د "ژونکيميا" د بڼو تر مېنځ توپير
و r2.6.4) (روباټ زیاتول: rue:Біохемія |
د سمون لنډیز نسته |
||
۱۳ کرښه: | ۱۳ کرښه: | ||
[[وېشنيزه:ژونکيميا| ]] |
[[وېشنيزه:ژونکيميا| ]] |
||
[[وېشنيزه:Subjects taught in medical school]] |
|||
[[af:Biochemie]] |
[[af:Biochemie]] |
د ۱۷:۲۸, ۶ جنوري ۲۰۱۲ بڼه
اوږده ليکنه |
---|
ژونکيميا په ژونديو اورګانيزمونو کې د کيميايي کړنو د شننو او څېړنو زده کړې ته وايي.[۱] همدا نوم د ژوند او کيميا د وييونو يو تړنګنوم دی. ژونکيميا ته په انګرېزي ژبه بايوکېمېسټري يا "biochemistry" وايي. د انګريزي ژبې همدا نوم خپل آر له يواني لغت βιοχημεία biochēmeia, چې مانا يې ده "د ژوندانه کيميا" څخه اخيستې.[۲] د پوهې همدا ډګر د سلولي توکيو د جوړښت او کړنو سره سروکار لري، د ساري په توګه پروټينونه، کاربوهايډرېټ، هشمي توکي، هستوي اسيدونه او ډېر نور ژونماليکيولونه. د کيميايي ژونپوهنې موخه دا ده چې د ژونکيميا په ډګر کې راپورته شويو پوښتنو ته د هغه پرمختللي اوزارونو په مرسته چې په کيميايي جوړښتونو کې دي، ځواب ووايي. که څه هم چې داسې ګڼ شمېر ژونماليکيولونه شته، چې ډېری يې پېچلي او لوی ماليکيولونه دي (پوليمر بلل کېږي) چې د يو شان پر له پسې يوونونو څخه جوړ شوي (مونومر بلل کېږي). د ژونماليکيولونو هر پوليمريز ټولګی د يو ډول بېلابېلو يوونونو يو سيټ لري. د ساري په توګه، يو پروټين يو داسې پوليمر دی چې له ۲۰ او يا هم ډېرو امينو اسيدونو څخه جوړ شوی. ژونکيميا د اهمو ژونماليکيولونو لکه پروټينونه، په ځانګړي توګه د اينزايمونو د کټلايز شوي تعاملونو، د کيميايي ځانتياوو په اړه يوه څېړنه او د زده کړې ارت ډګر دی. د سلولي ميټابوليزم او اېنډوکراين غونډال ژونکيميا په پراخه کچه سپړل شوې. د ژونکيميا په نورو برخو کې د ژنيټيک کوډونو (ډي ان اې، آر ان اې)، د پروټينو جوړښت، سل مېمبرېن لېږد, او د لېږدنده سېګنالونو زده کړې شاملې دي.
سرچينې |