د "هېواد" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
و "هېواد" وژغورلی شو ([edit=autoconfirmed] (لامحدوده) [move=autoconfirmed] (لامحدوده))
(بې توپيره)

د ۲۳:۴۳, ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۱ بڼه

هغه جغرافيايي سيمه يا خاوره ، چې ټاكلې پولې او دولتي خپلواكي ولري ، يا هم د كوم بل دولت تر واك لاندې وي ( مستعمره وي ، يا تر حمايي لاندې وي ) د هېواد په نامه ياديږي . د هېواد د ويي ( كليمې ) مانا نه يوازې خاوره ده ، بلكې ددغې خاورې وګړي هم دي . هېواد همدا راز په راتلونكې كې د بشپړ دولت د جوړوېدو وسيله او ددغې خاورې د هر غړي لپاره په مطلق ډول واحد قوانين دي .

هېواد او كه دولت

كه څه هم د هېواد او دولت كليمې ډېرى وختونه د هم مانا كليمو په توګه كاريږي ، خو د دوى ترمنځ ډېر توپير شتون لري . دولت د واك د هغه سياسي غونډال ( سېستم ) مانا لري ، چې په ټآكلې خاوره كې رامنځته شوى وي . خو د هېواد د كليمې مانا د خاورې د كولتوري ، جغرافيايي او نورو فاكټورونو سره تړاو لري . د هېواد ويي د دولت تر كلېمې لږه رسمي ده . د ساري په توګه اروپايي ټولنه په خپل ذات كې هغه هېواد دى ، چې د اروپا ډېر دولتونه پكې شامل دي ( جمهوريتونه ، خانۍ ، شاهي او داسې نور ) . بله بېلګه به راوړو : د كمونيستي پېر پولېنډ او د اوسني پولېنډ هېواد هماغه يو هېواد دى ، خو دولت يې بدل شوى او بل دى .

دا هم وګورئ

اخځونه

  1. http://ru.wikipedia.org/wiki/Страна