د "ډډون" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
و r2.6.6) (ربات: تغییر sk:Inflácia به sk:Inflácia (ekonomika)
Addbot (خبرې اترې | ونډې)
و Bot: Migrating 84 interwiki links, now provided by Wikidata on d:q35865 (translate me)
۳۸ کرښه: ۳۸ کرښه:


[[وېشنيزه:د پیسو ډډون| ]]
[[وېشنيزه:د پیسو ډډون| ]]

[[af:Inflasie]]
[[als:Inflation]]
[[ar:تضخم اقتصادي]]
[[arz:تضخم اقتصادى]]
[[az:İnflyasiya]]
[[bar:Inflazion]]
[[be:Інфляцыя]]
[[be-x-old:Інфляцыя]]
[[bg:Инфлация]]
[[br:Monc'hwez]]
[[bs:Inflacija]]
[[ca:Inflació]]
[[cs:Inflace]]
[[cy:Chwyddiant]]
[[da:Inflation]]
[[de:Inflation]]
[[dv:އިންފްލޭޝަން]]
[[el:Πληθωρισμός]]
[[en:Inflation]]
[[eo:Inflacio]]
[[es:Inflación]]
[[et:Inflatsioon]]
[[eu:Inflazio]]
[[ext:Enflacion]]
[[fa:تورم]]
[[fi:Inflaatio]]
[[fr:Inflation]]
[[ga:Boilsciú]]
[[gl:Inflación]]
[[gu:ફુગાવો]]
[[he:אינפלציה]]
[[hi:मुद्रा स्फीति]]
[[hr:Inflacija]]
[[hu:Infláció]]
[[hy:Գնաճ]]
[[id:Inflasi]]
[[io:Inflaciono]]
[[is:Verðbólga]]
[[it:Inflazione]]
[[ja:インフレーション]]
[[jv:Inflasi]]
[[ka:ინფლაცია]]
[[kk:Инфляция]]
[[kn:ಹಣದುಬ್ಬರ]]
[[ko:인플레이션]]
[[ky:Cаясий инфляция]]
[[la:Inflatio]]
[[lb:Inflatioun]]
[[lo:ສະພາວະເງິນເຟີ້]]
[[lt:Infliacija]]
[[lv:Inflācija]]
[[mk:Инфлација]]
[[ml:നാണയപ്പെരുപ്പം]]
[[mn:Инфляци]]
[[ms:Inflasi]]
[[my:ငွေကြေးဖောင်းပွခြင်း]]
[[nds:Inflatschoon]]
[[nl:Inflatie]]
[[nn:Inflasjon]]
[[no:Inflasjon]]
[[pl:Inflacja]]
[[pt:Inflação]]
[[ro:Inflație]]
[[ru:Инфляция]]
[[sah:Инфляция]]
[[sh:Inflacija]]
[[simple:Inflation]]
[[sk:Inflácia (ekonomika)]]
[[sl:Inflacija]]
[[sq:Inflacioni]]
[[sr:Инфлација]]
[[sv:Inflation]]
[[ta:பணவீக்கம்]]
[[te:ద్రవ్యోల్బణం]]
[[tg:Таваррум]]
[[th:ภาวะเงินเฟ้อ]]
[[tl:Implasyon (presyo)]]
[[tr:Enflasyon]]
[[uk:Інфляція]]
[[ur:افراط زر]]
[[vi:Lạm phát]]
[[wuu:通货膨胀]]
[[yi:אינפלאציע]]
[[zh:通货膨胀]]

د ۱۶:۰۵, ۸ مارچ ۲۰۱۳ بڼه

وټپوهنه

وټه

کوچنی وټه · لویه وټه
د وټیزو آندونو مخینه
څېړندود سیاسي وټه
د بازار وټه  · د بازار ډولونه
غوښتنه  · وړاندیز  · پیسې
ډډون  · غونجېدنه  · سوداگري

ټولیزه وټپوهنه

وټيزه تگلاره  · وټ اټکلونه
بهرنۍ سوداگري  · بنسټیزه وټه
د بازار تعادل  · لمن لگښت
گټندوی  · د نش تعادل

ډگرونه او څېرمه ډوگرونه

چلندیز · هڅوبیزه · بشپړتیایي
وده · پراختیایي · پېښلیک
نړیوال · وټیز غونډال
پولي او مالي وټه
ټولوگړیز او وټیزه ښېگڼه
روغتیایي · پوهنه · ښېگڼه
نفوس · کارگر · مدیریتي
سوداگري · مالومات
صنعتي سازمانونه · قانون
کرهڼه · طبعي سرچینې
چاپېریالي · چاپېریالپوهنیزه
ښاري · کلیوالي · سیمه ییز · ځمکپوهنه

لړونه

ورځپاڼې · خپرونې
ویشنیزې · سرلیکونه · وټپوهان

د سوداگرۍ او وټپوهنې تانبه

ډډون يا وټيز ډډون په لړيز ډول د نرخونو پورته کېدو ته وايي، چې د وټيزو ستونزو له امله رامېنځ ته کېږي. يا په بل عبارت په تدريجي ډول د پيسو د ارزښت کموالی چې د نرخونو جګېدلو سبب کېږي نو په وټيزو نومونې کې د ډډون په نوم يادېږي. ډډون يو له هغه وټيزو ستونزو څخه دی چې ډېری وټيز غونډالونه ورسره مخ دي. هر هېواد پدې لټه کې دی تر څو په لوړه کچه ډډون له منځه يوسي، ځکه په لوړه کچه ډډون پر توليداتو، د ټولنې پر وګړو، او په ځانګړي ډول پر وټيز غونډال ناوړه اغېزې لري.

له لومړي نړېوالې جګړې څخه وروسته ډېری هېوادونه د ډډون له ناوړه اغېزو څخه کړېدلي، چې ښه بېلګه يې جرمني او هنګري دي. په ګران هېواد افغانستان کې هم د ۱۳۷۱ل.ل او ۱۳۸۱ل.ل کلونو تر مینځ په ډېره لوړه کچه ډډون شتون درلود. ډډون د ټولنې پر هغه وګړو زياته اغېزه لري چې په ټاکلې اندازه عوايد ولري، ځکه چې د ډډون په راتګ سره د عايد (پيسو) په واسطه د څيزونو د رانيولو توان را کميږي. د بېلګې په ډول يو سړی د زرو (۱۰۰۰) افغانيو په اندازه عايد لري، پدې پيسو لس کتابونه چې د هر يوه نرخ سل (۱۰۰) افغانۍ ده اخيستلای شي، څه موده وروسته د ۱۰٪ ډډون په راتګ سره ددغه لسو کتابونو نرخ ۱۱۰۰ ته پورته کيږي، يانې د هر کتاب په نرخ کې لس افغانۍ زياتې شوي، يا په بل عبارت ددغه سړي د عايد چې زر (۱۰۰۰) افغانۍ وه، ارزښت را کم شوی، اوس نه شي کولی چې په دغه پيسو هغه لس کتابونه واخلي.

د ډډون لاملونه

د پيسو بې انډوله چاپول

کله چې د يوه هېواد په بوديجه کې کمښت (کسر) منځ ته راشي، نو حکومت ددغه کمښت د له منځه وړلو لپاره له مرکزي بانک څخه غوښتنه کوي تر څو نوې پيسې چاپ کړي، که چېرته پيسې د داخلي توليداتو له کچې زياتې چاپې کړي، او د عامو خلکو لاسونو ته وغورځيږي، نو خلک کوښښ کوي چې خپل مصارف او تقاضا (Demand) زياته کړي، د تقاضا زياتېدل ددې لامل ګرځي چې نرخونه پورته، د پيسو ارزښت راکم او ډډ،ن منځ ته راوړي. د پيسو چاپول او د ډډ،ن راتګ په حقیقت کې په غير مستقيم ډول د خلکو له جيبونو څخه د پيسو ويستل دي. د بېلګې په ډول يو سړي سره لس افغانۍ دي چې دوه قلمونه پرې اخيستی شي، کله چې د پیسو د چاپ لامله انفلاسيون منځ ته راشي، نو ددغه دوه قلمونو د ترلاسه کولو لپاره د لسو په ځای دولس افغانۍ ورکوي، دغه دوه افغانۍ په حقيقت کې د حکومت له لوري په غير مستقيم ډول له خلکو څخه اخيستل شوي دي.

د غوښتنې (Demand) زياتېدل

ځيني وخت انفلاسيون د تقاضا (غوښتنې) په زياتېدو سره منځ ته راځي. د تقاضا د ډېرېدنې لاملونه زيات دي، د بېلګې په ډول د نفوسو زیاتېدنه، د حکومت د مصارفو زياتېدنه او دې ته ورته نور.

د عرضې (Supply) کمېدل

کله کله په بازار کې د عرضې کمېدنه ددې لامل ګرځي چې انفلاسيون منځ ته راوړي، د بيلګې په ډول څه وخت دمخه چې ايران په خپله خاوره کې د افغان سوداګرو تېل بند وساتل، په افغانستان کې دتېلو نرخونه په لوړه کچه پورته شول، دا ددې لامل وګرځېد چې ټول تولید کوونکي اوهغه کمپنۍ چې تېل د انرژې په توګه کاروي، د خپلو توليداتو نرخونه پورته کړي، تر څو ټاکل شوې ګټه تر لاسه کړي، نو نتيجه دا شوه چې په بازار کې انفلاسيون منځ ته راشي.


جنګ، موناپولي او احتکار

کله چې په کوم هېواد کې جنګ روان وي؛ ټينګ او ثابت حکومت شتون ونه لري، قانون ته د احترام په سترګه نه کتل کيږي، نو په نړېوال بازار کې ددغه هېواد پر پيسو اعتماد او راکړه ورکړه کمیږي. يا په بله اصطلاح ددغه هېواد د پيسو تقاضا راکميږي، هر څوک ددغه پيسو له ساتلو څخه ډډه کوي، ځکه پدې ويريږي که نن دغه حکومت له منځه ولاړ نو دغه پيسې د چلند څخه غورځيږي، نو دا ټول عوامل ددې سبب ګرځي چې ددغه هېواد د پيسو ارزښت راکم کړي او انفلاسيون منځ ته راوړي.

ددې تر څنګ که چېرته په بازار کې موناپولي ( بازار ته د يوه کس له خوا د څيزونو عرضه) او يا احتکار (د ټولنې د ضرورت پر مهال د خوراکي توکو زيرمه کول تر څو په راتلونکي کې په لوړ نرخ سره خرڅ شي) شتون ولري؛ نو دا هم ددې لامل ګرځي چې په بازار کې انفلاسیون منځ ته راوړي.

د انفلاسيون اغېزې

انفلاسيون د منفي اغېزو تر څنګ څه نا څه مثبتې اغېزې هم لري، اقتصاد پوهان د انفلاسيون د اغېزو په اړوند ډول ډول نظرونه لري، موږ دلته د هغه اغېزو يادونه کوو چې په کمه اندازه اختلاف پکې ليدل کيږي.


  1. د پيسو حقيقي ارزښت کمېدل: د انفلاسيون په راتګ سره د پيسو حقيقي ارزښت راکميږي، دا پدې مانا چې په کومو پيسو چې مخکې يو څيز رانيول کېده اوس نه رانيول کيږي،يا په بله اصطلاح د خلکو سره د اخيستلو توان راکميږي، چې ورسره په بازار کې د څيزونو د نه خرڅلاو له کبله توليد کوونکی خپل توليدات راکموي، په پايله کې بېکاري منځ ته راځي.
  2. د انفلاسيون په راتګ سره بسپنه او پانګه اچونه کميږي چې د اقتصاد پر ودې منفي اغېزه لري.
  3. په کمه کچه انفلاسيون په اقتصادي وده کې رغنده رول لوبوي. کله چې په بازار کې نرخونه په کمه اندازه پورته شي، توليد کوونکی د توليد د زياتولو لپاره هڅول کيږي، خلک په کار ګومارل کيږي او بيکاري له منځه ځي.که چېرته په بازار کې راکړه ورکړه د اسلام سپيڅلي دين د اصولو سره سم تر سره شي، نو په زياته کچه به انفلاسيون راکم شي، د بېلګې په توګه سود او احتکار د اسلام په مبين دين کې حرام دي، او دا دواړه دانفلاسيون د لاملونو څخه ګڼل کيږي، که ددې مخنيوی وشي، نو د نرخونو د زياتېدو مخنیوی به هم وشي.

د انفلاسيون کنترول

لکه چې مخکې مو يادونه وکړه چې انفلاسيون د زياتو پيسو د نشرولو په نتيجه کې منځ ته راځي، نو مرکزي بانک د انفلاسيون د راکمولو لپاره کوښښ کوي چې هغه پيسې چې د عامو خلکو په واسطه کارول کيږي؛ را کمې کړي. د پيسو د راکمولو لپاره ډول ډول لارې کارول کيږي د بېلګې په توګه د ذخيرې د نسبت زياتول (مرکزي بانک د نورو تجارتي بانکونو څخه يوه اندازه پيسې اخلي تر څو په راتلونکي کې دغه تجارتي بانک د ستونزو او خطرونو څخه وژغوري)، د بانډونو کارول، او دې ته ورته نور.

سرچینې

له تاند ټکی کام څخه