منځپانگې ته ورتلل

سيف الرحمان اخوندزاده

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له پير ارچي نه مخ گرځېدلی)

پير سيف الرحمان اخوندزاده يا سيف الرحمن مبارک اخندزاده چې موريدان يې ورته مبارک صاحب هم وايي او په عام ډول په خلکو کې د پير ارچي او باړې پير باندې مشهور دی (زېږون :۱۹۲۵زېږديز اگست ۱۰ مه) يو افغان صوفي اسلامي عالم وو [۱] چې د حنفي مذهب د ماتريدي عقيدې د نقشبنديه طريقې مننونکی او د سيفيه ډلې بنسټگر وو.[۲][۳] هغه د الله د ذکر د غونډو له کبله خورا مشهور وو.[۴] د هغه د تبليغ له لارې ډېرو خلکو اسلام قبول کړی دی.[۵] د هغه پيروان د سنتو په کلکه اطاعت کوي او په منظم ډول ذکر کوي.[۶]

سيف الرحمان اخوندزاده
پير سيف الرحمان (د باړې پير يا پير ارچي)
اړوند
زېږونځای
زېږون نېټه
۱۰ اگست ۱۹۲۵ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې نېټه
۲۷ جون ۲۰۱۰ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دین

زېږونځی

[سمول]

پير سيف الرحمن د ۱۳۴۴ سپوږميز کال د محرم الحرام مياشتې په ۲۰ مه نېټه مطابق د (۱۳۰۴ لمريز کال اسد مياشتې ۱۹مه نېټه) چې د (۱۹۲۵زېږديز کال د اگست مياشتې ۱۰ مې نېټې) سر سمون خوري، د افغانستان، ننگرهار ولايت، کوټ ولسوالۍ د قلعه وال په باباکلي کې زېږېدلی دی، چې له جلال اباد ښاره کابو ۲۰ کېلومتره لرې پروت دی.[۷] د ځينو له قوله د هغه د زېږون نېټه ۱۳۴۹ هـ/ ۱۹۳۰ زېږديز ده.[۸] السيف الصارم يوه مياشتنۍ مهالنۍ ده چې د هغه په نوم خپرېږي او د سيفيه فرقې رسمي استازېتوب کوي.[۹]

زده کړې

[سمول]

سیف الرحمن مبارک له خپل پلار څخه د قرآن کریم زده کړ. کله چې هغه ۱۳ کلن و، مور یې مړه شوه. وروسته هغه د رسمي مذهبي زده کړو لپاره د ۱۹۴۰ کال په لومړیو کې پېښور ته لاړ او هلته ډېر کلونه پاتې شو؛ ترڅو چې تفسیر ، حدیث ، اصول فقه ، عقیده او تجوید یې زده کړل. [۱۰]

د زده کړو له بشپړولو وروسته هغه افغانستان ته راستون شو او په کندوز کې یې ژوند پيل کړ. هغه ته د افغانستان حکومت له خوا په ارچي ولسوالۍ کې ځمکه ورکړل شوې وه. پير سيف الرحمن ، چې یو دیني عالم وو، هلته یو جومات جوړ کړ او پخپله د جومات امام او خطیب شو. هغه همدارنگه زده کونکو ته د وړیا درس نظامي لومړني او پرمختللي کورسونه پیل کړل. [۱۰]

صوفيزم ته ورتگ

[سمول]

پاکستان ته کډوال کېدل

[سمول]

سيف الرحمان اخوندزاده په ۱۹۷۹ کې د افغان شوروي جگړې نه مخکې پرېکړه وکړه چې افغانستان پرېږدي او په پېښور کې د خپل مورشد خوا ته چې دا مهال نوښار ته نږدې په پير سباق کې اوسېده ورشي. چې درې کاله همالته ده هغه په خدمت کې پاتې شو او درې کاله يې هلته د مذهبي لارښوونو دنده ترسره کړه. د ۱۴۰۹-۱۴۱۰ سپوږميز کلونو ترمنځ د باړې اپريدي ټبر نوموړي ته د يوې ټوټې ځمکې وړانديز وکړ، چې نوموړي ومنله او هلته يې يوه جومات، دارالعلوم او خانقاه جوړه کړه؛ ترڅو هلته د خپلو موريدانو او زده کوونکو روحاني روزنې ته ادامه ورکړي، چې په پايله کې يې د سيفيه طريقت بنسټ کېښودل شو.[۱۰]

په باړه کې هغه د يو ديوبندي عالم مفتي شاکر له خوا له مخالفت سره مخ شو،[۶] د ده په مقابل کې يې په اېف اېم راډيو کې تبليغات پيل کړل؛[۱۱] نوموړي چې لښکر اسلام وسله والې ډلې ملاتړ يې له ځان سره درلود، وروسته د پير سيف الرحمان په مقابل کې په مذهبي تاوتريخوالي لاس پورې کړ [۱۲]او ډېری ځايونه او ملکيتونه يې وسوځول، د پير سيف الرحمان د موريدانو له خوا ۲۰۰۴ زېږديز کال کې د انصارالاسلام وسله واله ډله د لښکر اسلام ډلې په مقابل کې جوړه کړه؛ ترڅو په باړه کې امنيت خوندي او د لښکر اسلام ډلې مخه ونيسي. [۱۳]

د دې دواړو ډلو جگړې او جنجالونه د دې سبب وگرځېده چې په باړه کې امنيت خراب شي هماغه وو، چې د قامي جرگې د پرېکړې پر اساس پير سيف الرحمان او مفتي شاکر دواړه له باړې وويستل شول.

مفتي منير شاکر سره شخړه

[سمول]

پیر سیف الرحمان چې په ۱۹۸۰ کال کې له افغانستان څخه راغلی و او په باړه کې مېشت و په ۲۰۰۵ کال کې د خپل اېف اېم راډیو سټېشن جوړ کړ، ترڅو د مفتی شاکر نظریاتو ته ځواب ووايي. دواړو ډلو په خپلو اېف اېم راډيو چينلونو پر يوه بل د کفر فتواوې ولگولې .[۱۴] د پاکستان حکومت په ۲۰۰۶ م کال کې دواړه ډلې له خيبر ايجنسۍ وشړلې. [۱۵] د مفتي منير شاکر په ملاتړ لښکر اسلام وسله والې ډلې او د پير سيف الرحمان اخوندزاده په ملاتړ د انصارالاسلام ډلو خپل فعاليتونه پيل کړل، د دواړو ترمنځ وسله والې نښتې هم وشوې.[۱۶] د ۲۰۰۶ د مارچ په ۲۹مه مفتی شاکر د پیر سیف الرحمان پر ضد د یوه ستر برید تیاري وکړه.[۱۷] کله چې د دوی جگړه د سیمې د امنیت لپاره لوی ګواښ وگرځېده؛ نو د شپږو میاشتو وروسته قومي جرگې دواړه مشران مفتی شاکر او پیر سیف الرحمان له باړې څخه واېستل.[۱۸]

مړينه

[سمول]

اخونزاده سيف الرحمان مبارک د ۲۰۱۰ زېږديز کال د جون په ۲۷مه نېټه د يوه‌نۍ په ورځ چې د ۱۴۳۱ سپوږميز کال د رجب مياشتې له ۱۵مې سره سمون خوري وفات شو چې مقبره يې د پاکستان پنجاب ايالت، لاهور د لکهو ډهير فقيراباد کې ده. [۱۹] [۲۰]

دا هم وگورئ

[سمول]

سرچينې

[سمول]
  1. باچا, هارون (۲۰۱۳ جنورۍ ۳۱ مه). "د باړې انصارالاسلام ډله". مشال راډيو ټکی کام.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  2. "Saifya – Welcome". Saifiya.net. خوندي شوی له the original on 8 March 2016. بياځلي په 25 February 2016.
  3. Muḥammad ʻĀmir Rānā, Rohan Gunaratna. Al-Qaeda fights back inside Pakistani Tribal Areas. Pak Institute for Peace Studies, 2007
  4. Ken Lizzio, Ph.D. Ritual and Charisma in Naqshbandi Sufi Mysticism page 21
  5. Ken Lizzio, Ph.D. Ritual and Charisma in Naqshbandi Sufi Mysticism page 16
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Ken Lizzio, PhD, Ritual and Charisma in Naqshbandi Sufi Mysticism ISSN 1653-6355 Published 2007-02-21 Invalid <ref> tag; name "Lizzio" defined multiple times with different content
  7. السيف الصارم مياشتنۍ فېبرورۍ ۲۰۰۹ زېږديز کال محمديه سيفيه روای ريان لاهور
  8. بدرۃ البیان فی سیرت آخوند زادہ سیف الرحمن ص 57 مط 27بوعہ المکتبۃ الرحیمیہ بشاور باکستان
  9. السيف الصارم مياشتنۍ فېبرورۍ ۲۰۰۹ زېږديز کال محمديه سيفيه روای ريان لاهور
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ Quarterly Anwar-e-Riza, 3rd Quarter, 2008 (سه ماهى, انوار رضا, ٢٠٠٨ كا تيسرا شماره)
  11. Mukhtar A. Khan (May 26, 2009). "The FM Mullahs and the Taliban's Propaganda War in Pakistan". Terrorism Monitor (in American English). 7 (14). Jamestown Foundation. بياځلي په 2022-09-19.
  12. Pak Refugee Tribunal, Australia RRT Research Response Number PAK31546[مړه لينکونه]
  13. باچا, هارون (۲۰۱۳ جنورۍ ۳۱ مه). "د باړې انصارالاسلام ډله". مشال راډيو ټکی کام.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  14. باچا, هارون (۲۰۱۳ جنورۍ ۳۱ مه). "د باړې انصارالاسلام ډله". مشال راډيو ټکی کام.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  15. باچا, هارون (۲۰۱۳ جنورۍ ۳۱ مه). "د باړې انصارالاسلام ډله". مشال راډيو ټکی کام.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  16. سنگر نيازۍ, موسکا (۱۴۰۳ کب ۲۶ مه). "مفتي منیر شاکر څوک و؟". افغانستان اېنټرنېشنل.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  17. سنگر نيازۍ, موسکا (۱۴۰۳ کب ۲۶ مه). "مفتي منیر شاکر څوک و؟". افغانستان اېنټرنېشنل.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  18. سنگر نيازۍ, موسکا (۱۴۰۳ کب ۲۶ مه). "مفتي منیر شاکر څوک و؟". افغانستان اېنټرنېشنل.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  19. ورځپاڼې خبرونه ۲۰۱۰ جون ۳۰مه
  20. پیر طریقت علامہ پیر سیف الرحمن علیہ الرحمہ ایک عہد ساز شخصیت Pioneers of Islamic Beliefs And Protection. Islamic Magazine Tahaffuz Karachi, Pakistan Archived 24 February 2019[Date mismatch] at the Wayback Machine.