د "فريده هوډ سيفي" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
۷ کرښه: ۷ کرښه:




== د چاپي اثار==
== چاپي اثار==


تر دې مهاله د ډاکټرې فريده هوډ سيفي يوه د شعرونو ټولګه چاپ شوې چې (دشګو مزل ) نومېږي او يوه بله شعري ټولګه ېې چاپ ته چمتو ده.ددې ترڅنګه ېې د بېړنیو روغتيايي مرستو په برخه کې هم يوکتاب ګوټی خپورکړی.
تر دې مهاله د ډاکټرې فريده هوډ سيفي يوه د شعرونو ټولګه چاپ شوې چې (دشګو مزل ) نومېږي او يوه بله شعري ټولګه ېې چاپ ته چمتو ده.ددې ترڅنګه ېې د بېړنیو روغتيايي مرستو په برخه کې هم يوکتاب ګوټی خپورکړی.
همدارنګه ډاکټره هوډ سیفي د ښځو په اړه خورې ورې ژباړې او خاطرې لري چې هيله منه ده په راتلونکي کې دلويديځ د بوخت ژوند برسېره ورته د ليکنوموقع په لاس ورشي او خپاره ېې کړي.
همدارنګه ډاکټره هوډ سیفي د ښځو په اړه خورې ورې ژباړې او خاطرې لري چې هيله منه ده په راتلونکي کې دلويديځ د بوخت ژوند برسېره ورته د ليکنوموقع په لاس ورشي او خپاره ېې کړي.



== د شعر بېلګې ==
== د شعر بېلګې ==

د ۱۲:۱۰, ۱۱ نومبر ۲۰۰۹ بڼه

ډاکټره فريده هوډ سيفي د ديارلس سوه اته څلويښتم(۱۳۴۸)لمريز کال په مني کې په کابل کې زيږېدلې.

زده کړې

لومړنۍ او لوړې زده کړې يې په کابل کې بشپړې کړي دي.آغلې هوډ د خپلو زده کړو تر څنګ د ادبي کتابونو لوستل هم کول. فريده هوډ سیفي په ديارلس سوه اويايم (۱۳۷۰)لمريز کال کې د کابل د طب له پوهنتون څخه فارغه شوه او په همدې کال پاکستان ته ولاړه.

رسمي دندې

آغلې هوډ لا د ښوونځي په اتم ټولګي کې وه چې د افغانستان په ملي راډيو ټيلویزیون کې ېې دادبي راډيويي خپرونوپه لړ کې د ویاندې په توګه برخه اخیسته. همداراز ېې د کډوالۍ پر محال په سیمه کې په بېلابېلو بهرنيؤبنسټونو پورې اړونده روغتيايي کلينیکونو او روغتونونو کې په کار پيل وکړ.دې سره يې د بي بي سي په تعليمي پروژو کې څه وخت د روغتيايي پروګرامونو د پروديوسرې په توګه هم کار کړی .د دوه زره دريم (۲۰۰۳ ز)زېږدي کال په ډیسمبر کې د چک جمهوري هېواد ته ولاړه او تر ننه پورې هم هلته د ازادي راډيو د روغتيايي پروګرامونو د جوړولو ترڅنګ خبرونه او راپورونه وړاندې کوي .


چاپي اثار

تر دې مهاله د ډاکټرې فريده هوډ سيفي يوه د شعرونو ټولګه چاپ شوې چې (دشګو مزل ) نومېږي او يوه بله شعري ټولګه ېې چاپ ته چمتو ده.ددې ترڅنګه ېې د بېړنیو روغتيايي مرستو په برخه کې هم يوکتاب ګوټی خپورکړی. همدارنګه ډاکټره هوډ سیفي د ښځو په اړه خورې ورې ژباړې او خاطرې لري چې هيله منه ده په راتلونکي کې دلويديځ د بوخت ژوند برسېره ورته د ليکنوموقع په لاس ورشي او خپاره ېې کړي.

د شعر بېلګې

زما كابله

په ناآشنا كوڅو كې
په دې پردو لارو كې
زه هر قدم چې ږدمه
ستا د ديدن په تمه
د اور لمبې، د غم شوګير تيروم
يو ستا يادونه زړه ته
داسې تسل راكوي
چې به مې غيږ كې يو وار بيا ونيسي
بيا به ستا پلونه ښكل كړم
په يوه زړه به دواړه
خوږې د مينې ترانې ووايو
22 – 4-96 پيښور


زه ګرځم په هواکې

زه ګرځم په هواکې

خو يم د ورانو کوڅو خوا کې

دلته خلک شراب لکه اوبه څښي

د ميني په نوم څو غړپه ترخه څښي

زما په کلې کې خو مينه داسي نه وه

د اسي مينه بله هيله داسي نه وه

د هيلو ساحل

خزان په ميني ګډ شو
او محبت هم د ستم په وحشي لاسونو مات شو
او مينه هم مړه شوه، وسوه وسوله ايره ايره شوه
چي دا زه څه وينمه لويه خدايه!
دا نمرودي اورونه بل څنګه دي؟
زما پر كلي باندي تمي د اورونو قافلې قافلې...
بس بل څه نشته د ظلمونو يو تصوير جوړېږي
د وخت په زړه كې د زخمي هيلو انځور جوړېږي
هره شپه مې له تيارو ډكه شپه ده
سر په سجده لاس په دعا يم زما لويه خدايه!
خدايه!
ډوبېږم لاهو كېږم، فنا كېږمه زه
او د ساحل لمن مې ډېره لري
د سمندر څپې دي ډېري پلنې
ياربه! ته زما د لاري مل شه
قدم زما ساحل ته سم كړه ربه!
زړګى زما هيلو ته تم كړه ربه....

تــه !

تــه !
لكه دنيا د مينې
لكه خندا د هيلې
لكه يو ګل د بوټي
ستا په خندا، خندا كې
د وخت خندا وينمه
هيله ښكلا وينمه
ريښتيا، ريښتيا وينمه
2-1-97 پيښور

ستا سترګې

نه پوهيږم څه دي ستا په سترګو كې
وايمه چې ښه دي ستا په سترګو كې
وخت راته غوټۍ شي بيا ګلونه شي
څومره ډير خواږه دي ستا په سترګو كې
ځلند مشالونه شي چې راشې ته
څه ستوري پراته دي ستا په سترګو كې
زړه مې وايي زه هم درته وايمه
پاتې مې كاته دي ستا په سترګو كې
ته رڼه آينه زما د مينې يې
پوه يم نور څه نه دي ستا په سترګو كې
سيند مې وړي لاهو به شم راګوره خو
ډير څگه مې په زړه دي ستا په سترګو كې