د "ويکيپېډيا:ستاسې لومړنۍ ليکنه" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
مخ تش شو
۱ کرښه: ۱ کرښه:
د اسلامي امارت د زعیم امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (حفظه الله ) ژوند لیک
د ۱۳۷۵ هـ ش کال د حمل د میاشتې ۱۶مه زموږ د مسلمان اولس په تاریخ کې یوه مهمه ورځ ده، نږدې دوه لسیزې وړاندې په همدې ورځ د افغانستان یونیم زر علماء کرامو، مشایخو او جهادي مشرانو د اسلامي امارت د زعیم په حیث د ملا محمد عمر مجاهد تائید وکړ له نوموړي سره یي د امیر په حیث بیعت وکړ او د امیرالمؤمنین لقب یې ورته اهداء کړ.
دغه ورځ چې د اسلامي امارت په رسمي تقویم کې د یوه تاریخي مناسبت په حیث ځای لري، په تیرو کلونو کې یي هم د فرهنګي کمیسیون لخوا د ځانګړو مقالو او مطالبو په نشر سره یادونه شوې.
دا چې د اسلامي امارت د زعیم د مکمل ژوندلیک نشر د ډیرو ملګرو خصوصا تاریخ لیکونکو او څیړونکو غوښتنه وه، فرهنګي کمیسیون وپتېیله چې سږ کال ددې تاریخي ورځې یاد د امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد حفظه الله په مکمل ژوندلیک خپرولو سره ولمانځي.
ددې لپاره چې د ملامحمد عمر مجاهد د شخصي ژوند او مشخصاتو په اړه د یوشمیر دروغجنو لیکوالانو، تاریخ لیکونکو او مغرضو حلقو د غلطو تبلیغاتو مخه نیول شوي او په دې برخه کې لیکوالانو او ټولو عامو خلکو ته یو وضاحت رامنځته شوی وي د عالیقدر امیرالمؤمنین ژوندلیک په لاندې کرښو کې درته تقدیموو.
زوکړه او نشأت:
ملا محمد عمر (مجاهد) د مولوي غلام نبي زوي، د مولوي محمد رسول لمسی او د مولوي باز محمد کړوسی، په کال ۱۳۳۹ هجري لمریز کې چې له ۱۹۶۰ میلادي سره سمون خوري د افغانستان د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ د چاه همت کلي په یوه متدینه او علمي کورنۍ کې زیږیدلی دی. د ملا محمد عمر (مجاهد) والد مرحوم مولوي غلام نبي صاحب هم په همدې خاکریز ولسوالۍ کې دنیاته راغلی دی او د همدې سیمې په مختلفو دیني درسونو او دائرو کې خپلې دیني زدکړې ترلاسه کړې، چې بیا په یاده سیمه کې د تدریس او اسلامي دعوت په چارو کې د زیار او مصروفیت له امله د خلکو په منځ کې د یو ښه علمي او ټولنیز شخصیت په توګه وځلید .
د ملا محمد عمر (مجاهد) له زوکړې دوه کاله وروسته د هغه والد صاحب د کندهار له خاکریز ولسوالۍ څخه ددې ولایت د ډنډ ولسوالۍ د نودې کلي ته ولاړ او هلته د خپل ژوند ترپایه د سیمې د خلکو د دیني ښونې او روزنې په چارو بوخت ؤ، نوموړی په۱۳۴۴هجري لمریزکال کې چې له ۱۹۶۵میلادي کال سره سمون خوري په همدې سیمې کې وفات او د کندهار ښار د طالبانو په پخوانۍ مشهوره هدیره کې خاورو ته وسپارل شو .
ملا محمد عمر (مجاهد) د خپل پلار له وفات وروسته د پنځه کلنۍ په عمر له خپلې کورنۍ سره د کندهار له ډنډ ولسوالۍ څخه د اروزګان ولایت د هراود ولسوالۍ ته ولیږدیده او هلته یې د خپلو ترونو هر یو مولوي محمد انور او مولوي محمد جمعه تر سرپرستي لاندې د ژوند لومړنۍ مرحله پیل شوه .
زدکړه اوتعلیم:
ملا محمد عمر (مجاهد) په اته کلنۍ کې د دیني علومو د ترلاسه کولو لپاره د روزګان ولایت د دهراود ولسوالي د شهرکهنه سیمې ابتدایې دینې مدرسې ته شامل شو. ددغې مدرسې سرپرستي هم د ملامحمد عمر (مجاهد) د تره مولوي محمد جمعه لخوا ترسره کیده او ملا محمد عمر (مجاهد) هم لومړنۍ دیني زدکړې له نوموړې څخه پیل کړې .
د ملا محمد عمر (مجاهد) دواړو ترونو په تیره مولوي محمد انور د نوموړي په دیني روزنې او پالنې کې خاص رول ترسره کړی .
ملا محمد عمر (مجاهد) د خپل شرعي تعلیم لومړنۍ او متوسطه دوره په همدغه مدرسه کې په بريالۍ توګه پای ته ورسوله او اتلس ۱۸ کلنۍ ته له رسیدو سره یې په افغانستان کې د مروجه لوړو شرعي زدکړو په تحصیل پیل وکړ، خو د شرعي لوړو زدکړو د تحصیل مرحله یې په کال ۱۳۵۷ هـ ش ـ۱۹۷۸ م په افغانستان کې د کمونستانو د واک ته رسیدلو له امله نیمګړې پاته شوه.
کورنۍ:
له قبیلوي اړخه د ملا محمد عمر (مجاهد) تعلق د پښتنې قبیلې هوتکو په تومزي قوم پوری دی .
هوتک د پښتنې قبیلې يو لوى شاخ ، او هوتکیان د معاصر افغانستان په تاریخ کې دنومیالي اسلامي شخصیت حاجي میرویس خان هوتک په څیر اسلامپال، مدبر، ملي او جهادي اتلان لري .
سترغازي حاجي میرویس خان هوتک رحمه الله چې افغانان یې احتراما د میرویس نیکه په ویاړلي لقب یادوي په کال ١٠٨٨ هـ ۱۷۱۲ م افغانستان له صفوي ظالمانه واکمنۍ ازاد، او د افغانانو لپاره يې په کې د یوه خپلواک مقتدر اسلامي حکومت بنسټ کیښود.
د ملا محمد عمر (مجاهد) کورنۍ له مسلکې اړخه ټول علماء او د دیني علومو مدرسین دي. هغوی خپل ټول ژوند د الله تعالی د دین خدمت، د شرعي علومو تدریس او د مسلمانانو دیني اوفکري روزنې ته وقف کړی، له همدې امله یې په خپله سیمه کې خورا زیات مقبولیت درلود او په معنوي لحاظ د ټولنې تر ټولو باوقاره او اجتماعي حیثیت لرونکي اشخاص پیژندل شوي دي. د دا ډول علمي او روحاني کورنۍ په ماحول کې د ملامحمد عمر(مجاهد) پیدایښت او بیا د خپلو علمي او فکري مربیینو (پالونکو) ترمستقیمې پالنې لاندې د هغه نشونما په جهادي او فکري لحاظ نوموړي ته د دې صلاحیت وروباښه چې د افغاني ټولنې د نورو افرادو په منځ کې د یو مخلص، مجاهد، زړه سواند، با احساسه اسلامي ، او ملي شخصیت په توګه راڅرګند او په خپلو جهادي او اصلاحي هڅو سره خپله ټولنه د فساد ، ظلم اوبی عدالتۍ او ګران هیواد افغانستان د حتمي تجزیې له شره وژغوري .
د ملا محمد عمر (مجاهد) جهادي کورنۍ، وروڼه او ترونه ټول مجاهدین او تر اوسه پوري یې د خپلې کورنۍ څلورتنه شهیدان شوي دي.
په افغانستان باندې د امریکایې یرغل په لومړۍ ورځ ۱۵/۶/۱۳۷۹ـ ۷/۱۰/۲۰۰۱ د ملا محمد عمر (مجاهد) تره ملا محمد حنفیا لومړنی شخص وو چې د امریکایي یرغلګرو په بیرحمانه هوایې برید کې په شهادت ورسید.
جهاد او مبارزه:
ملا محمد عمر (مجاهد) د خپل ژوند دریمې لسیزې ته لا نه وو ور داخل شوی چې په افغانستان کې کمونستانو د پوځي کودتا له لارې واک ترلاسه کړ. دا هغه وخت و چې نور نو د ملا محمد عمر (مجاهد) په څير د هیواد ټولو زده‌کوونکو ته د خپلو دیني زده کړو استمرار ناشونی ښکاریده؛ ځکه د ملحدو کمونستانو لومړنۍ مقابله د ټول هیواد په کچه له علماوو، طالبانو، محصلینو او مسلمانو منورینوسره وه، هماغه ؤ چې ملا محمد عمر (مجاهد) هم اړینه وبلله چې خپلې لوړې دیني زدکړې نیمګړې پریږدي او د خپل شرعي مسؤلیت د ترسره کولو لپاره له مدرسې څخه د جهادي جبهې په لوري مخه کړي. ‎
هماغه و چې نوموړي خپل جهادي بهیر د روزګان ولایت د دهراود په ولسوالۍ کې د حرکت انقلاب اسلامي په تنظیم کې پیل کړ. په دغې ولسوالۍ کې له څه وخت تیرولو وروسته نوموړی د روزګان ولایت په کچه د یوه پیژندل شوي زړور جهادي شخصیت په توګه مطرح او ددغه ولایت په بیلا بیلو برخو کې يې د کمونیستانو په وړاندې په متعددو پوځي عملیاتوکې فعال رول ترسره کړ؛ هماغه ؤ چې نوموړي ددغه جهادي شهرت او په جهادي عملیاتو کې د موفقانه رول له امله په مجاهدینوکي دومره مقبول او ومنل شو چي کله په هغه وخت کې د دهراود په ولسوالۍ د مختلفو سیمو د مجاهدینو له لوري پراخ تعرضي عملیات ترسره کیدل نو ملامحمدعمرمجاهد په همدې عملیاتو کې د ټولو مجاهدینو په خوښه د مختلفو جبهاتو د مجاهدینو مشر او تعرضي قومندان وټاکل شو او ښه موفق عملیات یې ترسره کړل چي په همدي عملیاتو کې نوموړی په لومړي ځل زخمي هم شو‎‎ ،نوموړي تر دریو کالو زیات وخت د خپلې سیمې دمجاهدینو سره د یرغلګرو روسانو او کمونستانو خلاف په ډیرو مخامخ جګړو کې ګډون وکړ.
د ملا محمد عمر مجاهد د جبهي ملګري او مشران وایې چي ملامحمدعمراخند په هغه وخت یعنې جهاد په پیل کې سره له دې چې عمر یې کم وو خو د هر ډول مسئولیت او کار د ترسره کولو استعداد او صلاحیت یې درلود او د ډیر ښه صحت او قوت خاوند ؤ.
وروسته په کال ۱۳۶۲ هش ۱۹۸۳ میلادي کې له خپلوجهادي ملګرو سره د جهادي فعالیتونو د انسجام په غرض د کندهار ولایت میوندولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې د حرکت انقلاب اسلامي د تنظیم د مشهورجهادي قومندان فیض الله اخند زاده په جبهه کې د روسي یرغلګرو او د هغوئ د کمونستي تالي څټو په خلاف وسله وال جهاد ته دوام ورکړ. په کندهار ولایت کې هم په بي شمیره جهادي عملیاتو کې د نوموړي د موفقانه رول او په پوځي تکتیکونو کې د ښې وړتیا اوشهرت له کبله د سیمه ییزو جهادي قومندانانوپه کچه د وخت د جهادي تنظیمونو د پاموړ وګرځید او د مرحوم مولوي محمد نبي محمدي په مشرۍ د حرکت انقلاب اسلامي د تنظیم لخوا د مستقلې جهادي جبهې مسؤلیت ورته وسپارل شو.
له کال ۱۳۶۲هـ ش ـ ۱۹۸۳ م تر۱۳۷۰- ۱۹۹۱ پورې ملامحمد عمر (مجاهد) د کندهار ولایت د میوند، ژړۍ، پنجوایې او ډنډ ولسوالیو په مربوطاتو کې چې د شوروي قواوو په ضد د جهاد مهم مرکزونه وو او نږدې هره ورځ به یې مجاهدین له دښمن سره په جګړه بوخت وو همدارنګه د زابل په ولایت کې د شهرصفا او مرکز قلات مربوطو سیمو کې د کابل ــ کندهار په لویه لاره د روسي یرغلګرو په خلاف ډیر موفقانه عملیات ترسره کړل چې په ټولوهغو کې شخصا په مستیقمه توګه سهیم ؤ. د ملا محمد عمر (مجاهد) تر ټولو خوښه کړای شوې وسله د روسي جنګي شوبلو(ټانګونو) په ضد استعمالیدونکې خورا مؤثره وسله « R.P.G.7» توغندی وه چې د مجاهدینو په مینځ کې به راکټ بلل کیده او ده یې په ویشتلو کې ځانګړی مهارت درلود، د یادوني وړ ده چې کندهار په ځانګړي ډول د میوند، ژړۍ او پنجوایي سیمي د کمونیزم خلاف جهاد کې هغه سیمي وې چې د روسانو د ماتې او شکست محوري نقطي بلل کېدې په دې سیمه کې د کندهار هرات په لویه لاره د کمونستانو دومره زیات ټانګونه او نوروسایط تخریب شوي و چې د سرک پر یوه او بله غاړه دښمن د هغو سوځول شویو ټانګونو او پوځي وسائطو دیوالو نه وهلي وه څو د مجاهدینو له بریدونو څخه ځانونه پرې وساتي .
ملا محمد عمر (مجاهد) له روسانو سره د جهادي عملیاتو په مخامخ نښتو کې څلور ځله ټپي شوی او په وروستي ځل ټپي کیدو کې یې خپله ښۍ سترګه هم له لاسه ورکړې ده .
ملا محمد عمر مجاهد د کندهار او همجوارو ولایاتو په سطحه د شوروي یرغلګرو او داخلي کمونیستانو په ضد د جهاد یو وتلی او مخکښ قومندان پیژندل کیده، چې په خورا ډيرو جهادي عملیاتو کې یې ټاکونکې ونډه او رول درلود، دلته به د نوموړي د روس ضد جهاد مهال د ملګرو له قوله یو څو خاطرې او یادوني د بیلګې په توګه رانقل کړو:
۱ – د کندهار په ولایت کې د دښمن یوه خورا محکمه پوسته وه چې د بدوانو پوسته یې ورته ویله د دې پوستې سره دښمن په خورا حساس او حاکم ځای کې ټانګ درولی وو چې له انداخت کولو یې مجاهدین ډیر په تکلیف وو ډیرو مجاهدینو څو ځله کوښښ ورباندې وکړ چي دا ټانګ وولي او مجاهدین یې له شره خلاص کړي خو له بیا بیا هڅو سره سره یې کوم مجاهد په ویشتلو بر یالي نشو بالاخره د سیمې مجاهدینو له سنګ حصار نه د مرستې لپاره ملا محمدعمرمجاهد راوغوښت او همدا ټانګ چي د بدوانو د پوستي په ټانګ یې شهرت موندلی وو ملا محمد عمر مجاهد د خپل آر پي جي راکټ په توسط په نښه او له منځه یووړ چې دا په هغه وخت کې مجاهدینو ته خورا ستره لاسته راوړنه وه .
۲ – له روسانو سره د جهاد په دوران کي د کندهار د محله جات په سیمه کې په یوه مخا مخ جګړه کې چې د کندهار یو تن بل وتلی او غښتلی مجاهد شهید ملا عبید الله اخند چې وروسته یې د اسلامي امارت د دفاع وزیراو د امریکا تر یرغل وروسته د امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د نائب په توګه دنده ترسره کوله هم ورسره ملګری و، د دښمن دومره ټانګونه او موټر وسوځول چي په سبا ورځ له لیري نه کتونکو خلکو چي دا سوزول شوی کتار لید نو ګمان یي کاوه چې قوه اوس هم ولاړه ده، حال دا چې د قوې زیات موټر سوزول شوي او نور یې بېرته خپلو مرکزو ته په شا شوي وو.
۳ – د روس ضد جهاد په مهال د کندهار-هرات په لویه لاره د ژړۍ ولسوالۍ د سنګ حصار په سیمه کې د روسانو ټانګونه تیریدل ملا محمد عمر مجاهد چې ملا برادر اخند (چې بیا د اسلامي امارت نا ئب شو) هم ورسره و، د روسانو په قوه د برید لپاره یوازې د راکټ څلور ګولۍ (مرمۍ) ورسره وي دوی له همغو څلورو ګولیو سره د دښمن په کتار جنګ شروع کړ چې په ترڅ کې یې په همدې څلورو مرمیو د دښمن څلور ټانګونه وویشتل .
۴ – ملا برادر اخند چې له ملامحمد عمر مجاهد سره په جهادي دوره کې نږدې پاتې شوی وایي چي ملاصاحب دومره زیات روسي ټانګان ویشتلي چي د کثرت له امله یې له ملګرو څخه شمیر ګډوډ وو چې ټول به څومره وو.
په کال ۱۳۷۱هـ ش، ۱۹۹۲ز کې د نجیب د کمونستي واکمنۍ له سقوط او په هیواد کې دتنظیمي جګړو له پیلیدو سره سم ملا محمد عمر (مجاهد) هم د نورو رښتینو مجاهدینو په څیر وسله له اوږې کوزه او په خپله جهادي سیمه کندهار ولایت، د میوند ولسوالۍ د سنګ حصار د ګیشاڼو کلي د حاجي ابراهیم د مسجد ترڅنګ یې یوه دیني مدرسه جوړه اوپه همدي مدرسه کې میشت شو او له ۱۴ ستونزمنو جهادي کلونو وروسته یې د خپلو څو تنو جهادي ملګرو په ملتیا د خپلو نیمګړیو شرعي زدکړو په پوره کولو بیا پیل وکړ.
دا هغه مهال ؤ چې د پلازمېني کابل په شمول ټول هیواد تنظیمي بې هدفه جګړو په سراخیستی ؤ، د ځینو تنظیمي جګړه مارانو د شخصي غرضونو او هوسونو د ترلاسه کولو له امله د مقدس جهاد سپیڅلي آرمانونه نیمګړي او د افغان مسلمان ولس د یو نیم میلیون شهیدانو پاکې هیلې همداسې تر پښو لاندې وې.
د فساد په وړاندې پاڅون او د اسلامي امارت تأسیس:
د کمونیستي رژیم له سقوط وروسته د دې په ځای چې اسلامي نظام تاسیس شي او په دې توګه د مجاهد ملت د کلونو کلونو ارمان پوره شي، خپل منځي جګړي پیل شوې، واقعي مجاهدین د یوې منظمي دسیسي له مخې ضعیفه او یا هم بیخي له صحني وایستل شول، ځینو پخوانیو مجاهدینو هغه کمونیستان چې باید محاکمه شوي وای په څنګ کې ورسره ونیول او ځینو نورو په منظمه توګه د ولس په لوټلو، بې آبه کولو او د وطن په چور تالان پیل وکړ.
په دې توګه په درست هیواد کې د هرج ومرج یو داسې تور دوران راغی، چې شاید پخوایي افغانانو نمونه او بیلګه نه وي لیدلي، د مؤمنو هیوادوالو سر، مال او ناموس هره شیبه له ګواښ سره مخامخ و، د هیواد په لارو او سرکونو د خودسره، جاهلو او پست صفته ټوپکیانو ځنځیرونه او پاټکونه خپاره شول، چې هر یوه د خپل مزاج موافق له بې وسه هیوادوالو نه یوازې پیسې اخیستي، بلکې د هیوادوالو په عزت او ناموس یي هم صرفه نه کوله، د هیواد د ملي شتمنیو، مادي او معنوي پانګو، د جهاد د غنائمو او حتی د هیواد د ځنګلونو او کانونو داسې بې رحمانه چور تالان پیل شو، چې پخوا یي کله هم بیلګه نه وه لیدل شوې، مؤمن اولس چې څوارلس کاله یي جهاد کړی و نه تنها دا چې د جهاد ثمره یي د ضیاع له خطر سره مواجه وه، بلکې ورځنی ژوند یي هم له خطر سره مخامخ و.
د هرج ومرج د فتنې له امله ټولنیز فساد، قتل وقتال، چورتالان، ظلمونه، وحشتونه او د مسلمانانو رنځونه هره شیبه په ډیریدو و، چې دې حالت رښتیني مجاهدین هغوی چې د افغان مؤمن اولس د سوکالۍ، ازادۍ او سرلوړۍ لپاره یي مبارزه کړې وه سخت ځورول.
ملا محمد عمر مجاهد چې دغه مهال له خپلو مجاهدو ملګروسره د کندهار په میوند ولسوالۍ کې اوسیده، د نورو واقعي مجاهدینو غوندې د دې حالاتو لیدلو دی هم ډیر زیات اندیښمن کړی و نوموړي لیدل چې د کندهار – هرات په لویه لاره ګام په ګام پاټکونه جوړ شوي او ټوله ورځ د هیواد مظلوم مسافر، ښځې او سپین ږیري د بد اخلاقه ټوپکیانو په لاس لوټل کیږي، بې آبه کیږي او وژل کیږي، باید ووایو چې دغه مهال په کندهار کې پاټکونه دومره زیات شوي و، چې د هیواد تجارانو چې له هرات څخه به یي د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د ویش باډر ته مالونه راوړل، ددې په ځای چې په عمومي لاره خپل مالونه انتقال کړي د ډیرو پاټکونو له امله یې له هرات څخه راوړي تجاري اموال په میوند کې ښکته کول او د ریګ له لارې یې په دښتو کې په ډیرو تکالفو تر ویش پورې رسول تر څو د پاټکوالوله شره خوندي وي .
ملا محمد عمر مجاهد او دده مجاهدو ملګرو ته د کندهار ښار وضعیت هم ورمعلوم و، چیرته چې خودسره ټوپکیانو ښار کوڅه په کوڅه تر خپل منځ ویشلی و، د بیت المال ملکیتونه یي مسلسل غصبول او په نغدو پیسو یي پلورل او په دولتي ځمکو یي شخصي مارکیټونه جوړول، په دې سربیره یي تر خپل منځ همیشه جګړې کولې چې ترمنځ یي اولس ځپل کیده.
همدې بې پایه ناخوالو واقعي مجاهدین اړ کړل چې د فساد د ورکولو او د مسلمانانو د سر او مال د تحفظ په خاطر خپل وس وکړي، مجاهدینو تر خپل منځ مشورې او غونډې پیل کړې، ملامحمد عمر مجاهد او ملګرو یي خپله لومړنۍ غونډه د پنجوایي ولسوالۍ د زنګاوات په سیمه کې د سیمې له مشهورو او پیژندل شویو علماء کرامو سره جوړه کړه، د روس ضد جهاد په مهال د کندهار د مجاهدینو د عمومي قاضي مولوي سید محمد صاحب ( چې په مولوي پاسني صاحب یي شهرت موندلی و) په مشرۍ د علماء کرامو دې غونډې ملا محمد عمر مجاهد ته وویل چې باید د فساد په ضد قیام وکړي او دوی ټول یې ملاتړي دي، له همدې غونډې څخه ملا محمد عمر مجاهد د اسلامي تحریک اساس کیښود او د ۱۴۱۵ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵ نیټه د فساد او ګډوډۍ په ضد یې د مبارزې بنسټ کیښود.
د ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ اسلامي تحریک د فساد د مخنیوي په خاطر مبارزه پیل کړه، چې د اولس او رښتنیومجاهدینو له پراخ هرکلي سره مخامخ شوه، لومړی یي کندهار ولایت او ورپسې یي د افغانستان زیاتي سیمې له بي بندوباره او فاسدو ټوپکیانو تصفیه کړې، هغه مهال چې د هیواد ډیري سیمې د طالبانو تر تسلط لاندې راغلې وې د ۱۴۱۶ هق کال د ذوالقعدې میاشتې په ۱۵ مه نیټه د افغانستان د علماء کرامو یو لوی ټولي چې شمیر یي تر ۱۵۰۰ زیات و، په کندهار کې یي د یوې غونډې په دائرولو سره د ملامحمد عمر مجاهد امارت تائید او نوموړي ته یي د امیرالمؤمنین لقب ورکړ، د ۱۳۷۵ هـ ش کال د میزان میاشتې په شپږمه نیټه د افغانستان پلازمینه کابل هم د اسلامي امارت تر تسلط لاندې راغله چې ورپسې د افغانستان د ټولو مرکزي او شمالي سیمو په شمول د هیواد په ۹۵ فیصده خاوره د اسلامي امارت حاکمیت ټینګ شو .
د ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت په افغانستان کې د شریعت په اساساتو ولاړ اسلامي نظام رامنځته کړ، له اوږده ځنډ وروسته یي یوځل بیا نړۍ ته د اسلامي نظام ژوندۍ بیلګه وړاندې کړه، هیواد یې له تجزیې وژغوره او هم یې د بې مسؤلیته کسانو نه د بیت المال اسلحې را ټولي کړې او یو بي مثاله امن یې راووست دا په داسي حال کي چي ټوله نړۍ د ملل متحد په شمول دغه کار ته بې وسه او وارخطا وه خو نړیوال کفري مستکبرینو دا شریعت اوامارت ونه شو زغملی نو ځکه یي په وړاندې دښمنانه دریځ خپل کړ او بې ځایه بهانې یې ور ته لټولې ترڅو یې په پای کې ورباندې په ګډه پوځي برید وکړ.
د ملا محمد عمر (مجاهد) قیادي شخصیت:
ملا محمد عمر (مجاهد) د یو قیادي شخصیت په توګه د ځانګړي طبیعت او سلیقې څښتن دی .
نوموړی د نړۍ د نورو چارواکو او لوړ رتبه مشرانو برعکس له ځان ښکارونې او تظاهر څخه کرکه لري، له اړتیا پرته خبرو کولو ته چندانې لیوالتیا نه ښیې، خو د ضرورت په وخت کې یې خبرې بیا ډیرې پخې، سنجول شوې او معقولې وي. د بیلګې په توګه په افغانستان باندې د امریکایې یرغل په پیل کې چې د امریکا یانو له لوري د اسلامي امارت د له منځه وړلو او په تبلیغاتي لحاظ د مجاهدینو د مورال کمزوري کولو لپاره امریکایې هڅې ډیرې ګړندۍ روانې وي او ټولې غربي رسنۍ، راډیویي او ټلویزوني شبکې ورته وقف وې .
ملا محمد عمر (مجاهد) د دغو ټولو شیطاني تبلیغاتي هلو ځلو په وړاندې په خورا مطمئنه او ډاډه روحیه سره په خپلو عام فهمه اوساده خبرو کې خپل ملت ته د اطمنان او ډاډ ورکولو داسې معنا لرونکی پیغام ورکړ: «الله تعالی په هرڅه قادر دی په الله تعالی باندي د امریکا او د یوه میږي (میږتون) د قدرت هیڅ فرق نشته امریکایان او د هغوئ ملګري دي دا خبره په غور سره واوري چې اسلامي امارت داسې نظام نه دی چې امیر به یې لکه ظاهر شاه (د افغانستان پخواني پاچا) غوندي روم ته ولاړشي او عسکر ( افراد ) به یې تاسو ته تسلیم شي، بلکې دا د جهاد منظمې جبهې دي .
که تاسو ښارونه او پایتخت لاندې او اسلامي حکومت ړنګ هم کړي زمونږ مجاهدین به وطنونه او غرونه درته ونیسي بیا به تاسو څه کوئ؟ بیا به لکه د کمونستانو غوندي په هر ځای کې وژل کیږئ!
تاسي پوه شئ چې ګډوډي رامنځ ته کول اسانه ده خو بیرته د ګډوډئ له منځه وړل او نظام جوړول خورا ګران کاردی، مرګ حق دی او هر چاته راځي نو چې د امریکا په ملګرتیا کې د بې ایمانۍ او بیغیرتۍ په حالت کې وي دا به ښه وي او که په اسلام کې له ایمانه سره د غیرت په حالت کې به ښه وي .
ښایې په هغه وخت کې د ملا محمد عمر (مجاهد) په دغه عقیدوي وینا د ډیرو ښاغلیو پوره سرنه وي خلاص شوی، خو اوس چې د دغې نا انډوله حیرانوونکې معرکې له پیل نه قریب څوار لس کاله تیریږې او د امریکایانو په شمول د ناټو تړون او د هغوی ټول ایتلافیان د ملا محمد عمر (مجاهد) د تش لاسو عقیدوي مجاهدینو په مقابل کې له ښکاره ماتې سره مخامخ دي، د نوموړي د هماغې تاریخې وینا په حقیقت به یې سرخلاص شوی وي .
دغه راز نوموړي د امریکایې یرغل په پیل کې افغان ولس ته د یوې راډیویې وینا په ترڅ کې یرغلګرو او د هغوئ ګوډاګیانو ته په اشارې سره وویل چې: «وسلې مرګ کولای شي ، خو مرګ ګرځولی نشي » یاده جمله همغه مهال ځینو ته یو بې مفهومه ترکیب ښکاریده، خو دادی په تېرو دیارلسو کلونو کې د یاد مضمون عیني مصداق نړیوالو د سر په ستوګو ولید چې یرغلګرو ځواکونو د خپلې پرمختللي ټیکنالوژۍ او وسلو په زور ډیر مرګونه وکړل خو له ځانه یې مرګ ونشو ګر ځولی او دا دیارلس کاله مسلسل د ملا محمد عمر (مجاهد) په مشرۍ د اتلو مجاهدینو په لاس وژل کیږي، ژوبل کیږي او نیول کیږي .
او دا یوعیني واقعیت دی چې اوس په پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سمبال مغرور یرغلګر ځواکونه هم په افغانستان کې د خپلو زرګونو پوځیانو د مرګ ژوبلي ښکاره اعترافونه کوي.
د ملا محمد عمر (مجاهد) په نظر تر ډیرو ویلو لږ عمل کول ارجحیت لري، د نوموړي ژوند له تکلفي تشریفاتو ډیر صفا اوپاک دی، سادګي او بي تکلفه حالت یې د ژوند په ټولو اړخونو احتواکړې، ساده لباس، ساده خوراک، بې تکلفه خبرې، بي تکلفه ناسته ولاړه یې فطري عادت دی، تکلف، متکلفین او متکلفانه کړه وړه يې هیڅ نه خوښیږي .
نوموړی قاطع والی، تدبر او اخلاص د کارونو د پرمختګ له اساسیاتو څخه بولي او د ملګرو له منځه یې هغه څوک ډیر خوښیږي چې مدبر اخلاصمند او جدي وي.
همدارنګه نوموړي له مشکلاتو، مصیبتونو او کړاونو سره ښه ځان عادت کړی، د هر ډول لويې حادثې او مشکل پیښیدلو په مقابل کې یې وضعیت کاملا عادي وي، ویره او وارخطایې یې په زړه کې نه ورتیریږي. د خوښۍ او مصیبت، کامیابۍ او ناکامۍ په مهال کې پرخپل ځان خورا ښه کنترول لري او مطمئن وي .
د علماوو او مشرانو ډیر درناوی کوي، سنګیني، وقار، حیاء، ادب، متقابل احترام ، خواخوږي، ترحم او اخلاص یې طبیعي خصلتونه دي، کلک عزم او په ټولو کارونو کې په یوه الله توکل او د هغه په مقدراتو ریښتونی باور یې د ژوند ځانګړي مشخصات دي.
همدا لامل دی چې ملا محمد عمر (مجاهد) د خپلو لارویانو او مجاهدینو په زړه کې داسې محبوبیت لري چې د هغه تعلق نه په ظاهري منصب پوري دی او نه په مادي امکاناتو پوري، اوس چې د یرغلګروله لوري د افغانستان له اشغال نه دیارلس کاله تیریږي د هغه تر مشرۍ لاندې عام مجاهدین ماسوا له دي چې هغه مخامخ وویني یواځې د هغه شفاهي او مکتوبي اوامرو ته په داسې احترام قائل دي، چې د تعمیل لپاره يې آن دخپل سر په قربانولو هم باک نه کوي.
د نړیوالو اسلامي قضایاو په اړه یې اهتمام:
ملا محمد عمر (مجاهد) د طالبانو د اسلامي تحريك د مؤسس او د مسلمانانو د یوه مشر په حیث د اسلامي امت د قضایاوو په اړه خاص اهتمام لري .
د مسلمانانو د لومړې قبلې مسجد اقصی او د فلسطیني مسلمانانو له برحقې داعیې او د نړۍ په لر او بر کې له داسې نورو اسلامي قضایاوو نوموړي همیشه دفاع کړې او نوموړی له غاصبو صهیونستانو څخه د مسجد اقصی ازادول د هرمسلمان شرعي مسؤلیت ګڼي.
ملا محمد عمر مجاهد د اسلامي امت په درد دردمند مشر دی، او له مسلمانانو وروڼو سره اخوت، همدردي ، ایثار او همکاري یې یوازې شعاري نه بلکې عملا یي هم همیشه ثابته کړې ده .
عقیدوي او فکري انتماء:
ملا محمد عمر (مجاهد) په عقیدوي او فکري لحاظ د مسلمانانو د اهل السنة والجماعة د منهج لاروی او د حنفي مذهب مقلد دی .
د خرافاتو او بدعتونو سخت مخالف دی، د مسلمانانو ترمنځ یې مذهبي، فکري او تنظیمي اختلافات هیڅ نه خوښیږي. خپلو مجاهدینو او ټولو مسلمانانو ته په خپلو منځونوکې د اسلامي وحدت او فکري همغږي په ټینګولو توصیه او ټینګارکوي، د مسلمانانو ترمنځ عقیدوي وحدت او یو والی د وخت تر ټولو اهم ضرورت ګڼي، د قرآن اوحدیثو په رڼا کې د سلف صالحینو او ائمه مجتهدینو په نقش قدم رفتار کول د اسلامي امت د نجات یوازینی لامل بولي.
شخصي ژوند:
ملا محمد عمر (مجاهد) چې د ژوند زیاته برخه یې د دیني علومو په زدکړه او مطالعه، جهاد، دعوت او د اسلام د لارې په خدمت کې تیر کړي د افغانستان د معاصرو چارواکو په جمله کې شاید تر ټولو نیستمن او د بیت المال له شتمنیوڅخه نه استفاده کوونکی شخص وبلل شي؛ ځکه نوموړي نه د تیرجهاد په مهال له خپل جهادي نفوذ څخه په استفادې سره دخپل شخصي ژوند د برابرولو په اړه څه کړي او نه یې په افغانستان باندې د امارت د «۷» کلنې سرتاسري واکمنۍ په مهال کې.
ملا محمد عمر (مجاهد) تر اوسه پوري نه کوم د اوسیدلو عادي کور په ملکیت کې لري او نه هم د بهرنیو هیوادونو په بانکونو کې نغدي شتمنۍ.
په کال۱۳۷۸هش ۱۹۹۹ م کې چې د ملګروملتونو د امنیت شورا له لوري په افغانستان باندې ظالمانه یو طرفه اقتصادي بندیزونه ولګیدل او په بهرنیو بانکونو کې د طالبانو د مشرانو د مالي حسابونو د کنګل کیدلو حکم وشو، ملا محمد عمر (مجاهد) د افغانستان د اسلامي امارت د امیر په توګه د امارت تر ټولو لوړرتبه شخص ؤ چې نه یې د افغانستان په داخل کې او نه له افغانستان نه بهر په کوم بانک کې نه په خپل شخصي او نه هم په مستعار نوم مالي حساب درلود.
د امارت د حاکمیت په مهال چې د نوموړي استوګنځی د دښمنانو له لوري تر مرګونو بریدونو لاندې راغي او د فامیل د نږدي افرادو په شهادت سربیره د ګڼو نورو کسانو د شهادت لامل هم وګرځیده ، نو د امارت ځینو چارواکو د نوموړي د حفاظت په مقصد د کندهار ښارپه شمال لویدیځ کې د باباصاحب د غره د کوتل لاندي سیمه کې چې نږدې خوا و شا یې کومه ولسي ابادي نه وه د نوموړي لپاره یو استوګنځی او د اسلامي امارت د مقام دفترجوړ کړ، چې هغه هم د تصرف په لحاظ د بیت المال له عمومي ملکیتونوڅخه ګڼل کیده نه دنوموړي شخصي ملکیت .
په کال ۱۳۷۵- هش ۱۹۹۶ م کې چې کله د هیواد د یونیم زر علماوو او مخورو له لوري نوموړي ته داسلامي امارت د امیر لقب ورکړل شو نوموړي ددې په ځای چې د امارت د ورسپارلو له امله د خوښۍ احساس وکړي دومره وژړل چې خپل د اوږي لوي څادر یې په اوښکو لوند او د غونډې په پای کې یې حاضرو علماوو ته په خپلې تاریخې ویناکې داسې وویل: «اي علماوو! تاسو د خپل شرعي علم له مخې دحضرت رسول اکرم ص دوارثانوحیثیت لرئ، تاسوچې نن ماته دغه دروند مسؤلیت په اوږو را واچاوه په حقیقت کې د هغه د استقامت او انحراف مسؤلیت ټول ستاسو په غاړه دی!
ای زموږ استاذانو درنوعلماوو! که خدای مه کړه له موږ څخه د مسلمانانو په دې ستر امانت کې څه تقصیر او انحراف پیښیږي د هغه سمونه او اصلاح ستاسو شرعي مسؤلیت دی، تاسو به د خپل شرعي علم په رڼا کې دي طالبانو ته د استقامت او په حقه لاره د تللو حتمي لارښوونه کوئ، که چیري له دي طالبانو څخه د اسلامي احکامو د تنفیذ په اړه کوتاهي یا انحراف رامنځته کیږي او تاسو هغه وینئ او د اصلاح په اړه یې څه نه وایاست د هغې پړه به د الله په نزد ټوله ستاسو په غاړه وي او زه به د سوال ځواب په ورځ ستاسو ګریوان ته لاس دراچوم .»
طبیعت اوشخصي مزاج:
ملا محمد عمر (مجاهد) د خپلې خاموشي ترڅنګ یو ډول خاص ظرافت او خوش طبعي هم لري نوموړی په هیچا باندې که څه هم په هر لحاظ تر ده کشر وي ځان لوړ نه ګڼي، له خپلو ملګرو سره یې برخورد ډیر مینه ناک، صمیمانه، باشفقته او له متقابل احترامه ډک وي، په مجالسو کې زیاتره د جهاد په اړه بیان کوي.
په اوسنیو حالاتوکې یې ورځنی مصروفیت:
اوسنیو ستونزمنو امنیتي شرایطو او د دښمن له لوري سخت جدي تعقیب د ملامحمدعمر(مجاهد) په معمولي وظایفو او د اسلامي امارت د زعیم په توګه د جهادي چارو په تعقیب او تنظیم کې کوم تغیر نه دی راوستی.
نوموړی خپله کاري ورځ د الله عزوجل په عبادت او د قرآن کریم په تلاوت پیلوي او د فرصت په مهال د قرآن کریم د بېلابیلو تفاسیرو او احادیثو مطالعه کوي، د یرغلګرو په خلاف د جهادي چارو مراقبت په ډیرجدیت سره کوي، د جهادي او پوځي امورو د ترتیب او سمبالښت په غرض په معینه طریقه جهادي قومندانانو ته اوامر او توجیهات صادروي، د جهادي نشراتي منابعو او نړیوالو خبري رسنیو له تعقیب څخه د یرغلګرو خلاف جهادي بریاوو او نورو موضوعاتو جاج اخلي ، او له همدې لارې د هیواد او نړۍ له ورځنيو پیښو ځان خبروي. دغه مصروفیتونه د نوموړي د ورځني ژوند اساسي مشغله ده.
د ملا محمد عمر مجاهد تر مشرۍ لاندې اسلامي امارت:
د ملا محمد عمر مجاهد تر مشرۍ لاندې د افغانستان اسلامي امارت چې د ۱۴۱۵هـ ق کال د محرم الحرام د میاشتې په ۱۵ مې نیټه یې د یوه اسلامي خوځښت په حیث بنسټ ایښودل شوی او بیا یي ګڼ پرمختیایي پړاونه وهلي تر دې چې د زرګونو علماء کرامو، مجاهدینو او عام مجاهد اولس ملاتړ او د هیواد په ۹۵ فیصده خاوره د اسلامي حاکمیت د نفاذ ویاړ یي ترلاسه کړی دی، د یوه سوچه اسلامي امارت په حیث لا هم د هیواد په زیاترو سیمو سلطه لري او د غرب د کفري یرغلګرو په وړاندې په مسلحه مبارزه بوخت دی .
د افغانستان د اسلامي امارت د اوسني تشکیل په رأس کې امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د زعیم او امیر په حیث قرار لري، د نوموړي تر مشرۍ لاندې د امارت د نیابت مقام، رهبري شوری ، قضایه قوه، نهه اجرائیه کمیسیونونه او دری نور اداري جوړښتونه فعالیت لري ، چې همدا د اسلامي امارت اوسنی جوړښت یا تشکیل دی .
د امارت د نیابت مقام یا مشرتابه، د ټولو ماتحتو اداراتو په نګرانۍ او مراقبت سربیره د هغوی کاري راپورونه تر امیرالمؤمنین پورې رسوي او د امارت د زعیم هدایات او اوامر و ټولو ذیربطه ادراتو ته رسوي .
د امارت رهبري شوری د شلو تنو په شاوخوا کې غړي لري، اعضاء یې د اسلامي امارت د زعیم لخوا ټاکل کیږي او د امارت د نائب په مشرۍ غونډې کوي، دغه شورا د ټولو مهمو سیاسي، پوځي، اجتماعي او نورو حادو مسائلو په اړه سلا مشورې او پریکړې کوي .
د اسلامي امارت قضایه قوه یو جلا او پراخ تشکیل دی، چې په ابتدایه او مرافعه محاکمو او د تمیز عالي ریاست باندې مشتمل دی او په خپل کاري برخه کې فعالیتونه پرمخ وړي .
اوسنیو شرایطو او د وخت غوښتنو ته په پام سره د اسلامي امارت په تشکیل کې نهه کمیسیونونه جوړ شوي دي، د جهادي جریان ضرورت ته په پام سره د تشکیل له مخې ترټولو لوی کمیسیون نظامي کمیسیون دی چې په لسو حلقو مشتمل دی، د نظامي کمیسیون په تشکیل کي د افغانستان د ۳۴ ولایاتو لپاره نظامي مسؤلین یا والیان ، د ولسوالیو نظامي مسؤلین دغه راز د ولایاتو او ولسوالیو په سطحه کمیسیونونه هم راځي چې د نظامي او ملکي چارو د څارنې مسؤلیت په غاړه لري.
نور کمیسیونونه په لاندې ډول دي، د تعلیم او تربیې کمیسیون، سیاسي دفتر، فرهنګي کمیسیون، اقتصادي کمیسیون، د صحت کمیسیون ، د دعوت ارشاد او جلب وجذب کمیسیون، د بندیانو د چارو کمیسیون او د مؤسساتو د چارو کمیسیون .
د اسلامي امارت د اداري تشکیل پاتې ادارات د ملکي تلفاتو د مخنیوي اداره، د شهداء او معلولینو اداره او د ځینوخاصو عوایدو د راټولولو او تنظیم اداره دي .
د ملا محمد عمر مجاهد تر مشرۍ لاندې اسلامي امارت د یوه منظم او برحاله نظام په حیث له تیرو څه باندې دوو لسیزو راهیسې د افغانستان په ډیره برخه حاکمیت لري، د خپل واک او حاکمیت په ساحه کې یي په رښتیني معنی اسلامي نظام حاکم کړی، امنیت تامین کړی او د مسلمان ملت سر، مال، عزت او ناموس یې په محفوظ کړی دی.
په دې موده کې اسلامي امارت د سیمي د یوازیني برحال اسلامي نظام په حیث له خورا ډیرو ازمویښتونو او مشکلاتو سره مخامخ شوی، خو لله الحمد د الله تعالی په فضل او مرحمت تر دا مهاله له ټولو آزموینو بریالی او ژوندی وتلی او هر ځل یې په سختو شرایطو کې د ثبات او استقامت ثبوت وړاندې کړی دی .
حفظه الله تعالی و رعاه
پای
سرچينه :- نن ټکى ډاټ اسيا،http://www.nunn.asia/41219/%D8%AF-%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D9%86%D9%88-%D8%AF-%D9%85%D8%B4%D8%B1-%D9%85%D9%84%D8%A7%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF-%D8%B9%D9%85%D8%B1-%D9%85%D8%AC%D8%A7%D9%87%D8%AF-%DA%98%D9%88%D9%86%D8%AF%D9%84/

د ۱۲:۲۰, ۳۰ اپرېل ۲۰۱۶ بڼه