ځانمرګی برید

ځانمرګی برید یو قصدي برید دی چي ترسره کوونکي یې په قصدي ډول د برید د یوې برخې په توګه خپل ژوند قرباني کوي. دا بریدونه ډیری وخت د ترهګرۍ یا نظامي شخړو سره تړاو لري او د ځان وژنې یوه بڼه هم ګڼل کیږي. په عمومي توګه هغه ځانمرګي بریدونه چي چاودیدونکي توکي پکښي کار سوي وي د ځانمرګو بریدونو په نوم یادیږي.
ځانمرګي بریدونه په بېلابیلو وختونو او شرایطو کي ترسره سوي دي، لکه د دوهمې نړیوالې جګړې (۱۹۴۴-۱۹۴۵) په ترڅ کي د جاپاني کامیکازې پیلوټانو او همدارنګه د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې ځانمرګي بریدونه، چي له امله یې سلګونه کسان ووژل سول. ځانمرګي بریدونه په پیل کي یوازي د پوځ، پولیسو او عامه چارواکو د وژلو لپاره کېدل، خو وروسته د القاعده او داعش غوندي سازمانونو عامه شتمنۍ هم پکښي په نښه کړې. که څه هم د ۱۹۴۵ او ۱۹۸۰ کلونو ترمنځ یوازې څو ځانمرګي بریدونه سوي وه، [۱] خو د ۱۹۸۱ او ۲۰۱۵ کال د سپتمبر ترمنځ په ټولیزه توګه ۴،۸۱۴ ځانمرګي بریدونه په شاوخوا ۴۰ هیوادونو کي ترسره سول، چي په پایله کي یې له ۴۵،۰۰۰ څخه ډیر کسان ووژل سول. د دې بریدونو نړیواله کچه په ۱۹۸۰ لسیزه کي په اوسط ډول په کال کي له دریو څخه نه زیاتېدل، خو په ۱۹۹۰ لسیزه کي یاده کچه په میاشت کي یوه دانه ته لوړه سوه، او ورپسې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۳ پوري په اونۍ کي یوه دانه[۲] او له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۱۵ پوري په ورځ کي یوه دانه ته لوړه سوه. [۳] په ۲۰۱۹ کال کي په ۲۴ هیوادونو کي ۱۴۹ ځانمرګي بریدونه ترسره سول، چي ۲۳۶ کسانو ترسره کړي وه او په پایله کي یې ۱۸۵۰ تنه مړه او ۳۶۶۰ نور ټپیان سول.
ځانمرګي بریدونه د نورو ترهګریزو بریدونو څخه د دوی د پراخي مرګ ژوبلي او ویجاړونکي حالت له امله توپیر لري. [۴] [۵] دې بریدونو که څه هم د ۱۹۸۱ او ۲۰۰۶ کلونو ترمنځ د ټولو ترهګریزو بریدونو یوازي ۴ سلنه برخه جوړوله، خو د ترهګرۍ اړوند نژدې ۳۲ فیصده مرګ ژوبله (۱۴،۵۹۹ مرګونه) د همدغي پديدې له کبله وه.
د ځانمرګو بریدونو ۹۰٪ په افغانستان ، عراق ، اسراییل ، فلسطیني سیمو، پاکستان او سریلانکا کي ترسره سوي دي. [۶] د ۲۰۱۵ کال تر نیمایي پوري د ټولو ځانمرګو بریدونو شاوخوا درې پر څلورمه برخه یوازي په دریو هیوادونو لکه افغانستان، پاکستان او عراق کي رامنځ ته سوي دي. د شنونکي رابرټ پاپ په وینا د ۲۰۰۳ کال څخه مخکي ډیری ځانمرګو بریدونه تر ډېره پوري ښکیلاکګر ځواکونه په نښه کول.
تر ۱۹۸۰ کال وروسته بریدونه
[سمول]ډله | بریدونه | وژل سوي خلک (قربانیان) |
---|---|---|
نامعلوم بریدګر | ۲۵۴۷ | ۲۲۸۷۷ |
داعش | ۴۲۴ | ۴۹۴۹ |
القاعده (مرکزي څانګه) | ۲۰ | ۳۳۹۱ |
طالبان (افغانستان) | ۶۶۵ | ۲۹۲۵ |
القاعده (د عراق څانګه) | ۱۲۱ | ۱۵۴۱ |
د تامل پړانګان | ۸۲ | ۹۶۱ |
الشباب | ۶۴ | ۷۲۶ |
حماس | ۷۸ | ۵۱۱ |
القاعده (د عربي ټاپووزمي څانګه) | ۲۳ | ۳۵۴ |
انصار السنه (عراق) | ۲۸ | ۳۱۹ |
د فلسطین اسلامي جهاد ډله | ۵۰ | ۲۲۵ |
د الاقصی شهیدان (لواګاني) | ۴۰ | ۱۰۷ |
طالبان (پاکستان) | ۷ | ۹۲ |
انصار بیت المقدس | ۱۰ | ۸۴ |
پي کې کې (ترکيه) | ۱۰ | ۳۲ |
حزب الله | ۷ | ۲۸ |
هیواد | بریدونه | وژل سوي خلک |
---|---|---|
عراق | ۱۹۳۸ | ۲۰۰۸۴ |
پاکستان | ۴۹۰ | ۶۲۸۷ |
افغانستان | ۱۰۵۹ | ۴۷۴۸ |
متحده ایالات | ۴ | ۲۹۹۷ |
سوریه | ۱۷۲ | ۲۰۵۸ |
سري لانکا | ۱۱۵ | ۱۵۸۴ |
نایجیریا | ۱۰۳ | ۱۳۴۷ کال |
یمن | ۸۷ | ۱۱۲۸ |
لبنان | ۶۶ | ۱۰۰۷ |
سومالیا | ۹۱ | ۸۲۹ |
روسیه | ۸۶ | ۷۸۲ |
اسراییل | ۱۱۳ | ۷۲۱ |
الجزایر | ۲۴ | ۲۸۱ |
انډونیزیا | ۱۰ | ۲۵۲ |
مصر | ۲۱ | ۲۴۶ |
کینیا | ۲ | ۲۱۳ |
ایران | ۸ | ۱۶۰ |
لیبیا | ۲۹ | ۱۵۵ |
هند | ۱۵ | ۱۲۳ |
ترکیه | ۲۹ | ۱۱۵ |
انګلستان | ۵ | ۷۸ |
د فلسطین خاوره | ۵۹ | ۶۷ |
نور هیوادونه | ۹۹ | ۶۷۴ |

د ۱۹۸۱ کال په ډسمبر کي په بیروت کي د عراق پر سفارت د اسلامي دعوه ګوند موټر بم برید او د ۱۹۸۳ کال په اپریل کي د حزب الله له خوا د امریکا پر سفارت بمباري او بیا د ۱۹۸۳ کال په اکتوبر کي د امریکا پر سمندري او فرانسوي ځواکونو برید د ځانمرګو بریدونو نړیواله بڼه خلکو ته وروپېژندل، او ورسره سم یې د عصري ځانمرګو بریدونو دوره هم را پیل کړه. [۷] په منځني ختیځ کي دا تاکتیک وروسته عمومي بڼه غوره کړه، او تر ۱۹۹۹ کال پوري د حزب الله، امل غورځنګ ، بعث ګوند ، او د سوریې ټولنیز ملتپال ګوند په څیر ډلو شاوخوا ۵۰ ځانمرګي بریدونه ترسره کړل.د بریدونو په دې لړۍ کي د سوریې سوسیال نشنلسټ ګوند په ۱۹۸۵ کال کي لومړۍ ښځینه ځانمرګی بریدګره د خپلي موخي لپاره استعمال کړه.[۸] [۹] [۱۰] [۱۱]
د سریلانکا د کورنۍ جګړې پر مهال د تامل پړانګانو (LTTE) ځانمرګي بریدونه د یوه تکتیک په توګه غوره کړل، او د بمي کمربندونو او ښځینه بم غورځوونکو څخه یې کار واخیست. یادي ډلي خپل لومړی ځانمرګی برید د ۱۹۷۸ په جولای کي ترسره کړ، او د دوی د تور پړانګ څانګي له ۱۹۸۷ څخه تر ۲۰۰۹ پوري ۸۳ ځانمرګی بریدونه وکړل، چي د د هند د پخواني لومړي وزیر راجیو ګاندي [۱۲] [۱۳] [۱۴] او د سریلانکا ولسمشر، رانا سینګ پریماداسا [۱۵] [۱۶] [۱۷] [۱۸] تر څنګ یې ۹۷۹ کسان له منځه یووړل.
یوه بله غیر مذهبي ډله چي په ځانمرګو بریدونو کي زیاته ښکیله وه د کردستان کارګرانو ګوند وو، چي په ۱۹۸۴ کال کي یې د ترکیې د دولت پر وړاندي خپل بغاوت پیل کړ. د شیکاګو د امنیت او ترهګرۍ پروژې د ځانمرګو بریدونو ډیټابیس له مخي د ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۱۲ پوري د PKK لخوا په لسو ځانمرګو بریدونو کي ۳۲ کسان قتل او ۱۱۶ نور ټپیان سول.
ددې ډلو په هاخوا القاعدې خپل لومړی ځانمرګی برید د ۱۹۹۰ لسیزې په نیمایي کي ترسره کړ او لومړی ځل په ۱۹۸۹ کال کي په اسراییلو او فلسطیني سیمو کي راڅرګند سول.
یوولسم سپتمبر او تر هغه وروسته
[سمول]د ځانمرګو بریدونو شمیر چي په 1980 لسیزه کي په منځنۍ کچه په کال کي له پنځو څخه کم وو، په 2001 کې 81 ځانمرګو بریدونو او په 2005 کي 460 ته لوړ سو. [۲] تر ۲۰۰۵ کال پوري دا تاکتیک لسګونو هیوادونو ته وغځېدی. [۱۹]

په اسراییل کي لومړی ځانمرګی برید په ۱۹۹۴ کال کي د حماس له خوا وسو، او له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۳ پوري یاده پدیده اوج ته ورسېدل چي په دې ترڅ کي په ۲۰۰۲ کال کي له ۴۰ څخه په زیاتو بمي چاودنو کي له ۲۰۰ څخه زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. په اسراییل کي د حماس بریدونه تر ډېره پوري د اسراییل حکومت د زور زیاتيو او ظلمونو سره اړه لري، چي ددغه هیواد مېشت مسلمان عربان یې د خپلواکۍ په موخه ترسره کوي. [۲۰] [۲۱]
د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې نیټې بریدونه چي د القاعدې لخوا تنظیم سوي وه، " پر پرل هاربر باندي د جاپان له برید را وروسته د امریکا په خاوره کي ترټولو بد بریدونه بلل سوي دي". [۲۲] د القاعدې ډلي اړوند کسان په دې بریدونو کي د څلورو لویو مسافر وړونکو جیټ الوتکو په تښتولو کي ښکیل وه. په دوی کي دوې الوتکې په قصدي ډول د نیویارک ښار د نړیوال سوداګریز مرکز د دوه ګونو برجونو سره وجنګول سوې، او تر دوو ساعتونو په کمه موده کي یې دواړي ۱۱۰ پوړیزي اسمانڅکي ودانۍ ویجاړي کړې. دریمه الوتکه د ورجینیا په ارلینګټن کاونټي کي له پنټاګون سره ولګېده، چي د ودانۍ لویدیځ اړخ ته یې سخت زیان واړاوه. د دې بریدونو په پایله کي ۲۲۱ کسان (د ۱۵ تښتوونکو په ګډون) ووژل سول او همدارنګه د ودانیو شاوخوا ۲۷۳۱ تنه نور له منځه ولاړل. څلورمه الوتکه د پنسلوانیا په شانکسویل کي په یوه کرونده کي وغورځېده، او ټول ۴۴ کسان (د څلورو تښتوونکو په ګډون) پکښي ووژل سول. په ټولیزه توګه په دې بریدونو کي ۲،۹۹۶ کسان ووژل قتل او له ۶،۰۰۰ څخه ډیر نور ټپیان سوه. له برید نهه ورځې وروسته د امریکا ولسمشر جورج ډبلیو بوش د "ترهګرۍ پر وړاندي د جګړې" غوښتنه وکړه او لږ وروسته یې په افغانستان کي د اسامه بن لادن د موندلو او نیولو لپاره جګړه پیل کړه، خو څرنګه چي د ترهګرۍ اصلي سرچینې د ډیورنډ کرښي ختیځ لوري ته وې، نو ځکه د القاعدې مشر (اسامه بن لادن) یوه لسیزه وروسته د پاکستان په ایبټ اباد کي ووژل سو. [۲۳]

په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د امریکا په مشرۍ له یرغل وروستهعراقي او بهرنیو یاغیانو د ځانمرګو بریدونو نوي څپې راپیل کړې. د یادوني وړ ده چي په دغه هیواد کي د بل هر هیواد په پرتله ډیر ځانمرګي بریدونه سوي دي.
په عراق کي د متحده ایالاتو د پوځي اهدافو سربیره عراقي بریدګرو په ډیرو ملکي اهدافو لکه د شیعه ګانو جوماتونو، د ملګرو ملتونو نړیوالو دفترونو او سره صلیب بریدونه وکړل.
د ۲۰۰۸ کال په لومړیو اتو میاشتو کي پاکستان د ځانمرګو بریدونو په برخه کي له عراق او افغانستان څخه مخکي سو، او پکښي ۲۸ بمي چاودنو ۴۷۱ کسان ووژل.
په اروپا کې څلورو ځانمرګو بریدګرو د ۲۰۰۵ کال د جولای په ۷ مه د سهار د ګڼي ګوڼي په وخت کي په لندن کي په دریو ځایونو کي چاودني ترسره کړې. یادو بمي چاودنو ۵۲ ملکي وګړي مړه او ۷۰۰ نور ټپیان کړل.
سرچینې
[سمول]https://web.archive.org/web/20160124204240/http://cpostdata.uchicago.edu/search_new.php?clear=1
- ↑ . 27 August 2003.
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help); Missing or empty|title=
(help) - ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Atran 2006.
- ↑ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs namedCPoST
- ↑ . June 2003.
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help); Missing or empty|title=
(help) - ↑ . London.
{{cite book}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ . September 3, 2009.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑
{{cite journal}}
: Empty citation (help) - ↑ . June 2004.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ . August 2004.
{{cite book}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ . 2004.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ . 2011.
{{cite book}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ . 27 June 2006.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ . 28 June 2006.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ . 21 May 1991.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ . Melbourne. 16 September 2002.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ . 27 July 1998.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ . Chennai, India. 5 September 2005.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ . 10 November 2006.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ . 2009.
{{cite book}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ "Palestinian Summer Camps Teach Terror Tactics, Espouse Hatred; Some Found to Be Funded by UNICEF" Archived 2024-09-19 at the Wayback Machine., adl.org; retrieved 2012-08-19.
- ↑ Europe's Palestinian Children What Hope for Them? Archived May 24, 2013, at the Wayback Machine.. Eufunding.org; retrieved 2012-08-19.
- ↑ . Sep 11, 2015.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs namedAmadeo