د "ميرويس هوتک" د بڼو تر مېنځ توپير

و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
۸۲ تورى ورگډ شول ،  ۶ کاله مخکې
د مېرویس خان پر لاس د کندهار له خپلواکولو وروسته ، پاچا سلطان حسین د خپل حرم له ټولو غړو او چوپړیانو سره چې شمېر یې له ۶۰ زرو تنو څخه زیات وو د مشهد زیارت ته ولاړ . هغه په دغه سفر کې بې شمېره پانگه ولگوله او فرانسوي کشېش دوسرسو وایي چې که ددغې پانگې نېمایي برخه د کندهار په نېولو کې کارول شوې وای نو کندهار بیرته د صفوي لښکر لاس ته ور پریوت <ref>سقوط اصفهان به روايت کروسنيسکى ، پ ٢٠</ref>. صفوي دولت په ۱۷۱۴ ز کال کې دوه لښکرې یوه یې د رستم خان تر مشرۍ او بل یې د محمد زمانخان ترمشرۍ لاندې د کندهار پر لور را ولېږلې خو د لښکرو لېږنې هېڅ گټه نه درلودله په ځانگړي ډول هغه لښکر چې له کرمانه د محمد زمانخان قورچي تر مشرۍ لاندې را لېږل شوی وو د لارې په اوږدو کې بلوڅي جنگیالیو دړې وړې کړ. له هغه وروسته صفوي دربار کندهار ته د لښکر د لېږلو زړه ښه نه کړ ، ځکه تر دغه دمه مېرویس خان له فراه نېولې د کندهار تر ووروستني گوټه له قلاته تر مقره سېمې د یوې ملي ولسي اداري تر سیورې لاندې را ټولې او یو اداري واحد یې جوړ کړ او د دغو ولایاتو ټولو وگړو میرویس خان د ملي اتل او ولسي مشر په توگه پیژانده <ref>غبار، پ ٣٢٠ پرتله دې شي له : تاريخ افغانستان از ملسون، د پیښور چاپ پ ٢١٠</ref> .
 
مېرویس خان یو ستر ولسي ، جگړیال او مبارز شخصیت وو او له سیاسی اکر او حالته په ځانگړي ډول د گاونډیو دغو ،او دواکمنۍ او حکومت له چارو ښه خبروو. هغه په خپلواکۍ ۸ کاله د وگړو مشري وکړه او هره شېبه به یې د هغوی له دردونو ځان خبراوه او وگړو هم هغه ته ډیر دروند درناوی درلود او هغه ته به یې د درناوي له مخې نیکه ویل. مېرویس خان ، دغه مبارز او نوښتگرسیاستوال او د کندهار د هوتکو د لړۍ بنسټ اېښودنکي چې د افغانستان په یوه گوټ کې یې په عملي ډول د پردیو د واکمنۍ د راپرځولو لپاره لاره پرانېستلې وه ، ډیر لنډ ژوند درلود. هغه خپله تگلاره لا نه وه بشپړه کړې چې په ۱۷۱۵ ز (۲۸ ذیحجه ۱۱۲۷ هجري) په ۴۱ کلنۍ د توکم له ۸ کلنۍ مشرۍ وروسته سترگې له نړۍ پټې کړې (۲۶)<ref>غبار ، هماغه ځای ، پ ٣٢٠ </ref> او د کندهار په لوېدېځ کې د کوکران په سېمه کې خاورو ته وسپارل شو او دهغه د قبر پر لوحې دغه شعر لېدل کېږي:
{{شعر}}
برسرمرقدما چون گذرى همت خواه
{{ب|برسرمرقدما چون گذرى همت خواه |که زيارتگه مردان جهان خواهد بود }}
{{دشعرپای}}
 
اوس هم په کندهار کې وگړي د هغه د قبر ته د یوه ستر او دروند قطب په سترگه گوري او د ځېنو ناروغیو په درملنه کې د هغه د زیارت خاورې د تـَـبـَرُ ک په توگه کاروي او دا په خپله دهغه زړور او پوه مشر د قبر خاورو ته د کندهار د وگړو دزړه له کومې او رښتوني اخلاص څرگندونه کوي .
 
۱۰٬۱۵۰

سمونې

گرځښت غورنۍ