په ځنګلونوباندي توپوګرافيکي اوخاورينوفکتورونواغيزْې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پورته کوونکی فیض الرحمن احمدي لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپیریال ساتنې او ځنګلونو څانګه

توپوګرافي[سمول]

(Topographic or physiographic ) توپوګرافي يادځمکې نشيب دځمکې دسطحې بڼيې ته ويل کېږي.توپوګرافي په مجموعي توګه دځمکې دسطحې لوړاوځوړڅرګندوي.اوار اويوشان،هسک اوټيټ،مخ پرځوړ،غونډي لرونکې اوغرني ځيني هغه اصطلاحات دي چې دتوپوګرافي لپاره پکاروړل کېږي.عمده توپوګرافي نښي چې په اساني سره پيژندل کېږي غرونه اودري،خندقونه،اوشيلي،پوښتې،لوړي سطحې اوخواړونه دي. دځمکې نشيب دخاورې په تشکېل ديومستقيل بدليدونکې عامل په حيث رول لوبوي.مګرپرنوروپوري دتړلي عامل په حيث هم قبليداي شي.دمثال په ډول دځمکې نشيب دخاورې پرموادوباندي داقليمي قوواوعواملوتوزيع ترخپلي اغيزي لاندي روالي.دنشيب پواسطه داقليم تنظم په ښکاره توګه شمالي اوجنوبي طرف پرمايلوسطحودنباتاتودنموله توپيرڅخه ليدل کېږي.دخاورې دلومړنيوموادوتشکېل هم دتوپوګرافي په وسيله کنتروليږي.توپوګرافي دوخت په تيريدوسره تغيرخوري.کله چې مايلي ځمکې تخريبېږي اودرسوباتواواري سطحې تشکېليږي دځمکې نشيب تغيرمومي.نوله دي امله توپوګرافي دي يوداسې فکتورپه صفت په نظرکې نيول کېږي چې دخاورې دتشکېل او دنوروعواملوتاثيرات محدودوي.توپوګرافي دخاورې په واسطه داورښت جذب اوساتلواندازي،رن اف(دځمکې پرسرداوبودجريان)په شکل داوبودضايع کېدو،دخاورې دتخريب،زهکښي،دساحې دميکروکلايميټ کې تغيراصلاح داړخ(دځمکې دنشيب طرف)دځمکې دميلان دسمت،اودباران اودتودوخې ددرجې دګډوتاثيراتوپه نتيجه کې مينځته راځي.نوموړي تغيرات په يوه ساحه کې دنباتاتوپه انتخاب اوانکشاپ کې اساسي رول.همدارنګه ارتفاع په ځنګلونوباندي زياتې اغيزي لري چې دهغې په اساس په غرونوکې دونو مختلف ډول کمربندونه تشکيليږي اوهمدارنګه په لوړوساحوکې دزياتو واورو،بادونو دځنګلونودودی،دحاصلاتوکموالي او زيانمن کيدوسبب ګرځي.

توپوګرافي فکتورونو اهميت[سمول]

(Importance of topographic factors) توپوګرافي په نړي کې ډيرزيات اهميت لري هغه لوړي سطحې چه په زياته اندازه واوري دنباتاتولپاره پراخه اودوامداره سرچېني برابروي اوداسې نباتات چه په ټيټوساحوکې وده نشي کولاي په لوړوارتفاعاتوکې زرغونيږي چه زيات اقتصادي،صنعتي،طبعي ارزښت لري اوپه همدارنګه توپوګرافي په ټولوجويې پيښوکې دپام وړاوفعاله ونډه لري دهمدي وجي افغانستان يوښه توپوګرافيکې موقيت لري چې کوچني اقليمونه(Micro climte)(Macro climat)اقليمونه منځته روړي اودمختلفو نباتاتولپاره په يوموسيم کې دکرني زمينه برابروي توپوګرافي دخلکويه ټولنوکې دپام وړ ارزښت لري چې خلک په مختلفوساحوکې په بيلابلو ټولنوکې سره يوځای ژوندکوي .

خاورين فکتورونه[سمول]

(Edaphic factors) خاورين فکتورونه دخاورې دبيلابيلو ډولونودجوړښت.،تشکيل اوخصوصياتوسره تړاولري .خاوره نباتاتوته ميخانيکي تقويه ورکوي اونباتاتو لپاره اوبه اومنرالي ايونونه ساتي ددي ترڅنګ دادمايکرواورګانيزمونواو حيواناتودفعاليتونولپاره يوبنسټ برابروي.خاوره دمنرالي موادو،عضوي موادواودخاورې ژوندي موجوداتولرونکې ده.دخاورې اوبه دخاورې ژونديوموجوداتودژونداساس تشکيلوي اوله همدي امله دخاورې دغيرفقاريه حيواناتواومايکرواورګانيزمونومناسبه وده په هغه خاوره کې صورت نسي کومه چې کافي اندازه رطوبت لري .اوبه دعضوي تغذيوي موادواوهمدارنګه منرالي موادولپاره يومحلل دی اوله همدې امله دهغې محتويات دنباتاتوفزيولوژيکي،مورفولوژيکي اواناتوميکي خصوصيات تنظيموي.دخاورې هوا چې دخاورې په خاليګاوکې وجودلري دکاربن ډای اوکسايد،اکسجن اونايتروجن درلودونکې وي خواندازه يې دخاورې له يوډول څخه بل ته توپير کوي.دخاورې هوايومهم فکتوردی چې دادخاورې دحيواناتو،ما يکرواورګانيزمونواوهغه نباتاتوډولونه ټا کي کوم چې په دغه خاوره کې دودې وړتيالري .دخاورې داوبو په څير هواهم په نباتاتواوحيواناتوکې مور فولوژيکي،فزيولوژيکي اواناتوميکي بدلونونه منځته راوړي. دخاورې تودوخه هم ډيره مهمه ده ځکه چې دادنباتاتو،حيواناتواومايکرواورګانيزمونوپه وده اغيزه ،دخاورې تودوخه دريښو وده،دريښو پواسطه دتغذيوي موادو جذب اودژونديوموجوداتوپه حرکت اغيزه کوي،دخاورې پي ايچ اوما لګينتوب هم مهم دي ځکه چې په ډيرلوړ(زيات قلوي)پي ايچ کې نباتات نه شنه کيږي. پي ايچ ښايې په ابي ايکوسيستمونوکې دژونديوموجوداتوپه انتشارکې ديوټاکونکی فکتوررول ولوبوي.هره نوعه دپي ايچ مطلوبه اندازه لري چې پکې خپل ژوندته دوام ورکولي شي په همدي اساس بايددابي حيواناتواوهمدارنګه دوچې ژونديوموجوداتولپاره پي اپچ نه ډير قلوي اونه هم ډيرتيزابي وي.په پراخه کچه صنعتي کيدنه اودفابريکوڅخه خاورې ياداوبو منابعوته دککړونکوخوشې کيدل په زياته اندازه پي ايچ ته تغيرورکوي چې له امله يې دژونديوموجوداتوژوندله ګواښ سره مخ کيږي.دخاورې مايکرواورګانيزمونه لکه بکتريا،فنجيان.،الجيان اوحيوانات لکه پروتوزوا،نيماتودونه اودځمکني چينجيان دخاورې جوړښت اصلاح کوي ،حاصلخيزي يې لوړوي اودهيومس په تشکيل کې مرسته کوي.نايتروجن نصبوونکې بکتريااوابي شنه الجای داتوموسفيري نايتروجن دنصب له لارې دخاورې حاصلخيزې لوړوي په همدې اساس دخاورې دترکيبي اجزاوڅخه په يوکې بدلون په ټولوباندې حيرانونکې اغيزي لري

دخاورينوفکتورونواهميت[سمول]

هغه څه چې مخکې يادونه وشوه داڅرګندوي چې دسيمه ايز فکتورونوله ډلي څخه خاورين فکتورونه ډيراهميت لرونکې دي.دافکتورونه دوني دډيري مهمي برخي(ريښو)دودي لپاره چاپيريال برابروي.تخمونه په خاوره کې ټوکېدنه کوي.دنيالګيوريښي په خاوره کې ننوځي ترڅوله يوي خواوده کوونکې نباتاتوته کلکوالي ورک کړي اوله بلي خوادهغي لپاره غذايې مواداواوبه برابريکړي.که چېرته خاوره داسې وي چې دسختي طبقي(Hard pan)له امله پکې ريښي ښکته تللي نشي اوياهم خاوره ورته کافي اوبه اوغذايې موادبرابرنه نشي کړي،ونه ښايې مړه شي.دغذايې موادواواوبوپرته خاوره دريښولپاره هوا هم برابروي.څنګه چې ريښي دهواپرته ژونداوفعاليت نه شي کولای،نوله همدامله دخاورې تهويه نباتاتوژوره اغيزه لري.څرنګه چې خاوره دنباتاتولپاره اويه اوغذايې موادبرابروي،ټولي فزيالوژيکې پروسي يې هم ددي پواسطه کنتروليږي.خاوره دونوپه سايز،هغوي دودي په اندازي،دځنګلونواوونوحاصل اودهغوي په طبعي(Regeneratiaon)اغيزه کوي.

توپوګرافيکي فکتورونه[سمول]

(Topographic factors )

ارتفاع(Altitude)[سمول]

ديوي ساحي لوړوالي هم په تودوخه اغيزه کوي.ليدل شوچې به غرنيوسيموکې تر1500 mلوړوالي پوري پورته خواته په هر270mتګ سره په منځني تودوخه کې1 cکموالي راځي چې تر1500mڅخه اخوادتودوخي کموالي هم چټک کېږي.دهندداترپرديش ايالت مظفرنګراونيني تال،دهيماچل پرديش ايالت شمله اودپنجاب ايالت جالندرچې ټول په يوعرض البلدکې واقع دي،په منځنې تودوخه کې څرګندتوپيريواځې دهغوي دمتفاوت لوړوالي له امله دي

په تودوخه باندي دارتفاع اغيزې[سمول]

دارتفاع په زياتيدوسره هوا پاکه اوتازه وي.همدارنګه دهواکثافت کم وي نوځکه دلمردوړنګو جزب يې هم کم وي.چې له دي څخه داسې نتجه اخيستل کېږي چه دارتفاع په زياتيدوسره تودوخه راټيټږي.عموماتر۱۵۰۰متروپورې په هرو۲۵۰متره پورته تګ سره په منځنې تودوخه کې (۱)سانتي ګرد کموالي راځي.دبادچلنددلوري په نسبت دبادمقابله لوري باندي زيات ښکاره کېږي.څرنګه چې لوړوالي په حرارت تاثيرکوي چه دلوړوالي په زياتيدوسره حرارت راکميږي.ټول ژوندي موجودات دتودوخې مختلفودرجوته اړتيالري.هره نوعه دژونديوموجوداتويوه خاصه تودوخه خوښوي.ترڅوورته دژوندشرايط برابرشي.کله چې دتودوخې درجه دهغي درجي چه ديوژوندي موجوددنوعی لپاره مناسيب وي ښکته اوياپورته شي نودغه انواع چه ددي هوا سره مقاومت نشي کولاي دمنځه ځي اوپرځاي داسې انواع منځته راځي چې ورته نوې دحرارت درجه مناسبه وي چې داکاردغرنيوسيموپه نباتاتوکې دارتفاع په اساس دزون بندی سبب کېږي ====باران باندې دارتفاع اغيزې==== داسې اټکل کېږي چې په هواکې داوبودبخاراتونيما يې برخه (۲۰۰۰(ميتره ارتفاع څخه ښکته او۳/۴برخه د۴۰۰۰متره ارتفاع څخه ښکته وجودلري نوپه دي اساس هغه غرونه چې ډيرلوړموقيت لري دموسيمي بادونوپه وړاندي مانع ګرځي چه په نتجه کې هغه بادونه چه داوبوبخارات لري پورته خواته هدايت کوي اوبياپه لوړوارتفاعاتوکې سړيږي اودبارن سبب کرځي.که چېرته غرونه لوړ وي نوباران دبادسمت په لوري اوکه ټيت وي په مخالف جهت وريږي. دلمرپه وړانګوباندي دارتفاع اغيزې(Effects of altitude on solar radiation) هغه ساحه چې ارتفاع يې زياته وي صافه اوتازه هوالري.دلمروړانګې دټيټې ارتفاع په نسبت په لوړوارتفاعاتوکې دلمروړانګې د اتوموسفيرڅخه تيريږي نوپه نتجه کې ويلۍ شوچې دارتفاع زياتيدوسره دلمروړانګې هم زياتيږي.په دي اړهDavos(منځنې)اروپالخواترسره شوي چې دغه کتنهchampionاوsethله خوا نقل شوۍ ده په لاندي جدول کې ليدل کېږي. ارتفاع په متر ۱۰۰ ۵۰۰ ۱۵۰۰ ۴۰۰ دلمروړانګي Cal/c2m/min ۰.۸ ۱.۲ ۱.۴ .۱.۶

کله چې دلمردوړانګې دخپل حدڅخه زياتې شي نوپه نباتاتوباندې بدی اغيزې لري.دمثال په ډول نباتات ټيټ قدي وي.خودنباتاتودريښوپراخوالې سره مرسته کوي. دافغانستان په ختيځو ځنګلونو کې دارتفاع په اساس د ونو زون بندي دافغانستان د ختيځ زون ځنګلونو کمربندو نه په لاندی ډول دي. شماره ارتفاع پښتونوم Botanical name ۱ ۳۰۰۰-۳۲۰۰ واښه Alpine Herbs ۲ ۱۰۰۰-۲۵۰۰ اوبخته Juniperu communis ۳ ۲۳۰۰-۲۵۰۰ سرپ Picea smithiana ۴ ۱۸۰۰-۲۳۰۰ نښتر Pinus wallichiana ۵ ۲۱۰۰-۲۸۰۰ لمنځه Cedrus deodara ۶ ۱۳۰۰-۲۱۰۰ څيړۍ Quercus balloot ۷ ۱۳۰۰-۲۱۰۰ ګورکره Reptonia boxifolia ۸ ۱۶۰۰-۱۸۰۰ غوړاسکه Dodonia viscosea ۹ ۱۴۰۰-۱۶۰۰ پلوسه Acacia modesta ديادونې وړده چې دغه ترتيب د ښکته څخه پورته خواته ځي

ميلان (slope)[سمول]

ميلان داوبوپه جريان اوزهکشي اغيزه کوي اوله دي لاری دخاورې د رطوبت په اندازي پوری اغيزه لري.ديوي عمومي قاعدي په توګه هرڅومره چې ميلان زيات(ځوړ)وي،داوبوجريان زيات اوزهکشي ښه وي.په همدي اساس دغرونودميلانونواوکم ميلان لرونکوهمواروسيموخاورې چې دغرونوپه بيخ کې واقع وي،ښه زهکشي لري پداسې حال کې چې بالکل همواري سيمي زهکشي نه لري. ميلان دخاورې په تخريب اوژوروالي هم اغيزه کوي عموما هرڅومره چې ميلان زيات وي په همغه اندازه داوبوپواسطه تخريب زيات وي ځکه چې دميلان زياتوالي داوبودجريان سرعت اودهغي دتخريب قوه زياتوي.کچېرته تخريب هم موجودنه وي،اوپه زيات ميلان لرونکوغرونوکې تشکېل شوی خاوره دخپل وزن له امله ښکته خواته حرکت کوي اونسبتاکم ميلان لرونکوسيموکې اويادغرونوپه بيخ کې په همواروځمکوکې ځاي پرځاي کېږي.همدالامل دي چې په غرونوکې دخاورې ژوروالی دميلان په زياتوالي سره په معکوس ډول توپيرکوي مکرهمواری سيمي او درې عموماژوري خاورې لري.څرنګه چې دغرونودخاورې پورتني طبقه دباران اواوبوپواسطه مينځل کېږي دداډول خاورودهيومس اندازه دهمواروسيمواودرودخاوروپرتله ټيټه وي ځکه چې په دي ورستيويادوشووسيموکې هيومس لرونکې خاورې ځاي پرځاي کېږي.

دلمرپه وړانګواوبادونوباندې دميلان اغيزې[سمول]

(Effects of slope on insolation) توپوګرافي يوداسې جوړښت دی چې زيات تغيرات په کې رامنځته کيږي چې دغه تغيرات په تودوخې ، بادونو،لوړوژورواوميل پوري اړه لري چې ځمکه کې په ليتوسفير،اتموسفيراوهايدروسفيرکې واقع کيږي همدا ميل دی چي دبادونواواوبو حرکت يوې اوبلې خواته هدايت کوي..اوهمدارنګه ميل دلمرپه وړانګوباندې هم زيات اغيزه لري کله چې ارتفاع زياتيږي ورسره دلمردوړانګوشدت هم زياتيږي چې په مقابل کې دهوا په کثافت اوجذب کې کموالي منځ ته راځي چې دتودوخې درجه په تدريجي ‌‌ډول ټيټږي همدا لامل دي چي دکابل اوننګرهار دتودوخې په درجه کې څرګندتوپيرليدل کيږي همدارنګه هغه توپوګرافي چې دميل پواسطه په غرونوکې واقع شوي وي دبادونوپه جريان اوسرعت باندې اغيزه لري هغه ساحې چې ميلان لرونکې وي په اوړي کې دګرمو بادونودچليدوپه اساس دتودوخې درجه لوړه وي اوپه ژمي کې يې دتودوخی درجه ډيره ټيټږي چې په اکثره ځايونوکې يخ وهنه رامنځ ته کيږي نوهغه ډ ول ځنګلونه چې پدې ډول ساحوکې واقع وي قدونه ېې ټيټ ،ښا خونه يي لنډ اووده يي کمزورې وي.

دخاورې په ثبات باندي دميلان اغيزې[سمول]

(Effects of slop on stability of soil) ميل هغه فزيکې کميت دي چې دهغه په اساس باد،اوبه ،خاورې ،شګې اونورمواددځانه سره وړي چه په دغه موادوکې عضوي اوغيری عضوي منرالي مواد وجودلري چه دخاورې مختلفي اجزاوي دخاورې په ثبات کې موثر رول لوبوي هغه خاورې چې رطوبت يې کم وي سختې اوکلکې وي اوهرڅومره چې رطوبت زياتيږي خاورته دماتيدوثبات وربخي .همدارنګه دخاورې ثبات دنبات لپاره ډيراهميت لري.ځکه چې همدا دخاورې ثبات دي چې دنبات ريښوته په ځمکه کې دنفوذ قابليت ورکوي.همدارنګه دځمکې دطبقوپه تشکېل کې ميل دپام وړاغيزي لري.چه په ځمکه کې مختلف هورايزونونه ځاي پرځاي کړي دي چې دنباتاتومختلفي نوعی تري استفاده کوي.

دميل اغيزې داوبوپه حرکت باندی[سمول]

(Effects of slope on water movement and ground water level) ميل هغه عامل دی چې دځمکې په سطحه داوبوحرکت اوهمدارنګه دځمکې لاندي اوبوحرکت باندی اغيزې لري.کله چې اوبه دځمکې په سطحه حرکت کوي دځمکی دجازبې قوې په اساس ښکته کشول کېږي.يواځيني لامل يې ميل دی چه اوبه دجازبي دقوي څخه ساتي اودځمکې په سطحه داوبودسرعت باعث کېږي.اوکله چې دميل اندازه کميږي ځمکه کې دجازبې قوي په اساس جذب زياتيږي چه په نتجه کې د واټرټيبل سطحه لوړيږي.اوهمدارنګه دواټرټيبل دميل اودخاورې په جوړښت پوري اړه لري چه په کلی خاوروکې په کمه اندازه اوپه شګلنوخاوروکې په زياته اندازه دواټرټيبل يوځاي کېږي.په هغوساحوکې چې داوبوسرعت کم اوجذب يې زيات وي نودواټرټيبل سطحه يې هم لوړه وي.خوبرعکس چېرته چې سرعت زيات اوجذب کم وي نودواټرټيبل سطحه يې ټيټه وي لکه په غرنيوعلاقوکې. د غرونو اړخ او لوڅيدنه ( Aspect or Exposure of mountains) د غرونو اړخ له هغه استقامت يا لوري په ډول تعريفيږي چې ميلان ورته مخامخ وي . بل لوري ته لوڅيدنه ( Exposure) د تخريب د شرايط خصوصآ د لمر او باد سره يوي ساحې د اړيکې څخه عبارت دي . اړخ او Exposure د هغه وړانګو او بادونو اندازه ټاکې کوم چې د يو غره د ميلان په واسطه ترلاسه کېږي . د جنوب لوري ميلانونه عمومآ د شمالي لوري ميلانونو په پرتله نسبتا ګرم وي . د شمالي او جنوب لوري ميلانونو کې د تودوخي دا توموسفير اکثره په لوړو ارتفاعاتو کې په مختلفو نباتاتو د مينځته راتګ لامل ګرځي په همد ی اساس ديوي داسې درې کوم چې د ختيځ څخه لويديځ خواته واقع وي دواړه ميلانونه ښايې د ميلان په جنوبي اړخ دديوداری ځنګلونه د شمالي اړخ دصنوبر (fir) او سرپ (spruce) ځنګلونه لري که څه هم چې ارتفاع يې يو شان وي . په لنډو الفاظو کې ويلي شو چې په هماليا کې په شمالي سړو اړخونو کې د ونو انواع د خپلي عادي اندازې څخه په ټيټه ارتفاع کې او په جنوبي ګرمو اړخونو کې د عادي اندازي څخه په لوړارتفاع کې وده کوي که څه هم ختيځ او لويديځ لوري يو اندازه د لمر وړانګي اوبادونه ترلاسه کوي خو بيا هم د تودوخې اغيزه ډيره مختلفه ده . د ختيځ لوري ميلان د ورځې په لومړي برخه کې په داسې وخت کې د لمر په وړاندې قرار نيسي چې د هوا تودوخه لا په کافي اندزه لوړه شوي نه وي او په همدې اساس پراخه او هم ښايي په نباتاتو کې موجود ه وي او يا هم د خاورې

تودوخه د کنګل کېدو د نقطي څخه ټيټه وي همدا لامل دي چې په ټيټه تودوخه کې د سهار دلمر سره د نباتاتو مخامخ کېدل کله چې د خاورې رطوبت د کنګل کوونکې سړې شپي وروسته لا ويلی شو ې هم نه وي د نيالګيو د مړني سبب کېږي بل لوري ته د لويديځ لوري ميلان هغه وخت لمر ترلاسه کوي کله چې دهوا تودوخه پوره ګرمه شوي وي همدا لامل دي چې لويديځ اړخ د غرمې د لمر وچونکې اغيزي ويني خو دلته بيا د يخوهنې له امله زيان هيڅ وجود نه لري.

جنوب ختيځ او جنوب لويديځ اړخونه ددي دواړو حدونو ترميځ واقع وي خو جنوب لويديځ اړخ يې تر ټولو ګرم اووچ دي، د شمالي اړخونو په پرتله په جنوبي اړخونو کې د رڼا شدد د۱.۶ څخه تر ۲.۳برابره پوري زياته وي.. د زياتو وړانګو او بادونو له امله د Evaporation له لاري د رطوبت ضايع د شمالي اړخ په پرتله په جنوبي اړخ کې دوه برابره ده له همدي امله جنوبي اړخونه عمومآ د سړو او مرطوبو شمالي اړخونو په پرتله وچ وي نو ويلي شو چې د شمالي او جنوبي اړخونو په بادونو، وړانګو، Evaporation، او د خاورې په رطوبت کې توپير په دواړو اړخونو کې د مختلفو نباتاتو دمينځته راتګ سبب کېږي .شمالي ميلانونو عمومآ د جنوبي ميلانونو په پرتله کوم چې په شديدو شرايطو کې په بشپړ ډول لوڅ وي ، ښه ځنګلونه لري.

دغرونولړۍ[سمول]

(Direction of mountains) ابن سينا غرونه داسې تعريف کړي:چې غرونه په لومړيو وختونوکې دتکتکي فعاليتونواوزلزوپه نتجه کې رامينځته شوي.چه نړي کې په زياته پېمانه غرونه موجوددي چې ترټولو لوړ غرونه په هند کې دهماليا غرونه دي چې ترټولو لوړه څوکه يې ايورست نوميږي همدارازپه افغا نستا ن کې ترټولو لوړغردهندکوش غردي چې لوړه څوکه يې تيرا جميرنوميږي.غرونه دانسانانوپه ژوندکې مهم رول لوبوي چې داقليم په ښه کېدوکې،دباددجريان په کميدو کې اوهمدارنګه دملک دسرحداتوديرغل مخنوي کوي.دسوخت اواسبابولرګې ترينه لاسته راځي،اوپه غرونوکې ډبري، يخچالونه،چېني اومعدنونه موجودوي.نودغرونولړې په بادونواو اورښت باندي اغيزي له لاري تودوخه هم تراغيزې لاندي راولي.څرنګه چې دباد دلوري(Windward)ميلانودمونسوني هواګانوڅخه زيات اورښتونه منځته راوړي.دوي دباد دمقابل لوري(Leeward)دميلانونو په پرتله ټيټه تودوخه لري.دغرونوميلانونه چې دلمر وړانګي په عمودا لګيږي دهغه ميلانونوپه پرتله چې ګرم وي دلمروړانګې پري په مايل ډول لګيږي.همدالامل دي چې دشمالي نيمي کری دغرونو دجنوبي لوري ميلانونه دشمال لوري دميلانونوپه پرتله ګرم دي.

ځنګلي خاوره[سمول]

(forest soil) ځنګلي خاوره دځمکې دسطحې دهغي برخې څخه عبارت ده کوم چې دځنکلي نباتاتودتغذي لپاره ديووسط په ډول دنده سرته رسوي منرالي عضوي موادلري،دهوااواوبودمختلفواندازوپه واسطه ډک شوي چې ژوندي موجودات پکې ژوندکوي. ځنګلي خاوره دسطحې موادوديوي فعاله طبقي څخه عبارت ده کوم چې داقلمي شريطو،مورنيوموادو،توپوګرافي اونباتاتودشرايطوسره دځان عيارولودپروسولاندي په ثابت ډول بدلون اوانکشاف کوي.

دخاورې تخريب اودخاورې تشکېل پروسي[سمول]

( Process of soil formation and weathetring ) . ډبري اوهغه تجزيه اوتخريب شوي موادجي داوبو،باداويخچالونوپه واسطه انتقال شوي وي دخاورې دتشکېل لومړني موادبلل کېږي.دتخريب اوتجزيې ياودرينګ فزيکې،کېمياوي اوبيولوژيکې پروسي ډبري اومنرالونه په ساده موادوتجزيه کوي نوموړي موادياخوپه يوځاي کې راټوليږي اوياهم شاوخوانوروځايونوته انتقاليږي اودخاورې په جسم کې اعلاوه کېدونکو،ضايع کېدنکو،انتقاليدونکواوبدليدونکوموادوپه شکل دخاورې په لومړنيوموادوبدليږي.دخاورې دتشکېل د پروسو(Pedogenic processes)نوعيت،اندازه اوشدت دخاورې تشکېل دپنځه ګونوعواملويعني لومړنيوموادو،اقليم،ژونديوموجوداتو،توپوګرافي اووخت په واسطه کنتروليږي دنوموړوعواملو له متقابل عمل څخه دخاورې مختلفي نوعي منځته راځي. دتخريب اوتجزيه عمليې(weathering)ودرينګ داتموسفيري شريطولاندي په نسبتاثابتوشکلونوباندي دډبرواومنرالونودتخريب اوتجزيې عمليه ده.يادډبروهغه کېمياوي اوفزيکې تعيرات چې دځمکې پرمخ يا دځمکې مخ ته نږدي اتموسفيردعواملوپه واسطه منځته راځي دودرينګ په نامه ياديږي.نوموړي عملي اصلي ډبري (parent rock)دخاورې په لومړنيوموادوبدلوي.ودرينګ دلومړنيوموادوله رامينځته کېدووروسته نه دريږي بلکې په حقيقي خاوره(AاوB هورايزونو)کې ياهم ترهغه لاندي پهC هورايزون کې ادامه مومي.دتعاملاتو(دپورتنيوعمليو)شدت اوکېفيت فرق کوي اودتودوخې په درجه،رطوبت اوبيولوژيکې فعاليتونوپورې اړه لري.دخاورې په انکشاف کې دوه ډوله ودرينګ(Geochemical)او(pedochemical)ليدل کېږي..

دخاورې دتشکېل عوامل[سمول]

Soil formation foctors)) دخاورې دتشکېل دعواملوپيژندل دخاورې ترمنځ داړيکودڅيړلواودخاورې دمختلفونوعوترمنځ توپيرونودبيانولولپاره يوسستماتيکه طريقه برابر وي.دخاورې دتشکېل پنځه عوامل عبارت دي له:لومړني مواد،اقليم،ژوندي موجودات اوتوفوګرافي.هريوله دغوعواملوڅحه په جلاتوګه پرخاوره خپلي اغيزي لري.په زياتروحالاتوکې ذکرشوي عوامل کېداي شي يوله بل سره تړلي وي.مثال په ډول ژوندموجودات ممکنه ده داقلم تراغيزي لاندي وي.په ځينووختونوکې اقلم کېداي شي تغيرونکړي مګرژوندموجودات فرق کوي.دمثال په ډول هغه په علفي نباتاتوپوښلي سيمي اوځنګلونه چې څنګ ترڅنګ پراته وي ديوشان اقلم تراغيزې لاندي دي مګرنباتات اوحيوانات نفوس په دواړوځايونوکې يوله بله توپيرلري په دغسي حالاتوکې ژوندي موجودات کېداي شي يوله بله ګوښه تاثيرات ولري.دخاورې دتشکېل عوامل په لاندي ډول دي.

لومړني مواد[سمول]

(Parent Material) لومړني مواد هغوکلکوياسست شووموادته ويل کېږي چې خاوره تري انکشاف کوي.دخاورې دپروفايل له ښکته خواشروع کېدونکې طبقه ياCهورايزون چې له حقيقي خاورې يا سولم لاندي پروت دي معمولادلومړنيوموادوپه حيث پيژندل کېږي.اماپه ځينوحالاتوکې مثلادبادپه واسيله له انتقال شووموادوتشکېل شووخاوروکې داصددق نه کوي.دځوانوخاوروخواص ترزياتي اندازي په لومړنيوموادوپوري مربوط دي.حتي په وچوسيموکې زړي خاورې هم دلومړنيوموادوتراغيزي لاندي دي لومړني مواد په کلکو ډبرو او دمخلفو عواملو (لکه ابو ، يخ ،جذبي قوي اوباد )په وسيله انتفال شوي سستو موادو باندي تقسميږي. لومړني مواد کېدي شي ځاي پرځاي (لکه سپرولايت يا ريګولايت) ډبرو له تجزي او تخريب څخه لاسته راغلي وي .

اقليم[سمول]

(Climaet) اقليم دخاورې دتشکېل ترټولومهم عامل بلل کېږي.اقليم ديوکال په موده کې ديوي ځانګړي ساحې لوړاومتوسط جوي شرايط دي چې دتودوخې،اورښت، اونورومنرالوجيکې تغيراتوپه واسطه ټاکل کېږي.اقليمي عوامل ډيرمغلق دي چې ديوواحدعددي قيمت ورته نشي وضع کېدای.رطوبت اودتودوخې درجه داقليم دوه هغه برخی دي چې دخاورې دخواصوپه کنترول کې مهم رول لوبوي. ژوندي موجودات(Organism) ژوندي موجودات دلومړنيوموادومختلفي نوعې مختلف نباتات حمايه کوي.دهسپانی په ميريداکې دخاورې ديوي سروي په جريان کې بلوط زياتره په ګرانيټ ډبرواوزيتون نبات په(Granodiorite)باندي ليدل کېږي.په عمومي توګه خاوره چې هرڅومره زړيږي دريښوپه ساحه کې چې دنباتاتومختلفي نوعي حمايه کوي،زياتره تغيرات لکه دعضوي موادوفعاليت،وينځل کېدل،دمنرالونوتجزيه،فزيکې اوکېمياوي تغيرات مينځته راځي.دنړۍ اقليمي زونونه مختلف نباتات لري:په ګرمومنطقوکې ګڼ ځنګلونه،په معتدله مناطقوکې دکالفورنيا،په نيمه وچواونيمه مرطوبوسيموکې ټيټ اويالوړقدي ګراسونه،اوپه صحرايې سيموکې اغزي لرونکي بوټي دخاورې دتشکېل ښکارندوی دي. وخت(Time) دخاورې دتشکېل زياتره عمليې په وخت پوري تړلي دي،نوله دې امله دخاورې دپروفايل زياتره خواص هم په وخت پورې مربوط دي.وخت په خپله هيڅ نه کوي بلکه يوداسې عامل دي چې دهغه په وسيله په خاوره کې نورعوامل څرګنديږي.دخاورې اووخت ترمينځه اړيکې دخاورې عمر،دانکشاف نسبي مرحلې اودتشکېل اندازی ته په پام سره څيړل کېداي شي.دخاورې دهورايزونواوپروفايل مطلقه وخت ټاکل:دخاورې پرتشکېل باندي دوخت دتاثيراتودټاکلولپاره په پروفايل کې دتعاملاتودمودې اواندازې معلومول ضروري ګڼل کېږي.په عمومي صورت سره دخاورې دتشکېل اندازه دوخت په تيريدوسره تغيرمومي.دځوانوخاورو خواص دزړوخاوروپرنسبت په ډيره چکې سره بدليږي.ديوې ټاکلي پروسې شدت هم دوخت په اوږدوکې تغيرمومي.

دخاورې پروفايل[سمول]

(Soil profile) دخاورې عمودي حصه چې پرټولوهورايزينوغځيږي اودخاورې لومړنيوموادوته رسيږي دپروفايل په نوم ياديږي ياپه بل عبارت خاورې عمودي مقطع چې دخاورې له سطحې څخه ترلومړنيوموادوپوري دخاورې دکېندلوپه نتيجه کې رالوڅيږي دخاورې پروفايل تشکېلوي.دخاورې پروفايل دمختلفوافقي طبقو(هوريزونونو)څخه تشکېل شوي دي (دخاورې عمودي مقطع چې دخاورې له مخې څخه شروع کېږي اودخاورې په لومړنيوموادوختميږي دخاورې دپروفا يل په نامه ياديږي.دخاورې پروفا يل دمختلفوافقي طبقوڅخه چې دهوريزونوپه نامه ياديږي تشکېل شوي دي )چې په لاندي ډول دي

هورايزون يا طبقه[سمول]

(A-Horizon) : منرالي هورايزون دي چې د سرنې خاورې (Top soil) په نامه هم يا ديږي اوزيا تره وخت د خاورې سطحه جوړوي اويا هم د (O) هورايزون لاندی تشکېليږي .

B - هورايزون  يا طبقه (B-Horizon):دغه هورايزون لاندينۍ خاورې په نامه هم ياديږي .ترA،E،O،هورايزونونو لاندی دCهورايزون پرسرتشکېل شوي دي                     .

C- هورايزون ياطبقه(C-Horizon):دBهورايزون لاندي واقع ده اودمنرالي موادوڅخه جوړشوي دي اودخاورې دتشکېل دعمليوپواسطه ډيرلږمتاثره شوي.پدي هورايزون کې دژونديوموجوداتوفعاليت نه ليدل کېږي .

 E - هورايزون ياطبقه(E-Horizon):دايومنرالي هورايزون دي چې سليکېتي کلی،اوسپنه،المونيم،ترکېب يې دلاسه ورکړي وي اويوازي دسليټ اوسنډ زري پکې پاتي وي.

-O هورايزون(O-Horizon):هغه طبقه ده چې عضوي مواديې دمنرالي موادوپه پرتله زيات وي. R- هورايزون ياطبقه(R-Horizon)داهورايزون ياطبقه دکلکوډبروبستردي چې دخاورې لاندي وجودلري.

خاورې ترکيب[سمول]

i Soil composition)) خاوره دکوچنيو زراتودمجموعي څخه عبا رت ده چې د تخريبي اوترميمي عمليوپه نتيجه کې منځته راغلي وي کوم چې طول عرض اوضخا مت ولري . دخاورې ياsoilکليمه ديولاتيني کليمي solumڅخه اخستل شوي چې دځمکې يا خاورې معنی ورکوي اوديوطبعي جسم يا موادوڅخه عبارت دي چې دعمودي طبقو(profile) په شکل دمختلفومخلوطو؛عضوي او غيري عضوي(تيږواومنرالونو) تجزيه شوي مواد ودتعميراوتخريبي عواملوپه نتيجه کې رامنځ ته کېږي اودځمکې پرمخ يې يونازکه قشرتشکېل کړي چې دبوټود رشداونموداوبو؛هوااوغذايي موادوپه موجوديت کې برابر وي. څنکه چې خاوره دکرنې اوغذايي موادوڅخه پرته په ځينونورومختلفوڅانګوکې لکه ساختمان جوړونه سرک جوړونه اوکانونو په راويستنه کې ترينه استفاده کېږي نوهرڅوک يي دخپل دنظره تعريفوي مثلا:دهقانان خاوره دنبات هستوګنځې بولي. دساختماني انجينرله نظره خاوره دسرکونواوتعميرونوجوړولواساسي مواد دي اودمعدن انجنيرورته ميده ميده تيږي وا يي. دساينس علماووله نظره:خاوره ديوطبعي جسم څخه عبارت ده چې اوږدوالي اوپنډوالي ولري چې دتخريبي(Destructiv)اوتعميري(Constructive)عواميلوترتاثيرلاندي مينځته راغلي وي. خاوره دڅلوروعمده اجزاووڅخه جوړه شوی ده . (۱) ۴۵ فيصده منرالونه ياغيرعضوي موادلري . (۲) ۵ فيصده عضوي موادلري . (۳) ۲۵فيصده اوبه لري . (۴)۲۵فيصده هوالري. . . دنبات لپا ره په خاوره کې مناسب لمده بل هغه وخت وي چې دخاورې خاليګاوي تقريبا نيمايي داوبوپه واسطه اونيمايي دهوا په واسطه ا شغال شوي وي داوبواوهوانسبتي اندازه زياتره وخت دتغيرپه حالت کې وي يعني کله چې دباران اندازه زياته شي نواوبه زياتيږي اوهواپکې کميږي برعکس که چېرته باران دزيات وخت لپارونشي نوهغه اوبه کوم چې په خاوره کې وي تبخيريږي چې داوبواندزه کميږي اودهوااندزه زياتيږي په عمومي ډول سرنې خاورې زيات عضوي مواد،ډيرې خا ليګاوي لري اولږلمدبل لري بلکې لاندني خاورې لږعضوي موادلري،لږي خاليګاوي او ډيرلمده بل لري..

دخاورې زرات ياټکسچر[سمول]

(Soil texture) دخاورې ټکسچردخاورې دځانګړوزروپر اندازي باندي دلالت کوي ياپه بل عبارت دخاورې ټکسچردهغومنرالي زراتوله اندازې څخه عبارت دي کوم چې دخاورې په نموکې ليدل کېږي دخاورې ذ ري دلومړنيوموادو(‌‌ډبرو)دنوعې اودودرينګ ددرجي په ارتباط مختلفی اندزی لري هغه خاو رې چې له زيږولومړنيوموادومنځته راغلي وي معمولازيږه يا(Sandy)سټرکچرلري،په داسې حال کې چې له پستوډ برو(Shale)منځته راغلې خاورې بيا کلی سترکچرلري. دخاورې دټکسچرتعريف:دخاورې دزراتو(Soil separates)يعني سنډ،سيلټ اوکلې نسبتي اندازي ته ټکسچرويل کېږي دخاورې دټکسچرلپاره هغه منرالي زري چې دوه ملي متره قطرولري په نظرکې نيول کېږي اوهغه منرالي زري چې دوه ملي متروزيا ت قطرلري دخاورې جز نه بلل کېږي. دخاورې جوړښت ياسټرکچر(Soil structure) . دخاورې زرات په مختلفوشکلونوسره يوځاي کېږي اومعمولاګوښه نه پاتې کېږي.دخاورې سترکچردخاورې دزراتوترتيب اوتنظم دي چې په نتيجه کې يې دتشکېل دعمليو(Pedogenic processes)په وسيله اګريګيټونه تشکېليږي.دخاورې دسټرکچردتعينولوغوره وخت هغه دي چې خاوره وچه اوکمه اندازه لمده بل ولري.دخاورې سټرکچرتعينول بايدپه لمدوخاوروکې ترسره نشي اودخاورې تروچېدوپوري بايدوځنډول شي.دخاورې دسټرکچرتعينولوپه موښه ددي پرځاي چې سټرکچرملاحظه شي بايديوبرخه خاوره دپروفايل دمختلفوهورايزونونوله برخوڅخه واخيستل شي.دخاورې سټرکچرداګريګيټونوداندزې اودرجې اونوعی پراساس تعينيږي.

دخاورې عضوي مواد[سمول]

(Soil organic) دهغه غذايې موادوڅخه عبارت دي چې منبع اومنشاه عضوي موادجوړوي اوددغه غذاعمده مثالونهAnimal manure،Green manureاونورتشکېلوي.عضوي . .مواددحيواناتواونباتاتودپاتي شونوڅخه عبارت دي چې دخاورې فعاله . جزتشکېلوي.معمولاکرنيزي خاورې1-5فيصده پوري عضوي موادلري

مګردافغانستان په شرايطوکې دعضوي موادواوسط حديوفيصدلري ياهم کم دي.عضوي مواددخاورې فزيکې اوکېمياوي خواصوباندي اغيزي لري اودخاورې ميکرواورګانيزمونولپاره غذايې موادبرابروي.په کرنيزوخاوروکې دعضوي موادوموجوديت حتمي دي .ونې اونورنباتات دخاورې څخه اخيستل شوو غذايې موادولويه برخه دپاڼو،ښاخونو،پوستکې اونوروپه شکل بيرته خاورې ته ورګرځوي چې داټول مواددځنګل پرفرش غورځيږي اوپاتي شوني (Litter)بلل کېږي.Litterدځنګل په فرش باندي دعضوي مړوموادودپاسني طبقي څخه عبارت دي کوم چې تازه راپريوتي اويايواځي کمه اندازه تجزيه شوي وي

د خاورې ژوندې موجودات[سمول]

(soil organesim). . دانسانانوپه شمول حيوانات اونباتات دواړدژونديوموجوداتوعاملين تشکېلوي.نباتات دخاورې دتشکېل دعضوي موادودعلاوه کولو،دپروفايل دمخلوط کولو،دضروري عناصروددوران،دهايدرولوجيکې دوران دکنترول اوخاورې سترکچردثبات په وسيله متاثره کوي.دنباتاتودريښوترشحات اودعضوي موادوله تجزيي څخه لاسته راغلي مواددميکرواورګانيزمونولپاره دانرژي سرچېني اوغذايې مواددي ځيني ميکرواورګا نيزمونه لکه بکتريااوالجي په خاوره کې داتموسفيراونايتروجن نصبوي.

دخاورې اوبه[سمول]

(Soil water ) اوبه دخاورې يوه مهمه برخه ده چې دنباتاتودودي لپاره ضروروي کڼل کېږي .اوبه په نبات کې زياتي وظيفې ترسره کوي اوبه يومحلول کوونکې ماده ده چې دمنحلومعدني موادوسره يوځاي دخاورې محلول جوړوي کوم چې دنبات دغذايې موادويومهم وسط دي،دنباتي پروتوپلازم عمده تشکېلونکې برخه(۸۵-۹۵)فيصده اودفوتوسنتيزس لپاره ضروري ګڼل کېږي اوبه دبيولوژيکې تعملاتولپاره يوه ضروري ماده ده همدانګه . دحجرواوانساجودپړسوب(Turgidity)سبب کېږي .چې په نتيجه کې يې حجري اوانساج توانيږي ترڅوخپل شکل اودروښنايې داخيستلوترټولوغوره حالت وساتي.دخاورې اوبه دخاورې په تشکېل،تخريب.دسټرکچرپه ثبات.مقاومت اوهمدرنګه دمالګواومعدني موادوپه حرکت کې خورامهم رول لوبوي.مايکروارګانيزمونه دخپل ژونداوفعاليتونولپاره اوبوته ضرورت لري.دخاورې دهوااندازه اودغازونوتبادله په خاوره کې دموجودواوبوپه اندازې پورې اړه لري نوله دي امله دخاورې اوبه دميکروارګانيزمونوفعا ليت،دريښوتنفس اودخاورداکسديشن په حالت باندي مستقيم تاثيرلري داچې اوبه په خاوره باندي په اوړي کې يخ اوپه ژمي کې ګرم تاثيرلري نوځکه دخاورې تودوخې درجې په کنترول کې مهم کومک کوي.اوبه خاوره نرموي اودريښونفوذاوتوسعه اسانه کوي.همدارنګه په خاوره کې دري ډوله اوبه موجودي دي. (۱) (gravitational water)هغه اوبه دي چې دخاورې په غټوسوريوکې موجوديت لري اودجاذبي دقوي تراغيزې دغټوسوريوله لاري په ازاده توګه حرکت کوي اوله ساحې ضايع کېږي.ګرويټشنل اوُبه په خاوره کې دکم وخت لپاره پاتي کېږي اوداچې په ‌ډيره چټکې له سا حي لري کېږي نوپه ډيره کمه اندازه دنبات داستفادي وړدي. (۲) (Capillery water)هغه اوبه دي چې دخاورې دذراتوپرشاوخواديوفلم په شکل په کوچنيوسوريوکې موجودي وي دکپلري اوبوپه نامه سره ياديږي نوموړي اوبه دنبات داستفادې وړاوبوعمده منبع ده.کپلري اوبه دخاورې په سوريوکې دخاورو ددوو برخوداوبودپوتنشيل دتفاوت په نتجه کې حرکت کوي. (۳) (Hygroscopic Water)دهغواوبوڅخه عبارت دي چې دوچوخاوروپه وسيله له زيات نسبتي رطوبت درلودونکې اتموسفير څخه جذب شوی وي،هغه اوبه چې په خاوروکې دهواپه وسيله له وچېدوورسته پاتي کېږي،عالي نباتات نوموړي اوبه نشي جذب کولای ځکه چې دخاورودجامدوذراتوپه وسيله په قوي توګه جذب شوي دي.

خاورې هوا[سمول]

( Soil air ) په خاوره کې دمناسبي هواشتوالی دعالي نباتاتواونوروژونديوموجوداتودحياتي . فعاليتونولپاره ډيرضروري ګڼل کېږي ښه هوالرونکې خاوره هغه خاوره ده چې دنباتاتوريښي پکې ښه وده وکړي . .اودنوروژنديوموجوداتوحياتي فعاليتونولپاره داکسيجن مناسبه اندازه ولري اوبايدتل داتوموسفيراوخاورې ترمنځ دهوابد لون(air Exchange)جريان ولري . په خاوره کې دهوابدلون هغه وخت راځي چې دخاورې زهکشي حالت خراب وي په خاوره کې اوبه ولاړي اوياډنډوي اوياهم داچې دخاورې غټي خاليګاه د ځينوعواملوپواسطه لمنځه تللي وي .دخاورې په هواکې مختلف غازات لکه اکسيجن،نايتروجن،کاربن داي اکسا يدداوبوبخارات اونورشامل وي په عمومي ډول په خاوره کې داکسيجن اوکاربن داي اکسايدترمينځ معکوسي اړيکې وجودلري بايدوويل شي چه دخاورې په هواکې اکسيجن اوکاربن دای اوکسايد اندازه دکال دفصل دخاورې ډول اوپه خاوره کې دکرنيزو اوبيولوژيکې فعاليتونوسره تغيرخوري هرڅومره چه په خاوره کې دعضوي مرکباتوداکسيديشن لپاره زيات اکسيجن په مصرف ورسي په نتيجه کې په خاوره کې داکسيجن قلت اوکاربن داي اوکسايددزياتيدوسبب ګرځي.دکال په تاوده فصل کې خاوره کې دکاربني مرکباتواکسيديشن زيات وي په نتيجه کې کاربن داي اوکسايداندازه زياتيږي .اواکسيجن کميږي ولي دکال په ساړه فصل کې دا عمليه معکوسه وي .

دخاورې عکس العمل ياتعامل[سمول]

( Soil reaction ) دخاورې تعامل دخاورې کېمياوي شيانوڅخه دي اودنباتاتوعکس العمل ته وايې چې خا ورې په مقا بل کې ښايې او د خا ورې (ph) هم ورته وايې چې د خا ورې قلويت او تيزابيت درجه ښې .يا په بل عبارت پي ايچ په يو محلول کې د ها يدرجن د ايونوله منفي لوګاريتم څخه عبارت دي په محلول کې دها يدروجن غلظت په مول في ليټرباندي اندازه کېږي .PH=-LOGد خا ورې تعامل دزراعتي محصولاتو په توليد او منجمنټ کې ډيرارزښت لري خاورې کېماوي وضيعت هم کيدای شي د بيلابيلو خاورو پي ايچ۵. ۳څخه تر ۹.۵پورې توپيرکوي خود خاورې نورمال پي ايچ ۴.۵-۸.۵ پورېوي دهايد روجن ايون په خا وره کې د مايکرواورګانيزمونوپه فعاليتونواغيزه کوي خاوره دعکس العمل له نظره په لاندي ګروپونوويشل شوي (۱)acid soilياتيزابي خاورې:هغه خاوروڅخه عبارت دي چه(ph)يې له(۷)څخه کم وي. (۲)neutral soil يا خنثی خاورې:دهغه خاورو څخه عبارت دي چه(ph)يې(۷)ياهم(۶،۵-۷،۵)پورې وي . (۳)alkaline soilالقلي خاورې:دهغه خاوروڅخه عبارت دي چه(ph)يې(۷)څخه زيات وي. نباتات د خاورې د تيزابيت په وړاندې بيلا بيل عکس العملونه ښي چه ځيني نباتات تيزابي خاورې خوښوي خوځيني نوربياپه تيزابي خاوره کې ښه وده اوانکشاف نه کوي . دڅوکرنيزونباتاتولپاره دپي ايچ اندازه په لاندي ډول ښودل شوي ده

دخاورې تودوخه[سمول]

(Siol Temperature ) دخاورې تودوخي درجه په زياتره کېمياوي اوبيولوژيکي تعا ملاتوباندې اغيزلري دسانتي ګراددهرولسودرجوپه زياتيدو سره دکېمياوي تعاملاتواندازه دوه برابره کېږي.دخاورې دتودوخي درجه دعالي نباتاتوپه جرمنشن،دريښوپه ودې،اودنبات په بدني ودي باندي تاثير لري.دنباتاتودمختلفونوعولپاره دتودوخي درجه وجودلري چې ترهغه په ټيټ درجه کې جرمنشن صورت نه نيسي.دخاورودژونديوموجوداتوفعاليت هم دتودوخې ددرجي په وسيله متاثيره کېږي.دنوموړوموجوداتوهره نوعه دتودوخې په ټاکلي مناسبه درجه کې ښه وده کوي.دعضوي موادوتجزيه اودهيومس تشکېل،همدارنګه دکنګل اوويلي کېدوپه وسيله دخاورې فزيکې تجزيه اوتخريب هم دتودوخې په درجه پورې تړلي دي.همدارنګه نباتات دخپلي عادي ودي اوپه زړه پوري حاصلاتودپاره مناسبي تودوخې ته ضرورت لري زياتره کرنيزنباتات(۱۵-۴۰)سانتي ګرادترمنځ ښه وده کوي په لنډه توګه ويلاي شوچه دخاورې تودوخه په مستقيم ياغيري مستقيم ډول په خاوره کې دبيولوژيکې،کېمياوي اوفزيکې عمليواندازه ترخپلي اغيزي لاندي راولي.

                                                                  ==دخاورې پوښ==

داسې اټکل کېږي چې ځمکه کابو ۴.۵ بيليونه کاله مخکې تشکېل شوي ده ، د څوميلنونو کالونو په مود ه کې له تدريجي څړيدو څخه اتموسفير،هايدروسفير او ليتوسفير مينځته راغلي وي او ليتوسفير(د ځمکې قشر) او دهغه داخلي کتله پوښي . له هغه وخت راپه دې خوا د ځمکې پرمخ شرايط او حالت دنني حالت کوم چې ورسره بلد ياستو ، تر ډيري اندازې پوري يو شان دي په داسې حال کې چې د ځمکې شکل نه وو . ځکه چې د ځمکې تخريب حرکت او اتشفشانو جيلوجيکې پروسې په دوامداره توګه دځمکې مخ بدلوي ځمکې مرکزي برخه لااوس هم کمه ده دځمکې دمرکز ويلي شوي برخي (metal core) د تودوخې درجه ۸۰۰۰ سانتي ګريد ته رسيږي په عام مفهوم سره ليتوسفير د ځمکې کلکې سطحې (crust) ته ويل کېږي نه هم د کري ټولې داخلي برخې ته . د جامدي ځمکې ترټولو پاسني برخه چې دتخريب شوو ډبرو ،منرالونو او عضوي موادو څخه جوړ شوي وي ، دخاورې پوښ بلل کېږي.

سرچینې[سمول]

راټولوونکی ذاهدالله (نبي زاده)سید جماالدين افغان پوهنتون کرنې پوهنځی ځنګلونو او طبيعي منابعو څانګه ۱: – ځلاند ،وسيم الله . ۱۳۹۲ ه ش .سلويکلچر نوټ. کرني پوهنځی .سيدجمال الدين افغاني پوهنتون.کنړ. 1. Champion , H.G.and Seth , S.K.(1968).General silviculture for india.Natray Publishers . Dehradum , India . 2. WWW.google.com / search / Picture