د "ویرا غیر فعال څارونکی سیستم" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
و r2.6.5) (روباټ زیاتول: zh:维拉无源跟踪系统
۲۶ کرښه: ۲۶ کرښه:
[[pnb:ویرا راڈار]]
[[pnb:ویرا راڈار]]
[[ur:ویرا راڈار]]
[[ur:ویرا راڈار]]
[[zh:维拉无源跟踪系统]]

د ۲۳:۰۲, ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۲ بڼه

د ویرا غیر فعال څارونکی سیستم

د ویرا غیر فعال څارونکی غونډال ( په چېکی :Pasivní sledovací systém Věra ) دالیکترونیک یو ډول غونډال دی چې د چېک په جمهوریت کې جوړېږی . دغه څارونکی غونډال د الوتکو او نورو موخو د څارلو لپاره کارېږی.د ویرا غیر پوځي ماډل په هوایي سرویس کې کارېدلای شي. دغه غونډال د سمندري سرویس د څارولو لپاره هم کار کولای شي. دغه څارونکی غونډال اېسټونيا، پاکستان او امریکا ته لېږل شوي . چېک حکومت غوښتل چې د ویرا څارونکی غونډال د چېن هېواد ته هم ولېږدي، خو امریکایی حکومت پر چېکي سیاستوالو سیاسي فشار وغورځاوه او چېک سیاستوالان اړ شول چې له دغه سوداګري څخه ډډه وکړي.

څارونکی غونډال

د غیر فعال څارونکي غونډالونه د چېک په جمهوریت کې د ۱۹۵۵ز. کال څخه جوړېږي او د ویرا غیر فعال څارونکي غونډال د هغو غونډالونو څخه وروستي موډل يا بڼې دي. د ویرا غیر فعال څارونکی غونډال د ۱۹۹۴ ز. کال څخه راپه دېخوا جوړېږي اود چېکي پوځ په ۱۹۹۵ز. کال کې له دغه غونډال څخه په رسمي توګه کار واخیست. د ویرا غیر فعال څارونکی غونډال د درې (اې اس ام) (ESM) دانتنونو او یو قبلولو مرکز څخه يي بڼه رامنځته شوې. د انتن وزن ېې ۲۵ کیلوګرام دی. دغه غونډال کولای شي ۳۰۰ موخ ييزې نښې وڅاري. دغه غونډال کولای شي د الوتکې رادارونه، دهواپېژندنې رادارونه، آی اېف اېف غونډال (IFF) او د تاکتیک د هوایي چلوونکي غونډال ( TACAN) وڅاري. د وېرا څارونکی غونډال څخه اېلکټرومګنېټېک (برېښنايي مقناتيسي ) سیګنالونه (electromagnetic signals) راووځي او د شمېرپوهنې په مرسته د الوتکې او نورو اهدافو موقعت تعینوي. دا پدې مانا چې کله د دښمن الوتکه په جګړې کې خپل رادار یا بل الېکټرونیکي غونډال پرانيزي نو ویرا څارونکی غونډال د دغې الوتکې شتونځای مومي او ملي پوځ کولای شي دغه الوتکه په نښه کړي. په اوس وخت کې ۶ د ویرا موډلونه يا بڼې ېې جوړېږي .

  • ویرا اې پي (Vera AP ) غیر پوځي موډل دی چې په هوایي سرویس کې کارېږي.
  • ویرا اېي (Vera E ) پوځي موډل دی چې د سوداګريز لېږد لپاره ټاکل شوي.
  • ویرا اس/ام ( Vera SM) پوځی موډل دی چې د چېک په جمهوریت کې استعمالېږي.
  • ویرا پې ۳ ډې (Vera P3D ) دغه موډل په هوایی ډګر کې کارېږي.
  • ویرا ها ام اس (Vera HMS )
  • ویرا آی اس څې بې (Vera ASCB )

دا هم ولولۍ