په ځان کنټرول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دخپل ځان کنټرول او د ۷ افزارو یا وسایلو په ذریعه له ستونزمنو خلکو سره د جوړجاړی چلند – Dealing with Difficult People د خوښې تیوري یوازې تاسې دا نه در زده کوي چې خلک ولې فریاد کوي، په نورو نیوکه کوي، شکایت کوي، د نورو کمزورتیا لټوي او یا په نورو تور لګوي. دا تیوري دا هم تاسې ته در زده کوي چې څرنګه له دې ډول خلکو سره ژر او په موثره توګه جور جاړی وکړو. د خوښې د تیوري ۷ کلیدي بنسټیز اصول دلته په دې ۷ اصولو کې تاسې د دې ډول خلکو په اړه مالومات او له دوي سره د جوړجاړۍ د طریقې بنیادي چلند زده کولای شی. ۱- ته د ذهن او بدن د جنتيک اړتياوو سره پیدا شوی ېې. ځنې خلک باور لري چې ذهن او بدن خپله کې وصل دي خو حقیقت دا ده چې یوازې وصل ندي بلکه دواړه ذهن او بدن د یوه سیستم برخې دي. ستا د لاس ګوتې دغه اړتیاوې سمې تشریح کولای شي ستا غټه یا ګته ګوته د بدن اړتیاوې په ګوته کوي او نورې ګوتې د مغز اړتیاوې په ګوته کوي.


د انځور ژاباړه : ستاسې د ذهن اړتیا : ازادي لرل، واک یا قدرت لرل، مینه ورکول او بېرته اخیستل، تفریح یا ساتیري ستاسې د بدن اړتیا : هوا یا اکسیجن، فزیکی او ارواهي محافظت، خواړه، اوبه، جنسي اړیکې، ځان ستړی کول، ارام کول

په جنتیکي لحاظ ته تل هڅه کوې چې دغه اړتیاوې په منظمه توګه پوره کړې او یا ېې تر لاسه کړې او هر چلند چې ته غوره کوې د دې د لاسته راوړنې ښودنه کوي. او کله چې ته دغه اړتیاوې تر لاسه کړې خپله بقا یقیني کوې.

۲- د ارزښتونو یو سیستم جوړول تر څو د لاسته راوړلو لپاره ېې ځان وهڅوې له خپلې تجربې په غیرې شعوري توګه ته داسې یو خیال په ذهن کې جوړوې چې ستا نړۍ تاته بې له درده او له ارامه ډکه در ښي. دغه نسخه تاته ستا د ارزښتونو سیستم په ذهن کې در ښي. او همدا سیستم تا د خپل ژوند په ټولو برخو کې هڅوي چې د ستونزو مخه ډب کړې او ارام ته ځان ورسوې. تا هم لکه د هر چا په څېر نښکارېدونکې د لرلید یا نظریاتو عینکې په سترګو کړي د کومې په ذریعه چې ته خپله نړۍ وینې، ستونزې او ارام سره جلا کوې. ته دا عینکې د قضاوت کولو لپاره کاروې او خپله بقا یقیني کوې. د بیلګې په توګه یو کس ته میلمه کړی ېې او تاته ېې په ډوډۍ کې مرچ زېات کړي. د ډوډۍ خوړلو وروسته خوله ترخه ده. ته سم د لاسه د ارزښتونو په سیستم کې دا اضافه کوې چې باید نوره خوله په مرخو ترخه نکړم او له خوړلو ېې ډ ډه کوې. دلته تا د یوې ستونزې د پېښېدو مخه ونیوله او یو ارام دې اضافه کړ. ۳- ستا د ارزښتونو سیستم ځانګړی ده ستا ټول لرلید ستا له شخصي تجربې جوړیږي. او په همدې وجه نور سره ګډ یا شریک نده بلکې د ارزښتونو یو بې ساری سیستم ده. ۴- د چلندونو کارونه تر اوسه پورې ۴۶۰۰ بې ساري چلندونه په ګوته شوي کوم چې تاسې د نورو سره په جوړ جاړي کولو کې کارولی شی. دنورو لخوا کیدای شي دغه چلند ته منفي یا مثبت ووېل شي ځکه دغه قضاوت د هغوي له شخصي تجربې جوړ د ارزښتونو سیستم کوي. د خپل چلند په اړ د نورو قضاوت کې دا په یاد لری چې څوک او په کوم وخت کې پرې قضاوت کوي. ۵- هر یو چلند څلور برخې لري لومړۍ دوه برخې د دوه نورو برخو کنټرول کوي. لومړۍ دوه برخې ستا عمل او په ورته وخت کې د عمل لپاره فکر کول دي. دویمه برخه دوه نورې برخې دي او هغه ستا د عمل په اړه ارواهي تولید او احساس ده. په دې د ښه پوهېدو لپاره د موټر د څلور ټایرونو په اړه فکر وکړئ. دوه مخکنۍ ټایرونو سره د ماشین قوه په مستقیمه توګه وصل ده او دوه ورستي رهبري کوي. لاندې انځوریزه بیلګه وګورئ.

۶- د فکر کچه انسانان یواځیني حیوانات دي چې د فکر کولو لپاره په یو وخت کې دوه کچې کاروي. لومړۍ کچه داده چې د وضعیت په اړه د خپلو مالومات مطابق فکر کول دي. دوېمه کچه خپل ځان له بهر څخه د لر لید په ذریعه په همدې وضعیت کې واقع کول دي چې ډېر وخت دې ته په عامه ژبه کې له ځان سره خبرې کول وایي. ۷- د فکر دوېمه کچه ستاسې احساس جوړوي کیدای شي تاسې تر اوسه نه وی پوه او یا مو پام نه وي ورته کړ مګر ستا له ځان سره خبرې ستا احساس تولیدوي. په دې معنی چې ستا احساس د هغه کنټرول سره ملګری ده کوم چې ستا فکر کنټرول کوي ځکه چې د خپل فکر کولو په اړه کنټرول کوې چې د څه په اړه فکر وکړې او د څه په اړه باید فکر ونکړې. او دا په دې معنی ده چې ته د خپل ځان کنټرول لرې. پورته ۷ اصول ډېر اړین دي چې تاسې وپوهیږی څرنګه خپل کنټرول وکړی او نورو ته د خپل ځان کنټرول کولو کې مرسته وکړی او کنټرول کول ورزده کړی. او همدا کنټرول او د خپل ځان په اړه پوهېدل تاسې سره د ستونزمنو خلکو سره په جوړ جاړي کولو کې لویه مرسته کوي. تل دا په یاد کې ساتی چې هر کس هر چلند د دې لپاره اختیار کوي: ۱- د دوي لومړۍ دلیل د دوي بقا ده. ۲- هر چلند یو هدف لري ۳- هر یو کس د خپلو اړتیاو د لاسته راوړنې مسول ده او دوي کولای شي د لاسته راوړنې بهتره لارې زده کړي

تړلې لیکنې[سمول]

ذکریا رحیمي