د "پراګ" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
EmausBot (خبرې اترې | ونډې)
و r2.7.3) (روباټ زیاتول: kg:Prague
EmausBot (خبرې اترې | ونډې)
و r2.7.3) (روباټ زیاتول: new:प्राग
۱۴۶ کرښه: ۱۴۶ کرښه:
[[nds:Prag]]
[[nds:Prag]]
[[nds-nl:Praag]]
[[nds-nl:Praag]]
[[new:प्राग]]
[[nl:Praag]]
[[nl:Praag]]
[[nn:Praha]]
[[nn:Praha]]

د ۱۶:۱۸, ۱۷ فبروري ۲۰۱۳ بڼه

پراګ

پراګ ( په چیکی کې:Praha ) د چېک د جمهوریت پایتخت دی او د چېک تر ټولو لوی ښار دی. مساحت یی تقریبا ۵۰۰ کیلومتره مربع ده. په اوس وخت کې پراګ تقریبا ۱،۲ میلیونه نفوس لری. پراګ هم د چېک جمهوریت ثقافتی او سیاسی مرکز دی. په پراګ کې د چېک جمهوریت تر ټولو لوی هوایی اډه پرته ده. د پراګ د ترافیک ترانسپورت ډیر عصری دی.

تاریخ

يان هوس


پراګ په نهم پېړۍ کې د چېکی پرنس بوږیوی لخوا تاسیس شو. په ۹۷۳ کال کې په پراګ کې د اسقف مذهبی مقر جوړ شو. په ۱۲۵۷ کال کې پاچا پښیمیسل اوتاکار دوهم ( Přemysl Otakar II) د پراګ ښار پراخ وکړ. په ۱۴ پېړۍ کې د کارل ۴ د حکومت په دوره کې پراګ د مقدس روم دامپراتوری پایتخت شو.کارل ۴ د پراګ پایتخت پراخ کړ او په ښار کې یی ډیر ښایسته یادګارونه جوړ کړ. د کارل پل، د کارل پوهنتون او د مقدس د ویټ کلیسا تر ټولو مشهور د پراګ يادګارونه دی. په ۱۳۴۴ کې په پراګ کې د لوی اسقف مقر تاسیس شو. په دی وخت کې د مقدس د ویټ کلیسا جوړول پېل شو. د کارل ۴ تر وفات وروسته زوی یی واتسلاف ۴ ( Václav IV )د چېک پاچا شو. واتسلاف ۴ ډیر نالایق پاچا وو. واتسلاف یوازې ښکاری او پېغلې خوښ کړ. په دی وخت کې یو کشیش چې نوم یی يان هوس ( Jan Hus ) وو په پراګ کې په یوه کلیسا کې د کاتولیک د روحانیونو انتقاد وکړ. یان هوس خلکو ته وویل چې د کاتولیک روحانیونه او چېکی اشرافیان د خدای د دستورونو په مطابق ژوند نه کوی او دغه روحانونو پر خلکو ظلمنه کوی. پاپ او روحانیونه یان هوس د روحانیونو ټولنې ته دعوت وکړ. کله چې یان هوس ټولنې ته ورسېدل نو روحانیونو یی ونیول. د یان هوس تر نیولو وروسته د کاتولیک روحانیونو وویل چی یان هوس کافر دی. په ۱۴۱۵ کال کې یان هوس د اور په وسطه وژل شو. یان هوس تر وفات وروسته د چېک په پاچایی کې لوی قیام پېل شو. په ۱۴۲۰ کال کې صلیبی اردو پر پراګ برید وکړ مګر قیامکوونکی د چیک پاچایی د بیلو بیلو سیمو پراګ ته راغلل او صلیبی اردو د قیامکوونکی لخوا ماته وخورله.

نوې زمانه

رودولف ۲

په ۱۵۲۶ کال کې د چېک هېواد د هبزبورګ پاچا ( Habsburg ) لاس ته راوړل. په ۱۵۸۳ کال کې د هبزبورګ امپراتور رودولف ۲ ( Rudolf II) ( ۱۵۲۲-۱۶۱۲ ) په پراګ کې خپل مقر جوړ کړ. رودولف ۲ هنر او علم ډیر خوښ کړ. هنرمندان او پوهان د نړی د بیلو بیلو سیمو پراګ ته راتلل. په دی وخت کې پراګ د اروپا ثقافتی او علمی مرکز وو. په ۱۶۱۸ کال کې ددېرش کالو جګړه ( ۱۶۱۸-۱۶۴۸ ) پیل شوه. په ۱۶۴۸ کال کې د سویدن اردو پراګ ته ورسیدل او د هبزبورګ قیمتی ټولونه غلا وکړ.

چکوسلواکیا

په ۱۹۱۸ کال کې تر نړی جګړه وروسته د چکوسلواکیا جمهوریت تاسیس شو او پراګ پایتخت یی شو. د چکوسلواکیا لمړی ولسمشر توماس ګاریک ماساریک ( Tomáš Garrigue Masaryk ) وو چې د پراګ په کلا کې د ولسمشر اداره یی جوړ کړه. په ۱۹۳۹ کال کې نازی پوځ پراګ ونیول او پراګ د نازی پروټیکتور مقر شو. په دی وخت کې نازی د چېک پر خلکو ډېر ظلمنه کول. په ۱۹۴۵ کال کې شوروی پوځ پراک ته ورسېدل او پراګ د شوروی پوځ لخوا خپلواک شو. جګړه وروسته پراګ د چکوسلواک سوسیلیستی جمهوریت پایتخت شو.


د چېک جمهوریت پایتخت

پراګ د چېک د ولسمشر او حکومت مقر دی. د ولسمشر اداره د پراګ په کلا کې پروت دی. د مشرانو جرګه ( د سنات جرګه ) او پارلمان د پراک په مرکز کې پروت دی. په پراګ کې هم مهم وزارتونه، علی عدالت او د عسکرو اعلی قوماندانی پروت دی.

د پراګ لېږدونه ( ترافیک ترانسپورت )

میترو

د پراګ لېږدونه ډیر عصری ده. په پراګ کې د چېک تر ټولو لوی او عصری د نړیوال هوایی میدان پروت دی چې د روزینې ( Ruzyně) په نوم یادېږی. دغه هوایی میدان دوه ټیرمنالونه لری. میترو ( د ځمکې لاندی ښاری ریل ) د پراګ تر ټولو مشهور د ترافیک ترانسپورت دی. هره ورځ په ميترو کې تقریبا یو میلیونه مسافران سپرېږی. میترو درې خطونه او 57 تمځایونه لری. په پراګ کې هم د سرویس او ترام عصری لیږدونه شته. هر مسافر باید ټکټ رانسی. په اوس وخت کې د ټکټ قیمت د یو سفر لپاره ۲۶ کورونونه دی ( تقریبا ۲ ډالرونه ). مسافر کولای سی دغه ټکټ د ورځپانې په مغازه کې یا په سرویس کې رانسی. په پراګ کې پرته له سرویس، ټرام او ميترو نه مسافر په ټکسی کې سپرېدلای سی. د ټکسی تمځایونه د ښار په مرکز کې ، په هوایی میدان کې او داورګاډی په تمځایونه کې پراته دی. مګر په ټکسی کې عموما ډېر خلک نه سپرېږی ځکه د ټکسی کرایه ډېر زیاته ده.



پراګ د چېک جمهوريت پلازمېنه

ak:Prague