په کیوبا کې د غلامۍ ضد قانون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په ۱۸۷۰ لسیزه کې، د امریکا په متحده ایالاتو کې ډیری فعالان په کیوبا کې د روان انقلاب په اړه د امریکا د ولسمشر اولیسیس اس ګرانت له بې پرې چلند ناهیلي شوي وو. دوی هڅه کوله چې په هسپانیا کې غلامي له منځه یوسي. زیات شمېر مهمو څېرو غوښتل چې کیوبا کې د غلامۍ پای او د اورپکو بریا وویني او دغه راز متحده ایالات اورپکي د مشروع جنګیالیو په توګه وپېژني. د کیوبا د غلامۍ ضد کمېټې چې له دغه ځایه یې الهام  اخیستی او کله به هم د کیوبا د غلامۍ ضد کمېټې په نوم هم یادېده، لومړی ځل یې د ۱۸۷۲ کال په دسمبر میاشت کې په نیویارک کې د کوپر په انستیتوت کې یې غونډه وکړه. د کمېټې مشري د سامول ار سکوترون کوله چې د پيښو چارې یې سمبالولې، په داسې حال کې چې کشیش هنري هایلنډ د منشي او ویاند په توګه دنده ترسره کوله. [۱][۲][۳][۴]

تاریخي مخینه[سمول]

په ۱۸۶۸ ز کال کې، د غلامۍ د له منځه وړلو احساسات او د مادرید فوران له ادارې نا خوښي، په کیوبا کې د کورنۍ جګړې لامل شول. دغه جګړه چې په لس کلنې جګړې مشهوره ده، له ۱۸۶۸ تر ۱۸۷۸ ز کال پورې یې دوام درلود چې کیوبايي اورپکو  د هسپانیا ښکېلاکي لښکرو پروړاندې د نورو مواردو په خواکې د کیوبا د خپلواکۍ او غلامۍ له منځه وړو لپاره جنګېدل. متحده ایالاتو چې وروستیو کې يې کورنۍ جګړې او د غلامۍ له منځه وړل تجربه کړي وو، د کیوبا اورپکو له بالقوې متحدینو نه وو. د کیوبا زیات شمېر یاغي مشران، تبعیدیان او د امریکا په متحده ایالاتو کې د غلامۍ ضد فعالان، په دغه جګړه کې د امریکا د ښکلېتیا پلویان وو.[۵]

د ګرانت ادارې د ښکېلتیا او نه ښکېلتیا په اړه د ګرانت دولت ترمنځ د نظر اختلاف و. د دفاع وزیر جان رالینز او په هسپانیا کې سفیر دانیل سیکز په کیوبا کې د لاسوهنې ملاتړکاوه او په خپله ولسمشر ګرانت د اورپکو له موخې سره هم نظره ؤ. په همدې حال کې د امریکا په سیاست کې نور کسان په ځانګړي ډول: د بهرنیو چارو وزیر هملټون فیش تر ډېره د ښکېلتیا په اړه له ګنګتیا سره مخامخ و. دوی د امریکا له کورنۍ جګړې وروسته ډېر ژر ښکېلتیا بې تدبیره بلله او فکر یې کاوه چې، د کیوبا په چارو کې د امریکا لاسوهنه کولای شي، امریکا له ستونزمن ډيپلوماټیک حالت سره مخامخ کړي. د امریکا توکميزو اړیکو او په حکومت کولو کې یې د کیوبا د خلکو وړتیاوو ته د شک په سترګه کتل. په پایله کې، President Grant وړاندیز وکړ چې د ځانګړو شرایطو له مخې، لکه: کیوبا ته د خپلواکۍ ورکول او غلامۍ له منځه وړل، د مادرید او کیوبايي اورپکو ترمنځ د منځګړي په توګه عمل وکړي. متحده ایالاتو له دغه وړاندیز نه زیاته لاسوهنه ونه کړه. [۶]

د پيل پړاو[سمول]

هنري هایلنډ ګارنټ او نورو چې  په کیوبا کې له روان حالت نه امریکا ته د پخوانیو غلامانو د تېښتې شاهدان وو، د غلامۍ ضد کمېټه یې جوړه کړه. ګارنټ او نورو یې د کیوبا غورځنګ نه د ملاتړ له امله چټک ګام پورته کړ، ځکه د کیوبا د آزادۍ غوښتنې غورځنګ څو توکمیزه او هغه موډل و چې، دوی غوښتل هغه په امریکا کې عملي کړي. د منهتن د کوپر په انستیتوت کې لومړنۍ غونډه جوړه شوه. له هغې وروسته یې، ډېر ژر په بوسټون کې بله غونډه وکړه. [۷]

په لومړۍ غونډه کې ګڼ شمېرکسانو ګډون درلود. په داسې حال کې چې افریقايی الاصله امریکاییانو او کیوبايي کډوالو د حاضرینو برخه جوړه کړې وه، هڅه یې کوله، څو غونډه په پراخه کچه خپره شي او تنوع لرونکې وي. ګارنټ اصلي خبرې د انستیتوت په لوی صالون کې وکړې چې حاضرینو یې هرکلی وکړ. دغه غونډه د یوې کمېټې د جوړولو لامل شوه چې موخه یې په کیوبا کې د غلامۍ له منځه وړلو په برخه کې په ټول هېواد کې د لاسلیکونو راټولول وو. په همدې توګه په نورو ښارونو، لکه: بوسټون، فلادلفیا، بالتیمور، سانفرانسیسکو او واشنګټن ډي سي کې د نورو غونډو طرحه جوړه شوه. [۸][۹][۱۰]

موخه[سمول]

دغه کمېټه په لومړي سر کې د فشار د کمپاین لپاره د ملاتړ راټولولو لپاره جوړه شوې وه، بنسټ اېښودونکو غړو یې د کیوبا جګړه د غلامۍ او د ټولې نیمې کرې له ډلبندۍ سره د پخوانۍ نړۍ د ښکېلاک پروړاندې بلله. له څو توکه جوړښت سره د بغاوت ځواکونو جوړښت په پام کې نیولو سره، دوی هغه په متحده ایالاتو کې د توکمیزه او برابرۍ ترمنځ د مرستې لپاره د یوې نمونې په توګه په ګوته کړل. [۱۱][۱۲]

په دغه کمېټه کې د ډېرو کسانو لپاره لوی الهام بښونکی عامل دغه هیله وه چې په بهر کې د غلامۍ ضد غورڅنګونو نه ملاتړ کولای شي، چې په هېواد کې ډېره توکمیزه برابري رامنځ ته کړي. افریقايي الاصله امریکايي وګړي په دې سربېره چې له غلامۍ نه خلاص شوي وو ، تراوسه هم په دغه بهیر کې تر ظلم لاندې وو. نو له دې امله، دوی تر ډېره داسې احساسوله چې، بریا یې نه ده بشپړه شوې. له هېواد نه بهر، په مدني آزادیو کې د ډېرو بریاوو ترلاسه کول کولای شول چې، د امریکا په متحده ایالاتو کې د ولسي فعالیت د لومړیتوبونو په ټاکلو کې مرسته وکړي. ډېری خلکو، د آزادۍ په اعلامیه کې د یاد شوو اصولو له مخې، داسې احساسوله چې، په بهر کې د غلامۍ د له منځه وړلو لپاره جګړه  د امریکا ذاتي دنده ده.[۱۳]

له سازمان سره د ګارنټ کشیش فعالیت په ځانګړي ډول د دغه وړاندیز پرمختګ ته وقف شوی و، هغه دا چې، ترهغې چې په ټولو ځایونو کې غلامۍ ماتې و نه خوري، نو نه ده مغلوبه شوې او دافریقايي الاصله امریکايي فعالانو کار ترهغې چې غلامي په امریکا کې له منځه لاړه نه شي، پای ته نه دی رسېدلی. د دې خبرو په رڼا کې، د کیوبا انقلاب د غلامۍ له منځه وړلو هڅې وې چې، نوې د امریکا په متحده ایالاتو کې بریالۍ شوې وې. [۱۴]

لوړ پوړي غړي[سمول]

سامول ریموند سکوترون د کمېټې مشرتابه او بنسټ اېښودونکو غړی دی. سکوترون په ۱۸۴۳ ز کال کې زېږېدلی او د نیویارک په ښار کې د افریقايي الاصله امریکايي ټولنې لوړ پوړی غړی و چې، د پردې د میلې( راډ) په اختراع سره ډېر مشهور دی. نوموړی په ټول ژوند او تر مرګه پورې یعنی د ۱۹۰۸ ز کال د اکتوبر تر ۱۴ مې پورې، په پراخه کچه د مدني حقوقو په لاملونو کې ښکېل ؤ.[۱۵][۱۶]

هنري هایلنډ ګرنټ Henry Highland Garnet منشي او د کمېټې له بنسټ اېښودونکو غړو نه و. هغه چې مخکې غلام و،  د ۱۸۱۵ ز کال په دسمبر کې زېږېدلی او د آزادۍ له ترلاسه کولو وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای په نیویارک ښار کې لوی شوی و. ګرنټ په ۱۸۴۰ ز کال کې د اونایدا Oneida له انستیتوت نه فارغ او د کلیسا کشیش و. ګرنټ د ۱۸۸۲ ز کال د فبرورۍ په ۱۲ مه په لیبریا کې د امریکا متحده ایالاتو د وزیر مختار اوجنرال قونسل په توګه د دندې ترسره کولو پرمهال مړ شو. د نوموړي ټول عمر په متحده ایالاتو او په بهر کې د توکمیزې نا برابرۍ پروړاندې د بریا په برخه کې له فعالیتونو نه ډک وو.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

P.B.S. Pinchback پي بي اس پینچبک د دغې کمېټې له نورو مهمو مشرانو نه و. نوموړي د کورنۍ جګړې پرمهال د متحده ایالاتو په اردو کې خدمت کاوه او کله یې چې د لویزیانا د والي په توګه دنده ترسره کوله، په امریکا کې لومړنی افریقايي والي شو.[۲۲]

سیاسي هڅې[سمول]

سکوترون، له ولسمشر سره له غونډې یوه اونۍ مخکې، د بالیتمور په مدیسون واټ کې د پروتستانت په کلیسا کې غونډه وکړه. په دغه غونډه کې، نوموړي په کانګرس کې د کمېټې په استازیتوب لاسلیکونه راټول کړل. د بالتیمور غونډه  له دې امله چې ښځو په کې پراخ ګډون کړی وو، په غورځنګ کې د برابرۍ یوه نښه وه. [۲۳][۲۴]

ګرنټ او نورو له کمېټې نه نا معلوم شمېر څو زره لاسلیکونه وړاندې کړل. داسې اټکل کېده چې څو زره لاسلیکونه دې د نیویارک او د نورو ځایونو له غونډو ولسمشر ګرنټ او کنګرې ته ورسېږي. ولسمشر ګرنټ د کمېټې له پلاوي سره غونډه وکړه، خو له کابینې سره له مشورې وروسته، د ګرنټ ادارې له خوا هېڅ ګام پورته نه شو چې د ګرنټ او د کمېټې د نورو غړو د خواشینۍ لامل شو. [۲۵]

سپینې ماڼۍ ته په استول شوي پلاوي کې د نورو غړو په خواکې، سکاټرون، جورج داونینګ او جي. ایم. لنګستون شامل وو. د دې احتمال و چې دغه اوږد نوملړ دې، له ۵۰۰۰  زیات شي او لسګونه زره تنو ته دې ورسېږي. [۲۶]

د کمېټې په نوملړ کې د امریکا متحده ایالاتو له دولت نه وغوښتل شول چې په کیوبا کې د خپلواکۍ غورځنګ د اورپکو مشرتوب په رسمیت وپېژني. د کمېټې یوه غړی هنري ترنر، په داسې حال کې چې په سپینه ماڼۍ کې و، په ډاګه اعلام وکړ چې، په دغه اوږد نوملړ کې ۵۰۰۰ کسه چمتو دي، څو په کیوبا کې له اورپکو سره یو ځای، هسپانیا سقوط او غلامي له منځه یوسي. [۲۷]

هغه نوملړ چې ولسمشر ګرنټ ته وړاندې شو، د ټول هېواد په کچه یې لوی غورځنګ وهڅاوه چې راټول شوي لاسلیکونه، د اټکل له مخې لسګونو زرو ان تر نیم میلیون پورې ورسېدل. په Sacramento, San Francisco, Virginia City (Nevada), New Orleans Boston, , Philadelphia, New York, Washington D.C او نورو ځایونو کې  هم پېښې وشوې. [۲۸]

کمېټې احساس کاوه، له کومه ځایه چې په کیوبا کې د خپلواکۍ غورځنګ څلور کاله دوام کړی، اورپکي د دې مستحق دي چې، امریکا یې په رسمیت وپېژني او ملاتړ یې وکړي. [۲۹]

خپرونې[سمول]

د ۱۸۷۳ ز کال په لومړیو کې دغې کمېټې په کیوبا کې د غلامۍ تر عنوان لاندې یوه رساله خپره کړه. په دغه رساله کې د ۱۸۷۲ ز کال  د دسمبر میاشتې  په ۱۳ مه د کوپر انستیتوت د غونډې وینا وې او دغه راز د غونډې د وینا وو مهمې خبرې وې. رساله په کیوبا کې د غلامۍ په اړه وه چې، په بریتانیا کې پارلمان ته د وړاندې کولو لپاره جوړه شوې وه. د غونډې لپاره پوهاوی، یو شعر او د بریتانیا غلامۍ ضد ټولنې او په بهر کې د ولارد ګرانویل ترمنځ مراسلې وې. دغه رساله د نیویارک سن (New York Sun) په دفتر کې چاپ شوه او د Bowery او Canal په واټونو کې د کمېټې دفتر له لارې پلورل کېده. ټولیز تکثیر یې مشخص نه و او اغېز یې هم د تعریف وړ نه و، خو د کمېټې د موخو د وړاندې کولو په توګه او هغه مېتودونه چې افریقايي الاصله امریکاییانو له هغه نه د توکميزې مدافعې د مخ ته وړلو او د کورنۍ جګړې لپاره کار اخیست.  په کیوبا کې د غلامۍ خپرېدل، د یوې بېلګې په توګه لیدل کېږي چې، افریقايي الاصله امریکايانو څرنګه د غلامۍ له منځه وړلو غورځنګونو پخوانۍ شبکې بیا تعریف او د دوام لپاره یې تعریف کړي.  [۳۰][۳۱]

د کیوبا له انقلابیانو سره اړیکې[سمول]

د کمېټې مشران د کیوبا له انقلاب کوونکو سره په اړیکه کې وو، په دې هیله څو په ګډه یوه اغېزناکه ستراتيژي جوړه کړي. دغه راز، د کمېټې مشران به د کیوبا د مهمو انقلاب کوونکو له خوا ستایل کېدل، چې یوه بېلګه یې د جایس مارټي José Martí له خوا د ګرنټ ستایل دي. د غورځنګ د مخ ته وړلو لپاره بله مهمه په رسمیت پېژندنه هغه مهال وشوه چې، د کیوبا انقلابي مشهوره جنرال، José Antonio Maceó  د بهرنۍ غلامۍ ضد ټولنې، د کمېټې د ځای ناستي سازمان له رهبرانو سره ولیدل، چې په یقیني توګه د کمېټې مهم غړي په کې شامل وو. [۳۲][۳۳][۳۴]

د هسپانیا غبرګون[سمول]

د هسپانیا دولت په ژوره توګه د امریکا متحده ایالاتو د کورني ملاتړ په اړه اندېښنه درلوده، چې د کیوبا اجنډا د دوی پرضد وه. دوی د څارنې او د کمېټې د غونډو پرې کولو لپاره اجنټان لېږل. دغو اجنټانو به داسې شپې پاڼې( شبنامې) خپرولې چې، په کې به امریکاییانو ته د کیوبا د آزادي غوښتنې له غورځنګ نه د احتمالي ملاتړ په اړه خبرداری ورکول کېده. [۳۵]

سرچینۍ[سمول]

  1. Langley, Lester D. (1968). "Slavery, Reform, and American Policy in Cuba, 1823-1878". Revista de Historia de América. 65/66 (65/66): 71–84. JSTOR 20138800. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Pasternak, Martin B. (1995). Rise Now and Fly to Arms. New York: Garland Publishing. د کتاب پاڼې 145. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8153-1869-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Ortiz, Paul (2018). An African American and Latinx History of the United States. Boston: Beacon Press. د کتاب پاڼې 77. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780807005934. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Boutelle, R. J. (2015). "Manifest Diaspora: Black Transamerican Politics and Autoarchiving in "Slavery in Cuba"". MELUS. 40 (3): 120. doi:10.1093/melus/mlv019. JSTOR 24570165. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Langley, Lester D. (1968). "Slavery, Reform, and American Policy in Cuba, 1823-1878". Revista de Historia de América. 65/66 (65/66): 71–84. JSTOR 20138800. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Priest, Andrew (October 25, 2013). "Thinking about Empire: The Administration of Ulysses S. Grant, Spanish Colonialism and the Ten Years' War in Cuba" (PDF). Journal of American Studies. 48 (2): 541–558. doi:10.1017/S0021875813001400. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Horne, Gerald (2014). Race to Revolution. New York: Monthly Review Press. د کتاب پاڼي 127–128. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-58367-446-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Ortiz, Paul (2018). An African American and Latinx History of the United States. Boston: Beacon Press. د کتاب پاڼې 77. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780807005934. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Ortiz, Paul (2018). An African American and Latinx History of the United States. Boston: Beacon Press. د کتاب پاڼي 77–78. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780807005934. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Ortiz, Paul (2018). An African American and Latinx History of the United States. Boston: Beacon Press. د کتاب پاڼې 78. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780807005934. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Boutelle, R.J. (2015). "Manifest Diaspora: Black Transamerican Politics and Autoarchiving in "Slavery in Cuba"". MELUS. 40 (3): 119. doi:10.1093/melus/mlv019. JSTOR 24570165. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Cole, Johnetta B. (1977). "Afro-American Solidarity with Cuba". The Black Scholar. 8 (8/9/10): 75. doi:10.1080/00064246.1977.11413928. JSTOR 41058664. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Ortiz, Paul (2018). An African American and Latinx History of the United States. Boston: Beacon Press. د کتاب پاڼې 80. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780807005934. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Boutelle, R.J. (2015). "Manifest Diaspora: Black Transamerican Politics and Autoarchiving in "Slavery in Cuba"". MELUS. 40 (3): 121. doi:10.1093/melus/mlv019. JSTOR 24570165. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Brock, Lisa (1994). "Back to the Future: African-Americans and Cuba in the Time(s) of Race". Contributions in Black Studies. 12: 17 – عبر Scholar Works. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Nielsen, Euell A. (September 20, 2018). "Samuel Raymond Scottron". Black Past. د لاسرسي‌نېټه April 15, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Pasternak, Martin B. (1995). Rise Now and Fly to Arms. New York: Garland Publishing. د کتاب پاڼې 145. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8153-1869-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Pasternak, Martin B. (1995). Rise Now and Fly to Arms. New York: Garland Publishing. د کتاب پاڼي 3–5. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8153-1869-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Pasternak, Martin B. (1995). Rise Now and Fly to Arms. New York: Garland Publishing. د کتاب پاڼې 35. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8153-1869-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Pasternak, Martin B. (1995). Rise Now and Fly to Arms. New York: Garland Publishing. د کتاب پاڼي 152–155. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8153-1869-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Pasternak, Martin B. (1995). Rise Now and Fly to Arms. New York: Garland Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8153-1869-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Ortiz, Paul (2018). An African American and Latinx History of the United States. Boston: Beacon Press. د کتاب پاڼې 81. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780807005934. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Ortiz, Paul (25 February 2015). "Black History Month and the Cuban Solidarity Movement of the 1870s". Zinn Education Project. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Ortiz, Paul (2018). An African American and Latinx History of the United States. Boston: Beacon Press. د کتاب پاڼې 79. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780807005934. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Ortiz, Paul (2018). An African American and Latinx History of the United States. Boston: Beacon Press. د کتاب پاڼي 82–83. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780807005934. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Ortiz, Paul (25 February 2015). "Black History Month and the Cuban Solidarity Movement of the 1870s". Zinn Education Project. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Horne, Gerald (2014). Race to Revolution. New York: Monthly Review Press. د کتاب پاڼې 128. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-58367-445-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Ortiz, Paul (25 February 2015). "Black History Month and the Cuban Solidarity Movement of the 1870s". Zinn Education Project. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Brock, Lisa (1994). "Back to the Future: African-Americans and Cuba in the Time(s) of Race". Contributions in Black Studies. 12: 17 – عبر Scholar Works. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Boutelle, R. J. (2015). "Manifest Diaspora: Black Transamerican Politics and Autoarchiving in "Slavery in Cuba"". MELUS. 40 (3): 125. doi:10.1093/melus/mlv019. JSTOR 24570165. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Boutelle, R.J. (2015). "Manifest Diaspora: Black Transamerican Politics and Autoarchiving in "Slavery in Cuba"". MELUS. 40 (3): 126. doi:10.1093/melus/mlv019. JSTOR 24570165. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Ortiz, Paul (2018). An African American and Latinx History of the United States. Boston: Beacon Press. د کتاب پاڼې 81. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780807005934. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Ortiz, Paul (2018). An African American and Latinx History of the United States. Boston: Beacon Press. د کتاب پاڼې 77. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780807005934. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Ortiz, Paul (2018). An African American and Latinx History of the United States. Boston: Beacon Press. د کتاب پاڼې 84. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780807005934. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Horne, Gerald (2014). Race to Revolution. New York: Monthly Review Press. د کتاب پاڼې 128. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-58367-445-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)