د "اوزون" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د سمون لنډیز نسته
و "اوزون" وژغورلی شو ([edit=autoconfirmed] (لامحدوده) [move=autoconfirmed] (لامحدوده))
(بې توپيره)

د ۲۲:۰۰, ۱۵ اگسټ ۲۰۱۱ بڼه

د اوزون لايه د اکسيجن د عنصر يو شکل دی. سربېره پر دې چې اکسيجن په اتومي او ماليکيولي بڼه شتون لري، د درې اتومي ماليکيول په شکل هم موجود وي او هغه د اوزون O3 په نوم يادېږي. کله چې د برېښنا جريان د اکسيجن او يا هوا په منځ کې تېرېږي، ځانګړی بوی لري، چې علت يې د همدغه اوزون توليدېدل دي. اوزون په عادي شرايطو کې يو ګاز دی او د اکسيجن سره يې د ډېرو زياتو سړولو په نتيجه کې توپير کېدای شي. اوزون په -۱۱،۱۹ درجو د اوبو په څېر مايع باندې بدلېږي. په اوبو کې د اوزون د حل کېدو کچه د اکسيجن په پرتله ډېره زياته ده. ۱۰۰ حجمه اوبه د سانتي ګراد په صفر درجه کې د اوزون ۴۹ حجم په خپل ځان کې حل کولای شي. د اوزون اتومي وزن ۱۵،۹۹۹۴ او ماليکيولي وزن يې ۴۷،۹۹۸۲ دی. د اوزون ماليکيول د اکسيجن د ۳ اتومونو څخه ترکيب شوی دی. اوزون د سټراټوسفير په منځ کې د ۳۰ - ۸۰ ميلو (۴۸،۲۷ - ۱۲۸،۸۷۴ کيلومتر) واټن په پوله کې د ځمکې د مخ څخه پورته شتون لري او نژدې ۲۰ ميله (۳۲،۱۸ کيلومتر) پنډوالی لري. اوزون د ځمکې مخ د انفرارېډ وړانګو د زيان رسوونکو اغېزو څخه ژغوري.