د "اېډز" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
و r2.7.2) (روباټ زیاتول: so:AIDS
Xqbot (خبرې اترې | ونډې)
و r2.7.3) (روباټ زیاتول: pa:ਏਡਜ਼
۱۵۲ کرښه: ۱۵۲ کرښه:
[[nv:Naałniih yichʼą́ą́h naabaahígíí bąąh dahooʼaahgo]]
[[nv:Naałniih yichʼą́ą́h naabaahígíí bąąh dahooʼaahgo]]
[[oc:SIDA]]
[[oc:SIDA]]
[[pa:ਏਡਜ਼]]
[[pap:Sida]]
[[pap:Sida]]
[[pl:Zespół nabytego niedoboru odporności]]
[[pl:Zespół nabytego niedoboru odporności]]

د ۰۶:۱۴, ۲۹ جنوري ۲۰۱۳ بڼه

اېډز يا اې آی ډي اېس(AIDS) د انګليسي ژبي د (Acquired Immune Deficiency Syndrome) مخفف دی چي معنی ېې د انساني جسم د ايمون سيسټم يا د ناروغيو پر ضد د مقاومت کولو د واک دمنځه تللو ناروغي ده. دغه ناروغي د اېچ آی وي(HIV) د وايرس نه چي د (Human Immunodeficiency Virus) مخفف دی، نه منځ ته راځي.

اېډز

انساني وينه د دريو ډول حجرواو يو ډول مايع نه جوړه شوې په کومه کښي چي دغه درې ډول حجرې لامبو کوي. د ويني سپيني حجرې هغه هجرې دي چي په انساني بدن کښي د ناروغيو د پېژندلو او د پېژندلو نه وروسته د ناروغيو د مکروبونو د منځه وړلو دنده په غاړه لري. ياني که کوم وخت د انسان و بدن ته يوه ناروغي ور ننوځي نو د ويني د سپينو حجرو په مرسته انساني بدن پخپله يو ډول دارو جوړوي چي د دغه ناروغۍ سره مقاومت وکړي. ياني ويلای سو چي دغه حجرې دانساني بدن دفاعي نظام دی. د اېچ آی وي(HIV)وېرس دويني دغه مرستندويه حجرې له منځه وړي. د وخت په تېرېدو سره د هغه انسان په وينو کښي، چي په اېچ آی وي وايرس اخته وي د مرستندويه حجرو شمېر کميږي. کله چي د دغه مرستندويه حجرو شمېرپه وينه کښي ډېر کم شي نو د انساني بدن دفاعي نظام له واکه ولويږي. پداسي حال کښي چي د انسان دجسم دفاعي نظام ړنګ کړل شوی وي نو د انسان جسم د هر ډ‌ول ناروغيو په وړاندي لاچاره وي. پدغسي يو حالت کښي د انسان جسم حتی د زکام دمعمولي ناروغۍ په وړاندي لا هم مقاومت نه سي کولای او پدې ډول د والګی یا زکام غوندي معمولي ناروغی نه لا هم مړ کېدلای شي. کله چي اېچ آی وي(HIV) وايرس انساني دفاعي نظام ړنګ کړي نو ويل کيږي چي دغه انسان د اېډز په ناروغی اخته شو. کله چي د انسان و بدن ته د اېچ آی وي(HIV)وايرس و ننوزي نو پسله څو کالو بيا د هغه نه اېډز ناروغي منځ ته راځي. خو هر هغه څوک چي پدغه وايرس اخته شي نو که وختي وي او ناوخته خامخا د اېډز په ناروغي اخته کيږي.

داېډز د منځ ته راتلو په هکله تيورياني

د ايډز/ (HIV) پېژندل او د هغه سره مقابله

-په ۱۹۸۱ ميلادي كال كې په امريكا كې د يوې ناپېژندل شوې ناروغۍ رپوټ وركړل شو. - په ۱۹۸۳ ميلادي كال كې د فرانسې د پاستور ا نسټيټوټ د HIV ويروس كشف اود ايډز نوم كښېښودل شو. د نومړوې ناروغۍ زړه چټك خپراوى د ډيرو تلفاتو لامل شو چې د نولسمې پېړۍ د طاعون څخه يې هم تېرى وكړ.

د ۲۰۰۱ ميلادي كال د ډسمبر تر مياشتې پورې د روغتيا د نړيوالې ادارې (WHO) برآ وردونه: - د ۶۳ مليونو په شاو خوا كې وګړې په ايډز اخته شول ، چې له دې ډلې څخه ېې ۲۲ مليونه وګړو خپل ژوند له لاسه وركړى دى. يوازې په ۲۰۰۱ ميلادي كال كې پنځه مليونه وګړي نوي ورباندې اخته شول او په همدې كال كې ۳ مليونو وګړو د نوموړې ناروغې له امله خپل ژوند له لاسه وركړ. - د ايپيديمي څلورمه څبه په ۱۹۹۵ ميلادي كال كې په منځنې ختيځ او مركړي اسيا كې را دوڅاره شوه. اوس اوس په آسيا او په ځانګړي ډول په سهيلي او سهيل ختيځه اسيا كې د ۶ مليونو څخه زيات په ايډز ككړ خلك شته. په آسيا كې د نورو لويو وچو په پرتله د ناروغۍ د پرمختګ چټكتيا څو ځله ډيره ده. د اسيا په لويه وچه كې په هره دقيقه كې پنځه تنه په HIV ككړېږي. او داسې انګېرل كېږي چې په راتلونكو شپږو كالونو كې ۱۲-۱۰ مليونو ته ورسېږي او په ۲۰۲۰ ميلادي كال كې به په نړۍ كې د مړينې لومړنى لامل شي.

په خواشينۍ سره بايد ووايم چې د روغتيا نړواله اداره په دې هكله د واقعيتونو لږ ارقام وړاندې كوي.


ايدز څه شى دى؟

يوه انتاني ناروغي ده چې د انسان د بدن د دفاعي سيستم د ناتوانۍ او ويجاړتيا لامل ګرځي. او په پايله كې د ناروغيو د يعنې د فرصت لټوونكو انتاناتو او چنګاښ( سرطان) د پرمختګ او بالاخره د مړيني لامل ګرځي.


د ايډز د ناروغۍ عامل څه شى دى؟

د HIV ( د انسان د دفاع ويجاړوونكى ويروس) په نوم يو ويروس دى چې د انسان په دفاعي سيستم حمله كوي او د هغه د فعاليت د ويجاړتيا لامل ګرځي


د اېچ آی وي(HIV) وايرس د هغو دوايرسونو کورنۍوايرسونو د کورنۍ سره تړاو لري کوم چي په بيزوبيزوګانو يا په شادي کښي و اېډز ته ورته د ايمون نظام ناروغي راپاروي. ويل کيږي چي د بيزوګانو دغه وايرس څه باندي سل کاله وړاندي و انسانانو ته واوښتی.


دا چي دغه وايرس کله، چيري او څنګه د بيزو نه و انسان ته واوښتی پدې هکله هيڅ معلومات نسته. د بيرمينګهم او الباما د پوهنتونونو وروستۍ څېړني ښيي چي په بيزوګانو کښي يو ډول وايرس چي اېس آی وي(SIV) نوميږي د انسانانو د ايچ آی وي وايرس په ډول د بيزوګانو د جسد دفاعي نظام ړنګوي. ساينپوهان وايي چي د اېچ آی وي(HIV) وايرس د دوو بيلو وايرسو نه منځ ته راغلی.


پداسي حال کښي چي د بيزوګانو په سلګونو اقسام سته دوه ډوله بيزوګاني شيمپانزي او ګوی ننز داسي وايرس په وينو کښي لري چي ورته د اېډز د وايرس اېچ آی وي(HIV)مور ويل کيږي. خو د اېډز راپارونکی وايرس د دغه دو وايرسونو د سره يو ځای کېدو نه منځ ته راغلی. شېمپانزي بېزوګاني د ګوی نن بيزوګانو ښکار کوي او هغه خوري. ساينسپوهان واي چي ښايي يوې شېمپانزي بيزود يوې ګوی نن بيزو غوښي خوړلي وي او هغه په داسي حال کي چي دواړو په وينو کښي دوه بېل د ايمون د ناروغي راپارونکي وايرسونه درلو دل او همدارنګه دواړه وايرسونه سره يو ځای شوي او د هغه نه اېس آی وي(SIV) وايرس جوړ سوی کوم چي د اېچ آی وي(HIV) وايرس مور ګڼل کيږي. ساينسپوهان واي چي ښايي د نن نه ٨٠ کاله وړاندي دلومړي ځل لپاره افريقايي انسانان په اېس آی وي وايرس اخته سوي چا چي د بيزوګانو غوښي خوړلې. د لومړي ځل لپاره په ١٩٥٩مېلاد ي کال کښي ديوه انسان په وينه کښي د اېچ آی وي(HIV) وايرس وموندل سو. دغه موندنه د افريکا په هيواد کونګو کښي وسوه. بيا په ١٩٦٩ مېلادي کال کښي د يوه امريکايي سرتيري په وينو کښي اېچ آی وي(HIV)وموندل سو. خو هغه وخت لا انسانان د اېډز د ناروغۍ نه ناخبره وه او دغه ناروغي يه نه پېژندل.

اتياميه لسيزه او اېډز


د ٧٠ يمي لسيزي په پای اود ٨٠ يمي لسيزي په پېل کښي په امريکا کښي د هم جنسبازو نارينو غورځنګ و عروج ته ورسېدی. د امريکا په ګڼ شمېر ښارونو کښي داسي مرکزونو او د تفرېح ځايونه پرانيستل سوي وه چيري چي به يوازي هم جنسبازه نارينه ور تلله. هم جنسبازه نارينو په څرګنده توګه خپل جنسي تمايل ښودی. د لومړي ځل لپاره په دغو کلنو کښي د هم جنسبازه نارينو په هکله د امريکايي ټولني دريځ هم مخ په نرمېدوښکاره کېدی. په ټوله امريکا کښي داسي حمامونو شته والی درلودی چي هم جنسبازه نارينه به ورتلله او هلته به يه د نورو نارينو سره جنسي اړيکي ټينګولې. پداسي حال کښي چي د اېډز د ناروغۍ منځ ته راوړونکی وايرس اېچ آی وي د جنسي اړيکو دلاري له يوه انسان نه بل انسان ته منتقل کيږي او هم جنسبازه نارينو په لږ وخت کښي د ګڼ شمېر کسانو سره جنسي اړيکي درلودلې نو داېډز ناروغۍ په هم جنسبازه نارينو کښي ډېره زياته شوه. د ٨٠ لسيزي په پېل کښي داېډزپه ناروغۍ اخته کسان زياتره هم جنسبازه نارينه وه، نو داسي ګمان کېدی چي پدغه ناروغي يوازي او يوازي همجنسبازه نارينه اخته کيږي. د ٨٠ يمي لسيزي په پېل کښي په امريکا کښي و دغه ناروغۍ ته GRID يا (Gay-Related Immune Deficiency) نوم ورکول سوی و چي معنا يه د هم جنسبازو نارينو د قوت مدافعت ناروغي ده . په ١٩٨١ مېلادي کال کښي د لومړي ځل لپاره يوه امريکايي ډاکټر مايکل ګوټليب د دغي نوي وژونکي ناروغۍ په هکله ليکني وکړې چي يوازي و هم جنس بازه نارينو ته ورپېښېد ه. پدغه ناروغي په نشيي توکو معتاد کسان هم اخته کېدل او د وخت په تېرېدو سره څرګنده شوه چي دغه ناروغي په ښځو کښي هم وجود درلودی. د ٨٠ کليزي په لومړۍ نيمايي کښي څرګنده شوه چي د اېچ آی وي وايرس د ويني او جنسي لاري له يوه انسان نه و بل انسان ته انتقاليږي.

داېچ آی وي وايرس لومړۍ پېژندنه

په ١٩٨٥ مېلادي کال کښي Robert Gallo نامي يوه ساينپوه په امريکا کښي د يوه داسي معاينې حقوق د ځان لپاره خوندي کړه د کومي له مخه چي د اېډز د ناروغی منځ ته راوړونکی وايرس په وينه کښي لټول کېدای شوای. دلومړي ځل لپاره Robert Gallo و دغه وايرس ته د اېچ آی وي نوم ورکړی. په همدغه نوم باندي دغه وايرس نړۍ وپېژندی. په ١٩٨٧ مېلادي کال کښي د اېچ آی وي وايرس په وړاندي د مقاومت کونکي لومړي درمل اې ټي ذېډ د جوړولو حقوق يوې امريکايي درمل جوړونکي شرکت تر لاسه کړه. ازموينو وښودل چي ددغه درمل په مرسته په اېډز اخته انسانانو ژوند لږ څه اوږدېدلای شوای. ددغي ازمويني يا معاينې د منځ ته راتلو سره دغه خبره څرګنده سوه چي نه يوازي هم جنسبازه نارينه بلکه د ټولني د هري برخي نه انسانانو په خپله وينه کښي د اېچ آی وي وايرس درلودی. همدا و چي انسانان پوه شوه چي د اېچ آی وي د وايرس اخيستلو نه څو کاله وروسته بيا د اېډز ناروغي منځ ته راځي. او دا چي هغه انسانان چي په څرګنده روغ رمټ وي کېدلای شي چي د اېچ آی وي وايرس په وينه کښي ولري.

سره پټۍ(داېډزسيمبول)

په ١٩٩٠ مېلادي کال کښي د امريکا په سان فرانسيسکو ايالت کښي د اېډز د ناروغانو لخوا يوه مظاهر وسوه. د مظاهرې موخه د اېډز د ناروغانو په وړاندي تعصب ته پام اړول و. پدغه مظاهره کښي برخه اخيستونکو ټولو کسانو پر خپلو بازوګانو باندي سرې پټۍ تړلي وې او همدا و چي سره پټۍ د اېډز د وژونکي ناروغۍ په وړاندي دمقاومت نښان وګرځېدی