پټه لرونکی ژگاگ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Mephitis mephitis
پټه لرونکي ژگاگ
مملکه ژوی
شاخه شمزۍ لرونکي ژوي
طایفه تی لرونکي ځناوران
ډله څیرونکي ژويان
تیره ژگاگان

پټه لرونکی ژگاگ (په لاتین: Mephitis mephitis) د ژگاگانو څخه یو غوښه خوړونکی او څیروونکی ژوی دی چې کوچني ځناورو، خوځندکې او د مرغانو هگۍ خوري او په شمالي امريکا کې په ځنگلونو، ښارونو ته نژدې او په نورو آبادو سیمو کې ژوند کوي. پټه لرونکی ژگاگ د شپې ځناور دی. نوموړی ژوی تور او سپين رنگ لري. پټه لرونکي ژگاگ مقعد ته نژدې بوی لرونکي مرغړى لري. کله چې څیروونکي ځناور یا انسان پر هغه باندی بريد وکړي نو ژگاگ پر بريد کوونکي ځناور ددغو مرغړو څخه بد بوي لرونکي اوبلن وشیندي. د پټه لرونکي ژگاگ ښځينه هر کال تقريبا ۵ یا ۶ تنه ځناوکان لري.

سرچينې

  1. http://thepashto.com/word.php?english=skunk
  2. https://www.facebook.com/PashtoPurification/photos/pb.1410332709221676.-2207520000.1425145240./1550887738499505
  3. http://www.forvo.com/word/%DA%98%DA%AB%D8%A7%DA%AB/
  4. http://qamosona.com/G/index.php/term/24,65.xhtml