د "موزایيک" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
د ایجادگر په وسیله د یو نوي مخ جوړول.
 
د سمون لنډیز نسته
 
۱۸ کرښه: ۱۸ کرښه:
موزاییک په ډوله جوړېږي:
موزاییک په ډوله جوړېږي:
یو هغه چې انځور ګر د کار په ډګر کې سوب وي او انځور خښټې یو په یو ځای پر ځای کېږي.
یو هغه چې انځور ګر د کار په ډګر کې سوب وي او انځور خښټې یو په یو ځای پر ځای کېږي.
دوهم ډول کې انڅور په کارخونه کې د کاغذ پر پاڼه څکول کېږي د موزاییک ډبرې په منعکس ډول پر انڅور نښلول کېږي او بیا ټول انځور د سیمټو په ډېوال او یا په پوړ نښلولوي او کاغذ په اوبو خوړنوي او لرې کوي. دغه مېتود په لویه کچه په پخواني شوروي اتحاد کې کارېده.
دوهم ډول کې انځور په کارخونه کې د کاغذ پر پاڼه څکول کېږي د موزاییک ډبرې په منعکس ډول پر انځور نښلول کېږي او بیا ټول انځور د سیمټو په ډېوال او یا په پوړ نښلوي او کاغذ په اوبو خوړنوي او لرې کوي. دغه مېتود په لویه کچه په پخواني شوروي اتحاد کې کارېده.


== سرچينې ==
== سرچينې ==

د ۱۳:۴۴, ۸ مې ۲۰۱۷ پورې تازه بڼه

موزاییک هغه هنر دی چې د ګڼو شمېرو رنګو شګو، خښتو او یا ښیښو د راټولولو څخه یو انځور جوړ کړل شي. دغو غړیو ته د مزاییک ډبرې او جوړکړي انځور ته د مزاییک انځور ویل کېږي.


د موزاییک پېښلیک[سمول]

لرغونپوه ایلیوس سپارتیانو د خپل د پېښلیک په کتاب کې کاږي چې په دریمه پېړۍ کې کومودوس (۱) خپل د ماڼۍ د ننوتځی په دالان کې د پسنیوس نیګر د رومیانو د قوماندان د ماسیفون په کړنلاره انځور جوړ کړی و. ماسیفون لاتیني ټکی دی چې وروسته په موزاییک اوښتی دی. ځینې نور پوهان په دې اند دي چې موزاییک نوم د موز (۲)د ټکی څخه اخیستل شوی. ښایي دا به سمه او څه ناڅه به رښتیا ته نژدې وي.

د نامه څخه چې ورتېر شو، په کلکه ویلای شو چې په لرغوني منځني ختیځ کې د مخزېږد په کابو ۲۵۰۰ کې د سومر او د اشور په واکمنيو کې د اورک (نننی ورکه – اعراق) په سیمو کې په دېوالونو رنګیځه رسمونو او انځوورونه څکول کېدل چې د ودانۍ په ښکلا او سینګار کې خورا اړین ول. دوی، څو په بڼې اوږدې د خټو خښتې جوړولې، یو سر یې رنګېده او بیا یې پخولې. رنګونه په ډېرو وختونو کې سپین، تور او سره وو. وروسته د پخېدو یې خښتې په اوږدو په خټین دېوال کې د یوه کرښندي له مخه دننه کولې او رنګه شويو سرونو د دېوال پر مخ یو رنګیځه انځور جوړاوه. دغه سیستم د ننني موزاییک بنسټ شو. وروسته یونانیانو دې ته وده ورکړه او په تورو او سپینو ډبرو یې پلې لارې او د ودانیو پوړونه سینګار کړل.

د اسلام د مبارک دین د خپرېدو سره په مزاییک کې هم پرمختګ وشو او لوی تر لویه پرمختګ دا و چې دغه ښیښه ییزه او د کاشي کولو ګټمن چار د مزاییکو د کمکیو ډبرو څخه سترې شوې او د ودانیو مخونه په سینګار شول. دغو لویو ډبرو ته نن د کاشي خښتې وايي. د دغه چار یوه ځانګړې او ښه بېلګه به د هرات جامع جومات وي.


نوټ:

  1. م. ا. کومودوس انتونیوس (په انګلرېزۍ: Commodus)- د زیږیدیز ۱۸۰ - ۱۹۲ د روم ټولواکمن و.
  2. موز (په انګلرېزۍ: The Muse)- د لرغوني یونان په خیالي کیسو کې د دوی د خدای زیوس نهه لورانې نومېدې.


د موزاییک د انځور جوړونه[سمول]

موزاییک په ډوله جوړېږي: یو هغه چې انځور ګر د کار په ډګر کې سوب وي او انځور خښټې یو په یو ځای پر ځای کېږي. دوهم ډول کې انځور په کارخونه کې د کاغذ پر پاڼه څکول کېږي د موزاییک ډبرې په منعکس ډول پر انځور نښلول کېږي او بیا ټول انځور د سیمټو په ډېوال او یا په پوړ نښلوي او کاغذ په اوبو خوړنوي او لرې کوي. دغه مېتود په لویه کچه په پخواني شوروي اتحاد کې کارېده.

سرچينې[سمول]

  • ښيښه په ودانۍ کې کتاب