پيرکوتی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پيرکوتی د پکتيکا ولايت د ارګون (ورګون) ولسوالي پورې اړوند سيمه ده چې د ارګون د ولسوالي ختيځ ته موقيعيت لري. د مساحت له پلوه يوه پراخه غرنۍ سيمه ده، غرونه يې د جلغوزيو، څيړيو، لمنځو او نښترو ګڼ ځنګلونه لري چې د جلغوزیو کلنی عايد يې ۱۲۰۰۰۰۰ امريکايې ډالره دی. د ځنګل د ساتلولپاره ۸ اته کسيزه شورا لري چې يو يې مشر او ۷ نور يې کلانتران (د شوراغړي) دي، همدا شورا د کليوالي شخړو د هوارولو لپاره د جرګود غونډولو مکلفيت هم لري. د پيرکوتي د وګړو شمير ۳۰۰۰۰ تنه ته رسيږي اوټول پښتانه دي چې دوزيروپه قوم پورې تړاولري او ۲۸ لوی اوواړه کلي لري چې مشهوراولوی کلي يې له لوی پيرکوتی،علي شاکوټ،بي بي کوټ اومګړکلی څخه عبارت دي، پيرکوتی ۹ بابه رسمي ښوونځي (۲ ليسې، ۲ منځني ښوونځي ، ۵ لومړني ښوونځي) او ۵ غيررسمي ديني مدرسې لري. هغه سړک چې ارګون ولسوالي دشمالي وزيرستان سره وصلوي له پيرکوتي څخه تيرشوی.

مشهورداولیاووزيارتونه:[سمول]

وتوبابا(عبدالفتاح دبهاولحق ملتاني زوی)،ماما،دادا،خواجه علي اوملکياردي.

رسمي ښوونځي:[سمول]

دشيخان پيرکوتي ليسه،دلوی پيرکوتي ليسه،دډيماني منځنی ښوونځی،دسپيره وس منځنی ښوونځی،دمګړلومړنی ښوونځی،دمڼې کنډولومړنی ښوونځی،دجونخيلولومړنی ښوونځی،دشاميان درې لومړنی ښوونخی،دژيړې لندر لومړنی ښوونځی.

غيررسمي ديني مدرسې:[سمول]

دارالعلوم صديقيه(چې دمرحوم ملانيک محمددهڅوپه نتيجه کې په ۱۳۶۲ ل ل کال کې تاسيس شوه اودپيرکوتي ترنورومدرسوپخوانۍ ده)، دارالعلوم قاسميه،دشيخانوداناثومدرسه،داکاخيلومدرسه،دميرګي خيلومدرسه.

تړلې لیکنې[سمول]

پکتیکا ولایت ښرنه

سرچینې[سمول]