پړاو په پړاو د ډبرو سکرو استعمال ختمول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پړاو په پړاو (په تدريجي ډول) د ډبرو سکرو څخه کار اخيستلو ته د پای ټکې اېښودل هغه تګلاره ده چې موخه يې د ډبرو سکرو په سوځولو سره د برېښنا په توليدځايونو کې د ډبرو سکرو له سوځولو کار اخيستل درول دي او د فوسيلي (فوسيلي توکي هغه دي چې د لرغونو زمانو څخه د پاتې شونو څخه منځ ته راغلي وي لکه د ډبرو سکاره) د سون دتوکو د استعمال پای ته رسولو يوه برخه ده. د ډبرو سکاره  تر ټولو زيات کاربن لرونکي فوسيلي سوند توکي دي، په همدې بنسټ، ختمول يې د اقليم بدلون محدودولو او د ۱.۵ سانتيګراد پورې د نړيوالې تودوخې درجې ساتلو لپاره خورا مهم دي، د تودوخې کومې درجې يادونه چې د پاريس د اقلیم په تړون کې شوې ده. د انرژۍ نړيوال اژانس (IEA) اټکل کړی چې د صنعتي کېدو پړاو څخه د مخکې په پرتله، د ډبرو سکاره په منځنۍ کچه په نړیواله تودوخه کې ۳۰٪ زياتوالي لامل ګرځېدلي.[۱][۲][۳]

چين د ډبرو سکرو د پروژو لپاره تر ټولو ستر دولتي مالي تمويل کونکی دی. ډېرو هېوادونو او مالي ادارو د ډبرو سکرو د استعمالونکو کارخانو د جوړېدو د تمويل په بندولو سره، يو شمېر نوښتونه پر لار اچولي، څو د ډبرو سکرو استعمال ختم کړي. د ژونديو موجوداتو د تنوع له منځه تللو او د تنفسي ناروغيو محدودېدلو په څېر د ډبرو سکرو د استعمال د درولو روغتيايي او چاپېرياليزې ګټې د دې له لګښتونو څخه زیاتې دي. وړانديز شوی چې پرمختللي هېوادونه کولای شي د دې چارې د مخنيوي په برخه کې د مخ پر وده هېوادونو سره مالي مرسته وکړي، په دې موخه چې دا هېوادونه د ډبرو سکرو د استعمال نورې کارخانې جوړې نه کړي او يو عادلانه انتقال تر سره کړي (عادلانه انتقال په اقليمي فعاليتونو کې فرصتونه زياتول او د ننګونو مديریت کول دي). د دولتونو تر منځ يو ستر سازمان (جي-۷) په ۲۰۲۱ز کال کې ژمنه وکړه چې په يو کال کې به د ډبرو سکرو له اور څخه د برېښنا تولېدنکو مرکزونو ملاتړ بند کړي. اټکل شوی چې د ډبرو سکرو د استعمال درول کولای شي د يوويشتمې پېړۍ تر پايه پورې هر کال ټولنې ته له ۱٪ زيات جي ډي پي ګټه ورسوي، په همدې بنسټ اقتصاد پوهانو د «کوسين» معاملې.وړانديز کړی، په کومه کې چې پرمختللي هېوادونه د ډبرو سکرو د استعمال د درېدو په برخه کې له مخ پر وده هېوادونو سره مرسته کوي.[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د ډبرو سکرو استعمال عروج[سمول]

په ۲۰۱۳ز کال کې په نړيواله کچه د ډبرو سکرو استعمال خپل اوج ته ورسېد او د ۲۰۱۰ز لسيزې په وروستيو کې پکې ډېر کم بدلون راغی. د ډبرو سکرو په استعمال کې د کمېدو لامل تر ډېره بريده په متحده ايالاتو او اروپا، تر څنګ يې د اسيا په پرمختلليو اقتصادونو  کې د ډبرو سکرو د استعمال کمېدل و. په ۲۰۱۹ز کال کې، د چين، اندونيزيا، هندوستان، روسيې او استراليا په څېر هېوادونو کې د ډبرو سکرو د توليد زياتېدو په متحده ايالاتو او اروپا کې د کمېدو تشه ډکه کړه. په هر حال، په ۲۰۲۰ز لسيزه کې د ډبرو سکرو جوړښتي کمېدلو دوام پيدا کړ. [۱۱][۱۲][۱۳]

د هېوادونو په کچه د ډبرو سکرو د استعمال بندېدل[سمول]

افريقا[سمول]

سويلي افريقا[سمول]

په ۲۰۰۷ز کال، د سويلي افريقا د انرژۍ برخه د کاربن ډای اکسايډ اتم تر ټولو ستر توليدونکی هېواد دی. په ۲۰۰۵/۲۰۰۶ز کالونو کې، د سویلي افريقا د انرژۍ ۷۷٪ اړتيا نېغ په نېغه د ډبرو سکرو څخه پوره کېده او کله چې اوسنۍ پروژې پلې شي، دا تناسب په نږدې موده کې زيات شي.[۱۴][۱۵]

په سويلي افريقا کې داسې کومه طرحه نه شته چې د ډبرو سکرو په مټ د انرژۍ توليدونکې کارخانې پړاو په پړاو بندې شي او په حقيقت کې، دا هېواد د د انرژۍ د اړتياو د پوره کولو لپاره د ډبرو سکرو په مټ چلېدونکو نويو ظرفيتونو په جوړولو کې پانګونه کوي، څو د خپلې انرژۍ اړتيا پوره کړي، تر څنګ يې د اوسنيو شته ډبرو سکرو د مرکزونو په نويو کولو کار کوي، څو د چاپېرياليزو اړتياوو سره سمون ولري.

د ۲۰۱۰ز کال د اپريل په شپږمه نېټه، نړيوال بانک سويلي افريقا ته د ۳.۷۵ ميليارده امريکايي ډالرو پور ورکول تصوويب کلړ، څو په هغه هېواد کې د نړۍ په کچه د ډبرو سکرو د څلورم ستر مرکز د جوړولو ملاتړ وکړي، کوم چې په «ميډوپي» کې جوړېږي. د نړيوال بانک وړانديز شوي پور کې په پرتليز ډول کوچنی مبلغ – ۲۶۰ ميليونه امريکايي ډالره – هم شامل دي چې د هوا او لمريزې انرژۍ په برخه کې به مصرف شي.[۱۶]

د «ميډوپي» د برېښنا مرکز اندازه ۴۸۰۰ ميګاواټه ښودل شوې ده، دا به د ډبرو سکرو په مټ چلېدونکو د برېښنا هغو مرکزونو سره يو ځای شي، کوم چې له پخوا څخه په دې هېواد کې فعال دي، لکه د کينډال برېښنا مرکز (۴۱۰۰ ميګا واټه)، ماجوبا د برېښنا مرکز (۴۱۰۰ ميګا واټه) او ماټيمبا د برېښنا مرکز (۴۰۰۰ ميګاواټه)، همدا راز په همدې ظرفيت د «کوسيلي» برېښنا مرکز چې ۴۸۰۰ ميګا واټه دی، کوم چې اوسمهال د جوړېدو په حال کې دی. تمه ده چې «کوسيلي» به په څو پړاونو کې بشپړ شي، پيل يې په ۲۰۱۲ز کال کې شوی، په داسې حال کې چې تمه ده «ميډوپي» به په لومړي ځل په ۲۰۱۳ز کال کې عملي چارې پيل کړي چې بشپړ ظرفيت به يې په ۲۰۱۷ز کال کې د عمل وړ وي. دا مهالوېشونه لنډمهالي دي او شونې ده چې بدلون ومومي.

له ۲۰۰۸ز کال راهيسې، د سويلي افريقا حکومت د لمريزې برېښنا په مټ د اوبو تودولو مرکزونو په تمويل پيل وکړ. د ۲۰۱۶ز کال د جنورۍ تر مياشتې پورې، په ټول هېواد کې ۴۰۰۰۰۰ داخلي تاسيسات موجود وو چې په دې کې د کم لګښت درلودونکو کورونو يا کم عايد لرونکو کورنيو لپاره د کم فشار لرونکي لمريزې برېښنا په مټ د اوبو تودونکي وړيا نصب کړای شوي دي، کوم چې د برېښنا شبکو ته لاسرسی لري، په داسې حال کې چې نورو تاسيسات هم تمويل شوي وو.[۱۷]

امريکاګانې[سمول]

کاناډا[سمول]

په ۲۰۰۵ز کال کې، کاناډا په عمده ډول د برېشنا د توليد د مرکزونو لپاره، په کلني بنسټ ۶۰ ميليونه ټنه د ډبرو سکاره سوځولي و چې په کلني ډول پکې پنځلس سلنه زياتوالی راغلی دی. د ۲۰۱۶ز کال په نومبر مياشت کې، د کاناډا حکومت اعلان وکړ چې تر ۲۰۳۰ز کال پورې به د ډبرو سکرو له لارې د برېښنا توليدونکي مرکزونه بند کړي. تر ۲۰۲۰ز کال پورې، يواځې څلور ايالتونه د برېښنا د توليد لپاره د ډبرو سکاره سوځوي، چې هغه دا دي: البرټا، نواسکوټيا، نيو برنسويک او ساسکاچوين. کاناډا په پام کې لري چې تر ۲۰۳۰ز کال پورې خپله ۹۰٪ برېښنا له هغو سرچېنو تر لاسه کړي چې مصارف نه لري. همدا اوس دا هېواد خپله ۸۲٪ برېښنا له هغو سرچينو تر لاسه کوي چې کوم ډول ګازونه نه اخراجوي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

په ۲۰۰۵ز کال کې په پيل کېدو سره، «اونټيريو» د دې ايالت د برېښنا د تګلارې د يوې برخې په توګه له ډبرو سکرو د کار اخيستلو د بندولو د قانون جوړولو طرحه جوړه کړې وه. دې ايالت د هستوي ځواک د ملاتړ په موخه د انرژۍ په سترو مرکزونو کې په کلني ډول ۱۵ ميلیونه ټنه د ډبرو سکاره مصرف کړي و. د «نانټيکوک» د انرژۍ توليد مرکز د هوا د ککړتیا تر ټولو ستره سرچينه وه او په دوبي کې د «اونټيريو» ايالت  له دود او ګردلې څخه له ډکو ورځو ځورېدو. په ۲۰۰۷ز کال کې، د اونټيريو ليبرال حکومت ژمنه وکړه چې تر ۲۰۱۴ز کال پورې به په دې ايالت کې د ډبرو سکرو له لارې د انرژۍ تر لاسه کونکي ټول مرکزونه بند کړي. لومړي وزير «ډالټن ميک ګوينټي» وويل، «تر ۲۰۳۰ز کال پورې، په دې سياره کې به د ډبرو سکرو په مټ چلېدونکي ۱۰۰۰ نور نوي مرکزونه جوړ شوي وي. په نړۍ کې يواځې يو ځای داسې شته چې د ډبرو سکرو په مټ برېښنا توليدول بندوي او دا کار موږ همدلته په اونټيريو کې کوو». د اونټيريو د برېښنا مسئولينو وړاندوينه کړې وه چې په ۲۰۱۴ز کال کې، په داسې حال کې چې د ډبرو سکرو په مټ هېڅ برېښنا توليدونکی به نه وي، په دې ايالت کې د برېښنايي انرژۍ تر ټولو ستر توليدونکې سرچينې به هستوي (۵۷ سلنه)، د اوبو په مټ برېښنا تولېدېدل (۲۵ سلنه) او د طبيعي ګاز په مټ توليدونکې برېښنا (۱۱ سنه) وي. د ۲۰۱۴ز کال د اپريل په مياشت کې، په شمالي امريکا کې اونټيريو لومړۍ حوزه وه چې د برېښنا په توليد کې يې د ډبرو سکرو استعمال ودراوه. په اونټيريو کې د ډبرو سکرو وروستی مرکز، کوم چې د «تندر بی جينريټنګ سټيشن» دی، د ۲۰۱۴ز کال په اپريل مياشت کې د ډبرو سکرو سوځول ودرول.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

متحده ايالات[سمول]

په ۲۰۱۷ز کال کې، په متحده ايالاتو کې د مصرفېدونکې انرژۍ له منځه، د فاضله موادو سوند توکو ۸۱ سلنه انرژي برابروله، کومه چې په ۲۰۰۰ز کال څخه کمه شوې او په هغه کال کې ۸۶ سلنه وه. [۳۰]

Year Electrical

generation

from coal (TWh)

Total

electrical

generation (TWh)

%

from

coal

hideNumber of

coal

plants

2002 1,933 3,858 50.1% 633
2003 1,974 3,883 50.8% 629
2004 1,978 3,971 49.8% 625
2005 2,013 4,055 49.6% 619
2006 1,991 4,065 49.0% 616
2007 2,016 4,157 48.5% 606
2008 1,986 4,119 48.2% 598
2009 1,756 3,950 44.4% 593
2010 1,847 4,125 44.8% 580
2011 1,733 4,100 42.3% 589
2012 1,514 4,048 37.4% 557
2013 1,581 4,066 38.9% 518
2014 1,582 4,094 38.6% 491
2015 1,352 4,078 33.2% 427
2016 1,239 4,077 30.4% 381
2017 1,206 4,034 29.9% 359
2018 1,146 4,174 27.5% 336
References:


په ۲۰۰۷ز کال کې، په ۴۲ ايالتونو کې د ډبرو سکرو کارونکي ۱۵۴ نوي مرکزونه په نوملړ کې شامل وو. تر ۲۰۱۲ز کال پورې، دا شمېر تر ۱۵ پورې راوغورځېد، لامل يې نوي اصولو وو چې د سيماب (زيبق) خوشې کول يې محدودول.، د کاربن خوشې کول يې هم محدود کړل، په دې ډول چې د برېښنا د يو ساعت ميګاواټ د توليد پر سر يې د ۱۰۰۰ پاونډه کاربن ډای اکسايډ  خوشې کولو اجازه ورکړه.[۳۱][۳۲]

د ۲۰۱۳ز کال د جولای په مياشت کې، د متحده ايالاتو د انرژۍ وزير «ايرنيسټ مونيز» د فاضله موادو د سوند توکو په اړوند د اوباما د ادارې تګلارې مرکزي ليکې روښانه کړې:

په وروستيو څلورو کلونو کې، موږ د هوا او لمريزې برېښنا له لارې د بيا نوې کېدو انرژۍ تر لاسه کولو مرکزونه له دوه چنده څخه زيات کړل. په هر حال، د ډبرو سکاره او نور فاضله موادو سوند توکي زموږ د انرژي او اويا سلنه زموږ برېښنا برابروي او د لسيزو لپاره به زموږ د انرژۍ د راتلونکي برخه وي. د خپلو بچيانو د اقليم د بدلون له ناوړه اغېزو څخه د خوندي کولو لپاره هر ډول جدي هڅه کې بايد د داسې ټيکنالوژيو جوړول، ښودل او عملي کول شامل وي، تر څو خوشې شوي فاضله موادو سوند توکي هومره پاک وکاروي، څومره کې ممکنه وي.[۳۳][۳۴]

سرچينې[سمول]

  1. "Coal Phase Out". climateanalytics.org (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ جون ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "How to accelerate the energy transition in developing countries". World Economic Forum (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Emissions – Global Energy & CO2 Status Report 2019 – Analysis". IEA (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "No New Coal by 2021". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 5 December 2019 باندې). Big European banks face call to end funding for firms building coal-fired plants. Reuters.
  6. Rauner, Sebastian; Bauer, Nico; Dirnaichner, Alois; Dingenen, Rita Van; Mutel, Chris; Luderer, Gunnar (23 March 2020). "Coal-exit health and environmental damage reductions outweigh economic impacts". Nature Climate Change (په انګلیسي ژبه کي). 10 (4): 308–312. Bibcode:2020NatCC..10..308R. doi:10.1038/s41558-020-0728-x. ISSN 1758-6798. S2CID 214619069. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Eco-Business. "How to replace coal power with renewables in developing countries". Eco-Business (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۸ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "G7 commits to end support for coal-fired power stations this year". euronews (په انګلیسي ژبه کي). 2021-05-21. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Phasing out coal could generate 'social benefits' worth $78 trillion | Imperial News | Imperial College London". Imperial News (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "The Great Carbon Arbitrage". IMF (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Rapier, Robert. "Coal Demand Rises, But Remains Below Peak Levels". Forbes (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Coal Information: Overview". Paris: International Energy Agency. July 2020. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "World Energy Outlook 2020 – Analysis". IEA (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۵ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Carbon Dioxide Emissions From Power Plants Rated Worldwide". Sciencedaily.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Department of Minerals and Energy: Energy". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ ډيسمبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په 6 April 2010 باندې). Britain may block World Bank loan for coal plant in South Africa. The Times.
  17. Rycroft, Mike (14 January 2016). "Solar water heater rollout programme gains momentum". Ee.co.za. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ سپټمبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په 4 February 2016 باندې). Coal in Canada: A by-the-numbers look at the industry. CBC News.
  19. (په 21 November 2016 باندې). Canada plans to phase out coal-powered electricity by 2030. The Guardian.
  20. "Coal phaseout in Canada – Ex-colleagues helping miners' job transition". Balkan Green Energy News (په انګلیسي ژبه کي). 10 February 2020. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Canada, Environment and Climate Change (24 November 2016). "Powering our future with clean electricity". aem. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Canada, Natural Resources (6 October 2017). "electricity-facts". www.nrcan.gc.ca. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ مارچ ۲۰۲۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Ontario's Coal Phase-out Will Have Drastic Consequences, Say The Thinking Companies". www.businesswire.com (په انګلیسي ژبه کي). 16 February 2005. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. . Nanticoke plant is province's biggest polluter, study finds.
  25. "Ont. Liberals promise to close coal plants by 2014". CTV News. 18 June 2007. مؤرشف من الأصل في ۰۵ اگسټ ۲۰۰۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ ډيسمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Foran, Vanessa (19 January 2017). "Air is cleaner, Ontarians healthier since Ontario shut down coal" (په انګلیسي ژبه کي). CNW Group on behalf of Asthma Society of Canada. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Ontario Power Authority, Long-Term Energy Plan 2013, module 3, 2014.
  28. "Ontario Power Generation Moves to Cleaner Energy Future : Thunder Bay Station Burns Last Piece of Coal" (PDF). Opg.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Creating Cleaner Air in Ontario". news.ontario.ca (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۴ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. US Energy Information Administration, Primary energy consumption by source, accessed 5 April 2018
  31. Eco Concern: Coal Plant Boom Archived 14 December 2010 at the Wayback Machine.
  32. Keith Johnson in Washington, Rebecca Smith in San Francisco and Kris Maher in Pittsburgh (28 March 2012). "EPA Proposes CO". WSJ. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. April Lee and others, Opportunities for synergy between natural gas and renewable energy, National Renewable Energy Laboratory, Dec. 2012.
  34. John Funk, DOE boss says shale gas could benefit wind and solar, Cleveland Plain Dealer, 18 January 2012.