د "سپينه ماڼۍ" د بڼو تر مېنځ توپير

و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
۱۱٬۴۴۵ تورى ورگډ شول ،  ۴ مياشتې مخکې
This contribution was added by Bayt al-hikma 2.0 translation project
(د "'''سپینه ماڼۍ''' د '''امريکا''' هيواد يوه ماڼي ده، چې د امريکا هيواد په نيويارک سيمه کې موقعیت ل..." تورو مخ جوړ شو)
 
(This contribution was added by Bayt al-hikma 2.0 translation project)
 
سپينه ماڼۍ د متحده ايالاتو د ولسمشر رسمي مېنه او د کار دفتر دی. دا په واشنګټن ډي سي کې په د شمال لویدیځې پنسلوانیا په ۱۶۰۰ جاده کې موقعيت لري او له ۱۸۸۰ز کال د ولسمشر جان اډمز له وخته د هر امريکايي ولسمشر استوګنځای دی. د «سپينې ماڼۍ» اصطلاح د کنايې په ډول د ولسمشر او د هغه د سلاکارانو لپاره هم کارول کېږي.
'''سپینه ماڼۍ''' د '''امريکا''' هيواد يوه ماڼي ده، چې د امريکا هيواد په نيويارک سيمه کې موقعیت لري.
 
د دې ماڼۍ نقشه د ايرلنډي مهندس جيمز هوبن له خوا په نوي کلاسيک ډول جوړه شوې وه. هوبن په ډوبلين کې د لنسټر هاوس په بڼه د دې ودانۍ نمونه جوړه کړه، لنسټر هاوس هغه ودانۍ ده چېرته چې اوس د ايرلينډ مقننه قوه «Oireachtas» مېشته ده. د سپين رنګه (Aquia Creek)  شګلنو ډبرو په کارولو سره يې د ابادولو چارې د ۱۷۹۲ او ۱۸۰۰ز کلونو تر منځ تر سره شوې. کله چې په ۱۸۰۱ز کال کې ټوماس جفرسن دې کور ته ولېږدېد، هغه (د مهندس بنجامين هينري لاتروب په مرسته) په هره څنډه کې د ټيټو ستنو قطارونه ورزیات کړل، تر څو د اسونو غوجل او زېرمه ځايونه پټ کړي. د ۱۸۱۲ز کال د جګړې پر مهال په ۱۸۱۴ز کال کې، د واشنګټن په سوځولو سره برتانيايي پوځ دا ودانۍ هم وسوځوله، ډېره داخلي برخه يې ويجاړه او ډېره بهرنۍ برخه يې وسوځوله. سملاسي يې بېا رغونه پيل شوه او ولسمشر جيمز مونري د ۱۸۱۷ز کال په اکتوبر کې د ودانۍ اجرائيوي نيمه جوړ شوي مېشت ځای ته ولېږدېد. بهرنۍ بيا رغونې ته يې دوام ورکړل شو، په ۱۸۲۴ز کال کې يې سويلي لور ته نيمه دايروي دالان او په ۱۸۲۹ز کال کې يې شمالي دالان ور زيات شو.{{r|bwDpG}}{{r|TSGjH}}
 
له دې کبله چې په اجرائيوي برخه کې يې بيروبار زيات و، ولسمشر تيودور روزويلټ په ۱۹۰۱ز کال کې ټول کاري دفترونه نوې جوړې شوې لويديځې څنډې ته ولېږدول. اته کاله وروسته په ۱۹۰۹ز کال کې، ولسمشر وليام هوارډ ټافټ د ودانۍ لويديځه څنډه پراخه کړه او لومړنی بيضوي ډول دفتر يې جوړ کړ، خو کله چې دا برخه پراخه شوه نو دا دفتر یې هم ایسته کړ.  په مرکزي ودانۍ کې، په ۱۹۲۷ز کال کې د درېيم پوړ له بامبوټۍ سره د مايله بام لرونکې کوچنۍ خونې يو ځای شوې او دا ځای د اوسېدو په په ځای بدل شو. د ودانۍ نوې جوړه شوې ختيځه برخه د ټولنيزو مراسمو پر مهال د هرکلي لپاره کارېده، د جفرسن له خوا جوړو شويو ستنو نوې برخې سره نښلولې. په ۱۹۴۶ز کال کې د نوې برخې بدلونونه بشپړ شول او د دفترونو لپاره يې نور ځای پیدا کړ. د دې استوګنځي بهرني ديوالونه چې تر درانده بار لاندې وو او داخلي لرګين بیمونه په ۱۹۴۸ز کال کې ماتېدو ته نژدې و. د «هري اس. ترومان» په حکومت کې، داخلي خونې په بشپړ ډول ونړول شوې او د ديوالونو په منځ کې د بار پورته کولو وړ يو نوی داخلي د پولادو چوکاټ جوړ شو. په بهرنۍ برخه کې، د ټرومن برنډه په کې زياته شوه. کله چې د جوړولو چارې بشپړې شوې، داخلي خونې هم بېرته ابادې شوې. 
 
د اوسنۍ سپينې ماڼۍ په ټولګه کې اجرائيوي استوګنځای، لويديځه برخه، ختيځه برخه، د ايزنهاور اجرائيوي دفتر ودانۍ (د بهرنيو چارو پخوانی وزارت، چېرې چې اوس د ولسمشر د کارکوونکو او مرستيال ولسمشر دفترونه دي) او بلير هاوس د ميلمنو استوګنځای شامل دي. اجرائيوي ودانۍ يې شپږ پوړيزه ده: تر ټولو ښکته پوړ، دولتي پوړ، دويم پوړ او درېيم پوړ، او دوه پوړه يې تکاوي ده. دا شتمني د ملي ميراث سيمه ده چې د ملي پارک خدماتو ملکيت دی او د پريزيډنټ پارک برخه ده. په ۲۰۰۷ز کال کې، د امریکا د ودانيو د مؤسسې د «امريکا د تر ټولو غوره ودانۍ» په نوملړ کې سپينې ماڼۍ ته دويمه رتبه ورکړل شوې وه. {{r|1AvjX}}
 
== د لومړي پير تاريخ ==
 
=== ۱۷۸۹-۱۸۰۰ ===
د ۱۷۸۹ز کال د اپريل په مياشت کې پر کار له پيل وروسته، ولسمشر جورج واشنګټن په نيويارک ښار کې د اجرائيوي ودانيو په توګه دوه شخصي کورونه ونيول. په يو کور کې هغه د ۱۷۹۰ز کال د فبرورۍ تر پایه واوسېدو چې د فرانکلين کور په نوم پېژندل کېدو، د خزانې د کميسار سامويل ازګود ملکیت و او په «۳ چيري کوڅه» يې موقعيت درلود. اجرائيوي ودانۍ يو ستر ځای د الکساندر مکمب کور ته ولېږدېده چې په « ۳۹-۴۱ براډوی» کې يې موقعيت درلود، دلته نوموړی د ۱۷۹۰ز کال د اګست تر مياشتې پورې له خپلې مېرمنې او يو کم شمېر عملې سره واوسېد. د ۱۷۹۰ز کال د مۍ مياشت کې، په نيويارک کې د ولسمشرۍ ودانۍ لپاره د يو مناسب کور يعنې دولتي ودانۍ په جوړولو پيل وکړ. واشنګټن کله هم له دې ودانۍ څخه ګټه پورته نه کړه، ځکه تر هغه وخته چې د ۱۷۹۰ز کال د دسمبر په مياشت کې پلازمېنه د پنسلوانيا فلاديلفيا ته ولېږدېده، دا ودانۍ نه وه بشپړه شوې. {{r|Baker1897}}{{r|mvorg}}{{r|Stokes}}
 
د ۱۷۹۰ز کال د جون مياشتې د استوګنځی قانون پلازمېنه د تل لپاره په نوي فدرال ولسوالۍ کې وټاکله او د لنډ مهال يعنې لسو کلونو لپاره يې پلازمېنه د پنسلوانيا په فلاډيلفيا کې وټاکله، تر څو دایمي پلازمېنه جوړه شوه. فلاډلفيا د شتمن سوداګر رابرټ موريس ودانۍ چې په ۱۹۰ های کوڅه کې يې موقعيت درلود (اوس ۵۲۴-۳۰مارکيټ کوڅه) د ولسمشر د کور په توګه په کرايه ونيوله، واشنګټن دا ودانۍ د ۱۷۹۰ز کال څخه د ۱۷۹۷ز کال د مارچ تر مياشتې نيولې وه. له دې امله چې دا کور ډېر کوچنی و چې د ولسمشر د کورنۍ، کارکوونکو او خادمانو دېرش تنه په کې ځای شي، واشنګټن هغه پراخه کړه.  {{r|6ylva}}{{r|ushist}}
 
ولسمشر جان اډمز هم د ۱۷۹۷ز کال د مارچ مياشتې څخه د ۱۸۰۰ز کال د مۍ مياشتې پورې د «های کوڅې» ودانۍ نيولې وه. د ۱۸۰۰ز کال د نومبر په لومړۍ نېټه د شنبې په ورځ هغه لومړی کس شو چې سپینه ماڼۍ اشغال کړي.{{r|jK8YA}}
 
په فلاډلفيا کې د ولسمشر کور په يونين هوټل بدل کړای شو، وروسته د دوکانونو لپاره کارېدو او په ۱۸۳۲ز کال کې ړنګ کړای شو.
 
په ۱۷۹۲ز کال کې له همدې ودانۍ څخه څو کوڅې ور هاخوا فلادلفيا د يوې نوې او سترې ولسمشرۍ ماڼۍ په جوړولو پيل وکړ. په ۱۷۹۷ز کال کې د اډمز د لوړې پر مهال دا ودانۍ بشپړېدو ته نږدې وه. خو اډمز د يادې ودانۍ له نيولو څخه انکار وکړ او ويې ويل چې هغه د کانګريس له خوا د دې واک نه لري چې دا ودانۍ په اجاره واخلي. تر هغه وخته دا ودانۍ تشه پاتې شوه، تر څو په ۱۸۰۰ز کال کې د پنسلوانيا پر پوهنتون وپلورل شوه.   {{r|Westcott1894}}
 
=== ودانيزه سيالۍ ===
د ولسمشر کور د نوي جوړ شوي فدرالي ښار واشنګټن ډي سي لپاره د پير (بيټر) ګارلز لنفانت د ۱۷۹۱ز کال د طرحې يوه ستره ځانګړتيا وه. واشنګټن او د هغه د بهرنيو چارو وزير ټوماس جفرسن دواړو په ودانيزو چارو کې شخصي ليوالتيا لرله، دواړو موافقه وکړه چې د سپينې ماڼۍ او کانګريس د ودانۍ طرحه به د طراحۍ په يوه سيالۍ کې غوره شي.{{r|IYuWd}}{{r|Frary}}
 
که څه هم د پلازمېنې لپاره ټول وړانديزونه رد شول او د ګڼو طرحو له منځه د جيمز هوبن له خوا د سپينې ماڼۍ لپاره يوه وړاندې شوې رسامي ومنل شوه، خپله جيفرسن هم په يو نامعلوم نوم يوه طرحه وړاندې کړې وه.{{r|np7Jl}}
 
هوبن په ايرلينډ کې زېږېدلی او د ډبلن د هنرونو په ټولنه کې روزل شوی و. له انقلاب وروسته هغه متحده ايالاتو ته کډوال شو، لومړی په فلاډلفيا کې کار پسې ګرځېدو او وروسته يې په سويلي کارولينا کې برياوې تر لاسه کړې، چېرې چې هغه د ګڼو ودانيو نقشې جوړې کړې، په کولمبيا کې د ايالتي ودانۍ طرحه هم نوموړی جوړه کړې. په پايله کې هوبن هم د سپينې ماڼۍ او د کانګريس د ودانۍ پر جوړېدلو د څار دنده پر مخ يوړه.{{r|u1v6F}}
 
د «سويلي سفر» پر مهال ولسمشر واشنګټن د ۱۷۹۱ز کال د مۍ په مياشت کې په سويلي کارولينا کې له چارلسټون څخه لیدنه وکړه، همدا راز د چارلسټون د ولسوالۍ د محکمې ودانۍ څخه يې هم لیدنه وکړه چې تر کار لاندې وه او نقشه يې هوبن جوړه کړې وه. مشهوره ده چې هغه له هوبن سره همدلته لیدلي و. راتلونکی کال همدا مهندس هغه فلاډلفيا ته وغوښت او د ۱۷۹۲ز کال د جون په مياشت کې يې ورسره وکتل. {{r|eYnQA}}
 
د ۱۷۹۲ کال د جولای په شپاړسمه نېټه، ولسمشر د فدرالي ښار له کميسارانو سره وکتل، تر څو د ودانيزې سيالۍ په اړه خپله پرېکړه وکړي. د هغه ارزونې په لنډ ډول ثبت شوي دي او ډېر ژر يې د هوبن استول شوې طرحه غوره کړه.{{r|nUHxy}}
 
== سرچینې ==

گرځښت غورنۍ