د "مکه معظمه" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
و r2.7.2) (روباټ زیاتول: hi:मक्का प्रान्त
EmausBot (خبرې اترې | ونډې)
و r2.7.3) (روباټ بدلول: de:Provinz Mekka
۷۷ کرښه: ۷۷ کرښه:
[[be-x-old:Мэка (правінцыя)]]
[[be-x-old:Мэка (правінцыя)]]
[[bjn:Lalawangan Makkah]]
[[bjn:Lalawangan Makkah]]
[[de:Mekka (Provinz)]]
[[de:Provinz Mekka]]
[[en:Makkah Province]]
[[en:Makkah Province]]
[[eo:Emirlando Mekko]]
[[eo:Emirlando Mekko]]

د ۰۲:۰۷, ۲۵ اکتوبر ۲۰۱۲ بڼه

مکه معظمه

مکه مكرمه د سعودي عربستان له ښارونو څخه يو ښار دى، چې د بيت الله شريف په درلودلو سره زموږ مسلمانانو لومړنې سپېڅلې ښار ګڼل كېږي.

دې ښار ته د مشركانو او كاپرانو ننوتل منع دي، خو د اوسني واكمنو له بركته! ددې ښار دا سپېڅلتيا له خپو لاندې شوې، چې ښكاره ثبوت يې د بېنظيربوټو لخوا د يوې عيسوۍ وړل له ځان سره دى سپېڅلي ښار ته، او د ځينو ناوليو ولسمشرانو لپاره ان د بېت الله شريف دروازه خلاصول او ورننويستل، ان تردې چې د بېت الله شريف سر ته خېژولو باندې يې هم درېغ ندې كړې. حال داچې قرآن كريم د داسې خلكو ننوتل داسې سپېڅلو ځايونو ته په كلكه منع كړي دي.

د مكې مكرمې ښار د سرې بحيرې په ۸۰ كيلومترۍ كې موقعيت لري، چې د بحر له سطحې څخه ۳۳۰ متره لوړ پروت دى. دا ښار له جدې څخه په ۶۰ كيلو مترۍ او له مدينې منورې څخه د هجرت لوې لارې له سړك څخه ۴۲۵ كيلو مترو په واټ كې پروت دى. موږ مسلمانان پدې ګروهه (عقيده) يو چې د ځښتن تعالى په فضل او كرم سره د اسماعيل عليه السلام د خپو لاندې د زمزم د اوبو چينه راوخوټېده. او د هغه مبارك له بركته پدې بېديا او وېجاړه دښته كې اوبه راپېدا شوې، خلك پدې ځاى كې استوګن شول او د مكې ښار يې د بيت الله شريف په شاوخوا ودان كړ. دا ښار د ډبرينو غرو په منځ كې راګېر دى. د مسجد الحرام شاوخوا كورونه او لوړې ودانۍ جوړې شوي. دولت د خلكو د ستونزو راكمولو لپاره په غرونو او ډبرينو غونډيو كې سورنګونه ويستلي، ترڅو خلك په لنډ وخت كې له يو ځاى څخه بل ځاى ته ولاړ شي. د مكې مكرمې هوا توده او له مدينې منورې څخه لږ څه نمجنه ده. دا سپېڅلې ښار په ۱۳۶۶هجري لمريز كال د ايراني شيطانانو لخوا يرغمل شوې ؤ، چې د وخت د واكمنو لخوا په ډېره ښه لار د خپلو اعمالو په سزا ورسول شول. كيسه داسې وه، چې د ايران وران كارو شيعه ګانو، د حاجيانو په جامه كې بيت الله شريف ته ننوتل، چې له ځانو سره يې ډول، ډول وسلې هم لرلې. بيت الله شريف كې يې ټول حاجيان يرغمل كړل، او د بيت الله شريف د نړولو پلان يې عملي غوښتل. خو د ځښتن تعالى كړه وه، چې هغه چاودونكي مواد چې دوي به د بندر له لارې په خپلو بېګونو كې راتېرول، د يو ويښ او ذيرك څارندوى پام ځان ته واړاوه. كله چې يې ددوي بېګونه تالاشي كول، نو له جامو څخه به بېګ دروند ؤ، كله چې يې بېګ وشلاوه، نو يوه ډول چاودونكي مواد چې د وړو په څېر ول، ترلاسه كړل، او ټول هغه ورانكاري چې بېت الله شريف ته په لار ؤ، ونيول او هغه پاتې چې په بېت الله شريف كې سنګرونه جوړ كړي وه. د اوبو په پرېښودو او برېښنا وركولو سره ټول ووژل او د دوي ناپاكو وينو څخه بېت الله شريف خوندي پاتې شو.

د سعودي عربستان لوى ښارونه

د مکې معظمې جوماتونه

تړلي لړليك

د سعودي عربستان سپېځلي ځايونه

اخځليكونه

  • اردو ويكيپېډيا
  • www.islamonline.net