د "پانگه" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه: ۱ کرښه:


'''پانگه''' {{Lang-en|Investment}} د [[تولید]] د څلورګونو سرچینو څخه یوه مهمه او کلیدي سرچینه ده. هر څوک د خپل ځانګړې لیدلوري له مخې پانګه تعریفوي. محاسب ته هغه څه پانګه ده چې یو کاروباري یې د خپل کاروبار لپاره لګوي. په کامرس او کاروبار کې پانګه د کاروبار د تمویل په مانا ده او همدارنګه په ملي اقتصاد کې پانګه د شتمنۍ هغه برخه ده چې د تولید په پروسه کې کارول کیږي. په دغه لیکنه کې مونږ د پانګې په ځانګړتیاوو او ډولونو بحث کوو خو تر هر څه مخکې د پانګې، شتمنۍ، پیسو او عاید په اړیکه خبرې کوو.
'''پانگه''' {{Lang-en|Capital}} د [[تولید]] د څلورګونو سرچینو څخه یوه مهمه او کلیدي سرچینه ده. هر څوک د خپل ځانګړې لیدلوري له مخې پانګه تعریفوي. محاسب ته هغه څه پانګه ده چې یو کاروباري یې د خپل کاروبار لپاره لګوي. په کامرس او کاروبار کې پانګه د کاروبار د تمویل په مانا ده او همدارنګه په ملي اقتصاد کې پانګه د شتمنۍ هغه برخه ده چې د تولید په پروسه کې کارول کیږي. په دغه لیکنه کې مونږ د پانګې په ځانګړتیاوو او ډولونو بحث کوو خو تر هر څه مخکې د پانګې، شتمنۍ، پیسو او عاید په اړیکه خبرې کوو.
==د پانګې او شتمنۍ اړیکه==
==د پانګې او شتمنۍ اړیکه==
لکه مخکې مو چې وویل پانګه د شتمنۍ هغه برخه ده چې د تولید لپاره کارول کیږي. د دغه تعریف څخه ښکاري چې شتمني لوی مفهوم او پانګه د هغه په پرتله کوچنی مفهوم لري. ډیر داسې شیان شته چې زمونږ د شتمنۍ برخه به وي خو چې لا مو د تولید پروسې ته نه وي لېږدولي پانګه نه ګڼل کیږي ځکه خو ویلای شو چې ټوله پانګه شتمني ده خو ټوله شتمني پانګه نه ده ځکه پانګه د شتمنۍ ټولې ځانګړتیاوې لکه افاده، کمیابي، د لېږد قابلیت او نور لري په داسې حال کې چې ټوله شتمني د پانګې ځانګړتیاوې نه لري.
لکه مخکې مو چې وویل پانګه د شتمنۍ هغه برخه ده چې د تولید لپاره کارول کیږي. د دغه تعریف څخه ښکاري چې شتمني لوی مفهوم او پانګه د هغه په پرتله کوچنی مفهوم لري. ډیر داسې شیان شته چې زمونږ د شتمنۍ برخه به وي خو چې لا مو د تولید پروسې ته نه وي لېږدولي پانګه نه ګڼل کیږي ځکه خو ویلای شو چې ټوله پانګه شتمني ده خو ټوله شتمني پانګه نه ده ځکه پانګه د شتمنۍ ټولې ځانګړتیاوې لکه افاده، کمیابي، د لېږد قابلیت او نور لري په داسې حال کې چې ټوله شتمني د پانګې ځانګړتیاوې نه لري.

د ۲۲:۳۲, ۲۳ سپټمبر ۲۰۱۵ بڼه

پانگه انګلیسي: Capital د تولید د څلورګونو سرچینو څخه یوه مهمه او کلیدي سرچینه ده. هر څوک د خپل ځانګړې لیدلوري له مخې پانګه تعریفوي. محاسب ته هغه څه پانګه ده چې یو کاروباري یې د خپل کاروبار لپاره لګوي. په کامرس او کاروبار کې پانګه د کاروبار د تمویل په مانا ده او همدارنګه په ملي اقتصاد کې پانګه د شتمنۍ هغه برخه ده چې د تولید په پروسه کې کارول کیږي. په دغه لیکنه کې مونږ د پانګې په ځانګړتیاوو او ډولونو بحث کوو خو تر هر څه مخکې د پانګې، شتمنۍ، پیسو او عاید په اړیکه خبرې کوو.

د پانګې او شتمنۍ اړیکه

لکه مخکې مو چې وویل پانګه د شتمنۍ هغه برخه ده چې د تولید لپاره کارول کیږي. د دغه تعریف څخه ښکاري چې شتمني لوی مفهوم او پانګه د هغه په پرتله کوچنی مفهوم لري. ډیر داسې شیان شته چې زمونږ د شتمنۍ برخه به وي خو چې لا مو د تولید پروسې ته نه وي لېږدولي پانګه نه ګڼل کیږي ځکه خو ویلای شو چې ټوله پانګه شتمني ده خو ټوله شتمني پانګه نه ده ځکه پانګه د شتمنۍ ټولې ځانګړتیاوې لکه افاده، کمیابي، د لېږد قابلیت او نور لري په داسې حال کې چې ټوله شتمني د پانګې ځانګړتیاوې نه لري.

د پانګې او پیسو اړیکه

د پانګې عام تعریف په کاروبار کې د پیسو لګښت دی. خو د اقتصاد تعریف پیسې تر هغه وخت پانګه نه ګڼې تر څو چې د پانګه ایزو شتمنیو لکه ماشین آلاتو، ځمکې او نورو په رانیولو و نه لګيږي. هغه پیسې چې د لګښت کوونکو consumers په لاس کې دي او یا هم هغه پیسې چې راکدې پرتې وي پانګه نه ګڼل کیږي. د پانګې او عاید اړیکه: پانګه عاید زیږوي ځکه خو پانګه منبع یا سرچینه او عاید یې پایله یا موخه ګڼل کیږي. کله چې د عاید څه برخه پس انداز او بېرته په کاروبار کې ولګول شي د پانګې بڼه خپلوي.

د پانګې ځانګړتیاوې

پانګه د طبیعت لورینه نده او د انسانانو د هڅو په وسیله رامینځته کیږي. دا د تولید دوهمي سرچینه ده چې په مصنوعي ډول پنځول کیږي. پانګه د تولید اندازه زیاتوي او د تولید پروسې ته چټکتیا ورکوي. د پانګې عرضه د کشش یا ارتجاعیت لرونکې ده. په دې مانا چې د پانګې اندازه د پانګې په جوړښت capital formation پورې اړه لري. د پانګې جوړښت بیا په اقتصادي جریان کې د وګړو او نورو مالي بنسټونو په سپما پورې تړلی دی، البته هغه سپما چې د تولیدي موخو لپاره اقتصادي جریان ته لار پیدا کړي. د پانګې د جوړښت ډېرښت د پانګې عرضه زیاتوي او په مقابل کې یې کمښت په اقتصادي جریان کې د پانګې د عرضې د کمښت لامل کیږي.

پانګه د تولید داسې یو عامل دی چې په اسانۍ سره لکه د کاري ځواک په څېر نه نابودیږي. یوازې په ټاکل شوو استهلاکي دورو کې د پانګه ایزو شتمنیو ارزښت کمیږي او تر یو اوږده مهال وروسته له کاره لویږي. همدارنګه د یو ځای څخه بل ځای ته د پانګې لیږد خورا اسانه دی. په پانګه رانیول شوې پانګه ایز توکي نیغ په نیغه زمونږ اړتیاوې نه پوره کوي بلکې نوموړي توکي لکه ماشینونه، ځمکه او نور د لګښتیزو توکو د تولید لپاره کارول کیږي او نوموړي توکي بیا په مستقیمه توګه د لګښت کوونکو اړتیاوې پوره کوي.

د پانګې ډولونه

په دې برخه کې غواړو د پانګې د ځینو ډولونو څخه لنډه یادونه وکړو.

ثابته پانګه

ثابته پانګه یا Fixed Capital هغه پانګې ته ویل کیږي چې په اوږدمهاله توګه د تولید په پروسه کې کارول کیږي لکه ماشینونه، د ترانسپورت وسایل، ودانۍ، تجهیزات او نور. ثابته پانګه د ځای له پلوه د ثابت پاتې کیدلو په مانا نده بلکې دا په هغه پانګه ایزو لګښتونو اطلاق کیږي چې په اوږده مهال کې ثابت وي. د ماشین الاتو، تجهیزاتو، تعمیراتو او نورو دغه ډول شیانو لګښتونه همداسې یوه ځانګړتیا لري.

بدلیدونکي پانګه

دغه ډول پانګه چې Working Capital یې هم بولي د پانګې هغه ډول دی چې یوازې یو ځل د تولید په پروسه کې کارول کیږي، ښه بیلګه یې د تولید لپاره خام مواد دي. دغه ډول پانګه ایز لګښتونه د تولید شوو توکو او چوپړتیاوو د خرڅلاو له لارې بیرته پوره کیږي. د یوې موخې لپاره کارول کیدونکې پانګه: دغه ډول پانګه چې په انګلیسي یې Sunk Capital بولي، د پانګې هغه ډول دی چې په تولید کې د لګښت ځانګړی ځای لري او له هغه پرته په نورو ځایونو کې ورڅخه کار نه اخیستل کیږي. د بیلګې په توګه د ټوکر اوبدلو یو ماشین چې د ټوکر اوبدلو پرته د کوم بل کار لپاره ورڅخه ګڼه نشي اخیستل کیدای. د پانګې د دغه ډول په مقابل کې هغه پانګه ده چې په هر ځای کې کارول کیږي. دغه ډول پانګې ته لامبو وهونکي پانګه یا Floating Capital وایي. د بېلګې په توګه موټر، بریښنا او نور هغه څه دي چې په هر ځای او هر هدف لپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي.

ټولنیزه پانګه

ټوله هغه فزیکي شتمني چې په یو هیواد کې د عامه ګټې اخیستنې لپاره رامینځته شوي وي او سوداګریزه بڼه و نه لري ټولنیزه پانګه ګڼل کیږي. د بیلګې په توګه سړکونه، عامه پارکونه، بریښناکوټونه او داسې نور. د دغه پانګې په وړاندې شخصي پانګه یا Private Capital ده کوم چې د افرادو په واک کې وي او د هغوی د شخصي عاید د زیاتوالي لامل کیږي. نړیواله پانګه: دا د پانګې هغه ډول دی چې د نړیوالو مالي سازمانونو لکه نړیوال بانک، د پیسو نړیوال صندق او نورو په واک کې وي.

سرچینې

  • ویکی پېډیا
  • لومړیتوب سایټ