په پښتو کې د ستاینوم یا صفت اوړون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د نوږي (جنس) او شمېرنوم (عدد) له مخې د ځینو ستاینومونو اوړون

۱) د هغو ستاينومونو نرينه بڼه، چې په یو بېواک غږ پای ته رسېږي، په یه او ډېرګړي (مفرد + جمع) کې یو ډول پاتې کېږي یا نه بدلېږي . خــو ښځينه بڼه یې په دواړو حالتونو کې (یو او ډېرګړی) کې بدلېږي.

مخکې له دې چې پر دغې سکالو رڼا واچوو، نو لومړی بايد پر دې پوه شو، چې ستاينوم او بېواک غږ څه ته وايي.

★ ستاينوم هغه وییکه (کلیمه) ده، چې د نومونو اکر او څرنګوالی تشريح کوي لکه ښکلی، کوچنی، نری، ستر، لوی، سور، تور، ناسم، سم او داسې نور. ستاینوم د "څنګه دی/ده/دي؟" پوښتنه ځوابوي.

★ بېواک یا کانسوننټ غږونه هغه غږونه دي، چې د دوی د ادا پر وخت د هوا جریان خنډېږي - یانې د هوا جریان پر وړاندې خنډ او مانې رامنځته کېږي.

بېواک غږونه: چ / ج/خ/څ/ځ/غ/هـ/ګ/ډ/د/ک/م/ن/ڼ/ت/ټ/ل/ب/پ/ی/س/ش/ښ/و/بېواک و (ؤ)/ر/ړ/ږ/ژ/ز + (ح/ف/ث/ق/ص/ض/ذ/ط/ظ)

د سکالو رڼاوي (وضاحت)  لپاره یوه بېلګه، چې څنګه په بېواک غږ پای ته رسېدونکي ستاینومونه نرينه بڼې لپاره نه بدلېږي او ښځينه لپاره بدلېږي:

فرمول:

نرينه یوګړی: ار (اصلي)  حالت

نرينه ډېرګړی: ار  حالت

ښځينه یوګړی:  ار حالت + ه

ښځينه ډېرګړی: ار حالت + ې

که " سم" د بېلګې په توګه راواخلو:

نرينه یوګړی: سم (لکه: سم ځواب)

نرينه ډېرګړی: سم (لکه سم ځوابونه)  

ښځينه یوګړی: سمه (لکه:  سمه خبره)

ښځينه ډېرګړی: سمې (لکه: سمې خبرې)  

دوې معلومې استثناوې:

۱) شین (نرينه ډېرګړی یې پر شنه بدلېږي).

۲) تریخ (نرينه ډېرګړی یې پر تراخه بدلېږي)

لاندېنی لښتیلیک (جدول) يؤ څو نورې بېلګې وړاندې کوي:

ستر - ستر - ستره - سترې

خوښ - خوښ - خوښه - خوښې

لوړ - لوړ - لوړه - لوړې

تور - تور - توره - تورې

کلک - کلک - کلکه - کلکې

ویښ - ویښ - ویښه - ویښې

۲) په زورکی (چې یوازېنی خپلواک غږ دی) پای ته رسېدونکي ستیانومونه هم په نرینه يو اوډ ېرګړي کې يو شان پاتې کېږي، لکه: ښه، ویده، سپېره، تېره

نرينه یړګړی: ښه/ویده/سپېره.. (په زورکي)

نرينه ډېرګړی: ښه /ویده/سپېره.. (په زورکي)

ښځينه یؤګړی: ښه /ویده /سپېره (په زور )..

ښځينه ډېرګړی: ښې/ویدې/سپېرې ..

که چېرې  په هغه ستاينوم کې، چې په بـېواک غږ پای ته رسېدلي وي، تر بېواک غږ مخکې اوږد یا لنډ واو راغلی وي، نو په هغوی کې د یوې ډلې نرينه ډېرګړی (مذکر جمع) بدلېږي او بله ډله یې بیا پورتنۍ (لومړنۍ قاعدې) پورې اړه لري.

د هغې ډلې، چې نرينه ډېرګړی يې بدلېږي، "و" پکې پر "ا" اوړي او په پای کې یې زورکی ه راځي. که د " خوږ  (شربت) " بېلګه راواخلو:

ږ يو بېواک غږ دی او تر ږ مخکې اوږد و راغلی. دلته که د خوږ نرينه جمع لیکل وغواړو، نو خواږه راځي. دلته و پر الف اوښتی او په پای کې يې زورکی ۀ راغلی.

دا و یې په ښځينه یو او ډېرګړي کې هم ورکېږي.

نور داسې ستاینومونه دا لاندېني دي.

نرینه م. - نرينه ج. - ښځينه م. - ښځينه ج.

زوړ - زاړه - زړه - زړې

ووړ - واړه - وړه - وړې

لوند - لانده - لنده - لندې

کوږ - کاږه - کږه - کږې

موړ - ماړه - مړه - مړې

سوړ - ساړه - سړه - سړې

روڼ - راڼه - رڼه - رڼې

ړوند - ړانده - ړنده - ړندې

کوڼ - کاڼه - کڼه - کڼې

پوخ - پاخه - پخه - پخې

خور - خواره - خوره - خورې

پروت - پراته - پرته - پرتې

درون - درانه - درنه - درنې

دروند - درانده - درنده - درندې

دوه ورته ستیانومونه، چې داسې اړول کېږي سور (رنګ) او تود (ګرم) دي.

نرينه یو - نرينه ډېر - ښځينه يو - ښځينه ډېر

سور - سره - سره - سرې

تود - تاوده - توده - تودې

دويمه ډله چې لومړنۍ قاعدې پورې اړه لري - يانې نرينه يو او ډېرګړی یې شان پاتې کېږي:  

نرينه یو - نرينه ډېر - ښځينه يو - ښځينه ډېر

تور - تور - توره - تورې

لوی - لوی - لويه - لویې

ډوب - ډوب - ډوبه - ډوبې

جوړ - جوړ - جوړه - جوړې

روغ - روغ - روغه - روغې

سمسور - سمسور - سموره - سمسورې

ليکوال: کامران منګل