د "شهسوار سنگروال" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۳۹ کرښه: ۳۹ کرښه:
==اخځونه==
==اخځونه==
# http://samsoor.com/sheruna.php
# http://samsoor.com/sheruna.php
# https://www.bbc.com/pashto/news/story/2008/11/081102_studio7-sangarwal.shtml





د ۱۰:۲۱, ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۹ بڼه

شهسوار سنگروال ( زوکړه ١٩٥١ ز کال د لغمان ولايت) د افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال او شاعر دی.

مخينه

شهسوار سنگروال پر ۱۹۵۱ ز کال د لغمان د ښکلې او شاعرانه سيمې د سنگر په کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې د سنگر په ښوونځي او بيا پر ١٩٦٩ ز کال د روښان ليسې څخه فارغ شو. د خپريدو وخت: 16:27 گرينويچ 2008 ,02 نومبر



ليکوال او شاعر شهسوار سنگروال په اوومه سټوډيو کې


اوومه سټوډيو د اوومې سټديو پروگرام هره جمعه په ماښامنۍ خپرونه کې خپرېږي. شهسوار سنګروال په کال ١٩٥١ کې د لغمان په سنگر کلي کې زيږيدلى. لومړنی زده کړی يې د سنګره په ښونځی او منځنی زده کړی يې د روښان په لېسه کې تر سر ه کړي دي. ښاغلي شهسوار سنگروال خپلې لوړې زده کړې د ننگرهار په عالي دارالمعلمين (د تاريخ او جغرافې څانگه) او ادبياتو پوهنځي ( پښتو څانگه) کې تر سره کړې دي. هغه لومړی د تاريخ څانگه او بيا يې د ادبياتو پوهنځی ولوست. سنگروال نيازی د ښوونې او روزنې، راديو تلويزيون، اطلاعات او کلتور، ودانولو چارو، د لوړو او مسلکې زده کړو په وزارتونو کې رسمي دندې ترسره کړې دي. پر ١٩٩٢ ز کال پېښور ته ولاړ؛ هلته يې لومړی د احمد شاه بابا په نوم ليسه جوړه کړه او بيا يې پر ١٩٩٣ ز کال د احمدشاه ابدالي پوهنتون تاسيس کړ او د پوهنتون د رياست چارې يې په غاړه واخيستې. په لندن کې د افغان ادبي جرگې تاسيس او مشري، د 'شمله' فرهنگي مهالنۍ تاسيس او مشري يې هم كړې ده.

چاپ شوي آثار

چاپ شوي اثار يې دادي:

  1. شمله
  2. هوسۍ او کيږدۍ.
  3. د شبنم ښيښه.
  4. د نکريزو پاڼه.
  5. د ډرامې تاريخ او فن.
  6. مساپر.
  7. د سپين غر له پاسه.
  8. څانگه.
  9. د پښتو ادبياتو معاصر تاريخ، د تاريخ په تله کې.
  10. د تاريخي جغرافيې څرنگوالی.

د شعر څوبېلگې

گـــــل اوســـــــې وطنـــــــه چنــــــــــــارونـه دې شمله شمله څانگې دې غونچې غونچې گــــــلونـــــــه دې شمله شمله
بیـــــا دې ســردرو کــــې د تــــــــاوس بڼـــــکــــې وځـــــــــــلو مسته دې ځــــوانـــي شــه نــښــتــرونـه دې شمله شمله

اخځونه

  1. http://samsoor.com/sheruna.php
  2. https://www.bbc.com/pashto/news/story/2008/11/081102_studio7-sangarwal.shtml