د "پاکستان" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
۶۷ کرښه: ۶۷ کرښه:
د 1947 نه وړاندې پاکستان،[[هندوستان]] او [[بنگله دېش]] يو هېواد وو کوم به چې د وړه وچه هند په نوم بللې کيدو۔دغه وخت په هندوستان د [[انگرېز|انگرېزانو]] واکمني وه۔
د 1947 نه وړاندې پاکستان،[[هندوستان]] او [[بنگله دېش]] يو هېواد وو کوم به چې د وړه وچه هند په نوم بللې کيدو۔دغه وخت په هندوستان د [[انگرېز|انگرېزانو]] واکمني وه۔


هر کله چې په هندوستان کې د آزادۍ تحريک چليدو نو دا وخت د هندوستان مسلمانو ته د هغوي حقونه نه ورکولي کيدل۔همدا وجه وه چې مسلمانانو د ځان دپاره د يو اسلامي هېواد غوښتنه وکړه چې په کوم کې مسلمانان خپل کلتور او دين په سمه توگه ادا کوي۔
هر کله چې په هندوستان کې د آزادۍ تحريک چليدو نو دا وخت د هندوستان مسلمانو ته د هغوي حقونه نه ورکولي کيدل۔همدا وجه وه چې مسلمانانو د ځان دپاره د يو اسلامي هېواد غوښتنه وکړه چې په کوم کې مسلمانان خپل کلتور او دين په سمه توگه ادا کولې شي۔د يو اسلامي هېواد جوړولو دپاره تحريک وچليدو د کوم مشر چې [[محمد علي جناح]] وو۔ همدي ډېرو کوښښونو نه پس د هند مسلمانانو خپل يو اسلامي هېواد ترلاسه کړو چې نوم يي ورله پاکستان ورکړو۔


== هېوادنۍ وټه ==
== هېوادنۍ وټه ==

د ۱۲:۳۳, ۴ اپرېل ۲۰۱۵ بڼه

د پاکستان اسلامي جمهوريت
اسلامی جمہوریۂ پاکستان
بيرغ نښان
د پاکستان
نخشه
موقعيت
پلازمېنهاسلام آباد
۳۳°۴۰′ شمال ۷۳°۱۰′ ختیځ / 33.667°شمال 73.167°ختيځ / 33.667; 73.167
لوی ښار کراچۍ
حکومت اسلامي فدرالي جمهوريت
جوړښت
 -  د اعلانېدو نېټه ۱۴ اګسټ ۱۹۴۷ 
 -  د پېژندلو نېټه ۱۴ اګسټ ۱۹۴۷ 
بشري پرمختيا (۲۰۰۱) ۰،۵۲۷ (n/a) (په منځنۍ کچه)
د وخت سيمه (UTC+۵:۰۰)
 -  اوړی (DST)  (UTC+۶:۰۰)
د انټرنټ مخکښ شپول .pk


د پاکستان اسلامي جمهوریت (اردو:اسلامی جمہوریۂ پاکستان ) په سوېلي آسيا کې پروت هېواد دی چې پراخوالی یې ۷۹۶۰۹۵ کیلو متر مربع او ۱۸۰ مېلیونه تنه نفوس لري۔پاکستان په ټوله نړۍ کې د آبادۍ په لحاظ شپږم غټ هيواد دی . دا هېواد په شمال کې له چين، لویدیځ کېې له افغانستان او په ختیځ کې له هند سره ګډې پولې لري. پلازمېنه یې اسلام آباد نومېږي . حکومتي جوړښت یې په څلورو ایالتونو وېشل شوی چې نومونه یې بلوچستان، پنجاب، سند او خیبر پښتونخوا دي. د غرونو په لړۍ کې یې د کې ټو څوکه تر ټولو لوړه ده چې۸۶۱۱ متره لوړالی لري. په سیمه کې د خيبر پښتونخوا اباسيند یې تر ټولو اوږد سیند دی.

تاریخ

711 کې د مسمانانو خليفه وليد بن عبدالمالک په وخت کې په لومړي ځل محمد بن قاسم د هند وړې وچې (کوم چې دا وخت پاکستان او هندوستان دي) ته راغلو۔او د هندو پاچا راجا داهر سره يي لويه جگړه اوکړه۔په دې جگړه کې يي راجا داهر ته ماتي ورکړو او همدا رنگ په لومړي ځل هند ته اسلام داخل شو۔دې نه پس په وړې وچې هندوستان کې د اسلام دعوت او تبليغ شورو شو۔

د 1947 نه وړاندې پاکستان،هندوستان او بنگله دېش يو هېواد وو کوم به چې د وړه وچه هند په نوم بللې کيدو۔دغه وخت په هندوستان د انگرېزانو واکمني وه۔

هر کله چې په هندوستان کې د آزادۍ تحريک چليدو نو دا وخت د هندوستان مسلمانو ته د هغوي حقونه نه ورکولي کيدل۔همدا وجه وه چې مسلمانانو د ځان دپاره د يو اسلامي هېواد غوښتنه وکړه چې په کوم کې مسلمانان خپل کلتور او دين په سمه توگه ادا کولې شي۔د يو اسلامي هېواد جوړولو دپاره تحريک وچليدو د کوم مشر چې محمد علي جناح وو۔ همدي ډېرو کوښښونو نه پس د هند مسلمانانو خپل يو اسلامي هېواد ترلاسه کړو چې نوم يي ورله پاکستان ورکړو۔

هېوادنۍ وټه

پينځوس سلنه نفوس په کرهڼه بوخت دي چې ډېری وگړي يې کرونده ګر دي او تر ډېره مالوچ، جوار، غنم، وریجې او داسې نورې کرکېلې کري. د طبعي زېرمو لخوا پاکستان سکاره، مس، غاز، وسپنه لري. په پاکستان کې دروند صنعت د حکومت لخوا څارل کېږی.

سیاست (واگ)

واگیزه غونډال یې انگرېزي پارلماني دی.د پاکستان حکومتي نظام جمهوري پارليماني دی چې وزيراعظم د هيواد د حکومت مشر بلل کيږي۔پاکستان دوه لاسبري دولتي ادارې لري ، يو يې قومي اسمبلي (قامي جرګه) ده او بله يې سينيټ (سنا) نومېږي ۔د پاکستان پارلماني غونډال له افغانستان څخه توپیر لري ځکه چې افغان دولتي غونډال کې هېوادمشر د ولس او حکومت مشر وي خو پاکستاني دولتي غونډال کې وزيراعظم (لومړی وزير) د حکومت او ولس مشر وي .

ويئ آرپوهه

د "پاکستان" نوم (IPA: /paːkɪst̪aːn/) په فارسي ژبه کې "پاک ستان" چې د دوه ستاینومونو تړنگنوم دی مانا يې (پاکه خاوره)راوځي. دا نوم د چوهدري رحمت علي لخوا په ۱۹۳۳ زېږديز کال کې د لومړي ځل لپاره په يوې رسالې کې چې د اوس او يا هېڅکله تر سرليک لاندې نومېده خپور شو.



د پاکستان ايالتونه او سیمې


شمار صوبه/سيمه انگریزې نوم سرښار آبادی (ټول پاکستان کې پرسنټيج)[۱] رقبه (کلومیټر²)[۱] کثافت د آبادۍ
(خلک پر يو کلومیټر² کې)
نقشہ
1 بلوچستان Balochistan کويټه 4.8% 39.3% 18.9
2 خیبر پښتونخوا Khyber Pakhtunkhwa پېښور 12.9% 8.5% 238.1
3 پنجاب Punjab لاهور 53.7% 23.3% 358.5
4 سند Sindh کراچۍ 22.2% 16.0% 216
5 وفاقی دارالحکومت Islamabad Capital Territory اسلام آباد 0.6% 0.1% 888.8
6 قبائلی سيمې Federally Administered Tribal Areas پشاور 2.3% 3.1% 116.7
7 آزاد کشمیر Azad Kashmir مظفر آباد 2.2%[۲] 1.5%[۲] 223.6
8 گلگت بلتستان Gilgit–Baltistan گلگت 1.3% 8.2% 24.8
پاکستان Pakistan اسلام آباد 182,000,000 881,889 226.6/مربع کلومیټر

سرچينې

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ "Area, Population, Density and Urban/Rural Proportion by Administrative Units". Population Census Organization, Government of Pakistan. 1998. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ جنوري ۲۰۰۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مارچ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ "Population features". Government of Azad Kashmir. 1998. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ اپرېل ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مارچ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)