منځپانگې ته ورتلل

پوه‌ليد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پوه‌ليد يا بصيرت (په انګليسي ژبه: Insight)[۱] د يو پېچلي وضعيت، شخص يا ستونزې ژوره، روښانه او ډېری وخت ناڅاپي پوهې ته ويل کېږي.
پوه‌ليد د ځان او نورو سره د اړيکو پوهه ده چې پخوانۍ تجربې روښانه کوي يا د ستونزې په حل کې مرسته کوي.
يا پوه‌ليد هغه پروسه ده چې له لارې يې ستونزې حلېږي او هغه سازمان يا نوښت مشخصوي چې يو څوک يې په مرسته د ستونزې حلولو پوهه او توان ترلاسه کوي.

پوه‌ليد
ټوليز مالومات
ځانګړې وېشنيزه

پوه‌ليدونه په بېلابېلو ځايونو کې په بېلابېلو ماناوو کارول کېږي:

ژور تحليل له مخې:

په ساده شمېرو (اومتوکو)نه بلکې د اومتوکو ترشا په پټو لاملونو او مانا پوهېدلو ته پوه‌ليد وايي.

کاروبار او بازار موندنې له مخې :

د پېرودونکو چلند او د بازار اړتياوې په دقيقه توگه درکولو ته پوه‌ليد وايي، د بېلگې په توگه د فيسبوک پوه‌ليدونو په کارولو سره تاسو کتلی شئ چې کومې سکالو ډېرو خلکو خوښه کړې ده.

نوې حل لارې:

د يوې ستونزې داسې روښانه او ناڅاپي درک چې له مخې يې سړی وکولی شي سملاسي حل لار ورته ومومي.

په لنډه توگه ويلی شو چې پوه‌ليدونه هغه گټور او پټ مالومات دي چې موږ يې د پټو ارقامو څخه د راتلونکې پلان جوړونې، سوداگريزې ودې او سمو پرېکړو لپاره ترلاسه کوو.

داهم ولولئ

سرچينې

  1. "Insight". لېوال قاموس او ژباړن. ترلاسه‌کېدو نېټه ۲۰۲۶ز می ۱۳مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)