د "شاتو مچی" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
۱۲۰ کرښه: ۱۲۰ کرښه:
===كارګران (ښځې مچۍ)===
===كارګران (ښځې مچۍ)===
===ډورن يا نران مچۍ===
===ډورن يا نران مچۍ===

==دملكې القاح==
==دملكې القاح==
==د شاتو مچۍ ځاله==
==د شاتو مچۍ ځاله==

د ۱۲:۴۷, ۸ مې ۲۰۱۶ بڼه

Apis mellifera
دشاتو مچۍ
مملکه ژوی
شاخه بند پښه لرونکی ژوي
طایفه پرده وزری خوځندکې
ډله Apocrita
تیره Apidae

دشاتو مچۍ (په لاتين: Apis mellifera) يوه خوځندکه ده چې دري جوړې پښې لري . ډير سپيشيزونه لري، د اقتصاد له پلوه د اهميت اوارزښت وړ ګڼل كيږي. كورنى جوړښت ئې نر،ملكه او كاريګران تشكيلوي او هر يو ئې جلا دنده سرته رسوي. د نر مچۍ وظيفه د ملكه القاح كيدل دي او د ملكه دنده ئې له نر سره يو ځاى كيدل او د هګيو اچول دي.كاريګران نكتار(شيره) او ګرده راټولوي چې د غه عمليه د زراعت او كرنې په توليد كې د اهميت وړده. د مچيو شات د غذايي ارزښت له پلوه ښه غذا ګڼل كيږي چې ګلوكوز،فركتوزاو سكروز او يوه اندازه اوبه لري اوله هرحيثه غني دي. د انسانانو لپاره خاصتاً د ماشومانو د ودې لپاره يي سپارښتنه كيږي. مچۍ نه يواځې شات توليدوي ، بلكه موم او پروپولس هم توليدوي او نور اضافي مواد چې كولاي شي ماركيټ ته عرضه شي، موم،كريم،صابون او نورو محصولات چې د روزمره معشيت او د اقتصاد د پياوړتيا لپاره ښه وسيله او بهترين مصروفيت ګڼل كيږي په توليد كې د استفادي وړ دي. د ګرده افشانۍ په هكله ويلاي شو چې د زراعتي محصولاتو زياتوالي او د ميوو د ښه كيفيت لوړ حاصل او دشكل او جوړښت او د ماركيت د ارزښت او پايښت له پلوه د اهميت وړ كار بلل كيږي. د شاتو مچې يې د القاح لپاره ښه وسيله ده ، نو له دې حشرې سره په نرمۍ سره كړنه پكارده ځكه چې له يوې خوا د عايد منبع او له بلي خوا په عمومي توگه محيط سازګاروي. د مچيو د روزنې لپاره بايد له ماهرانو سره ليدنه او كتنه وشي او فني مشوري واخستل شي.د مچيو د بيماريو او روزنې لارې چارې بايد په پوره مهارت زده كړل شي. لومړي ځل بايد په لږ پيمانه كار شروع شي او وروسته وسعت وركړل شي . ځرنګه چې د افغانستان كرنيز سكتور، لكه د نورو سكتورونو په شان د اوږدې مودې تپل شوې جګړې له امله ډير تاوانې شوي اود هغه بيا رغونه حتمي ګڼل كيږي خو پخوا تر دې چې كرنيزې چاري بيا راژوندۍ شي. بايد داسي پلان جوړ شي چې د كرنيزو چارو ځينو برخو ته پكې د لومړيتوب حق وركول شي، د شاتو مچۍ او چرګان د كرنيزو چاروهغه برخې دي چې بايد د افغانستان په بيا ودانولو او رغولو كې ورته د لومړيتوب حق وركړل شي ځكه چې :

  1. مچۍ په لنډ وخت كې په توليد او عايد پيل كوي
  2. لږسرمائې ته اړتيالري.
  3. ځمكه لرونكي او زمكه نه لرونكي دواړه كولي شي د شاتو مچې ورزي.
  4. د بل كسب ترځنګ كيدلي شي د شاتو مچۍ هم وروزل شي.
  5. هرځوك(ځوان،زوړ او ښځې) كولاي شي د شاتو مچۍ وروزي.

ځوك چې غواړي د شاتو مچۍ وروزي بايد پخوا تر روزلو ديو بل مچۍ روزنكي شخص نه چې د دروزلو عملي تجربې ولري د مچيو د روزلو په اړه معلومات تر لاسه كړي. دخلكو د پوهاوي لپاره د شاتو د مچيو د روزلو په هكله علمي او فني ليكونه ته اړتياده د همدې اړتيا پر اساس دا اثر وليكل شو چې زمونږ ګران هيوادوال وكولي شي د شاتو د مچيو د روزلو لپاره يو لارښود تر لاسه كړي اوله دې لارښوده د شاتومچيو په روزلو كې ګټه واخلي.

د شاتو د مچيو د روزلو اساسات

هغه ځوك چې د شاتو مچيو ساتل او روزل غواړي نو تر هرځه د مخه بايد اساسات زده كړي، دا اساسات لاندې بيانيږي: كه ځوك غواړي د شاتو مچۍ وروزي نو له فني مشورو دې پيروي وكړي. له دې رشتې سره له سروكارپيداكولو سره سم بايد د مسلك په هكله پوره اشنائي پيداكړي. د مچيو د روزلو لپاره د محيط، اراضي او دهغو بوټو مطالعه ضروري ده چې دشاتو مچۍ يې ګلان خوښوي او شات ورځخه توليدوي.

ددې مفيدې او ګټورې حشر د روزنې په باب بايد مچۍ روزنكي فني لارې چارې زده او هغه وپيژني. دشاتو مچيو روزونكي ته لازم دي چې د شاتو مچيو د روزلود ماهرانو له علمي تجربو ځخه په استفاده دشاتومچيو د روزنې پورې اساسات زده كړي او هميشه له فني ماهرانو او اشخاصو سره ارتباط ولري. د هغه چا لپاره چې په لومړي ځل غواړي د شاتو مچۍ وروزي كولاي شي د شاتو د مچيو له يوې ځخه تر دوو پورې كالوني يا كورنۍ وروزي.

دشاتو د مچيو د نوعيت په هكله دې پوره معلومات حاصل كړي.له هر ډول مرض او افت ځخه پاكو مچيو روزنه دې وشي او له مچۍ روزونكى دې خپل ځان مطمئن كړي چې دا مچۍ له مرض او افت ځخه پاكې دي. دشاتو مچيو دكورنۍ ضعيف والى او قوي والى دې په نظر كې ونيول شي او دا په يوه كندو كې د ملكې، پوره شمير كارګرانو(دښځيو مچيو) او نرو مچيو موجوديت او ساليمتوب پورې اړه لري. دملكې د عمر په باب چې ځوانه ده ،زړه ده ؟ ايا د نر سره جوړه شويده كه ځنگه؟په دې باب بايد پوره معلومات ولري. په كندو كې د ذخيره شويو شاتو او دهغه دمقدار په باب پوره خبرتياوې او پوهه بايد موجوده وي. كه ځوك غواړي چې د مچيو له روزنې سره سرو كار پيداكړي نو د ماهرانو له فني مشوروځخه دې تل استفاده وكړي.

د موقعيت او اراضي انتخاب

دشاتو د مچيو د روزلو ځاى او اراضي بايد دا لاندې خصوصيات ولري: په كوم ځاى كې چې د شاتو د مچيو روزنه تر سره كيږي نو بايد د شاتو د مچيو د استفادې وړ بوټواو ونو شميرهلته زيات وي. منطقه بايد باد ونه لري ځكه چې د شاتو مچۍ به بادكې له الوتلوځخه ډډه كوي. دځاى په انتخاب كې د ګلانو موجوديت او د ګلانو اندازه ضروري شرط دي چې د كال په اوږدو كې ورځخه دشاتو مچۍ استفاده وكړي. كله چې د شاتو مچۍ له يو ځاى ځخه بل ځاى ته وړل كيږي نو د صندقونو سوري دې بند شي او دشپې په تپه تياره كې دې چې د خلكو غال مغال نه وي صندقونه وتړل شي او بيا دې يوړل شي. كه چيرې د غذا كموالى محسوسيږي نو مصنوعي غذا دې برابره كړل شي. منطقه بايد جبه زاره نه وي او نورې ستونزې هم بايد ونه لري. مچۍ بايد له هر مرض او افت نه خوندي واوسي. په كوم ځاى كې چې فابريكې موجودې وي هوا ككړه وي او بدبوي موجوده وي هلته دې د مچيو روزنه تر سره نه شي. د مچيو د روزلو لپاره دې د غرونو لمنې ، ځنګلونه او نورښايسته ځاىونه انتخاب شي. د شاتو د مچيو د روزلو لپاره مناسب ځاى هغه دې ميوه لرونكو او غير ميوه لرونكو ونو باغونه او ډير ګلان موجود وي. په كوم ځاى كې چې باغونه وي دروزنې ځاى دې هلته انتخاب شي.

دشاتو د مچيو لپاره د ځاى غوره كولو شرايط

دشاتو د مچيو د روزنې لپاره د ځاى په انتخاب كې بايد روزنكى لاندې ټكي په پام كې ونيسي. په كوم ځاى كې چې مچۍ روزل كيږي د هغه ځاى په باب پوره معلومات لازم دي او دشات وركونكو بوټو پيژندل، دشاتو دمچيو د روزنكي لپاره اساسي وظيفه ګڼل كيږي. دځاى خوښول د ونواو بوټو د ګلانوپه موجوديت پورې تړلى دى. دصندقونو په ترتيب سره ايښودل او انسجام يې د قطارونوجوړول ، دصندقونو دشمارې پر اساس سرته رسيدلاي شي. په هغه ځاىونو كې چې سركونه او كورونه وي او ډير بيربار وي هلته د صندقونو كېښودل پكار نه دي دشاتو د مچيو صندوق بايد په پايه يا بل شي باندې له ځمكې لوړ كېښودل شي. دشاتو د مچيو د ژوند كولو ځاى بايد له شاتو وركوونكو بوټوتر يو يا دوه ۲-۱ كيلومترولرې نه وي. د اوبو منابع بايد د شاتو د مچيو له كورنيوځخه ډيره فاصله ونه لري او بايد هغو ته نږدې وي. دشاتو د مچيود كالونې ليدنه بايد په يوه ټاكلي وخت كې وشي. دشاتود توليد مقدار د صندقونو په تناسب پورې اړه لري. دشاتو توليد او لاس ته راوړنه دشات وركوونكو بوټو پر موجوديت ، نوعې او شمير پورې اړه لري.

دشاتو مچيو سره كار كول

د شاتو د مچيو سره د كار كولو په وخت كې د مچيو روزنكى بايد دا لاندې شيان په پام كې ونيسي. له كندوځخه دشاتو راټولول بايد د اصولو او د فني طريقو په نظركې نيولو سره وشي. دليدنې ،كتنې او يا دشاتو د راټولولوپه وخت كې دودپمپ وركول ضروري دي او دا ددې لپاره چې مچۍ له كندو ووزي اوسړى ونه چيچي. دود وركول بايد د دود پمپ په ذريعه وشي. دضايع كيدو مخنيوى پكار دي ، د شاتو راټولواو دموادو استعمال بايد به ښه طريقه وشي او مواظبت يې ضروري دي. دكندو د ليدنې ، كتنې او تفتيش كولو په وخت كې بايد د جالۍ له خولۍ ځخه استفاده وشي چې د شاتو د مچيو له چيچلواو نېش وهلو ځخه سړى په امان كې پاتې شي. دشاتود مچيو سره په ډيره نرمۍ ګوزاره كول پكاره ده او له تندې ګوزارې ځخه بايد ډه ډه وشي. دصندوق يا كندو د خلاصولو په وخت كې له مچيو سره بايد په نرمۍ رفتار وشي او مچۍ په غصه نه شي او د نېش وهلو شرايط ورته برابر نه شي. له كندو ځخه د قاب يا چوكاټ پورته كول بايد په ډيره اسانۍ سرته ورسيږي او د خپل ځان په طرف يې ډير ورو او كرار كش كړۍ چې د مچيو د غصې او قهر سبب نه شي. عطريات بايد استعمال نه شي ځكه د شاتو مچۍ د عطرو بوى نه خوښوي او پرانسان د مچيو د هجوم او حملې سبب ګرځي. موظف كسان دې له سپين لباس ځخه استفاده وكړي ځكه د شاتو مچۍ له نورو رنګونوځخه ناراحته كيږي او په غصه كيږي. كله چې سوځيدونكى لمر يار باران وي نو د شاتو د مچيو له كندو سره غرض كول پكارنه دي ځكه چې مچۍ په دغه وختونو كې ډيرې ناراحته وي. دشاتو د مچيو دعبور او مرور د لارې خيال ساتل پكار دي او دپوره نظم او نسق رعايت دې وشي چې په دې توګه د مچيو له نېش وهلوځخه مخنيوى وشي.

په كندو كې د شاتو د مچيو كتنه

دمچيو د كندو دكتلو په وخت كې بايد دا لاندې ټكو ته كلكه پاملرنه وشي: دشاتو د مچيو د روزنكي له خوا بايد د مچيو كندو وكتل شي او د ملكې له ژوند او كار دې دشاتو د مچيو رونكى خپل ځان مطمئن كړي. د شاتو د مچيو روزنكى بايد د مچيو د كتنې ياداشت او ريكارډ واخلي او هم دې د ملكې حقيقي عمرياداشت او ريكارډ كړي. كه چيرې په كندو يا ځاله كې ملكه مړه شي فوري دې د هغه بكس يا صندوق شماره ياداشت شي او د نوې ملكې چې له نر مچى سره يوځاى شوې وي . صندوق ته برابره او معرفي شي چې له هغې پرته د شاتو د مچيو كندو نيمګړى دي. دشاتو د مچيو په يوه كندو كې ملكه بايد له دري كلونوځخه د زياتې مودې لپاره ونه ساتل شي او بايد حتماً هغه تبديله شي كه مصنوعي خوړو يا غذا ته چيرې ضرورت او اړتيا وي نو ورته دې برابركړل شي.

مچيو ته د ملكې د ورپيژندولو طريقه

دقوي كورنۍ په نسبت هغې كورنۍ چې ضعيفي وي ملكه په اسانۍ او ژر مني.ځوانې مچۍ ډير ژر او په اسانۍ سره ملكه مني خو زړې مچۍ هغه ژر نه مني، كه چيرې وغواړۍ چې ملكه تبديله كړۍ نو پخوانۍ ملكه بايد مړه شي. له ځلورويشتو ساعتوځخه وروسته دې نوې ملكه تبديله شي ، نوې معرفي شوې ملكه بايد د تخمګذارۍ په حالت كې وي. ځوانه باكره ملكه ممكنه ده چې په پسرلي كې معرفي شي. د ملكې د معرفي ښه وخت په مني كې د ميزان مياشت ده.

اصطلاحات

كندو: په حقيقت كې د مچۍ دځالې په نوم ياديږي. كالوني: هغې ډلې ته وايې چې د شاتو دمچۍ په اجتماعي ډول ژوند كوي. دري واړه ملكه،كارګران او نران مچۍ ولري. بروډ يا بچى: د ژوند هغې مرحلې دي ، لكه تخم، لاروا،پيوپا چې د ځالې په منځ كې ئې تيروي او دبروډ په نامه ياديږي. فونديشن: هغه چوكات ته ويل كيږي چې پكې د ننه د موم برجسته طبقه ځاى پرځاى كيدى شي. كومبه: يو شپږ ضلعي ساختمان دي چې د مچيو پواسطه جوړيږي او په هغه كې شات ذخيره كيږي او ملكه پكې تخمګذاري كوي.

مواد او سامان آلات

دملكې تخت : ملكه په اسانۍ كولاي شي له هغه ځخه تيره شي، خو د نر مچۍ دشاتو له خوړولوځخه جلوګيري كيږي. رولر: يوه اله ده چې د موم چاپ شوې لوحه د چوكات په سيم پورې محكمه ساتي. دملكې قفس، روي بند،دستكشې، جالي دار دسمال. د موم كولو صندوق، موم تراش ، چاقو ګان، صافي او برسونه. موم تراش ، خوراك داني، دشاتو شانه، دشاتو ايستلو ماشين. هغه بوټي چې د شاتو مچۍ ورځخه استفاده كوي دشاتومچۍ فطرتاً د خپل شوق او ذوق مطابق او د خپل مزاج مطابق خپله غذا له مختلفو رنګارنګ ګلانو، ميوه دارو او بې ميوو بوټوځخه تر لاسه كوي ، لكه شينشوبى او د وحشي بوټو له ګلانو ځخه حاصلوي او د شاتو مواد او موم ټولوي او د دوراني مرحلوله تيرولو وروسته په شاتو او موم بدليږي. همدارنګه د خپلې غذا د راټولولو لپاره له ښودل شوې لارې الوتنه كوي او بيرته خپلې ځالې ته راځي . د شاتو د مچيو غذا د اهلي او وحشي بوټو د تناسلي آلاتو او د ميوه لرونكو او بې ميو بوټو او دبعضې ونو د پاڼو له ترشحاتو ځخه په لاس راتلاي شي. دشاتو مچۍ د ځينوبوټوله ګلانو ، لكه ګل خار، د كچالو گل ، كونځله،دشړشم ګل، د كوكنارګل،د بادرنګ ګل، دولې ګل،دلوكاټ ګل، د نرګس ګل او د نسترين ګل ځخه زياته ګټه اخلي.انتري ګل ،شين شوبى ګل ،ځمكني توت، دباقلي خاندان ګل، دليمو ګل، بهي، زعفرانو ګل، انځر ګل، نارنج ګل ، پيچك ګل،شبو ګل، پتوني ګل، زيتون ګل، شتر خار، شوتلې ګل، لوبيا ، اكاسي، شفتالو، بادام ګل، د زردالو ګل،د تورومرچكو ګل ، دځيړۍ ګل، خاتمي ګل، ارغوان ګل، د شينګل ګل، د انارګل، لاله ګل، دپلوسي ګل، دپيازګل او د ستروس د كورنۍ له ګلانو ځخه په پراخه پيمانه استفاده كوي.

شات

كله چې د نباتي شيرې يو مقدار اوبه دشاتو د مچيو پواسطه تحليل او جذب شي او يوځه نور مربوط مواد ، لكه انزايم پرې علاوه شي نو شات ترې جوړيږي.

بيولوژي

په كالوني كې د شاتو د مچيو ګډ ژوند

ملكه

دا چي د شاتو مچي ډيري ځنګړني لري موږ بايد د هغه ستانه په شه ډول سره وکړو مچيو ته الله [ج] يو داسي نيظام ورکړي دي لکه د انسان په شان دا چي يو ډير اعجيبه نيظام لري نو مليکه دا وظيفه لري چي دي کوم امر وکړي هغه بايد سرته وسريږي که کوم يي نافرماني وکړه هغه بيا وژني


كارګران (ښځې مچۍ)

ډورن يا نران مچۍ

دملكې القاح

د شاتو مچۍ ځاله

دنويو كاګرانو منځ ته راتگ

نباتي ګرده

د شاتو د مچيو نځا

ګارډمچۍ

د مچيو د نوې كالونې منځ ته راتگ

د شاتو مچيو ترمنځ ارتباط ټينګول

دشاتو مچيو سپيشيزونه

دشاتو د مچيو محلي ډولونه

ګلان او د شاتو مچۍ

ګرده افشاني

دګرده افشانۍ لنډه تاريخچه

دنباتاتو په توليد اوتکثير کې دګرده افشانۍ اهميت لومړى ځــــــــــــل په ١٧٦٠ م کې دجــوزيف کوايل ريتر(.Joseph koelreter) له

خواوښودل شو وهغه   مصنوعي
دوه رګه بوټي ديوه سپيشزدښځينه الي دپاسه دبل سپيشز دنارينه الې ګردې اچولو په وا سطه توليد کړل تردې وخت درې لسيزي وروسته کريسچن سپررينګال (.Christian  springal) په درست ډول په نباتاتو کې دګرده افشانۍ.راز کشف کړ اوهغه په خپله ګرده القاح کېدونکي سپيشزونه (...Self   pollinating     species) او په پردۍ ګرده القاح کېدونکي سپيشزونه (.cross pollinated species)يو تربله وپيژندل اودحشرواوباد  رول يې دنار ينه الو څخه ښځنه الو ته دګردې په  انتقال کې څرګند کړ په دې توګه نوموړى نبات پوهانو ديوې داسې ساحې پېژندنې بنسټ ايښودونکي دي چې هغه نن ورځ دکرده افشانۍايــــــــــــــــکالوژي  (.pollination Ecology..) په نـــــــــــــــــــامه يـــــــاديږي 








ګرده افشاني ياګرده اچونه

ګرده افشاني ديوګل دمذکرالى(Anther.)څخه يادنارينــــــــــه ګردې ليږديدل دهمدې يابل ګل تانيث الې (Stigma)ته ګرده افشاني ويل کېږي کله چې نارينه ګرده (Stigma)دپاسه واقع شي هلته ټوکـــــــــــــيږي يعنې القــــــاع صورت نيسي نوى القاع شوى تخم په تخمي ساختـــــمان 

کــــــې دننه په تخم او مـــــــــيوه بدليږي دورستيوانکشافى اووده ايـــــــزو پړاونوپه بشـپړيـدوســره داستفــــــــادى وړګرځي

په عمومي ډول دونو په ګلانو باندې په دوه ډوله ګرده افشاني صــورت نيسي يعنې ګرده اچونه په دوه ډوله معمول ده 


شکل   ۱





١-په.خپلې.ګردې.سره.ګرده.اچونه(..Self-pollination.)               داهغه حالت دى چې ديو ګل نارينه الې څخه ګرده دهمدې ګل په ښځينه الې  لويږي يا دهمدې بوټي دنوروګلانو په ښځينــــــــــــه الووشيندل شي اويــاهم دعينې ورايټۍ دنورو ونوپه ګلانو وشيندل شي نودې ډول ګرده اچونې ته خـــــــــــود‌ي ګرده افشاني(.Self  pollination)اودغــــــــــــــه ډول  القـــاح کېدونکـــــــــې ته په خپلې ګردې القـــــــــــــاح کېدونکې يا 	Self   Fertilization  وايي او دغــــه ډول ګرده افشاني په امروت،انګور،اوداسې نورو ميــــــوه جاتـــوکـې صـورت نيسي     
        شکل (۲)                                                                                                     




۲-په پردۍ يا ديوبل بوټي په ګردې ګرده افشاني کېدل

دا ډول ګرده اچونه دبلې ورايټۍ دګلانو څخه دګردې انتقال ته ويل کيږي چې په يواويا څوخواصوکې يودبل سره فرق ولري دې.ډول.القاع.ته.) Cross fertilization ( وايــــــــــــــــــــي دميوو زيات شمېر ډولونه او انواع که څه هم دمکملو ګلانو لرونکي وي دځينو ځانګړ تيا وپه لرلو سره دپردۍ ګردې په وسيله ګرده افشاني کيږي چې (٨٠) فيصده څخه دميوو زيات ډولونه دکراس ګرده افشاني په وسيله القاح کيږي ددې ډول ګرده اقشاني اجرا نسبت هغه ګرده افشانۍ ته چې په خپلې ګردې القاح شي دلوړکيفيت ميوې توليدي .

  شکل ( ۳ ) 


٣- ديادونې وړده چې ځينې نباتات پخپــــــــــــــــلې ګردې ترڅنګ د ځينو لاملونولـــکه حشـــرات،باد او داســـــــې نورد پردۍ ګردې په وسيله القاح کېدونکي دي چې دا ډول ګرده افشاني ) Mix Pollination)بلل کيږي چې داډول نباتات کيـــــــداى شي د ٥فيصـــده څخه زيـــات دپردويو ګردو پوسيله القاح شي

دګرده افشانۍ ميخانيکتونه: نبــــــاتات هم دحيواناتو په شان جنسي فعاليتــــــــــــــونه سرته رســوي.ددې فعاليتونو مرکزګلان دي چې هغوئ دمختلفو برخو څخه لکه ګلمـــــــلو پاڼو Sepals ) Calvx ( ګــــل پاڼو Petals ) Corolla ( نارينــــــه الــي Stamens ) Androcium ( اوښــــځيــــــنه الــــــــــــو Pistils ) Gynoecium ( څخه جوړې شوې دي او هــــــــــــــــــره برخه يې مختلفې دندې سرته رسوي .دمثال په توګه ګلملې پاڼې په ژمــــــــــــي کې دګل داخلي اجزا ( ګل پاڼې،نارينه الې او ښځينه الې ) دسړو دضـــرر څخه ساتي ګل پاڼې چې ښايسته وي حشري او نور ژوندي شيــــان راجلبوي ترڅو نارينه الو څخه ښځينه الو ته ګرده دالقاح په خاطر انتقـــــــــال کـــــــړي دنارينه الې ګرده توليدوي او ښځينه الې دتخمدان دننه هګــۍ جوړوي تر څوهغه په ګردې سره القاح شي او له دې پروسې څخه تخم اومېــــــوه تشکيــل شي ښکاره ده چې دګردې انتقال دژونديو موجوداتـو ( مختلفو حيواناتو) يا غيـــــــــري ژونديو موجوداتو( باد ،اوبه) په ذريعه سر ته رسيږي . دګلانو اوګردې بې نظيــــــره خاصيتونه چې ديونبــــــــات دګردې دنتقال ديوه خـــاص انتقالونکي عـــــــامل لپاره وړګرځوي دګردې انتقال دسينډروم Pollination Syndrome په نوم ياديږي دګلانــــو رنګ بوى خـــــوږ وي ،موم،تېل،بڼه او ګرده ددې سبب کيږي چې ګرده دمـــختلفو انتقالونکو

                    شکل ( ۴ )

ژونديو اوغيرې ژونديو موجوداتو په واسطه دګلانو تر منځ انتقال شي اودالقاح پروسه سرته ورسيږي دژونديو اوغيري ژونــــــديو موجوداتو په ډله کې چې په ګلانو کې ګرده دنارينه الو څخه ښځينـــــــــــــه الو ته وړي .ګونګټـــان،بـــوراګان،مچـــــان،دشاتو مچــۍ،غومبســې،تاروګان،پتنګان ځنې الوتونکي شوپرکان،بـــاد او اوبـــه شــامل دي دګــــــــردې حيواني انتقالونکي دخپلو خوراکي موادو دلاستـــــه راوړو په خاطـــر پــه ګلانو کښيني او په اتفاقي ډول ګرده انتقالوي په عــــــــمومـــــي ډول هغــه ګـــــــــرده چې دحيـــــــــــــــواني عاملينو په واسطه انتقاليــــــــــږي درنده او سريښناکه وي باد يې انــــــــــــتقالـــــــــولى نه شي اوکله چۍ حشرۍ يانور حيوانات په ګلانو کښيني دهغــــو په بــــــــــــــــدن پورې نښلي ترڅو ښځينه دګرده اقشانـــۍ سپنډروم دګلانو خاصيتــــونه کوم چې دګردې دانتقال عامليـــــــن Vectors ځــــان ته راجلبـــوي چه داټول عـــــاملين په ګــــــرده افشانۍ کې مهم رول لر


ګرده شيندونکي:p

دګل دانتر (دګردي کڅوړې) څخه سټګما ښځيه الې باندې سريښناکه غوټو ته ګردې لېږديدل دباد،حشرو ،مچيو،موږکانو ،انسانانو او اوبو او دځمکې دجاذبې په اثر صورت نيسي ديوګل پخوالي په يوه خاصه مرخله کې دګر دې کڅوړې ) Anther ( چوي او په زرګونو ګردې ورڅخه الوزي نو دپورته عواملو له کبله يې ښځينه الې ته لېږديدل صورت نيسي ديادونې وړده چې دميوو دانوعې په تفکيک سره دهغوئ دګردې ټولې دانې فعالې نه وي چې په نارنجانو کي دفعالو ګردو دانو فيصدي (٢٥) نه تر (٥٠) پورې ښودل شوې ده

دشاتو مچۍ Honey Bees

ټولې پــــاڼرېژې مېــــوې پرته د مغز بابواو ټولــــې تــــل شنـــې مېـــوې پــرته دمخروطيانو څخه دشاتو مچيو او حشرو په واسطه ګرده افشاني کــيږي دشاتو مچۍ اوحشرات دونو دګلانو دبېلا بېلو برخو لکه درنګونو بوى او نکــــتار له کبله ګل ته جلبيږي او کلـــــــه چې دسپړل شوو ګلانو سره په تماس کې شي يا ورباند کښينــي نو دګلانو ګرده دهغوئ په پښو يا دبدن په نورو برخو باندې نښلي او نورو ګلانو ته دانتقال سبب ګـــــــــــــــــــــرځي دحشراتو او مچيو په وسيله ګرده افشاني کېدونکي نباتات (.Entomophilies.) بلل کيږي چې عمدتا مثالونه،مڼې ،زردالو ،ګيلاس ،بادام،الوچۍ ،ناک، زيتون، او داســــــــې نورښودل کېږي دحشــراتو او مچيوپه نشتوالي سره ددغه ميوو ګرده ا فشاني کـــــــې خنډ او ستونزې رامنځ ته کېږي .

          شکل ( ۵ )

باد: (..Wind.): دهغو ونو ګلان چې رنګه نه وي بوى ا و نکتار ونه لـري نو حشرې او مچۍ چندان ورته نه جلبيږي نو دګل دګـــــردې د کڅوړې په چاودېدو سره دهغوئ دګـــــــــردې زرات د بـــاد په وسيـــله يو او بل ګل ته ليږدول کېږي باد تر زرومترو او يا دهغې څخه زيات واټن دګـردې زرات وړلي شي،دپستو،غوزانو،خرما،ناريال،انګور ،توت،ښوون او داســـې نورګلان دباد په وسيله ګــــرده افشاني کــــــــــېږي چې دغه ډول نباتاتو ته Anemophilous ويل کېږي دګرده افشانۍ په وړاندې ستونزې دځنو عواملو له کبله دګلانو ګرده افشا ني صــــــورت نه نيسي چې په نتيجه کې ګلان رژيږي په تخم او ميوه نه بدليږي او يا دنا قصې ګرد ه افشانۍ له کبله وروسته د ونو څخه رژيږي او ياتخمونه او مــيوې پوره اوغوره و ده نشي کولى په عمومــــــــــــي ډول دګرده افشانۍ داجراتوپه صورت نيونې په وړاندې دوه ډوله خنډونه او مشکلات وجود لري چې يويې داخلي اوبل يې خارجي خنډونه دي ١:داخلي عوامل (Internal factors): غير مکمل ګلان (.Imperfect flower .):غيري مکمل ګلان هغه ګلانو ته ويل کيږي چې يواځې دتانيث او يا دتذکير الـــــــــــه ولري په دي ډول نباتاتو کې نارينه ګلان په يونبات کې اوښځينه ګلان په بل نبـــــــــــــــــــات کې واقع وي لکه دخرمـــا او پستې ونې چې ددې و نو دښځينه ونو لپاره دنارينه ونو شته والى مهم بريښي او په نشتوالي کـــــــــې يې ښځينه ونې ميوې نه نيسي له بلې خوا دځينو ونو نارينــــــــه ګلان په جلا موقعيت او ښځينه ګلان په جلا موقعيت کــــــې ځاى لري چې دنارينه ګلانو نشتوالى دګرده افشانۍ په وړاندې ستونزې رامنځ ته کوي لکه په توتانو،غوزانو،ام او يوشمېر نوروميووکـــــــــې ديادونې وړده چې نارينه ګلان دګـــــــــــــــرده افشانۍ څخه وروسته رژيږي اوپه ميوه اوتخمدانونو باندې نه بدليږي دنباتاتو دګلي ساختمان جوړښت او خصوصيات:

دځنو نباتاتو دتانيث الې اوږدې او دتذکير الــــــې يې لنډې او ياهم برعکس وي چې دګرده اقشانۍ چانس کموي نو ددې ډول ونو دګرده افشانۍ لپاره دحشـــــرو ،مچيو باد شــــــتوالى مهـــــــم بريـــښي دګل داډول خصوصــــــيات (.Heterostyly)په نامه ياديږي (.Dichogamy.) :دګل د انتر يادګردې کڅوړې دسټګما ترپخيدو دمخه چوي په داسې حالاتوکې چې سټګما دګـردې داخستلولپاره خامهوي

اويا سټګما ددګردې دکڅوړې له چاوديدلومخکې پخه شوې وي نوکله چې دګردې کڅوړه چوي نو سټګما دګـــــــــــردې اخستو لپاره زوړ اوغير فعال شوې وي دلومړي ډول بېلګه غوزان اودوهم ډول يې ام (Mango) ښودل شوى دى نودهمد غو انواعو دنورو ورايټۍ ګانوپه کــــــرلو سره يعنې ددغو ورايټيوکرنه دموثرې ګرده افشاني لپاره مهم ښــــــګاري .البته داځانګړتيا اواوصاف ددې بوټو اوونو په ځنوورايټيو کې ليدل کېږي 

غير فعاله ګرده (.Unviable pollen) دزيات شمېرنباتاتو دګلانوڅخه توليد شوې ګرده ژوندۍ اوفعاله نه وي نو په سټګماباندې دغير فعالې ګردې شيندل اولويدل دګرده افشانۍ يا دالقاح سبب نه ګرځي همدارنګه کېداى شي شڼده تخمه اوپه ښځينه الو کې ځنې نور عوامل هم دګردې دشنه کېدو مخه نيسي لکه په .امونو،الوچو،شفتالو ،ناکو او ګيلاسو کې ديوې څيړنې څخه ښکاره شوي چې دامونو(١٥٠٠)ګلانو له جملې څخه يو ګل القاح اونوريې شنډاو بېرته رژيږ او دمڼو د(٥) نه تر(١٠) فيصده په ميووبدليږي دداخلي فکتورونو په جمله کې جنيټکي عوامل هم دګرده افشانۍ مخه نيسي الف-جنيټکي فکتورونو تاثيرات Genetic influences ب-شنډتوب او عدم مطابقت Sterility and incompatibility دځنو ميوو ورايټي په خپله ګرده نه القاح کيږي چې (Self sterile ) بلل کېږي دالقاح کېدو لپاره پردۍ ګردې ته اړتيا لري او که چېرې ګل ته پردۍ ګرده وانه چول شي نو ټول ګلان يې دميوو نيولو پرته رژيږي همدارنکه ځني وخت ښځينه تخمې دنارينه تخمونو سره د يو ځاي کېدو په وړاندې مطابقت نه ښيي داشنډوالي اوعدم مطابقت دمڼو

ګيلاس،.بادامو ،.ناکو، زيتون،زردالو ،الوچو،اوداسې نوروميوو او په ځنوورايټو کې ليدل کېږي دمڼو د(.Red delicious) ددې خواص  لرونکي دي .

ج:فزيالوژيکي اغېزې يا خنډونه:

کله چې ګرده ديوګل څخه په سټګماپرېوزي نوپه مساعدو شراېطوکې دسټګما دپاسه شنه کيږي او دسټګما په ميله کې  دتيوب په بڼه وده کوي او دغه  اوږود تشکيل شوى تيوب تخمدان  او غيرالقاح شوي تخمونو ته ځان رسوي نو کله کله دځنو عواملو له کبله دغه تيوب وده نه شي کولى اويا هم په تخمدان کې پرتې ستونزې لري چې القاح نه تر سره کېږي اوګلان رژيږي داکار ممکن دحرارت دنسبتي درجې اوهارموني موادو د توليد پوري هم اړه ولري

خارجي عوامل External Factor دونو او بوټو دداخلي ستونزو بر علاوه چې دګرده افشاني مخه نيسي يوشمېرنور خارجي عامل هم شته چې داپروسه تهديدوي چې ورڅخه يادونه کوو : الف: دونو لپاره دعذايي مودو تعادل: دعذايي موادو نشتوالى (دونوکمزوري ) او يازياتوالى (ډيره جسمي يابدني نمو اووده) شرايط دمؤثرې ګرده افشانۍ په وړاندې خنډبلل کېږي ب: دحرارت درجه : دميوو ګلان دسپړل کېدوپه وخت کې دچا پيرپال تودوخه چې ايا ټيټه ده که لوړه ده دمؤثرې ګرده افشانۍ په وړاندې ر ول لري .دحرارت درجه دالوچو،ګيلاس،مڼو،ناکو اوداسې نورو ميوو په سټګما دګردې ددانوپه شنه کېدو اغېزې لري چې دنوموړو په سټګماو باندې دګردې شنه کېدل په ( ٥٠ ) فارنهايټ کې په ښه ډول ترسره کېداى شي او په (٤٠) فارنهايټ او يا له دې څخه ټيټه درجه کې نه تر سره کېږي. دحرارت درجه دګردې ددانو اوسټګما دغير فعاله کېدو سبب ګرځي له بلې خوا دسانتي ګراد له ( ٨ ) درجو تودوخـــه دګرده افشانۍ لپـــاره دمچيو دفـــعــاليت مخه نيسي ج : باد، باران ، ږلۍ: Wind Rain Hails

باد که له يوې خوا دګلانو در ژيدو او زخمي کېدو سبب ګرځي له بلې خوا داتومسفير لندبل دبې ځايه کېدوله کبله دونودپاڼو،ګلانو او نورو برخو څخه دزيات تبخير له کبله دګردې او سټګما دوچېدو سبب هم ګرځي .همدارنګه باد دمچيو او نورو حشرو دفعاليت مخنيوي کوي او هغوئ په ګرده افشانۍ کې برخه نه شي اخستلى باران او ږلۍ دميخانيکي صدمو ترڅنګ دګردو د دان د بې ځايه کېدو او دسټګما له سره دهغوئ دګردې ددانو دمينځل کېدو سبب هم ګرځي کوم چې ګردې ورپورې نښتې وي باران اوږلۍ برسېره پردې چې بدني اغېزې لري د چاپيريال دحرارت ددرجې دټيټوالى او له بلې خوا دحشرو اومچيو دفعاليت کمېدو سبب هم ګرځي بايد ووايو چې که چېرې دلاس په وسيله ګرده افشاني صورت ونيسي او تر( ٢٤ ) ساعتو پورې باران ووريږي نو بايد دوباره ګرده افشاني وشي وچکالي هم دګلانودرژيدو او دګلانو دالو دفزيالوژيکي فعاليت مخنيوى کوي او دمحدود کېدو سبب کېږي


د- رڼا  : ګرده افشاني دلمر درڼا دشدت او دودې په خاصو مراحلو کې صورت نيسي کمه يا زياته رڼا دګرده افشاني عمل اغېزې کوي

دبېلګې په ډول دانګور دګلانو ګرده دسهار د(٦-٩ ) بجواو دماسپښين  ٢ -٤ بجو پورې او دخرمادسهار  د١٠ دماسپښين تر( ٣ ) بجو پورې صورت نيسي .دګرده افشانۍ واقع کېدل په لاندې محدودو وختونو کې دلمر دوړانګو داغېزې ښکارندوى دى .

ه- دشاتودمچيو او حشرو فعاليت: هغه ونې او بوټي چې ګلان يې رنګه بوى او نکتار لري دهغوئ ګرده افشاني دحشرو په وسيله صورت نيسي نژدې تردې ټول پاڼريژې مېوې پرته له غوزانو ،فندق،پيکن څخه او ټول تل شنې ونې پرته دمخروطيانو څخه نور ټول لکه ستروس،لوکاټ،ام د شاتو دمچيو په وسيله ګرده افشاني کيږي .په يو ه لمر لرونکې ورځ کې دشاتو مچۍ کولى شي دورځۍ څه ناڅه د پنځوو زرو٥٠٠٠ګلانو سره په تماس کې شي او ديو ګل څخه بل ګل ته ګرده وليږدوي دشاتو مچيو او نورو حشرو نه موجوديت اوهغه عوامل چې دمچيو فعاليت محدودوي دګرده افشانۍ په وړاندې خنډ بلل کېږي و: ناروغۍ او افات

ميوه لرونکې ونې دګلانو په موسم کې دځنوناروغيو او افتونو ديرغل لاندې راځي چې دګلانو درژ يدو او يا دتکثري الو دغير فعاله کېدوسبب ګرځي.چې په نتيجه کې موثره ګرده افشاني نه تر سره کيږي .همدارنګه په ونو باندې د نار وغيو  اوافتونو دمخنيوي اوکنټرول لپاره دافت وژونکو شيندل په ګلانو او بوټو باندې دناوړه فزيالوژيکي اغېزو ترڅنګ دشاتو دمچيو دفعاليت مخه ونيسي اويا هم دهغوئ دوژل کېدو سبب ګرځي.

دګرده افشانۍ دعملې په وړاندې داړوندو ستونزو دحل لارې چارې: موږ اوس دهغه عواملو اوخنډونودپېژندلو لپاره چې دګرده افشان مخنيوى کوي دهغوئ دحل لارې چارې به هم له نظره تېرې کړو دګرده شيندونکو ونووکرنه او استعمال: دمڼو ،ناکو ،ګيلاسو،الوچو،بادامو،زردالو،لوکاټ،زيتون او داسې نورو ونو ځنې ورايټۍ په خپلو ګردو دالقاح کېدو و ړ نه دي او که وي هم دکمو حصلاتو لرونکي به وي ددې ستونزې دحل لپاره بايد دنوموړو ميوو په باغوونو کې دنوموړو دوه ډوله ورايټۍ يعنې دسرو مڼو سره دژېړو مڼو ورايټي وکرل شي ترڅو يو دبل دپاره ګرده توليد کړي او ګرده افشاني او القاح په ښه شان صورت ونيسي .دا بايد په پام کې ونيول شي چې دهرې نوعې د واړه ورايټۍ په يوه وخت کې ګلان وسپړي دګردې شيندونکې ونې په داسې ډول وکرل شي چې دباغ دونو .٨-١٠فيصده په تعداد تشکيل ولري .اودهر درييم کتار درېيمه و نه بايدګرده توليدوونکې ونه وي ديادولو وړ ده چې دغه ګرده توليدوونکې ونه هم دخپل څنګ و رايټي ښيرازه کړي . که چېرې دباغ جوړولو په وخت کې ګرده شيندونکي ونې ونه کرل شي اويا دکرلو دپاره وجود ونه لري نو په وروستيو کې کيداى شي چې دهرې ونې په يوه ښاخ دګرده شيندونکي په وسيله پيوند شي او ددغه پيوند شوې څانګې ونو او هم دونو څانګو ته ګرده ورکوي ٢-دميوو دونو په ځنو ډولونو کې نارينه ګلان په جدا او ښځينه ګلان په جدا ونو کې موقعيت لري لکه دخرما او پستو په ونوکې نو کله چې د نوموړو ميوو باغونه جوړيږي دهرو څلويښتو(٤٠) ښځينوو بوټو ترڅنګ يو نارينه بوټى وکرل شي ترڅو دهغوئ لپاره ګردې تو ليد کړي

 او دښځينه ونو دګرده افشانۍ او القاح  سبب شي 

نارينه بوټي دښځينه بوټو ترمنځ په داسې ډول وکرل شي چې دباد په وسيله يې ګرده ټولو ښځينه بوټو ته خپره شي او يا دې دلاس په وسيله کېدونکې ګرده افشاني ته ګرده توليد کړي

٣- دشاتو دمچيو استعمال: په.ځينوحشروګرده.افشاني.کيدونکې.ميوې.لکه،مڼې،ناک،ګيلاس،زردالو،بادام،الوچې،لوکاټ،زيتون او داسې نورو کې دګلانو دسپړلو په وخت کې دشاتو دمچيو صندوقونو کېښودل ضروري دي ځکه مچۍ او حشرات ديو ګل څخه بل ګل ته ګرده ليږدوي او ددې عمل دسرته رسولو لپاره دهر هکتار باغ لپاره ٢-٣ صندوقه مچۍ کفايت کوي . دشاتو دمچيوو وحشي نوغې ( Aphis cerana) او اهلي اصلاح شوې نوعې يې (Aphis Mollifies.) داستعمال وړدي . دشاتو دمچيو په وسيله ګرده افشاني دلاس دګرده افشانۍ په مقايسه اته ٨ ځلې ارزانه پرېوزي .


٤-:دلاس په وسيله ګرده افشاني Pollination Hand کېداى شي چې دځنو ميوو په باغونو کې ګرده توليدونکي ونې نه وي کرل شوې او يادشاتو دمچيوو او نور و حشراتو فعاليت مجود نه وي نو داغېزمنې ګرده افشانې لپاره بايد ګرده افشاني دانسان دلاس په واسطه وشي. دلاس په وسيله کېداى شي چې دعين نوعه دبلې ورايټۍ دسپړل کېدو وړ ګلانو يوه څانکه راپرې کړو او په هره ونه کې يې وټومبو ترڅو دهرې پرې کړاى شوې يا مېلمه څانګې دګلانو ګرده دکوربه ونې پر ګلانو وشيندل شي پرې کړل شو ې څانګه په يوه ټيم يا په پلاسټکي کڅوړه کې چې له لمدو خټو يااوبو څخه ډکه وي وټومبل شي او په کوربه ونه

کې وزړول شي.  

دچين په يوه دره کې (Maoxian county) چې دمڼو دحاصل له مخې ډيره مشهوره ده کرونده ګريې دمڼو ګلان په لاس سره ګرده افشاني کوي او داعمليه په دې ډول پرمخ وړي چې دمڼوسپړل شوي يا سپړيدو ته نژدې او نيمه سپړل شوي ګلان ټولوي هغه د يوې يا دوه ورځو لپاره د اطاق په حرارت کې يا لمريز ځاى کې اچوي چې دګردې کڅوړې وچوي اوګردې.ورڅخه.پرېوزي.نوموړې.ګردې.دغنمودوړواويادوچوشيدودپوډروسره يوځاى کوي بيايې دمخصوصو برشونو دسګرټودفلټروپه وسيله په هغوګلانو شيندي چې دورځې په جريان کې سپړل شوې وي اودهروينځوګلانو له جملې څخه چې دګلي څانګو کې موقعيت لري ددې په واسطه ګرده افشاني کېږي داګرده افشاني بايدپه موسم کې درې ځلې ترسره شي ترڅودګلانوپه موسم کې ټول سپړل شوي ګلان ګرده افشاني شي . ديادونې وړده چې دمڼودونودټولو سپړل شووګلانوله جملې څخه د٥ تر ١٠ فيصده ګلان القاح اوپه مېووبدليږي اونور ګلان يې رژيږي چې ددې ډول ګلانورژيدنه دتشويش وړ نه ده هيله ده چې په ميوو د بدليدونکو ګلانو له جملې دهرو٤٠ پاڼولپاره يوه ميوه پرښودل کېږي . ځکه په دې شمېر سره پاڼې کولى شي يوه دمڼې ميوه تغذيه کړي . دلاس په وسيله ګرده افشاني له کبله ٥٠% د حاصل مقدار زيات او کيفيت يې ډير ښه کېږي يو فني سړى کولى شي دورځې په معمول ډول د خرما ٣٠ ونې ګرده افشاني کړي.

٥ - دنا مساعدو شرايطو په وړاندي مبارزه.

دښې ګرده افشاني دصورت نيولو لپاره بايد دميوو ونوته په کافي مقدار سره په مناسبو وختونو کې دکېمياوي سرې ،عضوي سري اونور کم مصرفه عناصر اوهورموني موادو استعمال هېرنه شي ځکه چې دونو لپاره دعذايي موادو کموالي اوياډيروالي دګرده افشاني په صورت نيولو کې مستقيمه اغېزه لري دحرارت دنسبتي درجې له کبله دونوزيانمن کېدل او دګلانو خرابېدل ددې سبب کېږي چې داډول زيانمن شوي ګلان ددې وړتيا ونه لري چې ګرده افشاني پکي صورت ونيسي نو دديلپاره چي زپات شميرميوو ونې په پسرلي کې ګلان سپړي نو دپسرلي دسړې هوا له کبله زيانمن کېږي نوددې مشکل لپاره دمقاوموورايټيو استعمال چې پسرلي کې ناوخته ګلان سپړي يوه ښه لاره ده دبېلګې په ډول په پاڼريژو ميووکې لکه د بادامو دونو ورايټيو Feregnes---Ferradul---Lauronee---Nonperile په کرلو سره چې دغه ورايټي دمحلي بادامو په نسبت ډيړې اونۍ وروسته ګلان سپړي حل کېداشي.دځنو کرنيز و عملياتو په کارولو سره ونې ديخنۍ په وړاندې مقاومت پيداکولى شي همدارنګه دونواو بوټو دنمو مخه نيوونکو موادو په کارولو سره په پسرلي کې دوخته ګلانو سپړل کېدو مخنيوى کېداى شي له بلې خوا دسړو په وړاندې دمقاومو اومحلي نيله بوټو په کرلو سره دامشکل حل کېداى شي . دبادونو دمخنيوي لپاره چې دګرده افشاني لپاره خنډ بلل کېږي دباغونو شاوخوا دباد ماتونکو ونو کرل او همدارنګه دهغو ورايټيو کرنې څخه ډډه وشي چې دبادونو دلوتلو په موسم کې ګلان سپړي له بلې خوا دهغو باغونو ګرد چاپېره دلوړو ديوالونو دجوړولو څخه ډډه وشي چې دبادپه وسيله ګرده افشاني ترسره کېږي لکه: انګور،غوزانو،توتانو،پستو باغونه، دلمر دوړانکو په رابطه ويلى شو چې هغه سيمې چې دمڼو دګلانو دسپړلو وخت کې دلمر نه لري او وريځ وي هلته بايد دونو دکرلو څخه ډډه وشي او هغه سيمې چې دونو دګلانو دسپړلو وخت کې بارانونه او ږلۍ ولري هلته بايد دنوموړو ونو دکرلو څخه خودداري وشي دافتونو او ناروغيو دمخنيوي او کنټرول لپاره افت وژونکو استعمال دکموالي لپاره هغه لارې چارې په نظر کې ونيول شي چې له دې امله يې دچاپيريال ککړتيا منځ ته راځي بايد داسې افت وژونکي وکارول شي چې دشاتو دمچيو او مفيده حشرو دوژل کېدو سبب نه شي ځنګلونه څړځايونو ته وده ورکول شي چې مچيو او نورو مفيده حشرو لپاره چې په ګرده افشاني کې رول لري دفعاليت ښه زمينه برابره شي





لاسته راوړنې (نتيجه ګيري) ګرده افشاني دګلانو دجوړښت په وخت کې يو ه مهمه حياتي پديده ده چې دهغې په واسطه يو زيات شمېرنباتاتو کې تخمونه او مېوې جوړيږي نن ورځ دمختلفو ژونديو موجودانو خوراکي مواددګرده افشاني محصول ګڼل ګېږي ګرده افشاني (دنباتاتو د نارينه الې څخه ښځينه الو ته دګردي انتقال )چې ديو شمېر مختلفو ژ ونديو او غير ژونديو عاملېنو لکه ،باد ،،اوبو ،الوتونکو اونورومختلفوژونديوموجوداتو ،په واسطه اجرا کيږي ډيرو غلو دانو، تخمونو، ميوو،سبو او شاتو دجوړبت سبب کيږي چې هغوئ دانسانانو ،حيواناتو او نور و ژونديو موجوداتو دغذا منابع تشکيلوي دغذا منابع تشکيلوي په ګلانو کې دګرده افشاني دعملې په واسطه ښلا ،بدني او روحي غذا او دميني محبت فضا رامنځ ته کوي دګرده افشاني پرته دانسانانو ،حيواناتو او نباتاتو ژوند ناشونى دى راځئ! هرڅومره چې کولى شوو دګلانو دښکلا او جوړښت ستاينه وکړو همداګرده افشاني او ګلان دي چې زموږ بدن او روح ته دغذاورکولو زمينه مساعد وي اوشاعران ګرم نه دي چې تل دګل او بلبل په باره کې شعرونه وايې


هله غوټۍ شونډې دې ګل کړه کنه ! کـــــم وي اکــثر د پسرلــيــو ژونـــدون




سپارښتنې

١-د ګرده افشاني د ښه تر سره کېدو لپاره هغه ورايټۍ ګانې لکه مڼې ،خرما چې Fertilizer (ګرده ورکونکي ) ته ضرورت لري بايد ګرده ورکونکي ونې ورته ترڅنګ وکرو ترڅو ښه ګرده افشاني ترسره شي او ښه حاصل لاسته راوړو ٢- دګرده افشاني دښه ترسره کېدو لپاره دګلانو دغوړيد و په وخت کې بايد له ابياري څخه ډډه وشي ٣-دګلانو په وخت کي بايد کيمياوي ادويه جات استعمال نه شي ځکه چې دد وا ګانو په وجه ګلاو ته زيان رسيږي ځکه چې دواګانې جانبي عوارض رامنځ ته کوي ٤-دګرده افشاني دعملې په وړاندې داړونده ستونزو بايد مخنيوى وکړو ترڅو په ګرده افشاني کې ستونزې رامنځ ته نه کړي ا و ګرده افشاني په ښه توګه ترسره شي. ٥- ځنګلونو او څړ ځايونو ته بايد وده ورکړل شي او بلې خوا بايد مصنوعي ځنګلونه جوړ کړا‌ى شي چې د ګرده افشانۍ لپاره د حشراتو شمېر زيات شي چې د ګرده افشانۍ په فيصدۍ کې زياتوالى راشي چې دا کار د ګرده افشانۍ لپاره اسانتياوې رامنځته کو . ٦- هغه ونې چې په ځانته ځايونو کې ځاى لري او پردۍ ګردۍ ته اړتتيا لري هغه ونې بايد د لاس په وسيله ګرده افشاني شي . درنښت!

صابر شاه (عادل) ۰۰۹۳۷۸۷۶۳۷۲۰۵)



صابر شاه (عادل) ۰۰۹۳۷۸۷۶۳۷۲۰۵