پیریانو غونډۍ
د پيریانو غونډۍ د لرغون پېژندنې له اړخه یوه غونډۍ ده چي د اوسني د پاکستان د بلوچستان په ژوب ولسوالۍ کي موقعیت لري. [۱] دا ځای د ۳ کيلومتر (۱٫۹ ميل) په واټن کي د ږوب ښار لویدیځ ته پروت دی، او په ۱۹۲۴ کال کي د سر اورل سټین لخوا وکیندل سو، چي د معلوماتو پر بنسټ د هاراپان کلتور سره یي ډیر ورته والی درلود. [۱]
د پیریانو غونډۍ د ږوب سیند په اوږدو کي موقعیت لري، چي د سند ایالت اړوند د سیند حوزې یوه برخه جوړوي.
لرغونپوهنه
[سمول]پیریانو غونډۍ په بلوچستان کي د څو نورو ورته ځایونو سره یوځای تر ۴۳۰۰ مخکي تر زیږد پوري مخینه لري.
په بلوچستان او شاوخوا ټیټو سیمو کي د پیژندل سویو میشت ځایونو شمیر شاوخوا ۴۳۰۰ مخکي تر زیږد ته ورګرځي، او پدې کي مهم میشت سیمي راځي لکه: د پیریانو غونډۍ (په ژوب دره کي)، منډیګک (په کندهار سیمه کي)، فیض محمد (په کوټه کي)، توګاو (په سراوان کي) او شیري خان تره کی (په بنو حوزه کي) چي د هر یوه مخینه د لرغوني افغانستان تاریخونه په جلا جلا توګه په ډاګه کوي.