پښتو افسانه پيژندګلو او جوړښت
افسانه افسانه څه ته وائي ؟ لنډه کيسه، لنډ افسانوي نثر داستان چې د ناول څخه لنډ وي او معمولا يوازې د څو کردارونو باندې مشتمله وي لنډه کيسه معمولا د يو واحد تاثر سره تعلق لري چې يوازې په يو يا څو مهمو پيښو يا وختونو کيښې ليکل کيږي. فورمه د ترتيب کولو اقتصاد هڅوي، لنډ داستان، او د پيچلي پلاټ پریښودل؛ کرکټر په عمل او ډراماتیک مقابله کې څرګند شوی مګر په ندرت سره په بشپړ ډول وده کوي. سره له دې چې د نسبتا محدودې اندازې سره سره، لنډه کیسه اکثرا د هغې وړتیا له مخې قضاوت کیږي چې د هغې د کرکټرونو او موضوع لپاره "بشپړ" یا د قناعت وړ درملنه وړاندې کوي.
د نولسمې پېړۍ څخه مخکې لنډه کیسه په عمومي توګه د جلا ادبي بڼه په توګه نه ګڼل کیده. مګر که څه هم په دې معنی دا ممکن یو ځانګړی عصري ژانر وي، حقیقت دا دی چې لنډ نثر افسانه د ژبې په څیر زوړ دی. د تاریخ په اوږدو کې انسانانو د لنډو داستانونو له ډولونو څخه خوند اخیستی دی: ټوکې، افسانې، مطالعه شوي تحلیلونه، لنډ تمثیل رومانس، اخلاقي کیسې، لنډې افسانې، او لنډ تاریخي افسانې. له دې څخه هیڅ یوه لنډه کیسه نه جوړوي لکه څنګه چې دا د 19 پېړۍ راهیسې تعریف شوي، مګر دوی د هغه ځای لویه برخه جوړوي چې د عصري لنډې کیسې څخه رامینځته شوې.
د ژانر تحلیل د یو ژانر په توګه، لنډې کیسې د شلمې پېړۍ په مینځ کې نسبتا لږ انتقادي پاملرنه ترلاسه کړه، او د بڼې خورا ارزښتناکه مطالعې اکثرا د سیمې یا دورې له مخې محدودې وې. په خپل یوازینی غږ (1963) کې، د آیرلینډ لنډې کیسې لیکوال فرانک او کونور هڅه وکړه چې د ژانر حساب وکړي دا وړاندیز کوي چې کیسې د "ډب شوي نفوس ډلو" لپاره یوه وسیله ده چې د یوې واکمنې ټولنې په نښه کولو لپاره. په هرصورت، ډیری نور نظریاتي بحثونه، په یو ډول یا بل ډول د اډګر الن پو په مقاله کې وړاندوینه شوي چې کیسې باید یو جامع متحد اغېز ولري.
تر دې دمه د لنډې کیسې اکثره انتقادونه د لیکلو تخنیکونو باندې تمرکز کوي. ډیری، او ډیری وختونه ترټولو غوره تخنیکي کارونه، ځوان لوستونکي ته مشوره ورکوي - لوستونکي ته د مهارت لرونکي لیکوال لخوا ګمارل شوي مختلف وسایلو او تاکتیکونو ته خبرداری ورکوي. له بلې خوا، ډیری دا اثار د ځوان لیکوال لپاره د "کیسې لیکلو څرنگوالی" په اړه مقالې نه دي بلکه د جدي انتقادي موادو څخه دي.
د کتابونو په الماری کې د رنګارنګ کتابونو قطار. د کتابونو ډنډ، د کتابونو انبار، ادب، لوستل. کورپاڼه 2010، هنر او تفریح، تاریخ او ټولنه بریتانیکا کوئز ادبي نړۍ په 19 پېړۍ کې د دوو کلمو خپریدل، "سکیچ" او "کیسه" ژانر ته د کتلو یوه لاره برابروي. یوازې په متحده ایالاتو کې په حقیقت کې په سلګونو کتابونه شتون درلود چې ادعا یې کوله د سکیچونو ټولګه وه (د واشنګټن اریوینګ د سکیچ کتاب، د ویلیم ډین هاویلز سبربن سکیچونه) یا د کیسو ټولګه (د ګوتوسیک او عربیسک د پوی کیسې، د هیرمن میلویل د پیزا کیسې). دا دوه اصطلاحات د میلیو قطبیت رامینځته کوي چې له هغې څخه عصري لنډه کیسه وده کړې.
کیسه د سکیچ څخه ډیره پخوانۍ ده. په اصل کې، کیسه د کلتور د نه منلو وړ غوښتنې څرګندونه ده چې په کاسموس کې د خپل ځای نوم او تصور کول دي. دا د داسې شیانو لپاره د کلتور داستاني چوکاټ چمتو کوي لکه د خپل ځان او خپل وطن لید یا د خپلو پلرونو او خدایانو د تصور څرګندولو لپاره. معمولا د کریپټیک او په ځانګړي ډول ګمارل شوي شکلونو ، شخصیتونو او سمبولونو سره ډک شوي ، کیسې په مکرر ډول یوازې د ځانګړي کلتور غړو لخوا په بشپړ ډول پوهیږي چې دوی ورسره تړاو لري. په ساده ډول، کیسې داخلي کلتوري دي. په ندرت سره د یو بهرني کلتور په نښه کولو لپاره رامینځته شوی ، کیسه هغه وسیله ده چې له لارې یې کلتور له ځان سره خبرې کوي او پدې توګه خپل ارزښتونه ساتي او خپل هویت ثبات کوي. زاړه له ځوانانو سره د کیسې له لارې خبرې کوي. افسانې په باره کښې انګريز نقاد او محقق هنري وليم هډسن په خپل کتاب "اين انټروډکشن ټو دي لټريچر " کښې وائي چي د افسانې دپاره صرف اختصار يا ورکوټوالے لازمي نه دی بلکه د مقصد اسلوب او فن په توګه هم افسانه ځانته ځانګړے طرز لري . ښاغلې دوست محمد کامل صيب دقلندر مومند د افسانو کتاب "ګجرې " په ديباچه کښې ليکي چې که يو خوا مدام قيصه د تفريح او وخت تيري دپاره او ديو خوندورې مشغلې په طور اورولے شوے او اوريدلے شوے نو ورسره د قيصې د خوند او مزې مقبوليت او جاذبيت له کبله له ډيرو زړو وختونو راسې د اوچتو مقصدونو او عملي کولو دپاره هم پکارولې شوے ده . او داخلاقو , روحانيت , حکمت او سياست لوړ او ژور اصول او مسائل د قيصې په څۀ نه څۀ هيت او شکل کښې اکثر پيش کړی شوي دي . لوئے محقق او نقاد ډاکټر مبارک بريلوي وائي چې هسې خو افسانه هرې يوې قيصې ته ويلی شي ولې د افسانې په فني لوازماتو کښې ګيره قيصۍ افسانه ګڼلے شي . او دغه وينا ډيره معقوله ده چې د افسانې خپل فني لوازمات هم وي او هر وړه قيصۍ افسانه نه شي کيدلے يعني مونږ ځنې داسے قيصۍ هم اورو چې په هغه کښي هغه فکشن نه وي نه په کښې د افسانې په شان پلاټ يا وحدت تاثر وي بس يو قيصۍ وي . او کله کله مونږ چې يوه قيصۍ اورو نو مونږ ته د سر نه پته ولګي چې د دې قيصۍ انجام به څه وي نو صرف قيصۍ افسانه بلل غلط دي . بلکه قيصۍ کښې د افسانې رنګ او لوازمات پکار دي . ډاکټر اقبال نسيم خټک وائي چي د افسانې جامع تعريف د دې چې افسانه يا لنډه قيصۍ هغي ته ويلی شي چې د يوه خاص واقعه يا تاثر د فني لوازماتو په چوکاټ کښې دننه په الفاظو کښې راګير کړی شي . خو دغه واقعه يا تاثر تعلق به د ژوند يا ټولنې د څۀ مسئلے يا ستونزې سره مخ وي .
H. G. Wells described the purpose of the short story as "The jolly art, of making something very bright and moving; it may be horrible or pathetic or funny or profoundly illuminating, having only this essential, that it should take from fifteen to fifty minutes to read aloud."[5] According to William Faulkner, a short story is character-driven and a writer's job is to "...trot along behind him with a paper and pencil trying to keep up long enough to put down what he says and does.
افسانه د ادب هغه جديد صنف دی چي د ناول په شان وي خو مختصر وي . د افسانې تعريف يا پيژندګلو باره کښي ډيرو پوهانو بيله بيل تعريفونه کړي دي لکه يو پوهه ايډګر ايلن پو وائي چي افسانه هغه د فکشن يو صنف دی چي په نيمه ګهنټه کښي ولوستلی شي . بل پوهه وائي چي افسانه هغه صنف دی چي په يو ناستي کښې ولوستلې شي . خو مونږ داسي ويلی شو چي افسانه هغه لنډه قيصئ چي په يو ناسته کښې يا په نيمه ګهنټه کښې ولوستلې شي . William Boyd, a British author and short story writer, has said: [a short story] seem[s] to answer something very deep in our nature as if, for the duration of its telling, something special has been created, some essence of our experience extrapolated, some temporary sense has been made of our common, turbulent journey towards the grave and oblivion. ترجمہ :
خو تعريف هم نيمګړے دی ځکه چې افسانه يو خپل مخصوص ھيت يا ځانګړې شان لري . افسانې ته په انګريزئ کښې شارټ سټوري وئيلې شي چي مطلب ئي دی لنډه قيصئ نو په دی وجه مونږ ويلی شو چي د به ارمرو لنډه قيصئ وي نه چي اوږده قيصئ . يو بل انګريز پوهه وائي چي د زرو تورو نه واخله تر پينځلس سوه تورو پورے چي کومه قيصئ وي هغې ته شارټ سټوري يا افسانه وئيلې شي . دغه شان افسانه يو داسے قيصئ چي په کښي يو خيال يا يو تاثر وړاندے کړی شوي او مختصر کردارونه په کښې جوړ شوې وي . اصل کښې افسانه د يو افسانه ليکونکي د زهني اختراع هغه شکل دی چې په لنډ شان په کښي لنډ لنډ کردارونه وړاندے کړی شوي وي . بےځايه اوږدوالې د افسانې خوند بے خونده کوي او لوستونکي ترے نه تنګيږي . افسانه يو خيالي کردار هم کيدے شي او يا د ټولنې يو موجود کردار هم کيدے شي . افسانه ليکونکے د ټولنې يو ناوړه يا ښه کردار په کښي د خپل هنر په زور په داسے انداز کښې وليکي چې لوستونکے ورته حيران پاتے شي . اکثر افسانو کښې هر قسم خيالات څرگندولی شي داسے نه ده چې خامخا به په کښې د ټولنې يو ښه کردار يا ناوړه کردار په ګوته کولی شي. اکثر په کښې مزاحيه کردارونه هم په کښې ليدل کيږي . طنزيه افسانه هم موجوديت لري . او ملکي سياست باندې هم په کښې ليکل کيږي . داسې په کښې هر قسم کردارونه لوبولے شي . د ځکه چې افسانه په اصل کښې يو قيصئ وي نو قيصئ کښې هر قسم کردارونه ځايولے شي . لکه څنګه چې ټولنه کښې هر ورځ څه نه څه پيښه رامينځ ته کيږي نو په هغې باندې يو افسانه ليکونکے خپل د قلم زور اوباسي او هغه پيښه په داسې انداز کښې ليکل کيږي چي خلق ورته ګوته په خله پاتے شي . افسانه يو قسم ته د ټولنې هنداره هم وي که چرے افسانه د ټولنې د ستونزو ترجماني نه کوي يا د ټولنې د دود دستور سره سمون نه خوري نه بيا خلق هغه نه خوښوي . افسانه د سيمې د رسم رواج او کلتور سره سمه ليکلے شي . که چرے مونږ افسانه د خپل کلتور يا رسم رواج نه بهر وليکو نو بيا هغې باندې نه خو خلق پوهيږي او نه ترے لوستونکي خوند اخستلے شي . افسانه کښي معنويت هم پکار دی هسې خوشې يا فضول قسمه افسانه هم څوک نه خوښوي . افسانه بايد چي په هغه څه وليکلے شي چې کومه ستونزه يا ښه يا بده خبره په معاشره کښي موجوده وي . ډيرے خيالي قيصئ هم څه فائده نه ورکوي . هغه بيا د هغه ډائجسټي قيصو په شان شي .
د افسانې ابتدا:. افسانه يو غربي يا لويديز صنف دی په اول سر کښي افسانه په انګلستان يا انګلينډ کښې وليکلے شوه او خلق د افسانې موجد ګرايلن پو شماري چي هغه هم په خپل د فرانسوي ادب نه متاثره شوي وو . د انسائيکلوپيډيا برټانيکا مطابق ايډګرايلن پو په اول ځل خپله افسانه "دي فلاسفي آف کمپوزيشن ۱۸۴۶ " کښي وليکله او ورسره ايچ جي ويلز د افسانې په باره کښې ووئيل چي " جولي آف آرټ " يعني د خوند دپاره ليکل يا دخوند فن . بيا هم دغه صنف په انګلستان کښي ډير زيات مقبول شو او خلقو خوښ شو نو بيا نورو ليکوالانو هم په کښې ليکل شروع کړل او دغه صنف ارتقا ته مزل شروع کړو . هسې خو پوهان وائي چي افسانه په د پخوا زمانو راسے روانه وه پوهان خو د مهابهارت او د ويد اشلوک او انجيل هغه لنډي قيصے هم په افسانه کښې شميري خو افسانې اصلي بنړه په نولس سلمه پيړئ کښې وموندله . د يورپ يا لويديز نه افسانه بيا د انګريز امپراتورئ کښې هند ته راغله او دلته ئي د يو صنف ځائے موندلو وئيل کيږي چي په هند کښي او ځل افسانه پریم چند وليکله خو بيا ځني څيړنکاران وائي چي د پریم چند نه مخکښې سجاد حيدر يلدرم افسانې ليکلے وي خو بيا هم ټول څيړنکاران وائي چي نهپریم چند اولنئ افسانه اردو کښې وليکله او دغه شان بيا سجاد حيدر يلدرم او نورو ليکوالانو افسانې وليکلے رفيع الدين هاشمي په خپل کتاب اصناف ادب کښې په صفحه نمبر۱۲۸ کښې ليکي چي اولنئ افسانه ليکونکے پريم چند منل شوے چي . هغه ليکي چې پريم چند چي کله خپله اولنئ د افسانو مجموعه شائع کړه چې نوم "سوزوطن "وو نو هغه انګريز سرکار ضبط کړه . پريم چند خپله اولنئ افسانه په ۱۹۰۳ کښې ليکلے وه . دغه شان که مونږ ووائيو نو چې هغه وخت متحده هندوستان کښې اولنئ افسانه نګار پريم چند دی نو غلط به نه وي په اردو کښې د پريم چند او د سجادحيدريلدرم نه وروستو سعادت منټو د اردو افسانه بام عروج ته ورسوله او هغه په افسانه کښې د ټولنې هغه اړخونه په ګوته کړل کوم چې نورو ليکوالانو نه وو په ګوته کړي هغه د افسانې په ذريعه د پنجاب هغه ناوړي رسمونه هم په ګوته کړل چې کوم د يوې ټولنې دپاره خطرناک وي يا شرمناک وي . د منټو اکثر افسانې د ښځو د ستونزو يا د هغو ښځو په ستونزو ليکل شوي دي کومې ښځے چې د پيسو دپاره خپل عزتونه خرڅوي . هغه د ښځو هغه مجبورياني هم په افسانه کښې بيان کړې کومې ستونزې چې يو عام کس ته نظر نه راځي . هغه په يوځائے کښې وائي چې ښځے چې يو جرم وکړي نو دومره هم نه شي کولی چي ږيره پريږدي او خلقو ته د ښکاره کړي چې هغه اوس نيک انسان جوړ شوے . دغه شان د اردو افسانه کښې نور نومونه هم شته خو منټو افسانه دی حد ته ورسوله چې خلقو د هغه افسانې ډيرے په خوند اور غور سره لوستلې او د ټولنې هغه ناوړه مخ به ئے ورته ښکاره کولو . پښتو کښې د افساني ارتقائي سفر :.پښتو کښي راحت زاخيلي صيب اوله افسانه وليکله نو د دې نه وروستو پښتو ليکوالانو د محسوس کړه چي افسانه د پښتتو ټولني سره ډير سمون خوري ځکه چې پښتانه د تاريخ نه قيصي خوښوي چي د هغي مثال زمونږ په مخکښي د قيصه خوانئ د بازار موجودګي ده يعني د داسے بازار وو چي دلته به د افغانستان يا ده مينځنئ ايشيا نه کومي قافلي راغلي نو هغه به دلته پړاؤ کولو نو دلته به ئي شپي کولی او چي کله به ماسخوتن کينستل نو بيا به ئي قيصئ اوريدلے داسے ويلی کيږي چي دلته به داسے پيشه ور قيصه ګو (قيصه اورونکي) وو چي هغوئ به ماسخوتن راغلل نو دغه مسافرو به د قهوه چائيو سره د هغوئ قيصئ اوريدلې نو په دی وجه دلته خلق هسې هم قيصه خوښي وو نو په ليکلو کښي ورته يو نوي صنف ملاؤ شو او دوئ دغه د ادب صنف ډير زر قبول کړو . پښتو يو داسي ژبه ده چي دی کښې د ادب کوم صنف وي ځائے موندلې شي پښتو خپله لمن ارته ده هر څه په کښې ځائيګي. دلته د افساني هم دغه حال وو ډيري معياري افساني وليکلي شوې . که مونږ د راحت زاخيلي صيب اولني افسانې ته وګورو نو هغه دومره په تول پوره ده چي څوک هم په کښې څه داسے کمے نه شي ليدلې چې د افسانې رنګ پرے خراب شي .يو طرف ته افسانه د پښتو په مزاج پوره وه نو بل طرف ورکښي د دوست محمد کامل صيب غوندے نابغه خلق موجود وو چې د هغوئ په لاس کښي داسي کيميا ګري وه چي څه شي ته به ئي يوړل نو هغه به بيا سره زر کيدل . نو افساني دلته ډير زر ارتقا موندله . او افسانه داسي نه ښکاريدله چې ګني د يو لويديز ادب صنف دی اوس هم که مونږ افساني وګورو نو څوک هم د افساني د لوستلو نه نۀ تنګيږي . او افسانه اوس هم په شوق سره ليکل اور لوستل کيږي . نو داسے صنف ارتقا بيا ډيره زر کيږي او د ارتقائي سفر ئي ډير زر سر ته ورسولو او ليکوالانو په سلګونو افساني وليکلےپښتو کښې اولنئ افسانه راحت زاخيلې ليکلے وه چي نوم ئي"کونڈہ جینئ " وه . ټول پوهان په دی متفق دي چي اولنئ افسانه هم دغه د راحت زاخيلي ده د افسانه په کال ۱۹۱۷ کښي وليکلے شوه . او بيا ئے په کال ۱۹۱۹ کښي بله افسانه "شليدلي پنړه " وليکله او دغه شان سيد راحت زاخيلي د پښتو افسانې امام شو بيا يو څوکاله په پښتو کښې افسانې ليکل د ځنډ ښکار شو خو بيا په ۱۹۲۶ کښي مياآزاد ګل "د مړي فرياد " پو نوم يو افسانه په افغان اخبار کښې چاپ شوه . او بيا ورسره د بدرشو نواب صيب افسانه "نواب سره آشنائي " په افغان اخبار کښي چاپ شوه . او بيا دغه سلسله روانه شوه بيا ورپسي مراد شينواري , پير محمد شارق نادر خان بزمي او ماسټرعبدالکريم ,عبدالراوف نوشهروي ,ميامحمد يوسف کاکاخيل ,سمندر خان سمندر, مبارک سلطانه شميم , قلندر مومند , عبدالغفران بيکس , ګل افضل خان , طاهر بخاري , ارباب رشيد احمد , ميرمهدي شاه مهدي , هميش خليل , زيتون بانو , هدايت الله خټک او نور د افسانې د وړومبئ بهير ملګري وو . او د دوئ د افسانو مجموعي هم چاپ شوے . دغه بهير کښي ورسره طاهر افريدي , اکمل اسدآبادي , رضامهمندي قيوم مروت , عبدالکافي اديب هم شامل وو. دغه شان صفيه حليم , صاحب شاه صابر , عرفان خټک , فاروق سرور , سيد خالقداد اميد , ګل افضل خان عنايت الله ضيا , شيرين زاده خدوخيل , اساعيل ګوهر , لائق زاده لائق , خورشيد اقبال خټک , شازمه حليم , سعدالله جان برق , اور نور ډيرو ليکوالونو په دغه ډګر کښې خپل نيلي ازغلول او د پښتو لمن ئي د افسانو د ګلونو نه ډکه کړه . داسي ځني ليکوالان چې د افسانو مجموعې خو ئے نه دي چاپ شوي خو افسانې ئے ليکلے دي لکه ميا سيد رسول رسا, فضل حق شيدا , خيال بخاري , سرفراز خان عقاب خټک , عرب خان عرب م, ايوب صابر , ولي محمد طوفان , ميا تقويم الحق کاکاخيل , امير محمد ساغرآفريدي , سيف الرحمن سيد , محمد يوسف خان , قمرراهي , عبدالله جان مغموم , جان محمد ځلمے, سحر يوسف زئ , عبدالغفور, غازي سيال , محمد نواز طائر , طالب تاجک , مظهر شاه کاکاخيل , افضل رضا, سيده ناز جاويد , محمد اعظم اعظم , زينت شاه ساحر آفريدي , همايون هما , زبير حسرت , اميرحيدر شبګير , او داسے نور هم شته چې د افسانو مجموعې ئې بے چاپه پراتے دي يا په مختلفو رسالو کښې چاپ شوي خو مجموعې ئې له تراوسه نه دي چاپ شوے . دغه ارتقائي مزل نور هم مخ په وړاندے روان دی او ډير ځوانان ليکوالان لګيا دي افسانې ليکي. لکه څنګه چې مونږ افسانه يوه لنډه د فکشن قيصئ شميرو نو دغه شان د افسانې په هر څه کښي بدلو راځي . اوس مونږ د افسانې په هغواجزاؤ لږه رڼا اچول غواړو کومو نه چي افسانه جوړه شوي وي . افسانې دپاره شپږ څيزونه ډير اهم دي , (۱) پلاټ (۲) وحدت تاثر (۳) کردار (۴) موضوع (۵) اسلوب (۶) زمان و مکان پلاټ :. د هرافسانے دپاره پلاټ ډير اهم او ضروري دی . پلاټ نه بغير افسانه ګډه وډه وي . اوس پلاټ څه ته وائي پلاټ هغه يو سوچ فکر او خيال ته ويلی شي کوم باندې چې افسانه ليکلے شي . مطلب يو ليکوال اول پلاټ غوره کړي چي په دی فکر سوچ يا خيال باندې افسانه ليکل دي . لکه زمونږ په چاپيريال کښې روزانه څه نه څه ښې يا بدې واقعے کيږي . څوک مړۀ کيږي د چا وادۀ کيږي چا سره څه حادثه کيږي . خو يو عام کس که هغه بل چا ته بيانوي نو هغه ئے په عام او ساده روانه ژبه کښې بيانوي نو اوريدلو والا ترے دومره نه متاثر کيږي او نه هغه د قيصئ اوريدلو نه وروستو په هغې سوچ فکر کوي خو که يو افسانه ليکونکې هغه خپل قلم ته وسپاري نو هغې نه ډير خلق متاثره کيږي . عن تر دی چې خلق کله کله افسانې ته ژاړي هم . ن نو پلاټ ډير اهم دی . پلاټ که کمزورے وي نو بيا به هغه افسانه يو عامه قيصه وي افسانه به نه وي . نو مونږ ويلی شو چې پلاټ د افسانې دملا تير وي . يا د افسانې د عمارت بنياد وي . پلاټ هم بيا څلور قسمه وي (۱) ساده پلاټ (۲) پيچيده پلاټ (۳) غير منظم پلاټ (۴) ضمني پلاټ ساده پلاټ :. ساده پلاټ په تسلسل سره د افسانې قيصه مخته بيائي . او لوستونکې د هغې سره روان وي . دغه پلاټ آغاز نه واخله تر احتتام پورے د افسانې واقعات او کردارونه په يو مخ روان وي . او لوستونکې د نتيجے په انتظار هغه افسانه لولي . يعني هغه ته د پته نه لګي چي مخته به څه کيږي بس د افسانې قيصئ سره روان وي . د پښتو افسانو ډير پلاټونه ساده پلاټونه ده . ساده پلاټ د فائده وي چي لوستونکې په يو تسلسل سره د کردار يا کردارونو تعاقب کوي . هغه نه مخکښيني کردارونه هيريږي نه هغه ته د آغاز ټول واقعات ياد وي .او مينځني واقعات هم ياد ساتي او احتتام طرف ته مز کوي . دغه شان د پلاټ د يو ښي افسانې دپاره اهم دی او يو عام لوستونکې په کښي تيندک نه خوري او خوند ترے اخلي .ساده پلاټ افسانه کښې اکثر کردارونه محدود وي او واقعات هم په کښي محدود وي . که مونږ وګورو نو د پښتو اولنئ افسانې کردارونه صرف درے دي نور په کښي ضمني دي . کونډه جينئ په کښي مرغئ ده بل کردار ئے د خواښے دی چي مرجانه نوميږي . دريم کردار ور کښې د مرغئ د سخر دی چي ګل محمد نوميږي . او يو کردار ورکښې د مرغئ د مور دی نور کردارونه په کښې نشته دغه شان که مونږ څومره د پښتو يا د اردو افسانې وګورو نو هغو ټول کښې به په شمار درے يا څلور کردارونه وي او واقعاتو تسلسل به په کښي موجود وي نو دغه شان افسانې ته ساده پلاټ افسانه ويلی شي . پيچيده پلاټ :. پيچيده پلاټ هغه پلاټ ته وائي چي کردارونه او واقعات په کښې ګنړ وي . واقعات په کښې تسلسل سره نه وي بلکه کله يو کردار کله بل کردار واقعات په کښې بيان شوي وي . نو دغه پلاټ ته پيچيده پلاټ وائي داسے پلاټ په پښتو کښې ډير کم دي کيدے شي موجود هم وي لکه د خورشيد اقبال خټک افسانه "مشيني انسان " نو دغه شان افسانې هم مونږ سره موجودي دي خؤ ډيرے کمې دي . غير منظم پلاټ :. غيرمنظم پلاټ لکه د نوم نه ئے پته لګي چي پلاټ منظم نه وي کله په کښي يو کردار کله بل کردار او کله په کښې يوه واقعه او کله بله واقعه بيان شوي . ربط په کښي کم وي وي نو يو لوستونکې په دی نه پوهيګي چې د افسانه ليکونکے څه وئيل او څه بيانول غواړي . کله کله لوستونکې دوه درے ځله هم افسانه ولولي خو بيا هم په مقصد پوهه نه شي نو دغه شان پلاټ ته غير منظم پلاټ ويلی شي . ضمني پلاټ :. ضمني پلاټ هغه پلاټ ته ويلی شي چي په افسانه کښي پلاټ خو نه وي خو کله کله په کښې ليکونکې غير ارادي طور باندې پلاټ طرف ته راشي خو بيا هم هغه تشه يو قصه بيانوي چې څه مقصد ئے نه وي . دغه شان د پلاټ هم درے جز وي يو ئے درے حصے وي لکه عنوان .آغاز و وسط عنوان :. دهرے افسانې يو مناسب عنوان پکار دی او عنوان داسے پکار دی چې څوک عنوان وګوري نو چې اندازه ورته ولګي چې افسانه د څه په باره کښې ده بل د عنوان چې ربط د ټولې افسانې د کردارونو او د هغے د قيصے سره مطابق خوري هسې نه عنوان يو وي او په کښې قيصه بله بيان شوي وي . نو عنوان زړه راښکونکې پکار دی چي لوستونکې څنګه عنوان وګوري نو هغه بے صبره شي چې افسانه ولولي . آغاز:. آغاز هم ډير اهم دی که چرے مونږ آغاز په صحيح طريقه ونکړو نو زمونږډير لوستونکي بيا هغه افسانه نه لولي ځکه چې هغه په زړه کښې ووائي چې د هسې يو قيصه ده افسانه نه ده . نو آغاز ډير په فني انداز پکار دی څومره چې افسانه ليکونکے آغاز په ښه طريقه سره وکړي نو بيا نوره افسانه پرے خوندوره شي .هسې هم وئيل کيږي چې د کوم کار آغاز ښه وشي نو داسے وشميره چې نيم کار وشو. نو دافسانے هم دغه اصول دي چې آغاز ئي څومره ښکلي انداز سره وشي نو نوره افسانه به هم ښکلي وي . وسط :. وسط يا مينځ د افسانې ټول نه اهم حصه ده ځکه چې ليکونکے دلته هغه ټول کردارونه دلته لوبوي . نو کله چې وسط کښي د کردارونو او د پلاټ په خپلو کښي ربط کم شي نو بيا ئے خوند ختم شي يا کردارونه خپلو کښې ګډ وډ شي نو بيا هم هغه خوند ئے نه وي .نو د افسانې وسط ډير زيات اهميت وړ وي . دلته چي کله يو ليکونکے هغه تسلسل قائم وساتي کوم چي هغه په آغاز کښې شروع کړی وي نو بيا د افسانې خوند سيوا شي . دمنټو (اردوافسانے) هم د دغه وسط د تسلسل په وجه خلقو خوښولے . او دلته زمونږ د پښتو افسانه ليکونکو لکه ارباب رشيد احمد , ګل افضل خان , زيتون بانو , مبارک سلطانه شميم او غه شان نورو ليکونکو وسط او آغاز سره د ښه منظم تسلسل په وجه خلقو دهغوئ افسانې خوښولے . او تر اوسه ترے خلق خوند اخلي . په عمومي توګه دلته د وسط نه د افسانې د موضوع نکته ورو ورو په بره ځي او بيا انجام يا احتتام ته رسي . کله چې يو ليکونکې په دغه ځائے کښې په افسانه خپل ګرفت ټينګ کړي نو بيا هغه ډيرپه ښه انداز سره احتتام ته ورسي . په وسط کښې هغه ټول کردارونه ښه په جوت ډول ښکاره شي او لوستونکي په کښې د افسانه ليکونکي سره مزل کوي ۔ انجام :. لکه څنګه چې د افسانې دپاره دلچسپ آغاز شرط دی دغه شان ورته يو دلچسپ انجام هم شرط دی . که چرے انجام ئے دلچسپ , سبق آموز نه وي نو بيا د افسانې خود ختم شي . ځني ليکوالان انجام مبهم پريږدي او هغه د لوستونکي هغه مزاج ګوري چې هغه د افسانې نه څومره خوند اخستے او څومره پرے رسيدلے سے د افسانې په قيصه باندې پوهه شوے دی که نه . لکه د قلندر مومند صيب افسانه "ګجرې" کښې ډير سسپنس هم دی او ورسره په کښي انجام ئے هم ډير په مبهمه طريقه کړی دی يعني هغه ته لور وائي چي ماته هم دغه شان ګجرې راوړه خو چې زنځير نه وي په کښي .دغه افسانه کښې مرکزي کردار د زمکي د خان سره لانجه ده او بل طرف ته ورنه لور ګجرې غواړي نو هغه اول لور ووهي او بيا پټي ته لاړ شي چي لو وکړي يعني غنم پاښه دي خو دلته د زمکې خان هغه د زمکو نه بيدخله کول غواړي نوسحر هغه پوليس نيولے وي په لاس کښې ئے هتکړئ وي نو لور ئے نۀ پوهيږي هغه د سوچ کوي چې پلار مې ګجرې اچولي دي . نو په دغه افسانه کښې مونږ ته سسپنس او يو زبردست انجام مخے ته راځي دغه شان ډير افسانو کښې مونږ ته انجام حيرانونکي وي نودغه شان افسانې بيا لوستونکي ته ډير خوند ورکوي . خو په انجام کښې څۀ نه څه پيغام هم پټ وي يا ټولنې ښه يا بد اړخ ته هم په کښې اشاره شوي وي . کردار نګاري :. کردارنګاري د افسانې يو اهم جز دی څومره چې افسانې کښې کردار ښه وي نو هومره به په کښې د لوستونکو دپاره خوند وي . چونکه افسانه اکثر په لږو کردارونو مشتمله وي نو دلته په کردار ګرفت آسان وي . په هره افسانه کښې مضبوط کردار لازمي وي . او د کردار د پلاټ سره ربط ډير ضروري وي . لکه مونږ د پښتو اولنئ افسانې کښې د مرغئ کردار ګورو نو د لوستونکو ټوله توجه د مرغئ په کردار ده . نو که چرے مونږ د مرغئ کردارکمزورے کړو او د مرجانه يا ګل محمد کردار په کښې مضبوط کړو نو بيا زمونږ د افسانې هغه رنګ پاتے نه شي .په افسانه کښې يو مرکزي کردار وي (که هغه ښه وي که بد وي) نو هغه مضبوط ساتل پکار وي . ځنې افسانو کښې کردارونه ګنړوي او يا په کښې د يو نه زيات مرکزي کردارونه وي نو دلته د افسانه لوستونکي توجه منتشره شي او هغه بيا د افسانې په هغه مقصد پوهه نه شي . دلته کردارونه دوه قسمه وه يو هغه ودريدلي کردارونه چې د شروع نه تر آخره پورے يوشان وي او ځني کردارونه د وخت سره بدليږي . نو منجمد يا ولاړ کردار افسانه کښې هغه تهرل يا خوند نه پيدا کوي بلکه لوستونکي په شروع کښې پوهه شي چې آخر کښې به څه کيږي خو که په کردار کښې تغير راځي وخت په وخت بدليږي نو بيا لوستونکې ډير په حيرانتيا سره مخ په وړاندے د کردارونو سره روان وي . نو متغير يا بدليدونکي کردانو افسانه خلق ډيره خوښوي بلکه د افسانه رنګ هم دغه شان وي چي لوستونکي په د قيصي په هر پړاؤ کښې يو تجسس محسوس کړي کردارونه په دورنګا وي يو تجزياتي بلاواسطه دوئم ډرامائي يا بالواسطه بلا واسطه يا تجزياتي کردار:. دغه کردار داسي وي چې افسانه نګار په بيانيه طريقه د کردار خبرے کوي يعنې افسانه نګار په خپله د دی افسانې يو کردار وي او هغه د ټول حال په خپله خلۀ خپله بيانوې يعني داسې ښکاري چې افسانه ليکونکې باندې د حالات خپله تيريږي . نو دی په خپله لګيا وي خبرے کوي . زما په اند داسې بيانيه طريقه چې د کردار سره مکالمه په کښې نه کيږي هغه بلاواسطه ياتجزياتي کردار وي بالواسطه يا ډرامائي کردار:. په دغه کردار کښې کردار يا کردارونه دډرامے په شکل کښې مکالمه وائي يو بل سره خبرےکوې او افسانه ليکونکے هغه داسې وړاندي کوي چې د کردارونه اوس په د وخت لګيا دي دغه ټول کارونه کوي او يو بل سره خبرے هم کوي .
موضوع :. ټولے افسانې په څه نه څۀ موضوع ليکل کيږي . څومره چي موضوع نوے او ځانګړے وي نو دومره به خلق افسانه خوښوي . د موضوع په باره کښي داسے څه پابندي نشته . په هره موضوع باندې افسانه ليکل کيدلے شي . موضو د انسان خپل يو خيال يو حقيقي واقعه کيدلے شي . وئيل کيږي چې څومره د دنيا ويړه ده ياارته ده دومره د افسانې موضوع هم ارت وي . زمونږ په چاپير چل کښې روزانه څه نه څه ښه يا بده پيښه رامينځ ته کيږي نو افسانه ليکونکے په هغه موضوع قلم راپورته کړي او ليکل پرے اوکړي نو څومره چې واقعات نوے وي دومره به خلق افسانه خوښوي . افسانه د ژوند هينداره وي چې هرڅوک په کښې خپل مخ او جوثه ويني .
دموضوع په ذريعه مونږ د ژوندهغه اړخونه په افسانه کښې راځائے کولی شو کوم چې زمونږ په ټولنه کښې مينځ ته راځي . يعني افسانه د انساني ژوند يو حقيقي اور ريښتونے عکس وړاندے کوي . که هرڅۀ خلق افسانه د دروغو يو قيصه بولي خو بيا هم اثر ترے اخلي که چرے يو افسانه ليکونکے د زيار وکړي چې د ژوند حقيقي اور ريښتونے عکس لوستونکي ته پيش کړي نو بيا افسانې کښې خوند پيدا شي . سسپنس :. سسپنس يعني احساس تحير وته ويلی شي . دپه افسانه کښې ضروري عنصر دی که په افسانه کښې سسپنس نه وي نو خوند ئے نه وي بيا يو عامه قيصه ترے جوړه شي . دغه شان مونږ ته په افسانه کښې د کردارونو هغه سسپنس ته انتظآر وي چي کوم يو افسانه ليکونکي د خپل تخيل په زور هغے کښي راوستي وي . نو سسپنس ډير لازمي دی . په افسانه کښې د ډرامے په شان يا د ناول په شان اوږدې اوږدې مکالمے نه وي هر څه په اختصار سره وي خو دغه اختصار يا لنډ والي ته مونږ سسپنس په ذريعه سره خوند ورکولے شو . د سسپنس په وجه يو لوستونکے افسانه پو يو ناسته کښي يو په يو ځل لوستل غواړي او هغه نه غواړي چي افسانه په نيمه کښي پريږدي . که چرته داسے خبره راشي چې لوستونکے افسانه نيمه کښې پريږدي نو هغه بيا هغه افسانه زر تر زره لوستل غواړي چي د سسپنس هغه انجام ته ورسي اسلوب :. اسلوب وائي طرز بيان ته . يعني يو ليکونکے څنګه ليکل کوي د هغۀ اسلوب څه دی . هغه کوم قسم ته ژبه په ليکلو کښې استعمالوي . هغه ګران او درانه الفاظ په کښې استعمالوي که د يو عام اولسي ژوند ژبه په کښې استعمالوي . زمونږ ډير تکړه ليکوالان اکثر د خپل اسلوب په وجه خلق نه خوښوي د هغوئ اسلوب ګران او ثقيل وي . عام لوستونکے په هغے نه پوهيږي . پوهان وائي چي خلق د رحمان بابا شاعري ځکه خوښوي چے په هغے کښې ثقيل او ګران اسلوب نشته ژبه ئے ساده ده . دغه شان په نثر کښې هم زمونږ ډير ليکوالان په دی وجه خلقو خوښ وي چې ژبه ئے ساده او روانه وي . انداز ئے داسے وي لکه د لوستونکي سره خبرے کوي . د يو عام اولسي ژوند په څير هغه ليکل کوي . که مونږ د مثال په توګه د ګل افضل خان يوه افسانه "د پچوګي مور" واخلو دغه افسانه کښي اسلوب ډير ساده دی . متکلم په کښې په يو عام اور اولسي ژبه کښې خبرے کوي . خوبل طرف ته مونږ زمونږ نور داسے ليکوالان وګورو چې هغه په ښارونو کښې اوسيدلي دي او دلته ئے تعليم و تربيت شوے نو هغوئ په کښې اکثر د پښتون عام اولسي ژبے په ځائے هغه داوچتو کورنيو تعليم يافته ژبه يعني اردو انګريزي ګډه شوے ژبه استعمال کړی . زما مطلب دلته په چا تنقيد کول يا د چا د افسانې تنقيدي جاج اخستل نه دي خو بيا هم مونږ ويلی شو چې د ځنو ليکوالانو اسلوب ساده نه دی . دغه شان که مونږ کردارونه ښه وي زمونږ پلاټ هم ښه وي زمونږ موضوع هم نوے او ځانګړے وي خو چي اسلوب مو ښه نه وي نو بيا زمونږ افسانه هغه د قبوليت درجه نه شي موندلے . څنګه چې مونږ ساده اسلوب او اولسي اسلوب خوښوو نو زمونږ د افسانې اسلوب بايد چې ساده وي . د اسلوب پينځه قسمونه دي ۱. بيانيه اسلوب ۲. سوانحي اسلوب ۳. مراسلاتي اسلوب ۴. مخلوط اسلوب ۵. يادداشتي اسلوب بيانيه اسلوب:۔ بيانيه اسلوب هغه اسلوب ته وئيلې شي کوم کښي چې افسانه ليکونکې په بيانيه طريقه يوه قيصئ اوروي . يعني افسانه ليکونکې يو قيصه اورونکي درجه لري او هغه ډير په غير جانبدارئ سره د افسانې ټول کردارونه بيانوي دغه طريقه ډيرو افسانه نګارانو خپله کړی ده ارباب رشيد احمد هم دغه طريقه خپله کړی ده او داسے نورو ليکوالانو هم دغه طريقه خپله کړی ده بلکه که مونږ خيال وکړو نو د پښتو اوله افسانه چي راحت ذاخيلي کومه ليکلي ده هغه هم دغه بيانيه اسلوب دی هغے کښې ذاخيلي صيب ډير په خواږه انداز کښې د مرغئ او د نورو کردارونو قيصه بيان کړی ده دغه شان اسلوب ته بيانيه طريقه ويلی کيږي . او په دغه اسلوب باندې لوستونکې محسوسوي چي هغه ته څوک يوه قيصه اوروي . نو لوستونکے ترے خوند اخلي سوانحي اسلوب :. دغه اسلوب کښې افسانه ليکونکې اکثر د مرکزي کردار خپله ادا کوي او هغه قيصه داسے بيانوي لکه په ليکونکې خپله تيره شوي وي . هغه ټوله کردارونه ځان سره په مخه بيائي او قيصه بيانوي .دغه اسلوب هم ډير خونداور وي ځکه چې لوستونکے د محسوسوي چې د د ټول حالات په ليکونکې روان وي تيريږي او هغه ئے په خپله بيانوي هم . دغه اسلوب په پښتو کښي ډيرو ليکوالانو په ډيرو افسانو کښې خپل کړی دی لکه د ګل افضل خان افسانه "د پچوګي مور" او داسے نوره ډيرے افسانې شته چي په کښي د لائق زاده لائق افسانې هم شاملے دي . د صفيه حليم "نيمګړے انځور" د اکمل اسدآبادي افسانه "آخري بس " وغيره افسانې د سوانحي اسلوب نمونے دي مراسلاتي اسلوب :. دغه اسلوب د خط په شان چي کومه افسانه وليکلے شي هغے ته ويلی شي خو دغه اسلوب کامياب نه دی شايد چي لويديز کښي دغه اسلوب رائج وي خو دلته په پښتو اواردو افسانو کښې نه ليدل کيږي ياداشتي اسلوب:.يو کوم کس چې خپل واقعات يا حادثات د ياداشتو په طرز کښې د قيصئ په رنګ کښې وليکي نو دغه بيا ياداشتي افسانې بلل کيږي . او هغه په کښې د خپلو جذباتو اور احساساتو اظهار کوي دغه اسلوب هم کله کله پښتو افسانو کښې مخ ته راځي خو بيخي کم دی . مخلوب اسلوب :. دغه ته مونږ ګډوډ اسلوب ويلی شو چي هغے کښي د ټول اساليب استعمال شوي وي کله هغه بيانيه شي او کله په کښې سوانحي شي نو دغه شان اس