د "شهسوار سنگروال" د بڼو تر مېنځ توپير
و ANBI د شهسوار سنګروال مخ شهسوار سنگروال ته ولېږداوه |
|
(بې توپيره)
|
د ۱۸:۲۳, ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۳ بڼه
شهسوار سنګروال په ١٩٥١م کال د لغمان په ښکلی او شاعرانه سيمی د سنګر په کلی کښې زيږيدلی دی ٠ لومړنۍ زده کړې يې د سنګر په ښوونځي او بيا په ١٩٦٩ کال كې د روښان ليسې څخه فارغ شو٠ لوړې زده كړې يې د ادبياتو او بشري پوهنو په څانګو کښې بشپړې کړې . لومړی يې د تاريخ څانګه او بيا يې د ادبياتو پوهنځی ولوست٠ سنګروال نيازی د ښوونې او روزنې ، راديو تيلويزون ، اطلاعات او کلتور ، ودانولو چارو ، د لوړو او مسلکې زده کړو په وزارتونو کښې رسمی دنده اجرا کړی ده. په ١٩٩٢ کال پېښور ته راغی لومړی يې د احمد شاه بابا په نوم ليسه جوړه کړه او بيا يې په ١٩٩٣ کال د احمدشاه ابدالي پوهنتون تاسيس کړ او د پوهنتون د رياست چارې يې په غاړه شوې ٠ په لندن کې د افغان ادبي جرګې تاسيس او مشري ، د 'شمله' فرهنګي مهالنۍ تاسيس او مشري يې كړې ده .
چاپ شوي آثار
چاپې شوي اثار يې دادي :
- شمله
- هوسۍ او کيږدۍ
- د شبنم ښيښه
- د نکريزو پانه
- د ډرامې تاريخ او فن
- مساپر
- د سپين غر له پاسه
- څانګه
- د پښتو ادبياتو معاصر تاريخ ، د تاريخ په تله کې
- د تاريخي جغرافيې څرنګوالی
د شعر څوبېلگې
اخځونه |