د "اردو ژبه" د بڼو تر مېنځ توپير
AvocatoBot (خبرې اترې | ونډې) و r2.7.1) (روباټ زیاتول: ckb:زمانی ئوردوو |
و r2.6.5) (روباټ زیاتول: pi:उर्दू भाषा |
||
۱۰۲ کرښه: | ۱۰۲ کرښه: | ||
[[oc:Ordo]] |
[[oc:Ordo]] |
||
[[pa:ਉਰਦੂ ਭਾਸ਼ਾ]] |
[[pa:ਉਰਦੂ ਭਾਸ਼ਾ]] |
||
[[pi:उर्दू भाषा]] |
|||
[[pl:Język urdu]] |
[[pl:Język urdu]] |
||
[[pms:Lenga urdu]] |
[[pms:Lenga urdu]] |
د ۱۳:۳۶, ۱۸ جون ۲۰۱۲ بڼه
اردو زبان اردو ژبه | |
---|---|
ویل کېږی په | پاکستان هند |
ټول وییونکی | ۶۶ میلیونه |
د ژبې کورنی | د هند-اروپایی ژبې هند-ایرانی ژبې اردو ژبه |
د لیکلو بڼه | د اردو الفبا |
د ژبې د پرمختګ اداره | مقتدرہ قومی زبان |
رسمي ژبه په | پاکستان |
اوردو يا اردو د هندي ژبې په کورنۍ پورې تړلې د لرغوني هند د مسلمانانو ژبه بلل کېږي . دا ژبه يوه پراخه ويونکې او د پاکستان د دوؤ رسمي ژبو (انګرېزي ، اوردو) څخه يوه ملي ژبه ده . همدارنګه د هند له ۲۲ ژبو څخه يوه پراخه ژبه ګڼل کېږي . د هند د پينځو ايالتونو لويه ژبه هم ده . دغه ژبه د پاړسي ، عربي ، پښتو او تورکي ژبو تر اغېزې لاندې د ۹۰۰ کالو راهيسې پرمختګ کړی دی . دې ژبې د هند د اتر پردېش ايالت کې د ډيلي د سلطنت (۱۲۰۶ـ ۱۵۲۷) پر مهال د وينا بڼه خپله کړه همدا رنګه ېې ليکني پرمختګ د مغلو واکمنۍ (۱۵۲۶ ـ ۱۸۵۸) سره منځ ته راغله. اوسينۍ نوې بڼه اوردو د هند د ځوانانو ترمنځ د دوه اړخيزې پوهېدنې لپاره ځانګړی ځای خپل کړی . د مغلو اصلي ژبه چغتايي ژبه نومېده کومه چې د تورکي ژبې کورنۍ پورې تړاؤ لري . خو وروسته له هغه چې د مغلو قبايل سوېلي اسیا ته راکډه شول نو ېې د پاړسي ژبې لورې مخه کړه او پاړسي ېې خپله کړه . د ځينو سيمو چې ژبه ېې سنسکرېټ وه نو د مېشتو خلکو سره د اړيکو له کبله دې ته اړ شول چې هندي د پاړسوـ عربي په بڼه وکاروي . همداسې ېې ليکني بڼه او ويونه ېې د پاړسي ، عربي ، تورکي ، او وروسته ېې د پښتو ژبې د اغېزې په وجه ادبي وسموله . همدې نوې بڼې ژبې ته ېې د اوردو ٫٫ اردو٬٬ نوم ورکړ . اوردو تر ډېره د هندي سره يو ډول ګڼل کېږي . ددغو دوؤ ترمنځ توپیر په معياري توګه د نستعلیق لیکبڼې په پاړسوـ عربي لیکلو کې او د ويپانګې برخه ېې له پاړسي او عربي څخه ډېره اغېزمنه ښکاري د کومو ليک لارې چې په ادبي لحاظ له يو بل څخه توپیر لري . هندي بیا په معياري توګه د ديوانګري ليک بڼې او سنسکرېټ په بڼه په هندي ادبياتو کې لیکل کېږي . دواړه اوردو او هندي په لويه کچه عربي ، پاړسي ، او سنسکرېټ ويونه کاروي . او د همدې له کبله ډېری ژب پوهان دغو دواړو ته د يوې ژبې د دوه ؤ معياري بڼو لرونکې وايي، او د توپیر وجې ېې ژب پوهان د نژدو ـ ژب ـ ټولنيز (sociolinguistic)اړخ ګڼي .