په پښتو غزل کې د حمزه ونډه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د حمزه زوکړه[سمول]

د خېبر دره يو تاريخ دی، يو وياړ دی، يو عظمت دی، د دې درې هر پېچ او کږلېچ د وياړمنو پښتنو د مينې او وينې يوه زړه راښکونکې او وياړلې کيسه او داستان ګڼل کيږي. د خپلواکۍ او ازادۍ په لاره کې يو تلپاتې يادګار دی، له بله پلوه که دا غرونه او کږلېچونه هر څومره وچ، سخت او ګران برېښي، نو په دغو غرونو او ګړنګونو کې د پښتو ژبې د غزل بادشاه، د غزل بابا، ښه شاعر او ادبپوه د پښتو د معاصرې شاعرۍ ښه استاد امير حمزه شينواری د لواړګي په سيمه کې د يو ښه نښه ويشتونکي ملک بازمير خان په کور کې په ۱۹۰۷ زېږديز کال د دسمبر په مياشت کې سترګې غړولي دي.

                                                                                                 ( ۲ : ۱ مخ )

زده کړې:[سمول]

حمزه په ۱۹۱۶ زېږديز کال د لنډي کوتل په لومړني ښوونځي کې په زده کړه پيل وکړ، استاد ته کېناست، يو څه علمي پانګه يې ترلاسه کړه او خپل ذهن ته يې وسپارله.

حمزه په کوچنيوالي کې له ښوونځي او لوست سره مينه لرله، خو دغه مينه ورو ورو مخ په زوال شوه. له ښوونځي څخه به کله ناکله د لنډي کوتل شمال لور ته، مړستون ته تللو او د خپل مور د قبر ترڅنګ به پټېده چې په پای کې ترې زده کړې نيمګړې پاتې شوې او د نهم ټولګي د فراغت څخه وروسته له ښوونځي سره د تل لپاره مخه ښه وکړه.

          ( ۲ : ۲ مخ )

د حمزه دندې:

ښاغلی حمزه د تعليم د لړۍ تر پرېښودو وروسته بېلابېلې دولتي او غير دولتي دندې ترسره کړې چې لومړی د تورخم په سياسي اداره کې د پاسپورت د څانګې مامور وټاکل شو، وروسته د تورخم د اورګاډي د پټلۍ په نوې جوړه شوې پروژه کې منشي شو، د هند ګڼو ښارونو ته يې سفرونه وکړل ، د بمبيي ښار ته يې، چې د هندي فلمونو د جوړولو مرکز و، سفر وکړ، لومړی يې د چوپو فلمونو په جوړولو کې فعاله ونډه واخيسته، بيا يې په وياندو فلمونو کې،له دې وروسته د پېښور د لومړنۍ جرګې ( بزم ادب ) غړی وټاکل شو او په پښتو مشاعرو يې لاس بر شو، ور پسې په ۱۹۵۰ زېږديز کال کې د ولسي ادبي جرګې په جوړېدو د جرګې مشر وټاکل شو.

                                                                                               ( ۲ : ۳ مخ )

د حمزه د غزل پيلونه :[سمول]

ښاغلی حمزه په پنځم ټولګي کې په زدکړو بوخت و، چې غزليزې ښاپېرۍ يې په خپله خيالي لمن کې راونغاړله، ملګرتيا يې ور سره پيل کړه، په غزليزه ژبه يې وګراوه، ده لومړنۍ شاعري په اردو ژبه پيل کړې ده او له ويناو څخه يې داسې څرګنديږي چې د شعر او شاعرۍ لومړنی پير او استاد يې مولانا عبدالقادر و.

ښاغلی حمزه د پښتو شاعرۍ د پيل په اړه وايي چې : (( له وړوکوالي نه زما طبيعت له سبق سره جوړ نه و او ما د تعليم نه ګرېز کاوه په پنځم جماعت کې زما شاعرانه فطرت غځونه وکړه او ما د شاعرۍ بسم الله په اردو ژبه وکړه. مولانا عبدالقادر صاحب به ماته اصلاح راکوله ، د نهم جماعت نه پس زما ازاد فطرت د عمر قيد زنځيرونه وشلول او ما تعليم ته په مخه دې ښه وويل ، پلار مې يو مالدار ملک او سرکاري ټېکه دار و، د معاش د غم نه وزګار و. په اردو ژبه مې افسانې او غزلې ليکلې، په ۱۹۲۳ زېږديز کال کې ماته خپل شيخ عبدالستار چشتي صيب هدايت وکړ چې زه د اردو ادب په ځای د خپلې مورنۍ ژبې پښتو ادب ته توجه وکړم، ځکه چې د هغوی په خيال ما په خپله ژبه ظلم کاوه او د هغوی د ارشاد څه داسې اثر و، چې زما ذهن په معجزانه طور د اردو ادب د ګلانو ډکه لمن څنډ وهله او د خپلې ژبې اغزن ماحول ته مې غېږه پرانيسته.

                                                           ( ۲ : ۴ – ۵ مخ )

حمزه بابا د خپل پير شيخ عبدالستار ( باچاجان ) په لارښوونه او هڅونه پښتو شاعري پيل کړه. او د پښتو ادب مړاوي بڼ ته يې سمسورتيا او دوباره ژوند ور کړ، چې پښتو ادب ته يې شاوخوا شل زره بيتونه ډالۍ او د ميراث په بڼه پرېښودل.

په پښتو ژبه کې د ده د غزل لومړنۍ مطلع داده :

رېږدي د مستۍ نه ساغر،وجد پيمانه کوي

دا ساقـي ګلرخ چې نظر دوی ته جانانه کوي

                                                                                   ( ۲ : ۵ مخ )

د غزل بابا لقب :[سمول]

حمزه بابا په دې اړه فرمايي چې ماته لومړی ښاغلي سمندر خان سمندر د غزل باچا نوم راکړی و. په ۱۹۴۰ زېږديز کال د مالګې منډيي ( منډوي) کې پسرلنۍ طرحي  مشاعره جوړه شوې وه، طرح د کاظم خان شيدا له دېوان څخه اخيستل شوې وه :

(( سياه مار په نظر نه راځي ماښام دی ))

او چې کله مې په دې طرح د ليکل شوي غزل دا بيت :

تورې سترګې مې د يار زړه ته په ځير دي

بيا حبشــــــــو پــــــه کعبـــــــــــه تړلی لام دی

ولوست نو سمندر خان سمندر صيب پورته شو او غږ يې کړ: (( واه واه د غزل باچا! ))  وروسته له دې به چا راته د ((غزل بابا)) او چا هم د (( تغزل شهنشاه )) وايه.

                                                                         (( ۱۰ : ۵۰ – ۵۱ مخ ))

ښاغلی حمزه هم تر ډېره ځان د دې لقب حقدار بولي او د پاچاهۍ تخت و تاج ترې ځاروي  او وايي :

حمزه ځار دې تخت و تاج شي له دې فخره

سمنـــــــــدر درته بادشـــــــاه د غـــــزل وايي

( ۲ : ۶ مخ )

ځکه چې بابا خپله ځواني او ژوند غزل ته وقف کړې وه، غزل ته يې ژوند ور کړ، ځکه خو په لوړ جرئت او هسکه غاړه وايي او دا يې حق هم دی :

ستا په اننګو کې د حمــــزه د وينو ســره دي

ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم

                                                                                   ( ۷ : ۱۶۴ مخ )

د حمزه مړينه :[سمول]

د پښتو ژبې او د ادب د اسمان ځلانده ستوري چې پښتو غزل ته يې ښکلا، ځلا او ژوند وباښه  او په پښتني لباس کې يې راونغاړه د ۸۷ کالو په عمر په ۱۹۹۴ زېږديز کال کې د فبرورۍ په مياشت کې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې. د بابا جسد لومړی د ده د کور ( کلا ) خوا کې ښخ کړای شو، وروسته بيا د دغې هستۍ جسد د ده د مينانو او مينه والو په غوښتنه له هغه ځايه را وويستل شو او د غوڅۍ غره په مشکڼو ميدان کې شخ کړای شو چې مزار يې د خېبر ايجنسۍ د سياسي نماينده په مالي لګښت په اساسي ډول جوړ شو.

اروا يې ښاده! او ياد يې څپاند واوسه!

                                                          ( ۲ : ۸ مخ )


غزل پېژندنه :[سمول]

بوللــــه ( قصيده ) په عربي کې يو بنيادي ژانر دی چې د عربو په جاهيلي دور کې يې ډېره وده کړې وه او عربو به ډېر رارزښت ور کاوه. تر دې چې پياوړو شاعرانو به د قصيدو مسابقې او سيالۍ سره کولې او د عکاظ په بازار کې  او د مکې په دېوالونو به يې ځړولې او نور شاعران به يې ادبي مقابلې او ځواب ته رابلل. د بوللې د زيات اغېز لپاره به د بوللې  په سر کې يو پياوړی او قوي ادبي تمهيدو، او داسې جذابيت او کشش به يې درلود چې د اورېدونکي په جذباتو او احساساتو به يې لوبې کولې. د غزل دې تمهيد ته يې به يې تشبيب، تسبيب يا تغزل وايه چې د مينې او ښکلا په ستاينو ولاړ و، همدغه ځليدلي الفاظ په حقيقت کې هغه زرينې خښتې وې چې د غزل ماڼۍ پرې ودانې شوې.

                                                        ( ۶ : ۴ مخ )

غزل د عربو په خاوره کې د قصيدې په غېږ کې زېږېدلې ده، کله چې د فارسي شاعرانو د عربو په پله پلونه کېښودل ، دوی هم په قصيدو ويلو پيل وکړ، د قصيدې په سر کې به يې تشبيب ته ځای پرېښوده، يانې قصيده يې په غزل شروع کوله، مستقلې غزلې يې هم وويلې، پښتو ژبې ته هم غزل د فارسي له لارې په مستقيمه توګه راداخله شوه يانې پرته له دې چې د قصيدې سره يوځای راشي په يوازې ځان غزل پښتو ژبې ته راداخله شوه.

                                                             ( ۳ : ۱۸ – ۱۹ مخ )

غزل په لغت کې له ښځو سره خبرو کول، ذکر کول او د مينې خبرې اورولو ته وايي او په اصطلاح کې د يوه وزن او يوې قافيې د شعرونو هغې ټولګې ته وايي چې په هغې کې د ښکلا، عشق، محبت، ستاينه، اخلاق، فلسفه، تصوف او درزاتو بيان وي.

                                     ( ۱ : ۲۸ مخ )

په پښو کې د غزل درې ډولونه دي :[سمول]

۱ – دېواني غزل ۲ – ولسي غزل ۳ – مقامي غزل

۱ – دېواني غزل : همدا عام او متعارف غزل دی چې په فارسي کې د عربي د بوللې له تشبيب نه رازېږېدلی او بيا په پښتو کې هم دود شوی دی.

۲ – ولسي غزل : د پښتو ژبې د  نالوستو او ولسي شاعرانو خپل تخليق دی.

۳ – مقامي غزل : له هندي مقامونو او راګونو سره په ارتباط رامنځته شوې چې په پښتو ادب کې سل يو نيم سل کاله عمر لري.

( ۳ : ۱۰ – ۱۱ مخ )


په پښتو ادب کې د غزل پيل :[سمول]

د پښتو ادب لومړنی ترلاسه شوی غزل د اکبر زمينداوري دی چې د ګوډ تيمور په زمانه ( ۸۰۷ سپوږميز ) کې يې ژوند کاوه او کوم ظلمونه چې نوموړي بادشاه په پښتنو کړي، هغې ته يې په شاعرانه ژبه نغوته کړې:

د مغلو تيمور هســـــې په اور وســوم

چې به هېر په دې ماتم زمينداور کړم

د ده غزلونه ساده او ولسي رنګ لري له همدې پيل نه د غزل مزل دوام وکړ، په لسمه هجري پېړۍ کې د غزل يو شمېر نور شاعران پيدا شول چې په غزل کې يې عشقي مطالب ځای پر ځای کړل چې علي سرور لودي د دې دورې غزل ګويه شاعر و، په همدې پېړۍ کې بي بي نېکبختې له نصيحت او دينې لارښوونو ډکې غزلې وويلې، خو د دې پېړۍ تر ټولو لوی غزل ګويه شاعر ملا ارزاني روښاني دی چې د روښاني تصوف په موضوع د غزلو بشپړ دېوان لري، حالنامه وايي چې پير روښان هم غزلونه ويلي، خو د ده غزلونه تر اوسه لاسته نه دي راغلي . د يوولسمې هجري پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې نورو روښاني شاعرانو لکه مرزاخان انصاري ، دولت خان لواڼي، واصل او علي محمد مخلص پښتو غزل ته وده ور کړې او د تصوف موضوعات يې پکې خوندي کړي دي او د غزل ارتقاء او بره تګ ته يې لاره هواره کړې او پښتو غزل  خپل د ارتقاء او بره تګ سفر له همدې وخته پيل کړ.

                                    ( ۳ : ۱۱ – ۱۲ مخ )

پښتو ادب کې د غزل اوج :[سمول]

د يوولسمې هجري پېړۍ په دوهمه نيمايي کې د خوشحال خان بابا لاس ته د پښتو غزل د نازک مزي په رسېدلو سره پښتو غزل نوی رنګ او خوند وموند، هم يې د موضوع او هم يې د هنر او صنايعو او بدايعو له اړخه لمن هرې خواته پراخه شوه، ده په پښتو غزل ټولې هغه لورونې وکړې چې تر دې مهاله په فارسي غزل شوې وې او نه يوازې دا بلکې پښتو غزل ته يې نوې ځانګړنې او نوي اړخونه ور کړل په پښتو غزل کې يې نوي ايمارات او نوښتونه رامنځته کړل او پښتو غزل يې د ادبي او هنري معيار لوړې پوړۍ ته ورساوه. خوشحال خان بابا په دې ډګر کې يوازې پاتې نشو لکه چې وايي:

له خوشحال سره که کېني يو څو کاله

دا د غره خټک به واړه شاعران شـي

نه يوازې خټکو بلکې د پښتونخوا د هرې سيمې نه نوموتو شاعرانو سر راپورته کړ همدا جديت، معيار او د پښتو ادب موجوديت و، چې د پښتو ادب په تاريخ کې يوولسمه پېړۍ د پښتو د زرين دور په نوم ونوموله.

اشرف خان هجري، عبدالقادر خټک، صدرخان خټک، عبدالرحمان بابا، عبدالحميد مومند بابا، يونس خېبري، قلندر او نورو په لسهاوو شاعرانو پښتو غزل ته ژوند ور کړ. د دې دورې د غزل خاتم شاعران په لره او بره پښتونخوا کې کاظم خان شيدا او پيرمحمد کاکړ دي، دوی پښتو غزل د خپل معنوي او لفظي ارزښت او درنښت له پلوه د معيار لوړې څوکې ته ورساوه .

                                                                                                                                   ( ۳ : ۱۳ – ۱۴ مخ )

د پښتو غزل د نزول دوره :[سمول]

تر کاظم خان شيدا او پيرمحمد کاکړ وروسته د ديارلسمې هجري پېړۍ له پيل سره پښتو غزل له خپل اوج ، عروج او قوته رالوېږي، د پښتو پياوړي شاعران مثنوي ته مخه کوي ، مقامي غزلونو ته مخه کوي او د فولکلوري او وهمي کيسو ليکلو او نظمولو ته پيل کوي او له دې سره له غزل نه فکر بلې خوا ته اړوي او که کوم يو غزل هم وايي، هم هغه قوت نه لري، لکه د يادو شوو شاعرانو په غزل کې چې موجود و، مثلاً د دې دورې پياوړی شاعر ملا نعمت نوښاری دی چې کيسې يې نظم کړي دي او په داسې خوږه مثنوي يې ويلي دي چې غزلې يې ډېرې بې خونده او بې رنګه وي، يا هم په دې دوره کې شمس الدين کاکړ، سيد ابوعلي شاه او ځينې نور شاعران په غزلو کې موجود وو. په دې وخت کې د غزل د نزول د رکود او جمود په لور مزل پيل کړ او د شلمې مېلادي پېړۍ په راتګ سره چې پښتو شاعرۍ په لره او بره پښتونخوا کې له انګريزي ښکېلاک څخه د پښتنو د ازادېدلو زمزمې په خپله غېږ کې راونغښتې، شعر بېخي خپله بڼه بدله کړه، زاړه او کلاسيک قالبونه يې مات کړل او نوي شعري قالبونه د جوړېدو او ودرېدو په حال کې وو. د شعر مضمون هم نوی شو او قالب هم او د دې نوي والي د دورې نه يوازې دا چې پښتو غزل له منځه يووړ، بلکې په عام ډول يې د پښتو شعر د هنريت او شعريت خوا د ازادۍ او خپلواکۍ تر نوي او پاروونکي مضمون قربان کړه او په شعر کې د هنر اړخ له نظره ولوېده.

     ( ۳ : ۱۴ مخ )

د پښتو غزل د بيا ژوندي کېدو دوره :[سمول]

په پښتو شعر کې د ازادۍ بښوونکي غورځنګ د غوره مضمون تر زباتېدو وروسته ورو ورو په شعر کې د هنر غوټۍ بيا راپورته کېدلې او د دې نوي مضمون د هنري کېدلو هڅه پيل شوه، د شعر په نويو او زړو صنفونو کې د مضمون او هنر د انډول موضوع يو ځل بيا معراج ته ورسېده او د پام وړ شوه، چې له دې نوي موج او اوج نه د پښتو مړ شوی غزل هم بهرور شو او د پښتو غزل مسيحا حمزه شينواري په پښتو غزل کې يوه نوې ساه ور پوه کړه او يوځل بيا يې د پښتو غزل راژوندوی، موج او څپاند کړ، دی هم لکه د خوشحال خان بابا چې په خپل وخت کې په دې ميدان کې يوازې نه و، پاتې شوی او ډېر ژر په لره او بره پښتونخوا کې د غزل نور په لسهاو شاعران راپيدا شول او پښتو غزل د ازادۍ، بره تګ او پرمختګ د نوي وخت له غوښتنو سره سم مضمون په هنري کولو او شعري کولو سره مخ په بره تګ وکړ او يو ځل بياد پښتو غزل دونيا ودانه او د رنګ اوبو له متاع نه ډکه شوه او اوس پښتو غزل په خدای بښليو او سپين ږيرو شاعرانو سربېره په لسهاو ځوان، تاند، تپاند او څپاند شاعران هم لري، چې پښتو غزل يې د خپلو ګاونډيو ادبياتو له غزلونو سره سيال کړی او ور سره يې پښتو غزل ته خپلې ځانګړنې او امتيازات ور بښلي دي او په دې ټولو کې د بوډا حمزه بابا د وينو سره ښکاريږي.

ستا په اننګو کې د حمـــزه د وينو سره دي

ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم

                                                                               ( ۳ : ۱۵ مخ )

پښتو غزل کې د حمزه ونډه :[سمول]

شلمه پېړۍ د پښتو ادب د عروج او ارتقاء دور دی.په دې دورې کې بې شمېره شاعران، اديبان، مورخين، محققين، نقادان، مؤلفين، عالمان او داسې نور راپيدا شول چې د پښتو ژبې او ادب د پېشرفت او پرمختګ بنسټ يې کېښود او له مخې يې  دغه دوره د پښتو ژبې او ادب د ترقۍ او پېشرفت ابتداء وګرځېده، خو حمزه د دې واړو سرخېل و، د ده شاعرۍ د پښتو د جديد ادب په تاريخ کې يو نوی باب اضافه کړ چې د جديد دور ابتداء ترې وشوه. د حمزه نه مخکې په پښتو غزل د ولسي شاعرانو قبضه وه، هغه د خپلو فني صلاحيتونو او تخليقي کوښښونو په ذريعه د هغوی دغه قبضه ختمه کړه ، دا د پښتو غزل په لړ کې د هغه ډېر لوی خدمت او اجتهادي کوښښ دی، دغه شان هغه خپل غزل د فارسي او عربي د خصوصياتو نه ازاد کړو او د پښتو ژبې او مزاج رنګ يې ور کړو.

                                                                                                     ( ۳ : ۱۰۶ مخ )

د پښتو ادب په تاريخ کې حمزه او غزل په خپلو کې په داسې مزي تړل شوي چې ترمنځ يې د بېلتون کرښه راښکل يو له امکانه وتی کار دی.

                                                                                            ( ۶ : ۶۶ مخ )

حمزه صيب د رژېدونکي پښتانه ثقافت د علامت يوه داسې تيږه ده چې  که هر رنګه تغير او انقلاب پرې راشي ، نو دا به نه له خپل ځايه وخوځولای شي او نه به يې ورژولای شي.

                ( ۸ : ۱ مخ ) 

حمزه پښتو غزل د نازکخيالۍ او نادرو تشبېهاتو معراج ته ورسولو او دغه دواړه خصوصيات که د چا په غزل کې په يوه وخت کې  راجمع کېدای شي، نو هغه صرف او صرف د حمزه غزل دی، چې پښتو غزل ورته ويلای شو.

                                                                                         ( ۷ : ۶ مخ )

ولې پکې ستا هغه خواږه لوظونه نه ښکاري

نن خو دې د سترګو پښتنو خبـرې نورې دي

                                                                                                         ( ۷ : ۲۱۱ مخ )

د حمزه غزل کې هره مضمون بيان شوی او هره موضوع پکې څېړل شوې ده په دې وجه د ده غزل نه د هر ذوق خاوند خوند اخيستلای شي.

                                                                                  ( ۳ : ۱۱۷ مخ )

په شلمه مېلادي پېړۍ کې په سلګونه شاعران د پښتو شاعرۍ ميدان ته راغلل د خپل توان مطابق يې د پښتو شاعرۍ په سينګارولو کې برخه واخيسته، خو په دې ټولو کې چې حمزه بابا د ادبي مقام کوم امتيازي حيثيت ترلاسه کړی، په معاصره ادبي بهير کې يې ساری نه ليدل کيږي، ځکه چې په پښتني ټولنه کې د بابا لقب ګټل ډېر ګران کار دی، ډېر کړاو غواړي، په دې عمل کې خپل وېښته سپينول غواړي او حمزه بابا دا واړه مرحلې ترسره کړي دي او د دې هر څه نه وروسته د بابا دې لوړ مقام ته رسيدلی دی.

                        ( ۶ : ۷۱ مخ )

د حمزه بابا په کلام کې داسې سوز، شيريني او خاموشه رواني ده چې زړه ته تسکين، روح ته لذت او دماغ ته مسرت او تازګي ور کوي.

                                                                                         ( ۹ : ۱۱ مخ )

که په لنډو ټکو کې ووايو چې حمزه پرونی مړاوی او نيم ژواندي غزل ته روح ور کړ، ساه يې ور کړه، ژوند يې وروباښه، په پښتني خويونو يې رنګ کړ، په ښکلو زرينو هنرمندو او پښتني افکارو يې وپاله، غزل يې ځوان کړ، د زړه وينه يې ور کړه، سينګار يې کړ، خپل عمر او ځواني يې ور ته ډالۍ کړه او خپله بوډا شو، نو کمه او بې ځايه به نه وي.

ما وينــــــه در تـــــه در کړه د پښتــــــو غزلــــه

ستا شونډه پرې راشنه شوه او بابا شومه زه

                                                                         ( ۲ : ۷ مخ )

***

ما حمزه ځواني چې کړه پيدا په خپل غزل کې

زوړ که شومه زه خو زړېدو ته مې پرې نه ښوه

                                                                         ( ۲ : ۷ مخ )


د حمزه د غزل کړه وړه :[سمول]

غزل په ختيځو ادبياتو کې د تخليقي څرګندونو يوه غوره او په زړه پورې ذريعه ده چې له ځان سره خپل ځانګړي روايات لري.

په پښتو شاعرۍ کې غزل تر اوسه له ټولو زيات تخليق کېدونکی او په زړه پورې ژانر دی.

          ( ۶ : ۱۹ مخ )

د خاطر اپريدي له نظره غزل هغه مخلص، خواخوږي، دردمند او حساس زړه ته ويل کېدای شي، په کوم کې چې د مظلوم د اوښکو لپاره ځای وي، د ښکلا لپار هم، د معاشرتي مسايلو درد هم پکې وي او د معاشرې د فرق احساس هم، د مزدور خولې هم پکې او د انسان د انسانيت ښکلی تصوير هم. غزل هر ښه څيز ستايي او هر بد څيز ته بد وايي، همدغه بايد چې د غزل مقام وګڼل شي.

                                                                                               ( ۳ : ۲۲۶ مخ )

د جديد پښتو غزل په موثر بدلونونو کې د سوبه سرحد ( خېبر پښتونخوا) ځينې محترم شاعران هم ډېر لوی لاس لري چې نومونه به يې تل په زرينو کرښو کې ياديږي لکه محترم حمزه شينواری، قلندر مومند، قمر راهي اندېش، شمس القمر او صاحبزاده فيضي.

                      ( ۳ : ۲۲۹ مخ )

خو په دې ټولو کې د حمزه صيب غزل متصور غزل دی، ده په غزل کې نوي علامتونه، استعارات او کنايات متعارف کړل، حمزه د دې دور نماينده شاعر دی، د ده غزل يو امتيازي خصوصيت دا دی چې د غزل ټکو ته يې يو جسم پښتون هيئت ور کړی.

       ( ۳ : ۲۴۹ مخ )

د حمزه صيب شاعرۍ کې د فن تخنيکي والی، د اسلوب د ساده ګۍ بيان، د ښکلا نه پس چې کوم څيز لوستونکی ځانته متوجه کوي، هغه د تصوف پوخ رنګ دی.

                                                                                                                   ( ۹ : ۳۶ مخ )

يا خو هيڅ نشته دا واړه وهم و خيال دی

او که وي نو بس د يار بـه وي وجــــــــــود

                                                                                                             ( ۵ : ۳۰ مخ )

مونږ هر کړه وړه او صفات  چې په پښتني ټولنه کې ګورو همدغه صفات او کړه وړه ټول د حمزه بابا په استعارو کې په تفصيل سره ليدلای او محسوسولای شئ لکه : اسلام ، پښتونواله، عشق، سوله، هېوادپالنه او نور...ښاغلی حمزه بابا د خپل غزل د کړو وړو په اړه داسې څرګندونې کوي ؛ (( د زلمو په غزل کې زما د غزل کړه وړه موجود دي، که په شعوري ډول وي يا په غير شعوري ډول ، چې څوک پښتو ليکي نو زما د وينو رنګ به پکې وي.)  

                                              ( ۶ : ۱۰۰ مخ )

زلفې جوړې بيا خورې که، بيا يې جوړې، بيا خورې که

در پېښـــــه څـــــه ســــودا ده مخــــــامخ پـــــه آيېنـــــــــــه کې

                                                                                                                         ( ۳ : ۲۲۱ مخ )

مونږ بايد دا ومنو چې حمزه بابا غزل ته د تصوف او رنګينۍ ور کولو سره سره دا اعزاز هم لري چې دوی غزل پښتون کړ، غزل څه چې د غزل هر ټکی يې پښتون کړ، د ده شاعري د پښتو شاعري نه، بلکې پښتنه شاعري ده، دی د پښتون د پوره ادبي تاريخ وارث دی.

                   ( ۳ : ۲۴۳ مخ )

د حمزه تغزل :[سمول]

په حقيقت کې حمزه ته دا دومره شهرت او ناموَري غزل او بيا په غزل کې هم تغزل وربښلې ده، تغزل د غزل معيار دی، روح دی، حس دی، پيمانه ده، قاعده او نمونه ده، دا موزونيت، افاديت، مقصديت، تناسب او تنظيم دی، د غزل کړه وړه او مزاج دی، د غزل داخليت او خارجيت دی، لنډه دا چې کوم غزل د شاعرۍ په تول پوره وي،هغې کې ارومرو تغزل وي. په دې هکله د حمزه يو څو بيتونه راوړو:

مړ له خوشحالۍ چې نشم خدايه زه

وژنمه دې نن راتـــــــــه اشنــــــــا ووې

***

څومره په ما ګران دي د اشنا ليـــدل

لاړمه، بيا راغلمه  اوس بيا ځــــــمـــــه

                                                              ( ۳ : ۱۱۶ – ۱۱۷ مخ )

د نوي خيال لرل،د تخيل لوړوالی او  الهامي کيفيت د حمزه د تغزل توکي دي، د څه په وسيله چې يې غزل نني بلندو ته رسولی دی، لکه د حمزه دا بيت :

چې يې اظهار لره الفاظ نه مومم

خيال ته زما هسې مضمون راغی

د حمزه تعلي :[سمول]

حمزه بابا ته په خپله هم دا احساس شوی و، چې ده پښتو غزل کوم مقام ته رسولی دی. دغه احساس د هغه د شخصيت برخه و، د هغه په شاعرۍ کې د غزل په حواله د شاعرانه تعلي اظهار د نورو شاعرانو په مقابله کې نسبتاً زيات شوی دی.

                                                                                                                    ( ۵ : ۷ – ۸ مخ )

د شاعرانه تعلي دغه اظهار کله خو د غزل د مجموعي ارتقاء په حواله شوی دی او کله د غزل د جزوي محاسنو د تذکرې سره يو ځای شوې ده لکه د حمزه بابا دا لاندې بيت تاسې ولولئ:

حمزه! چې د غزل نه رنګينۍ دې ورکې نشي

دا ښايي چې تل تل ولـــــــرې خيال نوی نوی

***

چې خپل غزل د چا نه واورم حمزه!

وايم چــــــــــا هسې وينـــا کـــــړې ده

                                                                  ( ۴ : ۲۵ مخ )

د حمزه د غزل فطري انداز :[سمول]

د حمزه په غزل کې چې کومه رواني، برجسته ګي او فطري انداز په نظر راځي دا هم د ده برخه ده، دا برجسته او فطري انداز هسې نه حاصليږي يو اوږد شاعرانه رياضت او فطري صلاحيت غواړي، حمزه د غزل دومره مشق کړی چې يو اوږد عُمر يې د غزل رياضت له سره ځار کړی دی، دغه وجه ده چې هغه په غزل کې کله د عدم بيان مظاهره کوي او که د عدم بديع، خو شاعري په هر حال برجسته او فطري ساتي که څوک د هغه په ځينو شعرونو نه پوهيږي دا د حمزه بابا د اوچت خيال او ژور فکر سبب دی چې د عامو ذهنونو په احاطه کې نه راځي، خو په مجموعي لحاظ هغه ګرانې نه ګرانه مانا د مضمون په اسانه او روانه پيرايه په بيانولو شاعرانه قدرت لري.

  ( ۵ : ۹ مخ )

د دې خبرې د اثبات لپاره لاندې بيتونه وګورئ:

ګـوره سترګې چې مې ډکې ډکې کيږي

نوم د تګ په خوله وانخلې باران راغی

***

غـــل د محبـــــت غلطېــــــدای نـــشـــــي

څوک چې په محفل کې چا ته نه ګوري

                                                                          ( ۴ : ۲۷ مخ )

د حمزه د غزل انفراديت :[سمول]

د حمزه بابا د غزل يو بل جوت خاصيت دا دی چې هغه په صوري او معنوي دواړو حالاتو کې غزل ته يو منفرد انداز او د وينا يو بېل اسلوب ور کړی دی په دغه بېل اسلوب ور کولو کې هم د هغه د اوږد شاعرانه رياضت پس منظر پروت دی، دغه رياضت د حمزه بابا په مطالعه او مشاهده دواړو اډانه لري.

                                                                                        ( ۴ : ۲۸ مخ )

د هغه د اسلوب په انفراديت کې چې کوم معنوي توکي شامل دي هغه د هغه نفسياتي پس منظر، د تخيل لوړوالی، متصوفانه فکر، او د پښتني دودونو شاعرانه اظهار و غيره دي. دغه شان د اسلوب په صوري توکو کې يې لفظي غنايت، صنايع او بدايع، ژبې او وقار ، عظمت او د متضادو ماناو لپاره د لفظونو متناسبه راوړنه وغيره دي. د دغو ټولو بنيادي صفتونو په وسيله حمزه بابا شاعرانه اسلوب ته انفراديت بښلی دی.

د حمزه بابا اسلوب ډېر مقبول او ښکاره دی، ګورو چې زمونږ د عصر ډېرو شاعرانو يې د پيروۍ هڅې کړي او په خپله هم وايي:

فن او شخصيت زما حمزه، غندي همعصره خو

بيا به هم مجبور يې چې به ته زما په پلــه راځې

                                                                                                             ( ۵ : ۱۱ مخ )

د حمزه د غزل تصوف او عرفان :[سمول]

تصوف پښتو ادب ته په لومړي ځل د يو تحريک په شکل د روښانيانو په دور کې راننوت، تصوف د ختيځ ادب يو بل په زړه پورې موضوع وه، ځکه خو دا خبره مشهوره وه، چې (( تصوف برای شعر ګفتن خوب است)) له نېکه مرغه د پښتو غزل د ارتقاء او مقبولتيا راز هم همدا تصوف دی.

                                                                  ( ۶ : ۱۱ مخ )

د تصوف تعريفونه ډېرو صوفيانو کړي دي، خو جامع تعريف يې دا شوی دی چې خپل داخل او باطن د هر قسمه خطا، ګناه، شر او  بدۍ نه پاکول او په يوه صفا لاره د الله تعالی مينه او قربت حاصلولو ته تصوف وايي.

                                                                            ( ۴ : ۳۰ مخ )

په شلمه پېړۍ کې تصوف د حمزه بابا په غزل کې د يو اهم او ضروري جزء په حيث وپېژندل شو. د حمزه بابا په غزل کې صوفيانه رنګ په دې هم انفراديت لري چې هغه په تصوف کې هم د پښتني نفسياتو خيال ساتلی دی.


حمزه سفر که د حجاز وي نو هم

زه د پښتون د قافلو سره ځـــــــم

                                                        ( ۶ : ۱۷ مخ )

***

ما حمزه ته يثربي باده خاونده

په ښاغلې پيمانه کې افغــان را

                                                              ( ۵ : ۲۸ مخ )

پخوانيو او معاصرو شاعرانو هم د ساقي، ميخانې، پيمانه، يارانه، عشق، پروانه، ترانه، شمع، معشوق، خط وخال، زُلفې او داسې نورو مفاهيمو د پردې لاندې د خپل چاپېريال واقعيتونه ترسيم کړي دي او هم يې ترې د خپل هدف او ارمان لپاره کار اخيستی دی، زمونږ معاصر صوفي شاعر حمزه بابا هم له دغه الفاظو څخه د خپل قوميت د مفکورې د اظهار لپاره کار اخيستی دی او هم يې د خپل تصوفي او عرفاني هدف د څرګندونې لپاره.  

                                             ( ۱۱ : ۹۵ – ۹۶ مخ )


د حمزه د غزل پښتون احساس :[سمول]

د حمزه بابا نه وړاندې چې څومره متصوف شاعرانو متصوفانه افکار په شاعرۍ کې ځای کړي دي، نو بغير د الله تعالی د قرابت او محبت د احساس نه نور ټول احساسات يې پرېښي دي لکه رحمان بابا چې ويلي يې دي :

زه عاشق يم سر او کار مې دی له عشقه

نه خليل نه داودزی يم نـه مـــــومـــــــنـــــد

                                                                                                            ( ۴ : ۳۲ مخ )

ولې حمزه بابا چې د تصوف فکر خپل کړی هم دی، نو د خپل قوميت احساس يې هم ور سره ملګری کړی دی، حمزه بابا غزل پښتون کړ، په پښتني احساس يې يو ځل بيا راژوندی کړ او سينګار يې کړ، د حمزه په فکر او شعر کې د پښتونوالې او افغانيت احساس دومره ژور ځای لري چې خپل ژوند، خپله بقا او خپله هستي په همدې کې ګوري:

هر ګز به فنـــــا نه کړمـــــــه قامــي امتيـــــــاز

ژوندون به مې په دې وي چې افغان يمه زه

                                                                                                           ( ۱۱ : ۸۱ مخ )

د حمزه صيب ژوند او هنر، جذبه او احساس د ژوندانه هدف او ارمان، هيله او ارزو، پر پښتو او پښتونولۍ باندې تکيه لري، د هغه په ټولو شعرونو، نظمونو او غزلونو او نورو تاليفونو کې همدغه مضمون اوړي راوړي، پښتو او پښتونولۍ د حمزه صاحب شعر او ادب ته او د حمزه صاحب شاعرۍ پښتو او پښتونولۍ ته ډېره ښکلا، غنا او جذابيت ور بښلی دی، هغه د پښتنو د تېر تاريخ د جګې شملې په هکله توصيه کوي:

هر څو که در ته ګونجې وي تندي د زمانې

لېکن چېرې شملــــې د پخوانو مه هېـــروه

                                                                         ( ۱۱ : ۱۵۷ – ۱۵۸ مخ )

***

اوښکې هوښيارې شوې بهر نه راځي

جونه شوې پېغلې په کالــــه پاتې دي

                                                                         ( ۷ : ۱۳۱ مخ )

د حمزه غزل کې قامي شعور:

د پښتني اقدارو دغه مجموعي خاکه کې يو جزء د پښتون قوم وحدت هم شامل دی، حمزه بابا د خپلې شاعرۍ په ذريعه پښتون ملت، هغه د ځان ځانۍ احساس او د دغه احساس منلي اثرات ور په ګوته کوي او ور ته وايي :

                                                                                ( ۵ : ۳۴ مخ )


څو چې راغونډ په يو مرکز يې نه کړم

هرې تپې تــــــه د جرګــــــو ســـــــــره ځم

***

نه تر دې لکـــــــــــــه د بزې وڅرېـــــــدلـــــې

راشه اوس خو دې ځان وپېژنه شپون شه

                                                                        ( ۴ : ۳۸ مخ )

د حمزه بابا په غزل کې اسلام او پښتونواله :

حمزه بابا د معنويت په لحاظ اسلام او پښتونواله بېخي يو څيز ګڼي هغه دا تصور لري چې څوک سوچه پښتون وي هغه به فطرتاً مسلمان وي ځکه چې اسلامي او پښتني اقدار په خپلو کې ډېر يووالی لري، دې لړ کې حمزه بابا وايي :

                                                                                                             ( ۵ : ۳۵ مخ )

پښتو مې د اسلام د لااله نه ده زده کړې

هم دې خو ده راکړې د جنت د چمن پته

***

دا به وي دروغ چې د اسلامه يې مخ ستون کړلو

څوک چې په رېښتيــا د پښتنې ابۍ راوړی وي

                                                                               ( ۴ : ۳۹ مخ )

د حمزه په غزل کې پښتني دودونه :[سمول]

د حمزه بابا د غزل زړي په پښتني چاپېريال او پښتني کولتور کې زېږېدلي او ټوکېدلي دي ، نو ځکه يې د بدل او پردي چاپېريال پر وړاندې غبرګون ښودلی.    ډډه يې ترې کړې او ځان يې ترې ساتلی دی.

                                                            ( ۲ : ۸ مخ )

د حمزه په اشعارو کې د پښتونولۍ سپېڅلې جذبه ، پښتني رنګ او پښتني مليت په ښکاره ډول ليدل کيږي.

                                       ( ۵ : ۳۷ مخ )

شينواری بابا په غزليزه ژبه کې د پښتني رېښتينولۍ په اساس څه چې مونږ د ده له رنګينو غزلو او شعرونو څخه راخيستي ، دا د پښتو او پښتني ولس هغه دودونه او رواجونه دي چې پښتانه يې په هر حالت او هر رنګه اقتصادي ستونزو کې د زړه په مينې او وينې پالي او درنښت يې کوي لکه بدرګه، حجره، مېلمه پالنه، پګړۍ، جرګه، ننواتې، پخلاينه او نور مسايل او دودونه دي، که څه هم په دغو دودونو کې ځينې د پرديو او نورو کولتورونو څخه زمونږ کولتور ته راننوتي دي، خو اوس په پښتو ژبه او پښتني ولس کې داسې دود شوي دي چې د پرديتوب فکر يې نشي کېدلی او يا ناشوني برېښي.

                                                 ( ۲ : ۸ – ۹ مخ )

له دغو دودونو څخه مونږ هم په ځينو يې لنډ بحث او خبرې کوو او د بابا د غزلونو د بېلګو په راوړلو سره پرې غږېږو چې بابا ور ته په څه نظر ګوري او څه ډول انځورونه يې کوي.

حجره:[سمول]

حجره اصلاً يوه عربي کلمه ده چې اوس په پښتني ولس او په پښتني کولتور کې داسې دود شوې ده چې هيڅوک يې د پرديتوب فکر نه کوي، دوکتور ابراهيم يې په خپل کتاب ( الحجم الوسيط ) کې داسې راپېژني( الحجرة : الغرفة فی اسفل البيت.) حجره د کېناستو يو عام او عمومي ځای ناستی او خونه ګڼل کيږي. څرنګه چې د نړۍ په قومونو کې پښتانه يو مېلمه پاله قوم او ولس ګڼل کيږي، نو د مېلمنو د ځای ناستي او استوګنې لپاره د حجرې په نوم يوه بېله او ځانګړې خونه يا ودانۍ رغوي چې تل او هر وخت يې دروازې د مېلمنو پر مخ خلاصې دي، پښتانه غټې او لويې ښکلې حجرې جوړوي دغه حجرې پښتانه د څو ټاکلو موخو لپاره جوړوي ، هغه دا چې د مېلمه عزت، قدر، درناوی او پالنه يې په ښه توګه ترسره شي، د غم ښادۍ د دعوو او شخړو د غوڅولو او پرېکړو لپاره يې جوړوي، او دې ته ورته نورو موخو لپاره.

                                                                                                                               ( ۲ : ۹ مخ )

زمونږ په ټولنه کې د ځينو اشخاصو په حجرو کې تل او هر وخت مېلمانه ناست وي، عزت او قدر يې کيږي، نو په همدې سبب حمزه بابا د پښتني چاپېريال د دود او دستور يو انځور وړاندې کوي او خپل زړه د همدغه پښتنو وګړو حجره ګڼي او هيڅ وخت يې د مېلمنو څخه خالي نه بولي.

ګرانـــــه زړه زمـــــــا حجره د پښتنـــــو ده

چې هيڅ وخت نه وي خالي د مېلمنو نه

                                                                               ( ۲ : ۱۱ مخ )

په بل ځای کې شينواری بابا خپل او د پښتنو زړونه د دوی له حجرو سره خوشحاله ګوري او خپل زړه يې د پښتنو له حجرو سره تشبيه کړې او د هغه حالت انځور کاږي چې د چا حجرې ته ډېر مېلمانه ځي راځي.

زړه دې که حجـــره د پښتنـــو زمــا

څومره چې ډېريږي مېلمانه ګوري

                                                                  ( ۲ : ۱۱ مخ )

دا لاندې بيتونه هم وګورئ چې پښتون بابا دغه پښتني دود ( حجره ) څومره په هنري الفاظو يادوي:

مه ګرځوه سترګې له مېلمه نظـــر

ګوره حجرې بېرته پښتانه ساتي

                                                                                                  ( ۹ : ۴۱ مخ )

***

حجـــــره د زړونو بويه چې پراخه پښتانه کا

بيا ځای دې پکې بسته د حالاتو پښتانه کا

                                                                          ( ۸ : ۱۱۵ مخ )

ستا يادونه چې تر اوسه لا په خوی د مېلمنو دي

تکلف خو غيريت وي ، د پښتون زړه په حجره کې

                                                                                    ( ۷ : ۱۴ مخ )

لا د زړه په حجره کې مې پښتو مېلمنه ښکاري

وي که تنګـــــه ستي هم مېلمنو ته خوشحاليږي

                                                                                     ( ۴ : ۴۱ مخ )

مېلمه پالنه:[سمول]

مېلمه پالنه هم د نړۍ په مختلفو قومونو او قبيلو کې په بېلابېلو طريقو ترسره کيږي، مېلمه پالنه او مېلمستيا يو دود دی چې هر قوم يې په مختلفو طريقو سره پالي، پښتانه هم په نړۍ کې د يوه مېلمه پاله قوم په نوم ځانګړی شهرت لري.

پښتني ولس ډېر مېلمه پاله ولس دی، پښتانه د هرمېلمه په ليدو خوشحاليږي او مېلمه کولو (کوربه توب ) باندې يې وياړي، مېلمانه هم سره ډېر توپير لري د بېلګې په توګه نږدې خپلوان مېلمانه، مسافر مېلمانه، نږدې ملګري او ياران مېلمانه، د روزګار مېلمانه، پردي مېلمانه، خواږه دوستان مېلمانه  ...او دېته ور ته نور مېلمانه چې د کوربه له خوا د هر مېلمه او هرې ډلې جلا جلا خدمت ترسره کيږي د مېلمه عزت او قدر کيږي او هر وخت ور ته په درنه سترګه کتل کيږي او هيڅوک مېلمه له کوره نشي بندولای او نه يې ستنولای شي او نه يې رټلی شي، ځکه چې مېلمه د الله تعالی دوست ګڼل کيږي. مشران او هوښيار خلک وايي چې کله مو کور، انګړ يا حجرې ته مېلمه راشي، نو ډېر ښه عزت او درناوی يې وکړئ، ويې پالئ او ويې نازوئ او ښه ډوډۍ ور ته تياره کړئ ترڅو مېلمه خپه نشي.

       ( ۲ : ۱۶ مخ )

د غزل بابا هم دغه پښتني دود ته په درنه سترګه ګوري ، دغه دود پالي او په ښکلي هنري الفاظو يې يې ستاينه کوي او ټولو پښتنو ته د دې دود د پاللو روحيه ور کوي او په هر حالت کې د مېلمنو په راتګ خوشحالي څرګندوي او وايي:

لاد زړه حجره کې مې پښتو کوربنه ښکاري

وي که تنګه ستي هم مېلمنو ته خوشحاليږي

                                                                               ( ۲ : ۱۷ مخ )

مېلمه پالنه د پښتني دودونو څخه داسې دود دی چې د حمزه بابا په شاعرۍ کې ځانګړی ځای لري.


دا د پښتون اشنـا ته وايــــــه توقع ده د چـــــا

چې تشې تورې به ستنې کړي مېلمنې لمنې

                                                                                                          ( ۴ : ۴۰ مخ )

راځئ چې د بابا له غزلونو څخه يو څو بيتونه نور هم د مېلمه پالنې په اړه ولولو چې په دې اړه څه وايي:

ځان په خپل کور کې مېلمه راته ښکاره شو

ګويا تللی په سفـــــر و، مېزبـــــــان راغـــــــی

                                                                              ( ۹ : ۱۶۱ مخ )

***

ځکه التفات زما مېلمه نظر ته نه کــــــوي

اورم چې ستونه پښتانه لري په سترګو کې

                                                                   ( ۷ : ۲۰۴ مخ )

***

زه به ځان ته د مېلمه په سترګو ګورم

چې ترڅو مې ستا غمونه مېلمانه دي

                                                                                                     ( ۸ : ۴۱ مخ )

پګړۍ :[سمول]

د پښتني ولس او د پښتني کولتور وياړ، ننګ او پت ځلانده سمبول پګړۍ  (پټکی، لونګۍ يا لنګوټۍ) ده چې د نيکونو او پلرونو نه يو ستر وياړ راپاتې دی ، د پګړۍ په سر د تړلو يا وهلو طريقې په هره پښتون مېشته سيمه او علاقه کې توپير کوي، خو په هره پښتني سيمه کې د لباس له اجزاوو څخه يو مهم توکی يا جزء ګڼل کيږي.

پګړۍ د پښتني لباس د يو اساسي او مهم جز ترڅنګ ځينې علماء يې د اسلام د ستر پېغمبر حضرت محمد ص مبارک سنت بولي، ځينې يې بيا د ځينو دلايلو په اساس سنت نه ګڼي، په هر حال په پښتني چاپېريال کې پګړۍ تړل او بيا په سر او پای کې شمله پرېښودل د سپين ږيرو او مشرانو يو دروند او ارزښتناک لباس او غوره دود او عنعنه ګڼل کيږي.

پښتون بابا هم د پښتنو زلمو پګړۍ يادوي د پرديو پګړۍ نه يادوي ځکه چې په سرکوزۍ او سرټيټۍ کې نور قومونه د بې پتۍ، بې ننګۍ او بې شرمۍ احساس نه کوي، په پښتني چاپېريال کې کومو اشخاصو چې سرکوزي ( غلامي ) اختيار کړې وي، نو د هغوی پګړۍ هم د نورو تر پښو لاندې شوي دي، ځکه چې سرکوزۍ او سر ټيټۍ کې پګړۍ له سره غورځيږي. که چېرته د ځينو بې ننګو پښتنو پګړۍ د سرکوزۍ او غلامۍ له امله پرېوتې وي، نو بابا يې ورته ور يادوي او وايي:

                                                                                                                         ( ۲ : ۳۹ مخ )

دا سرکوزي پښتنو نه عشقه ولې؟

ستا د زلمو هغه پګړۍ څــه شوې ؟

                                                                                                   ( ۲ : ۸۹ مخ )

په پښتني چاپېريال کې ځينې خلک په پګړۍ کې رنګارنګ ګلونه ټومبي، په همدې اساس حمزه بابا د ژوند څخه وروسته خپلې مقبرې او مزار ته راتلونکي شخص په دې مکلفوي چې ترڅو د راتګ پرمهال يې په دستار کې ګلونه ټومبلي وي ، نو بيا هغه وخت ور ته د راتګ اجازه ور کوي:

په مرقد د حمزه هلـــه راتـــــــه بويــــه

چې ګلونه په دستار دې وي ټومبلي

                                                                                                     ( ۲ : ۴۱ مخ )

او چې له پښتون څخه ننګ او غيرت ووځي او بې ننګه او بې غيرته شي، نو بيا ور ته وايي :

اوس دې شمله راته ښکاره د غيرت رېبځه

پښتونه ننګ درنه ووته پګړۍ مه وهـــــــــه

                                                                                                          ( ۵ : ۳۵ مخ )

دا لاندې بيت وګورئ چې بابا پکې څومره په ښکلي انداز او الفاظو د پښتنو او د هغوی د پګړۍ يادونه کړې ده:

خواره پښتو به يې پړونی نه شي

راځه پګړۍ د پښتانـــه پاتې دي

                                                                ( ۷ : ۴۳ مخ )

اوس به د حمزه بابا د ښکلو اشعارو نه ځينې هغه بيتونه راواخلو چې په پښتني چاپېريال کې د پګړۍ دود او استعمال او عظمت بيانوي:

کږه پګړۍ کړم چې در مخ شمه زه

د پښتون موډ په ادا پوه يې که نــه

                                                                    ( ۲ : ۴۰ مخ )

ښکاري په دستار د حمزه تېروتې لاليه

ګوره چې يې بار د خطاګانو په سر نه وي

                                                                                ( ۲ : ۴۱ مخ )

اوس دې شمله راته ښکاره شي د غيرت جاروګۍ

پښتونه ننګ چې درنه پاتې شو پګړۍ مه وهـــــــــه

                                                                                ( ۲ : ۴۰ مخ )



جرګه :[سمول]

جرګه د پښتني ولسونو ډېر لرغونی دود او دستور دی چې د پېړيو پيړيو په اوږدو کې له نيکونو راپاتې يو دوديز ميراث دی له لرغونو اريايانو رانيولې تر نن زمانې رارسېدلی. په پښتني چاپېريال کې اوس هم ډېر مسايل او موضوعات د جرګې له لارې حليږي، خلک ور ته ډېر خوښمن او خوشبين دي، ځکه ډېرې ښې پايلې له ځان سره لري.

       ( ۲ : ۵۱ مخ )

د جرګې لغوي مانا غونډه، ولسي مجلس، ټولی، د مشورې مجلس ، قومي غونډه، ننواتې، مرکه، سلا او مصلحت دی. جرګه هغه باصلاحيته او واکواله غونډه ده چې د دواړو خواو ترمنځ دعوې او شخړې فيصله کوي .

                                                                                 ( ۲ : ۵۲ مخ )

په همدې اساس حمزه بابا جرګه په خپلو اشعارو کې ډېره اړولې رااړولې ده او په ځانګړي ارزښت ور ته قايل برېښي او وايي :

راوړی له فطرته دی مزاج د جمهور

پښتو کوه جرګې د پښتنو مه هېروه

                                                                                                  ( ۲ : ۵۴ – ۵۵ مخ )

په لاندې بيت کې حمزه بابا د خپل مخاطب نه غوښتنه کوي چې مينې ته نازونه او نخرې زما پښتو ښودلي دا نازونه او نخرې په هغه صورت کې پخلا کيږي چې هغه ورته د پښتنو سترګو درنې جرګې راواستوي:

مينه همه نياز ده خو پښتو مې ناز ور وښوده

اوس د پښتنـــــــــو سترګـــــــو جرګې راولېـــــــږه

                                                                          ( ۲ : ۵۶ مخ )

اوس به د حمزه بابا د اشعارو څخه هغه بيتونه راواخلو چې پکې د پښتني جرګې رنګارنګ حالاتو ترسيمونه شوي دي:

حمزه اشنامې نه پښتو کړي نه پښتو پرېږدي

بېرته له مانه مرور شي چې جرګې تېرې شي

                                                                                                                ( ۸ : ۱۱۷ مخ )

پخلا مرور چېرته پخلا کيږي په جرګو

يارانو ته مې وايه چې جرګې نه راولي

                                                                                                          ( ۷ : ۱۱۳ مخ )

حمزه د پښتني احساس ايله له ښکليو مه کــــړه

اشنا دې چې په سوال او په زارۍ نه په جرګه شو

                                                                                                                ( ۸ : ۴۱ مخ )  

ننواتې :[سمول]

د چا کور يا کاله ته د بښنې او عذر کولو لپاره تلنې او ور تګ ته ننواتې وايي، څو چې خپله پښېماني څرګنده کړي، ننواتې لېږل او ننواتې منل د پښتني قانون يو منلی دود دی، د ننواتې په ور تګ د مړي له بدو هم تېريږي، په ننواتې کې سپين ږيري، ملايان او مياګان استول کيږي، خو زياتره پکې ښځمنې او تور سرې برخه اخلي. د ننواتې نه منل او د هغې سرغړاوی د پښتو او پښتونوالي له قانون څخه مخالفه کړنه ګڼل کيږي، ځکه ننواتې ډېرې ښې پايلې د ځان سره لري، د پښتو غزل بابا دا ولسي قانون په دې ډول انځوروي:

برند باڼه دې جوړې تيت کړل زما اوښکو

احتـــــرام د ننــــواتـــې پــــښــــتـــــــــانـــــه کا

                                                                                                         ( ۲ : ۵۷ مخ )

اوس هم د حمزه بابا هغه بيتونه ولولئ چې بابا پکې د ننواتې بېلابېلې صحنې انځور او وړاندې کړي دي :

ته چې راغلې اوښکې دا سرخي يې ولې راوړه

ولې رنګ د ننواتې راپيدا شو په جرګـــــو کې

***

پښتون اشنــا چې ننواتې غواړي

سترګو ته اوښکې پښتنې راشي

بدرګه :[سمول]

د بدرګې لغوي مانا ملګرتيا او لارښوونه ده او دا په پښتنو کې يو پېژندل شوی دود او دستور دی . بدرګه په مړي پسې د لومړۍ ورځې خيرات ته هم ويل کيږي. پخوا وختونو کې به د چور او چپاو څخه د ساتنې او ژغورنې په منظور د قافلو او کاروانونو سره غښتلي وسله وال د بدرګې په نوم روان و، د ځينو سيمو واکوالو به کله ناکله د پيسو او اجورې پر وړاندې بدرګه سرته رسوله، خو د دې ترڅنګ کله داسې هم کيږي چې په بدرګې باندې ډېر اعتبار او باور نه کيږي،ځکه چې بدرګه کوونکي سړي په خپله غله او داړه ماران جوړيږي، خو پښتانه بيا خپل هغه دوستان او ملګري چې سر او مال يې په خطر کې وي د امن او سولې تر سيمې ښه په ډاډ تر خپله ځايه رسوي، پر همدې اساس ارواښاد حمزه بابا د خپل ښکلي يار د بدرګو سره ښه په ډاډه زړه درومي او ځي:

هغه لوظــونه نــــاپوره راســره

د ښکلي يار د بدرګو سره ځم

                                                                                                ( ۲ : ۷۵ مخ )

کله ناکله په بدرګې زيات باور نه کيږي، ځکه بدرګه کوونکي په خپله غله او شوکمار جوړيږي، حمزه بابا همدغه مطلب په دې ډول انځور کړی دی:

کله کله بدرګه هم شي شوکماره

ای د دهر قافلو وېره په کـــار ده

                                                         ( ۲ : ۷۶ مخ )

اوس د حمزه بابا هغه رنګين بيتونه ولولئ چې دغه پښتني دود ( بدرګه ) يې پکې په خپلو هنري الفاظو ترسيم او انځور کړې ده:

هغه لوظونه ناپوره راســــــره

د ښکلي يار د بدرګو سره ځم

                                                           ( ۶ : ۶۱ مخ )

خوی د بدرګو کړو، غلچکيو ارمانونو

زړه ته ستا د يادو قافلې چې نــه راتلې

                                                                          ( ۷ : ۱۴۷ مخ )

د کاروان د بدرګې نه، هـم حـــــاجـــت د بدرګې دی

چې ماحول د غلچکۍ شو يون په کومه بدرګه کې

                                                                                     ( ۸ : ۶۷ مخ )

منزل ته د تکميل به د تا حسـن ورسيږي

د ژوند چول ترپايه درسره يم بدرګه کړم

                                                                        ( ۸ : ۵۳ مخ )

نوره څه به دې ارمانه بدرګه کړم

څو ګلونه د سپرلي به درسره کړم

                                                                ( ۲ : ۸۱ مخ )

پخلاينه :[سمول]

په پښتني چاپېريال کې د پخلاينې دود له پخوا څخه رواج لري. پښتانه که تربګني او دوښمني تر هر قوم او قبيلې ښه په نره پالي، خو د دې ترڅنګ بيا د پخلاينې دود او دستور هم ښه په نره مني.

پخلاينه د وګړو ترمنځ د مرورتوب او د ستونزو د حلولو هغه پخوانی دود دی چې د درېم ګړی په خواخوږۍ، همدردۍ او مرستې سره ترسره کيږي. پخلاينه په اسلامي اساساتو کې ډېر زيات ارزښت او اهميت لري ان تر دې پورې چې د دوو مسلمانانو ترمنځ د پخلاينې او روغې جوړې په وخت کې د اړتيا په صورت کې د دروغو ويلو لپاره هم جواز ور کړل شوی ، د پښتني چاپېريال دا دود هم ډېر غوره دود دی، حمزه بابا هم دغه پښتني دود په خپلو شعرونو کې په ډېر ماهرانه او استادانه ډول انځور کړی دی:

ډېر ګران و، ما حمزه ته د اشنا پخلا کول

ما ځان چې مرور کړ، نو اسان وموسيده

                                                                           ( ۲ : ۷۰ مخ )

کله داسې هم ويل کيږي چې ډېر ګران ملګری له سړي نه په څه خبره مرور شي او بار بار د هغې دلاسا کولو لپاره هلې ځلې کيږي، کله چې نوموړی ملګری بېرته دلاسا او پخلا شي، نو له پخوا نه نور هم ډېر ګران او خوږ شي، يو له بله سره نېک سلوک هم کوي، راځئ چې وګورو چې حمزه بابا خپل مخاطب ته د پخلاينې څنګه او کومه لار ښيي:

ګوره پــــه اسـانــــــه پخلا کېږه مـــــه

داسې په ما ګرانه په ما ګران به شې

                                                                 ( ۲ : ۷۱ مخ )

که يو شخص يا د يو چا نه خپل انډيوال په يو څه خبره يا په يو څيز باندې مرور شي، نو حتمي به يوه ورځ پخلا کيږي او خپلې ملګرتيا ته به دوام ور کوي، اوس وګورئ چې د غزل بابا دغه انځور په څه ډول مونږ او تاسې ته وړاندې کوي:

مرور کـــــه دې پخـــــلا ارومرو شي

چې صفت په زمانه کې د مرور شي

                                                                            ( ۲ : ۷۲ مخ )

اوس به دلته د پخلاينې هغه بيتونه وړاندې کړم، کوم چې ښاغلي استاد عبيدالله اغېز په خپل کتاب ( د حمزه په غزل کې پښتني عناصر ) کې د حمزه بابا د بيتونو راټولونه کړې ده:

نن چې ته د عُـــذر او قصــــــــور نه راتــــــــه وايې

خدای مې غلط مه کړه معلوميږي چې پخلا يې

***

مرورتيا يې زړه ته بيا هم څه سکون وبښي

څه درته وايم له هغې چې مې پخلا سوځوی

***

ستا سره اشنا چې زه پخـلا ځمه

غم دې څه دی بيا که له دنيا ځمه

***

توان لرمه دا چې د ماضي نه خـراج واخلــم

زه به پخوانی شمه ستا مينه به پخلا کړمه

                                                                           ( ۲ : ۷۴ مخ )

څو انتخابي غزلې :[سمول]

د ښاغلي حمزه شينواري شاعري د پښتو معاصرو ادبياتو يو ښکلی څپرکی دی کله چې د معاصرو پښتو ادبياتو او په تېره بيا د معاصر پښتو شعر په باب خبرې کوو، نو د حمزه بابا شعر د دغې لړۍ يوه نه هېرېدونکې، منلې او غښتلې برخه ده، په معاصر پښتو شعر کې د امير حمزه شينواري شعرونه په تېره غزل د يوه داسې دريځ لرونکی دی چې ځانته د پاملرنې وړ ځانګړنې لري. د حمزه بابا غزل د مضمون له مخې پښتنې ځانګړنې لري.

د جوړښت له مخې د بيتونو شمېر يې له پنځو څخه تر څوارلسو پورې رسيږي. د بابا غزل ساده، روان او سليس دی. د بابا د غزلو عمده ځانګړنه دا ده چې  د هغه د غزلونو په ځولۍ کې د پښتو او پښتونولۍ بېلابېل مسايل په يوه خاص ډول رانغاړل شوي دي ، بابا د تخيل استعارو، کنايو او مجاز پرمټ پښتو غزل د پرمختګ لوړ معراج ته رسولې، دلته د حمزه بابا څو مختلف غزلونه د بېلګې په توګه راوړم تاسې ولولئ او وګورئ چې تر کومه حده پکې دا پورته توکي په پام کې نيول شوي:

غزل

ښه وايي اشنـــــــــــــــا د ننګيالو خبرې نورې دي

پوه شـــــــــــــــه د الفـــــت د لېونو خبرې نورې دي

دا لږه قيصـــــــــــه زما د غـم وه چې دې واورېده

مــــــه کــړه بيــــړه، ودرېږه يو څو خبرې نورې دي

ولې پکې ستـــــــا هغه خواږه لوظونه نه ښکاري

نن خو دې د ستــرګو پښتنـــــــــو خبرې نورې دي

بټ نه د الفت لکه نينه هسې په تېښتــــــــــــه يې

ما خــــو درته وی د سوځېــــــــدو خبرې نورې دي

راز د مينې زده کړه ترې چې سوزي او ګډيږي هم

دا دي او که نــــــه؟ د سپېلنـــــــــــو خبرې نورې دي

                                                                                               

پرېږده بې لوتی واعظه وخت دی د بلبـل او ګُل

بيــا به واورو، نـــن د اورېـــــدو خبرې نورې دي

مشک وه د رقيب سره په تريو تندي مې پوه شو

دي چې پـه تــــا باندې مې پېرزو خبرې نورې دي

څـــه يې وی قاصده بيا چې ماته جواب ورسېد؟

وشــــــوه بس د تلـــــو او نه راتلـو خبرې نورې دي

ښه دي ستا نازونه خو لاليه زوړ استاد يمـــــــــــه

مه تېرباســــه ما د تېرويستـــــــو خبرې نورې دي

څــــــه په ډېرو ميو چې ساقي راته راګورې نــــــــــه

ستــــا د پيمـــــــــانو او د لېــمــــو خبرې نورې دي

ګــوره حمزه خوله په خوله چې نشې د رقيب سره

تا تــه دي ښکاره چې د ســــــــړو خبرې نورې دي

                                                                                            ( ۷ : ۲۱۱ – ۲۱ مخ )


غزل

پرېږده چې لوظونه د دروغو دې رښتيا کړم

ته راته سبـــــــا ســــبــــــــــا کوه زه به بېګا کړم

توان لرمـــــــه دا چې د ماضي نه خراج واخلم

زه به پخوانی شمه ستامينه به پخـــــــــلا کړم

ستا د تصور دا خاموشــــي به کړم ګويانــــــــه

جوړه د خپل کور په شور شر کې به غوغا کړم

بريد که حوادث دي د وختونو په ګلونو کې

زه به حوصله هم پښتنـــــــه ور ته پيــــدا کړم

لايې د سپين مخ خالونه شمېرم وزګار نه يم

پرېږده الواته به د سپوږمۍ په لوري بيا کړم

لاس مې د اشنا په زلفو راښکودو ترڅوکــــــو

زه د پرېشانۍ په ابتدا کې انتـــــهـــــــــــــا کړم

ښه ده، ماته داسې چې پردی پردی ښکاريږي

ستــــــــا هم دې ادا خو زه له تا سره اشنــــا کړم


ستا د طوفاني نظر به ســـــــــــاه شي لنډه کنــــــــډه

داسې نوي نوي اسويلي بـــــــــــــــــــــــــه راپيدا کړم

يو ته يې چې قــــــدر هيڅ زمــــــــا د اوښکو نه کړې

ووايـــــــــــــــــه چــــې څومره مشتري درته پيدا کړم

فرق د هيڅ انسان ســــــــره هم نکړي په عطـــــــــا کې

ځکه خو واعظه دا مې مينــــــــه په سبـــــــــــــــــــــا کړم

چوپ به يم خو عشق به مې د تا په رنګ کې رنګ کړي

ستــــــــــــــــــا د مينې راز به په احقا کې هم انشـــــا کړم

ستــــــــــــــــــــــا په اننګو کې د حمـــــــزه د وينو سره دي

ته شوې د پښتـــــو غزلـــــــــــــــــه ځوان زه دې بابا کړم

                                                                                                        ( ۷ : ۱۶۳ – ۱۶۴ مخ )

غزل

لا څــــو تڼـــــۍ د ګرېوانــــه پاتې دي

وحشته ستا په زړه کې څه پاتې دي

دا خو ته ولوله چې سترګــــــو کې دي

نورې خبرې مـې پــــــــــه زړه پاتې دي

ستا مې ښکلا، زما دې زړه واخيستو

تا سره څه؟ما سره څـــــــــــــــــه پاتې دي

سوال خو مې اورې خو جواب نه کوې

په خوږو کې دې تراخــــــــــــه پاتې دي

اوښکې هوښيارې شوې بهر نه راځي

جونـــــه شوې پېغلې په کاله پاتې دي

ستا د ا هندکي باڼه که نېغ وي څه شي

لا څـــــه شملې د پښتـــــانـــــه پاتې دي

چې په يو وخت خلک بيمـــــــارو، هغه

مينه کې سر پــــــــــــه زنګانــه پاتې دي

وړې ځواني دې زما څه کړه اشنــــــــــــا!

تله دې په ځـــای لا دې راتله پاتې دي

په خلاصېــــــدو شوه د زړه وينـه حمزه

لا ډېر غمونه مېلمـــــــــــانــــــــه پاتې دي

                                                                     ( ۷ : ۱۸۱ مخ )


غزل

تل بــــه په لار د مېړنو ســـــره ځم

يمه پښتون د پښتـنــو ســـــره ځم

د مليت نمــــــــره د پرخــې په څېــر

ستا د دې شوخو پلوشو سره ځم

دا چې خرد هم په ملــــــت ځاروي

زه د همداسې لېونو ســــــــــره ځم

پام کوه زه هغــــــــه نظـــــر نه يمـــه

چې به په دود د سپېلنو ســـــره ځم

وايي اغيــــــــــار چې د دوزخ ژبه ده

زه به جنت تـــــــــه د پښتو ســــره ځم

راستنېدی چې نشي وخت خو نه يم

خو د حالت د تقاضـــــــو ســـــــره ځم

لا خو مې ستر په لمر خاته پراته دي

نه لکه لمــــــــــــر د پرېوتو ســــــره ځم


کړمــه جهان چې د پښتـــــــــون زلمی

د خپلو پېغلو حوصلو ســــــــــــره ځم

وړم مستقبل تـــــــه د ماضي روايات

زه د خپل حال د ولولـــــو ســـــــــره ځم

څو چې راغونډ په يو مرکز يې نه کړم

هرې تپې تــــــــــــــه له جرګو ســــــره ځم

حمزه سفـــــر کــــــه د حجـــاز وي نو هم

زه د پښتون لــه قــافــــلـــــــوســـــره ځم

                                                            ( ۹ : ۳۷ مخ )




پايله[سمول]

لکه څنګه چې زما د مونوګراف موضوع ( په پښتو غزل کې د حمزه ونډه ) ده، نو ما هم د خپل وس تر حده پکې د موضوع په تړاو لومړی د حمزه زوکړه، زده کړې او دندې په لنډه توګه راخيستي دي ،د غزل بابا لقب يې چې څنګه دغه لوړ مقام ګټلی دی ، د حمزه بابامړينه چې په کوم ځای کې وفات شوی او چېرته دفن دی، د غزل پېژندنه او ډولونه مې هم له معتبرو سرچينو څخه راخيستي دي او دا چې په پښتو ادب کې د غزل پيل، اوج او نزول څنګه رامنځته شو او په څه ډول پښتو غزل بېرته راوژندۍ کړای شوه، په پښتو غزل کې د حمزه ونډه چې ډېره د يادولو وړ ده،د حمزه د غزل کړه وړه يانې بابا د غزل کومې ځانګړنې او له نورو کوم بېلوالی لري، د بابا تغزل، تعلي،د حمزه د غزل فطري انداز، د حمزه د غزل انفراديت، هغه ځانګړنې دي چې  د حمزه غزل  يې د نورو څخه ځانګړې کړې ده. حمزه د غزل تصوف او عرفان، د بابا د غزل تصوف څومره پرمختللی او ټينګ دی، د حمزه د غزل پښتون احساس ، بابا د خپل تصوفي احساس ترڅنګ پښتون احساس هم لري، د حمزه په غزل کې اسلام او پښتونواله، دا چې پښتون بابا اسلام له پښتونواله د سکې دوه مخه بولي. د حمزه په غزل کې پښتني دودونه: حجره، مېلمه پالنه، جرګه....دا هغه پښتني ځانګړنې دي چې بابا يې په خپل ژوند او فن کې پالنه کړې ده، د مونوګراف په پای کې مې د بابا څو انتخابي غزلې راخيستي دي چې تر ډېره د هر پښتون د زړه اواز دی او په همدې ډول مې خپله موضوع راټوله او پای ته رسولې ده.


1)  آرمل هاشمي، سيداصغر ( پوهيالی ) : ( ۱۳۹۳ ل ) کال، د پښتو نظم تاريخ، جلال اباد، مومند تخنيکي څانګه ( خپرندوی ).

2)  اغېز، عبيدالله: ( ۱۳۹۳ ل ) کال، د حمزه په غزل کې پښتني عناصر، پېښور، دانش خپرندوی ټولنې تخنيکي څانګه ( خپرندوی ).

3)  افريدی، طاهر: ( ۲۰۱۶ ز ) کال، پښتو جرس غزلګڼه، جلال اباد، مومند تخنيکي څانګه ( خپرندوی ).

4)  خليل، حنيف ( ډاکټر ): ( ۲۰۰۱ ز ) کال، ايېنې، پېښور، دانش تخنيکي څانګه     ( خپرندوی ).

5)  خليل، حنيف ( ډاکټر ) : ( ۲۰۱۶ ز ) کال، د پښتو نوې شاعري، پېښور، يونيورسټي پبلشرز ( خپرندوی ) .

6)  ځلاند، طاير: ( ۱۳۹۱ ل ) کال، د پښتو غزل تنقيدي جاج، لومړی چاپ، دانش خپرندوی تخنيکي څانګه ( خپرندوی ) .

7)    شينواری، حمزه: ( ۱۹۹۲ ز ) کال، بهير، پېښور،جدن پرنټنـګ پرس (خپرندوی ).

8)  شينواری، امير حمزه: ( ۱۹۸۶ ز) کال، سپرلی په ايېنه کې، پېښور، جددن پرنټنـګ پرس ( خپرندوی ) .

9)  شينواری، امير حمزه خان : ( ۲۰۱۰ ز ) کال، غزونې، پېښور، جدن پرنټنګ پرس ( خپرندوی ) .

10)غزنوي ، خاطر: ( ۱۳۳۸ ل ) کال، حمزه پېژندنه ( ژباړن، ذبيح الله احساس )، سالنګ کتاب خپروونکي ( خپرندوی ) .

11)هېوادمل، زلمی : ( ۱۳۶۶ ل ) کال، د حمزه ياد( د مقالو ټولګه )، د قومونو او قبايلو چارو وزارت د نشراتو او فرهنګي چارو رياست ( خپرندوی ) .