منځپانگې ته ورتلل

پښتون ملتپالنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پښتون ملتپالنه یوه ایډیالوژي ده چي له مخي یې پښتانه باید یو ځانګړی ملت وي، او تل د خپل کلتور او وطن د ساتني لپاره یووالی ولري. په افغانستان کي هغه ولسونه چي د پښتون ملتپالنې ملاتړ کوي، نژدې ټول د " لوی افغانستان " د مفکورې ملاتړ کوونکي هم دي، چي پر بنسټ یې خیبر پښتونخوا او شمالي بلوچستان ددغه هیواد اصلي برخه ګڼل کیږي، او پښتانه پکښي لوی اکثریت دي. [۱][۲][تائيد ته اړتيا لري]

د پښتونستان بیرغ
پښتون ملتپالنه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځانګړې وېشنيزه
هېواد

مخینه

[سمول]
د عبدالغفور برېښنا رسامي چي د احمد شاه دراني د ۱۷۴۷ کال د تاجپوښتنې انځور پکښي ښکاري، هغه واکمن چي د افغانستان ( د ملت پلار ) ګڼل کیږي.

لومړنی پښتون ملتپال د ۱۷مې پیړۍ "جنګیالی شاعر" خوشحال خان خټک و، چي د مغل امپراتور اورنګزیب لخوا د مغلو د واکمنۍ پر وړاندي د پښتنو د بغاوت د هڅولو په تور زندان ته ولوېدی.سره له دې چي پښتانه په ګډه ژبه او ګډ نسب باندي باور لري، خو په سیاسي کچه یې لومړی ځل په اتلسمه پیړۍ کي د یوې واکمنۍ تر چتر لاندي د پاته کیدو یووالي وکړ. تر یادي واکمنۍ مخکپ د پښتونستان ختیځي برخي د مغلو امپراتورۍ تر واک لاندي وې، او لویدیځي برخي یې تر هرات پوري د فارس د صفویانو لخوا د هغوی د ختیځو ولایتونو په توګه اداره کېدلې.د اتلسمې پیړۍ په لومړیو کي د میرویس هوتک په مشرۍ پښتنو قبیلو په کندهار ښار کي د صفویانو په وړاندي یو بریالی پاڅون ترسره کړ. ددې پاڅون په لړ کي نوموړي لوی کندهار او د هغه شاوخوا برخي چې اوس د سویلي افغانستان اړوند ګڼل کیږي، خپلواکي اعلان کړې.د میرویس تر یاد پاڅون څه عمر وروسته تر ۱۷۳۸ کال پوري د مغولو امپراتورۍ ماته وخوړه او د دوی پلازمینه د نوي ایراني واکمن نادر شاه افشار د ځواکونو لخوا لوټ او لوټ سوه. د نادر سره د فارسي، ترکمن او قفقازی ځواکونو سربیره ځوان احمد شاه دراني او ۴۰۰۰ ښه روزل سوي پښتانه ځواکونه هم موجود وه.

په ۱۷۴۷ کال کي د هغه له مړیني او د لویې امپراتورۍ له ړنګېدو وروسته یې احمد شاه دراني د افغانستان دراني امپراتورۍ رامنځ ته کړه، او د نورو سیمو تر څنګ یې د اوسني افغانستان او پاکستان ډیره برخه په ځان کي راونغاړل. د پښتون ملتپالني له اړخه د احمد شاه دراني په دیوان کي د نوموړي یو مشهوره بيت داسي راغلی دی:

د ډهلي تخت هېرومه چي رایاد کړم

زما د ښکلي پښتونخواه د غرو سرونه

احمد شاه بابا افغان امپراتوري په ۱۷۴۷ کال کي تاسیس کړه او بېلابېل قومونه او همدارنګه ډیری نور توکمیز ګروپونه یې د پښتنو سره یوځای کړل.د احمدشاه بابا تر مرګ څو لسیزي وروسته د نولسمي پیړۍ په لومړیو کي د رنجیت سنګ او د هغه د سک پوځ لخوا د پیښور شاوخوا د پښتونستان سره تړلو سیمو ځیني برخي اشغال سوې، او ورپسې څو کاله وروسته سیکان هم د انګریزانو لخوا مات سول، او هغوی (انګرېزان) له ختیځ څخه د پښتونستان سیمي ته ورسیدل.

منظور پشتین، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، چي په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کي میشت یو ټولنیز غورځنګ دی.

د انګرېزانو د برتانوي راج د واکمنۍ پر ضد د پښتنو د خپلواکۍ مشهور فعالان باچا خان ، عبدالصمد خان اڅکزی ، او میرزا علي خان (د ایپي فقیر) ګڼل کیږي. باچا خان او د هغه پلویانو خدایي خدمتګارانو په توګه د هند د وېش لپاره د آل انډیا مسلم لیګ د غوښتنې سره پخپل وخت کي سخت مخالفت وکړ. کله چي د هند ملي کانګرس د خدايي خدمتګار له مشرانو سره له مشورې پرته د وېش پلان اعلان کړ، او پاکستان رامنځ ته سو، باچا خان ډېر خواشینی سو او کانګرس ته یې وویل "تاسو موږ لیوانو ته واچولو." د ۱۹۴۷ په جون کي باچا خان، میرزا علي خان او د خدايي خدمتګار غورځنګ د بنو پریکړه لیک اعلان کړ، چي له مخي یې پښتنو ته د پښتونستان د خپلواک دولت د درلودلو اختیار ورکړل سو، او د برتانوي هند ټولي پښتنې سیمي پکښي شاملي وې. دوی همدا رنګه ادعا کول چي نه غواړي له پاکستان سره یوځای سي، خو، برتانويانو د دې پرېکړه ليک څخه نټه وکړه چي له امله يې خدايي خدمتګارانو د ۱۹۴۷ کال د شمال لوېديځ سرحدي ولايت ټولپوښتني سره پریکون اعلان کړ. [۳][۴]

د پاکستان له جوړېدو وروسته باچا خان د پاکستان د اساسي قانون په اسمبلۍ کي د پښتونستان په نوم د خپلواک هېواد سره خپله وفاداري څرګنده کړه، او ویې ویل چي هغه به د پاکستان د دولت په چوکاټ کي د خپلې خپلواکۍ کار ته بیا هم دوام ورکړي. ها خوا ته میرزا علي خان او د هغه پلویانو د پاکستان په رسمیت پیژندلو څخه بیخي انکار وکړ او د وزیرستان په ګورویک کي یې د خپلې اډې څخه د نوي ایالت د حکومت په وړاندي خپل چریکي جګړې ته اوږه ورکړه، چي په دې ترڅ کي یې د افغان حکومت ملاتړ هم ترلاسه کړ، خو بریاليتوب یې په برخه نسو.

په ۱۹۷۹ کال کي د جنرال سکرتر په توګه د افغانستان ولسمشر نور محمد تره کي په افغانستان کي د خپلو خلقیانو د رژیم په مرسته رسمي نقشه بدله کړه، او پښتونخواه او بلوچستان یې د افغانستان د "سرحدي ولایتونو" په توګه پکښي شامل کړل. خلقي رژیم همدارنګه هڅه وکړه چې پښتو د افغان حکومت اصلي ژبه کړي، ځکه دې ژبي په حقیقت کي د څرګند اکثریت استازیتوب کاوه. [۵] په ۱۹۹۲ کال کي د ډاکټر نجیب الله د کورني ګوند د رژیم تر نسکورېدو پوري افغان حکومتونو په رسنیو کي هر وخت پښتو ژبي ته خپل حق ورکړی وو او د افغانستان له ۵۰٪ څخه زیاتي رسنۍ په دغه ژبه وې. [۵] په ۱۹۹۲ کال کي د جمعیتي متعصبه تاجکانو په مشرۍ د افغانستان د اسلامي دولت له جوړېدو وروسته دا شمېره په ډراماتیک ډول راټیټه سوه. [۶]

سرچينې

[سمول]
  1. Zalmay Khalilzad, "The Security of Southwest Asia", University of Michigan, 2006, ISBN 0-566-00651-0
  2. Caron, James M (2009). Cultural Histories of Pashtun Nationalism, Public Participation, and Social Inequality in Monarchic Afghanistan, 1905-1960.
  3. Ali Shah, Sayyid Vaqar (1993). Marwat, Fazal-ur-Rahim Khan (ed.). Afghanistan and the Frontier. University of Michigan: Emjay Books International. p. 256.
  4. H Johnson, Thomas; Zellen, Barry (2014). Culture, Conflict, and Counterinsurgency. Stanford University Press. p. 154. ISBN 9780804789219.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ . 1995. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  6. Ahady, Anwar-ul-Haq (1995). "The Decline of the Pashtuns in Afghanistan". Asian Survey. 35 (7): 621–634. doi:10.2307/2645419. ISSN 0004-4687. JSTOR 2645419.

سرچینې

[سمول]