د "هرات" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
Addbot (خبرې اترې | ونډې)
و Bot: Migrating 59 interwiki links, now provided by Wikidata on d:q45313 (translate me)
د سمون لنډیز نسته
۳۵ کرښه: ۳۵ کرښه:
په ۲۰۰۱ کال کې د هرات جګړه پېل شوه او هرات د امریکایی پوځ، د شمال د اتحادیی او د ایران [[د سپاه پاسداران انقلاب اسلامی ځواک|د سپاه پاسداران انقلاب]] په ګډ عملیات سره د [[طالبان|طالبانو]] ځخه آزاد کړل شو.
په ۲۰۰۱ کال کې د هرات جګړه پېل شوه او هرات د امریکایی پوځ، د شمال د اتحادیی او د ایران [[د سپاه پاسداران انقلاب اسلامی ځواک|د سپاه پاسداران انقلاب]] په ګډ عملیات سره د [[طالبان|طالبانو]] ځخه آزاد کړل شو.


== نور ولولئ ==
* [[د افغانستان ولسوالۍ]]
* [[د افغانستان ولايتونه]]
{{د افغانستان څوارلس لوی ښارونه}}
[[وېشنيزه:د افغانستان ښارونه]]
[[وېشنيزه:د افغانستان ښارونه]]
[[وېشنيزه:هرات]]
[[وېشنيزه:هرات]]

د ۰۱:۵۴, ۱۶ اگسټ ۲۰۱۵ بڼه

هرات

هېواد افغانستان
ولایت د هرات ولايت
د اوسېدونکي شمیر ۳۹۷،۴۵۶
د بحر له سطحې لوړوالي ۹۲۰ متره
دین اسلام

هرات د افغانستان دریم لوی ښار دي چې د افغانستان په شمال لویدیځ کې پروت دي. دغه ښار تقریبًا ۳۹۷،۴۵۶ نفوس لري او د هرات د ولایت مرکز دي. د هرات په ښار کې د هري مشهور سیند بهیږي.

تاریخ

لرغونې زمانه

د هرات سیمه د ۵۵۰ کال عیسوي سنی مخکې تر ۳۳۰ کال پورې د هخامنسیانو د حکمرانانو په لاس کې وه. د هخامنشیانو حکمران کوروش ۲ هرات ته د هرایوا نوم ورکړ. د هرایوا ولایت د هري ( په لرغونې پارسي کې هریا ) د سیند په اساسی نومول شوی دی چې په لرغونې پارسي کې طلایی اوبو یا زرینو اوبو معني لري. په ۳۳۰ کال عیسوي سنی مخکې کې ستر سکندر د هخامنشیانو وروستی حکمران ته ماته ورکړه او د هرات په سیمې کې یی نوي ښار جوړ کړ چې د آرتاکوآنا (Artacoana- Ἀρτακόανα) په نوم یادېده. د اسکندر تر وفات وروسته د سېلوکوس نیکاتور نوي حکمران شو. په ۳۰۵ کال عیسوي سنی مخکې کې سېلوکوس نیکاتور پر پنجاب برید وکړ مګر پوځ یی ماته وخوړله او هرات د هندوستانی راجا (پاچا) چندر گپت لاس ته ورغۍ. په ۱۶۷ کال عیسوي سنی مخکې هرات اشکانیانو حکمرانانو لاس ته ورغۍ. د ۲۲۶ کال څخه تر ۶۵۲ هرات د ساسانیانو حکمرانان په لاس کې وو. د ساسانیانو حکمرانان هرات ته د هارېو نوم ودکړل. په ۷ پېړۍ کې عربي پوځ افغانستان ته ورسېده او اسلام یی پراخه کړه.

اسلام

د ۶۵۰ کال څخه تر ۱۲۲۱ کال پورې هرات د لوي خراسان د حکمرانانو په لاس کې وو. په ۱۲۲۱ کال کې د چنګز خان پوځ افغانستان ته ورسېده او هرات د چنګېز خان په امر خراب شو. په ۱۳۸۰ کال کې هرات د تیمور لنګ لاس ته ورغۍ او هرات د کرتیان کورنۍ مرکز شو. په ۱۵۰۷ کال کې هرات د ازبکانو لخوا ونیول شو. په دې وخت کې صفوي امپراطور شاه اسماعیل پر ازبکانو برید وکړ او په ۱۵۱۰ کال کې هرات د صفوی پوځ لخوا ونیول شو. د ۱۷۲۵ کال څخه تر ۱۷۳۶ کال پورې هرات د هوتکی کورنۍ په لاس کې وو. په ۱۷۴۷ کال کې احمد شاه بابا هرات لاس ته راوړ.

۲۰ پېړۍ

په ۶۰ کلونو کې په هرات کې د امریکایی انجنیرانو لخوا هوایی ډګر جوړ شو. دغه هوایی ډګر د ۱۹۷۹ کال ځخه تر ۱۹۸۹ کال پورې د شوروي پوځ په لاس کې وو. تر جګړې وروسته اسماعیل خان د هرات والي شو. په ۱۹۹۵ کال کې طالبان هرات ته ورسېدل. په ۲۰۰۱ کال کې د هرات جګړه پېل شوه او هرات د امریکایی پوځ، د شمال د اتحادیی او د ایران د سپاه پاسداران انقلاب په ګډ عملیات سره د طالبانو ځخه آزاد کړل شو.

نور ولولئ