارو ، د لوړو او مسلکې زده کړو په وزارتونو کښې رسمی دنده اجرا کړی ده. په ١٩٩٢ کال پېښور ته راغی لومړی يې د احمدشاه بابا په نوم ليسه جوړه کړه او بيا يې په ١٩٩٣ کال د احمدشاه ابدالي پوهنتون تاسيس کړ او د پوهنتون د رياست چارې يې په غاړه شوې ٠ په لندن کې د افغان ادبي جرګې تاسيس او مشري ، د 'شمله' فرهنګي مهالنۍ تاسيس او مشري يې كړې ده . چاپې شوي اثار يې دادي : شمله،هوسۍ او کيږدۍ ، د شبنم ښيښه ، د نکريزو پانه ، د ډرامې تاريخ او فن ، مساپر ، د سپين غر له پاسه څانګه ، د پښتو ادبياتو معاصر تاريخ ، د تاريخ په تله کې او د تاريخي جغرافيې څرنګوالی .

د شهسوار سنگروال د شعر څوبېلگې

ګـــــل اوســـــــې وطنـــــــه چنــــــــــــارونـه دې شمله شمله

څانګې دې غونچې غونچې ګــــــلونـــــــه دې شمله شمله

بیـــــا دې سردرو کــــې د تـــــــاوس بڼــــــکـــــې وځــــــــلو

مسته دې ځـــــوانــــي شــه نــښـــتـــرونـــه دې شمله شمله

اخځونه

  1. http://samsoor.com/sheruna.php