د "عبدالحی حبيبي" د بڼو تر مېنځ توپير

و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
۱ تورى ورگډ شو ،  ۹ کاله مخکې
{{دشعرپای}}
 
علامه مرحوم لـه وړكيني څخه د علم او پوهي لېوال و. دده د وړكيني زمانه د [[اعليحضرت [[امير امان الله خان]] لـه روښانه دورې سره برابره وه او په دغه روښانه دوره كې چې كندهار ته هم د پوهې او معارف لمن اوږده سوه، ښوونځي او مكاتب جوړ سول. علامه يې لـه لومړنيوزده كوونكو څـخه و او پـه (۱۲۹۹ل) د كندهار په مكتب تجار كې شامل سو چې لـه فارغېدو وروسته يې (۱۳۰۴ل ) په پنځلس كلنۍ كې د كندهار په يوه لومړني ښوونځي كې د ښوونكي په توګه وظيفه وموندله. علامه مرحوم پر ښوونځي سربېره د خپلې كورنۍ په علمي محيط كې هم درس وايه او خپل د اكا زوى [[مولوي عبدالواسع اخندزاده]] شهيد (۱۳۰۸ل ) ته پر درس كښېنوست. علامه مرحوم وروسته ليكي " ... از پدر جز چند كتاب و كلكسيون هاى جرايد سراج الاخبار ( كابل ) و حبل المتين
 
( كلكته) و كتب مرحوم [[محمود طرزىطرزي]] مدير ( سراج الاخبار ) كه در كابل طبع شده بود چيزى دېر بارث نبردم. مثنوى مولوى بلخى و ديوان خواجه حافظ شيرازى و گلستان و بوستان شيخ سعدى از كتابهاى بود كه در همان سن طفوليت چشم من به آن آشنا شده بود. هڼاميكه در مكتب ابتدايى درس ميخواندم كتاب ابتدايى صرف و نحو عربى و رياضى و هيات و فقه و اصول فقه و منطق مير و مبادى بلاغت و عروض و قافيه را از عمزاده خود مرحوم مولوى عبدالواسع شيهد فراگرفتم... وى در تدريس راه خاص و اسلوب مستقيم و كوتاهى داشت و مرا در يكسال به مبادى آشنا ساخت." ( [[ژوندون مجله]]. شماره اسد، ۱۳۶۱ش) علامه مرحوم د خپلو استادانو په لړ كې د مولوي ابو الوفا كندهاري ( ۱۹۷۵ مړ ) نوم اخلي او ليكي چې دغه مولوي مرحوم د دوى په كورني مسجد كې اوسېدى او ده ورڅخه " ادبيات او د قرات علم او هغه كتابونه و لوستل چې منتهيان يې لولي". علامه حبيبي مرحوم د احاديثو په علم كې مولوي عبدالواسع او مولوي ابوالوفا دواړه د ځـان اسـتادان بـولي. ( هماغه مجله ) دغه راز د خپل ژوند پـه وروستي اثر " جنبش مشروطيت در افغانستان" كې ارواښاد شهيد [[عبدالرحمٰن خان لودين]] هم په خپلو استادانو كې شمېري (جنبش مشروطيت... ۶۵مخ- چاپ ۱۹۹۹) دغه راز يې په استادانو كې د [[حجت الاسلام شيخ محمدطاهر كندهاري]] نوم هم ياد سوى دى. ( افغاني شمه- ۵۵ مخ ) لـه خپلو استادانو څخه د درس لوستلو تر څنـګ يې د كابل د نويو ښوونځيو مضامين لكه جغرافيا و طبيعيات و حساب او نور هم مطالعه كول، دى ليكي " در همين هڼام كه درپيچ و خم صغرى و كبرى منطق و اشكال اقليدس و جازولا يجوز در حجرات مساجد و مدارس قديم سرگردان بودم. جغرافيا و طبيعيات و حساب مكاتب جديد كابل را هم مطالعه كردم و سراج الاخبار و جبل المتين را ميخواندم، بالاخره از كاوه و ايرانشهر و ارمغان و ا لهلال سودها بردمى و حظها اندوختمى..." (هماغه مجله)
 
علامه مرحوم په ۱۷ كلنۍ كې (۱۳۰۶ل ) د طلوع افغان جريدې د مرستيال په توګه و ټاكل سو او څلور كاله وروسته د هماغې جريدې مديرۍ ته ورسېد. په همدغه وخت كې يې انګرېزي او اُردو ژبې تر يوې اندازې زده كړلې، دومره چې ددغو دواړو ژبو كتابونه په و لوستلاى سي. ( علامه مرحوم په اُردو ژبه د ترجمې صلاحيت درلود او د ( چهار مقاله بر فردوسى و شاهنامه) نومى كتاب يې لـه اُردو څخه په پارسي ژباړلى دى. دا كتاب د هندوستان پښتانه پروفيسر مرحوم [[محمودخان شېراني]] په اُردو ليكلى او زموږ لوى اُستاد هغه په پارسي اړولى دى. پارسي ترجمه يې د لوى اُستاد لـه سريزې او تحشيې سره د بيهقي د كتاب خپرولو موْسسې لـه خوا په ۱۳۵۵ ل كال په كابل كې خپره سوې ده) اُستاد ليكي چې د تاريخي څېړنې او پلټنې روش يې لـه
(Combridge history of india) او جرجي زيدان او شبلي نعماني او سيد سليمان ندوي په شان د مصري او هندي فاضلانو لـه ليكنو څخه او د برلين لـه كاوه جريدې او د علامه محمد قزويني لـه ارزښتناكو آثارو څخه زده كړى دى. ( هماغه مجله )
 
علامه مرحوم نهه كاله د طلوع افغان اخبار په پښتو ژبه وچلاوه. په دغه نهه كلنه موده كې اُستاد د پښتو ژبې او ادب پر ډګر پاخه بنسټونه كښېښوول چې وروسته به پر و ږغېږو. په ۱۳۱۹ل كال چې په كابل كې پښتو ټولنه تاسيس سوه. علامه حبيبي مرحوم يې د رئيس په توګه و ټاكل سو او پر څنـګ يې د مطبوعاتو د مستقل رياست د مرستيالۍ وظيفه هم پر غاړه اخيستې وه. يو كال وروسته د معارفو په وزارت كې د مشاور (سلاكار) په توګه و ټاكل سو او درې كاله وروسته يې په هېواد كې د لومړي ځل لـه پاره د ادبياتو پوهنځي تاسيس كړ (۱۳۲۳ل ) چې په پوهنځي كې يې د پښتو د ادبياتو د تاريخ تدريس په خپله كاوه. دوه كاله وروسته كندهار ته د معارفو د رئيس په توګه ولېږل سو (۱۳۲۵ل). پر ۱۳۲۶ل كال لـه علمي او فرهنګي وظيفو څخه ګوښه كړه سو او په [[چمن]] كې د افغاني سوداګرو د " وكيل التجاره" په توګه يې كار پيل كړ. پر ۱۳۲۷ل د كندهار خلكو په غيابت كې د هېواد پارلمان ( د ملي شورا اوومي دورې ) ته د خپل نماينده په توګه وټاكه ( د ښاغلي [[عبدالرحيم هاتف]] د خولې خبره ده چې وايي " هغه وخت يوازي په كابل كښې انتخابات په صندوق او كاغذ او پټو عامه رايو وسوه نور چېري خصوصًا په كندهار كښې د مشرانو په مجمع كښې د يوه كاغذ پر مخ به هر چا خپل نظر امضا كاوه. هغه پاڼه به د وثيقې ضميمه مركز ته استول كېدله. كله چې حاجي اختر محمدخان باركزي خپل لاسليك كاوه تر هغه وړاندي يې د تائيد په غرض هغه بيت چې د [[مولانا جلال الدين محمد بلخي]] په ستاينه كښې ويل سوى و، وكيښ چي وايي : " من چه گويم وصف آن عاليجناب- نيست پيغمبر ولى دارد كتاب" ( افغاني شمله- ۶۴مخ) [[حاجي اختر محمد خان باركزي]] د كندهار يو معزز سپين ږيرى و. د ده په نامه يو جامع مسجد هم سته ) درې كاله يې د هېواد په ملي شورا كې لـه نورو ملي مبارزينو سره څنـګ پر څنـګ په هېواد كې د عدالت او مساوات لـه پاره فعاليت وكړ او د همدغو مبارزو لـه امله په ۱۳۳۰ل كال لـه هېواد څخه وتلو ته مجبور كړه سو. لس كاله يې په پاكستان كې د هجرت ترخې شپې تېرې كړې " ښاغلي [[اجمل خټكخټک]] د علامه مرحوم پر قبر څو تاريخي خبرې وكړې چې زه (هوتك) يې شاهد وم. ده وويل چې " دا موقع نه بيا ماته ميلاوېږي او نه يې تاسي موندلې شئ... فكر وكړئ د افغانستان لـه حكمرانانو نه خپه راغلى و د پاكستان حكمرانانو ورته د سرو او سپينو فرشونه جوړول، دده په وياړ يې جشن جوړ كړ لېكن تاريخ ګواه دى، د پېښور مددخان جومات ګواه دى، د پېښور محب وطن ولسونه ګواه دي چې حكومت زور وكړ چې دده په خوله يو لفظ د افغانستان خلاف وباسي. ده د افغانستان پر ضد يو لفظ هم د خولې نه ونه يوست. زه يې ګواه يم، زه ورسره سكرټر وم د حكومت لـه خوا ورسره موْظف وم ده ويلي وو چې ما سره دى ولېږئ نو هم هلته يې ده ته هر څه وركول. خو ده د خپلې خاورې او خپل قوم خلاف يوه خبره ونه كړه. دا يو بېل باب دى. پر دې بندي سو، په دې ووهل سو، په دې و رټل سو خو هغه يې ونه كړه." ( افغاني شمله- ۱۳۲- ۱۳۳مخونه). پر ۱۳۴۱ل كال بېرته هېواد ته راستون سو او خپلو علمي او تحقيقي فعاليتونو ته يې دوام وركړ. په ۱۳۴۴ل كال يې د كابل پوهنتون لـه خوا د پوهاندۍ عليم رتبه تر لاسه كړه. ورپسې د انجمن تاريخ د موْسسې رئيس وټاكل سو (۱۳۴۵ل ) تر دې وروسته يې د صدرات د فرهنګي سلاكار او وروسته د اطلاعاتو او كلتور وزارت د فرهنګي مشاور په توګه وظايف درلودل او دغې وظيفې يې تر مړينې ادامه وموندله.
 
علامه مرحوم د خپل څه دپاسه نيمه پېړۍ فرهنګي فعاليت په ترڅ كې خورا ډېرې نوښتګرې هڅې كړې دي. په معاصر فرهنګي ډګر كې تر ټولو زيات پر كار عالـم و. د ګوتو د ستړيا كلمه يې د ژوند په قاموس كې نه وه او د همدغې پركارۍ محصول يې دده تر قد واوښت. كله چې د مرګ پر بستر پروت و او معالج ډاكټر ورته د بشپړ استراحت، لږ خوراك، لږ حركت او لږ مطالعې توصيه كوله، ده په ځواب كې ورته ويلي وه " ... آخر حضرت ملك الموت ته په انتظار كښېنم؟... په رښتيا چې د ملك الموت پذيرايي سخته ده."
۳۵۰

سمونې

گرځښت غورنۍ