په نړۍ کې خواره واره پښتانه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د پښتنو مهاجرت هغه قوم ته اشاره کوي چې د خپل دوديز وطن پښتونستان څخه بهر ژوند کوي، يوه تاريخي سيمه چې په افغانستان کې د امو سيند په سويل کې او په پاکستان کې د سند سيند لويديځ ته موقعيت لري.[13] په داسې حال کې چې د پښتونستان سيمه د اکثرو پښتنو خلکو کور دی، د پام وړ پښتني بهرنۍ ټولنې شتون لري چې د پاکستان په ګاونډيو سندونو او پنجاب ايالتونو کې په ځانګړي ډول د دوی په اړوندو صوبو ښارونو کراچۍ او لاهور کې مېشتې دي. سربېره پردې، د پښتنو اولادونه هم په ټول هند کې موندل کيږي، په ځانګړې توګه د اترپردېش ايالت په روهيل کنډ سيمه کې، او د ګجرات او راجستان په ايالتونو کې. د جنوبي اسيا نه بهر د فارس خليج په عربي هيوادونو (په عمده توګه په متحده عربي اماراتو)، متحده ايالاتو، ايران، برېتانيا، جرمني، کاناډا، روسيه او اسټراليا او سريلانکا کې د پام وړ بهرنۍ پښتني ټولنې موندل کېدای شي. پښتانه خلک، چې د ايراني توکميزو ډلو په توګه طبقه بندي شوي، داسې انګېرل کيږي چې د عيسوي لومړۍ مېلادي پېړۍ په لومړيو کې د پښتونستان په دوديزه سيمه کې مېشت شوي دي.[14][15] د ايتنولوګ په وينا، دا مهال د دوی شمېر شاوخوا 50 مليونه دی، [1] مګر ځينې سرچينې لږ څه ټيټ يا لوړ ارقام ورکوي. [16] [17] [18] دې سيمې ته د اسلام له راتګ وروسته، ډېری پښتانه مهاجر شول او د ډيلي سلطنت، د مغولو امپراتورۍ او نورو اسلامي سياستونو په ځمکو کې مېشت شول چې د هند په نيمه وچه کې د مسلمانانو د فتوحاتو په جريان کې رامينځته شوي، چې له کبله يې هغه پښتانه چې اسلام يې ونه مانه، د وخت په تېرېدو په نورو قومونو کې مدغم شول او ورو ورو يې خپله مورنۍ ژبه پښتو پرېښوده، چې له کبله يې د پښتو ژبې پخواني ادبيات ، ليکنې او مدنيتونه هم له منځه ولاړل. چې له جملې يې د پنجابي او هندي ژبو ځايي خلکو سره ددوی يوځای والی د بېلګې په توګه يادولای شو؛ پښتانه په عام ډول په هند او ختيځ پاکستان کې د پټان په نوم يادیږي.

مورنی ټاټوبی[سمول]

افغانستان[سمول]

له تاریخي پلوه د افغان کلیمه له درېیمې پېړۍ راپه دېخوا د پښتنو لپاره کارول کېږي، خو اوس‌مهال د افغانستان ټولو اوسېدونکو ته د افغان کلیمه کارول کېږي. پښتانه په افغانستان کې تر ټولو لوی ټبر دی او شاوخوا د هېواد د ټول نفوس ۵۲ تر ۶۸ سلنه جوړوي. شاوخوا ۱.۹۹ میلیونه افغان کډوال په ګاونډي هېواد پاکستان کې مېشت دي، چې ډېری یې هغه پښتانه  دي چې همالته زېږېدلي دي. [۱][۲][۳]

پښتانه په ټول افغانستان کې خواره دي او تقریباً د هېواد په ټولو ولایتونو کې موندل کېږي. کندهار د افغانستان دویم لوی ولایت او د پښتنو د کلتور مضبوط مرکز دی. په سویل کې د لښکرګاه ښار، په لویدیځ کې فراه، په ختیځ کې جلال اباد او په شمال کې کندز د دې ټبر له ګڼو نورو لویو کلتوري مرکزونو څخه دي، چې وګړي/ نفوس يې ډېری پښتانه دي. [۴]

پاکستان[سمول]

پښتانه په پاکستان کې تر ټولو لوی قومي اقلیت دی او د ټول نفوس شاوخوا ۲۵ سلنه جوړوي. پښتانه په خیبر پښتون‌خوا ولایت کې چې د بلوچستان شمال او قبایلي سیمې پکې شاملې دي تر ټولو ستر قومي اقلیت دی.   [۵][۶]

په سند ایالت کې د کراچۍ ښار، د ځینو تخمینونو پر بنسټ د شاوخوا ۸.۵ میلیونه پښتنو له لرلو سره د نړۍ تر ټولو متراکم نفوس لرونکی پښتون مېشت ښار دی. په پاکستان کې ځینې اړین پښتون مېشته ښارونه په لاندې ډول دي: پېښور، کويټه، ژوب، لورلايي، د سیف الله کلا، اټک، سوات، مردان، چارسده، مینګوره، بنو، پاړه چنار او صوابۍ. که څه هم د بلوچستان ښار نوم تر بلوچ قوم وروسته اېښودل شوی خو بیا هم پښتانه په پراخه کچه په دې ولایت کې ژوند کوي او بلوچ په دې ایالت کې تر ټولو ستر قومي اقلیت دی. له دې سره د دې ولایت په ډېره جغرافیه کې بلوچان ژوند کوي او پښتانه په یوه کوچنۍ سیمه کې سره راټول شوي دي. [۷][۸]

دخیبر پښتون‌خوا ایالت په هزاره سیمه کې پښتانه د ټول نفوس شاوخوا له ۶۰ څخه تر ۷۰ سلنه برخه جوړوي. د تور غر په بتګرام سیمه کې او مانسهره ښار کې مېشتې پښتنې قبیلې په پښتو ژبه خبرې کوي، خو په ایبټ اباد او هریپور سیمه کې مېشتې د جدون، ترین او دله‌زاک قبیلې معمولاً په هندوکو ژبه خبرې کوي او ځینې وختونه د دویمې ژبې په توګه پښتو هم وایي. 

لاندې جدول د پاکستان په اداري واحدو کې د پښتنو نفوس ښيي:

ایالت پښتانه
خیبر پښتون‌خوا له ۳۰ څخه تر ۳۲ میلونه  (په پاکستان کې د ۲۰۱۷ کال د نفوس شمېرنې پر بنسټ)
  د فدرال ټبر سیمې ۵.۵ میلیونه
سند له ۶ څخه تر ۱۰ میلیونه [۹]
بلوچ‌ستان ۵.۵ میلیونه
پنجاب ۲.۳ میلیونه
ازاد کشمیر ۳۵۰۰۰۰
مرکزي سیمه اسلام اباد ۴۵۰۰۰۰
پاکستان [۱۰][۱۱]۵۶.۷


د پښتنو کوچنۍ ټولنې له خیبر پښتون‌خوا او بلوچستان څخه بهر د پنجاب  په اټک او میانوالي کې موندلی شو. دا ټولنې او ځینې نورې ټولنې چې په اصل کې پښتانه دي له ډېرو پخوانیو زمانو راهیسې په پنجاب او سند کې مېشتې دي؛ چې د پټان په نوم مشهورې دي. د پښتنو لویې ټولنې لکه نیازي او داسې نور د خانیوال او قصور په ښارونو کې ژوند کوي؛ همداراز تر دې لویې ټولنې د ملتان په شاوخوا سیمو کې ژوند کوي، چې یو مهال د درانیو د امپراتورۍ برخه وه. د پټانوانو ټولنې د ازاد کشمیر په بېلابېلو برخو کې هم مېشتې دي. هغوی تر ډېره د پونچ، سدهونټي او باغ سیمو کې مېشت دي. د پونچ او سندهونتي په سیمو کې پښتانه د ټول نفوس ۷۰ سلنه جوړوي. ډېری کشمير مېشته پښتانه له سدوزيي قوم څخه دي او په کشمیر کې د سدهن په نوم پېژندل کېږي. په جمو او ازاد کشمیر کې د پښتنو تقریبي شمېره شاوخوا یو میلیون کسه ده. د سدوزیو ټبر/ قبیله د ازاد کشمیر په لاواکوټ کې د یوې پياوړې کلا په توګه ده. د پښتنو د ګڼو نورو ټبرونو لږ شمېر لکه: دراني، رتین، لودي، یوسفزي، شینواري، او افريدي د هند تر اداره لاندې د جمو او کشمیر په سیمو کې ژوند کوي چې په سیمه‌ییزه ژبه خبرې کوي.

د پورتنیو مواردو سربېره، په پاکستان کې مېشتې ځینې ټولنې چې په اردو ژبه خبرې کوي په اصل کې ځانونه په خیبر پښتون‌خوا او افغانستان سیمو کې مېشتو لرغونو پښتنو پورې تړي. ځینې يې ځانونه بنګش، یوسف‌زي، غوري او درانیان ګڼي. پر دې سربېره د پام‌وړ شمېر روهیل‌یان په ۱۹۴۷ کې د هند تر وېش وروسته پاکستان ته کډه شوي. پښتانه د کراچۍ په ښار کې د کډوالو شاوخوا ۳۰ سلنه برخه جوړوي.

هندوستان[سمول]

بریتانوي هند یو وخت د پښتنو د نفوس لوړه شمېره لرله چې شاوخوا د افغانستان له پښتنو سره برابره وه، چې په غالب ګمان د بریتانوي هند پر مهال د شمال لوېديځ سرحدي  ولایت په نوم او په بلوچستان کې ځای پرځای وو. پښتنو له شلمې پېړۍ مخکې او تر څوارلسمې پېړۍ وروسته د روهېل‌کهند په سیمه کې لويې ټولنې رامنځته کړې د برېتانیکا دایرة المعارف د یوولسم اېډیت له مخې په هند کې د مېشتو پښتنو شمېره ۳.۵ میلون کسانو ته رسېده خو د پښتو ژبې د ویونکو شمېر له ۱،۲۵ میلیون څخه لږ و. په ۱۹۴۷ کې د هند او پاکستان تر بېل‌والي وروسته ډېری دغه سیمې له اړونده ولایتونو سره پاکستان ته ورکړل شوې، اوس‌مهال په هند کې مېشت پښتانه د پښتو ژبې په ویونکو او هغه ډلې چې په اردو/هندي او یا ګنو نورو سیمه‌ییزو ژبو خبرې کوي وېشل کېږي او د پښتو ژبې ویونکي تر ټولو لویه ډله ده. د لکنهو پوهنتون پروفیسور خان محمد عاطف داسې تخمین وکړ چې «د هند د پټانانو نفوس د افغانستان د پښتنو د نفوس دوه چنده دی».  [۱۲][۱۳][۱۴]

پښتو ژبې ټولنې[سمول]

د هند هېواد په جمو او کشمير کې ګڼ شمېر پښتانه مېشت دي، چې په پښتو ژبه خبرې کوي. که څه هم د کره شمېرې تشخیص یې ستونزمن کار دی، خو شمېره یې لږ تر لږه له ۱۰۰۰۰۰ کسانو څخه لوړه ده، ځکه په ۱۹۵۴ م کال کې له ۱۰۰۰۰۰ څخه زیاتو پښتنو کوچیانو ته چې د هند په کشمېر کې يې ژوند کاوه د هند ښاروندي ورکړل شوه. اوس‌مهال پرله پسې جرګې تر سره کېږي. هغوی چې د کشمير په دره کې مېشت شوي او هلته ژوند کوي په پښتو ژبه خبرې کوي او تر ډېره د يادې درې په سویل لویديځه برخه کې دي چې د پښتنو مستعمرات ځینې وختونه له همدې ځایه پیل شوي. تر ټولو جالبه دا چې کوکی‌خېل اپریدیانو چې په امګایهاما کې ژوند کوي خپل ټول لرغوني دودونه خوندي ساتلي او په پښتو ژبه خبرې کوي. هغوی رنګارنګ جامې اغوندي او توره او ډال له ځان سره لېږدوي. اپریدیان او ماچي‌پوریان چې د یوسفزیو له ټبر څخه دي، په پوځ کې په خدمت کې شامل دي تر څو په مقابل کې يې ځينې کلي د عاید په برخه کې د مالیاتو له ورکړې څخه معاف کړي. پښتانه تر ډېره د درانیو په وخت کې هند ته تللي، خو ځینې يې د ماهاراج ګلاب‌سېنګ له خوا هند ته راوستل شوي چې په پوله کې خدمت وکړي. د کپواره سیمې د کنټرول پر کرښه د دهاکا او چانګار (چاکنوت) کلي وګړي هم په پښتو ژبه خبرې کوي. په یاد ایالت کې د مېشتو پښتنو د ټولنې له غوښتنو سره سم په دې وروستیو کې د کاشرتا تلویزوني شبکې په پښتو ژبه تلویزوني خپرونې پیل کړې. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

همداراز د پښتنو کوچنۍ او خورې ټولنې د هند په مسلمان مېشته لویو ښارونو کې هم شته او ډېری هغه کسان چې په پښتو ژبه خبرې کوي په ډهلي او اوتار پردېش ایالتونو کې مېشت دي؛ دا وګړي د اړونده ایالتونو په سیمه‌ییزو ژبو هم د دویمې ژبې په توګه خبرې کوي. د هغه پښتنو شمېر چې لا هم په پښتو خبرې کوي او پرې پوهېدلی شي شاوخوا ۱۴۱۶۱ کسانو ته رسېږي. احتمالي دلیل یې دا دی چې دې کسانو تر څه مهال مخکې د پاکستان خیبر پښتون‌خوا ته سفر کولی شوی. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د هندیانو یوه کوچنۍ ټولنه په شین‌خالیانو مشهوره ده چې «شنو خالونو» په معنا ده، (د پښتنو ښځو پر مخ شنو خالونو ته اشاره کوي). د هند تر وېش وروسته په راجستان کې اناریا سیمې ته کډه شول. یادې ټولنې د هند له وېش څخه مخکې د بریتانوي هند په بلوچستان کې په کوېټه، لورلایي او مېختر سیمو کې مېشته وه. هغوی لا هم په پښتو ژبه خبرې کوي او د پښتنو دود اتڼ یې له ځان سره ژوندی ساتلی.

سرچينې[سمول]

  1. "Afghan Population: 31,108,077 (July 2013 est.) [Pashtun = 42%]". Central Intelligence Agency (CIA). The World Factbook. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ جون ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. See:
  3. (په 27 February 2012 باندې). PAKISTAN: Tolerance wanes as perceptions of Afghan refugees change. IRIN
  4. "District Development Plans (DDP)". Government of Afghanistan and United Nations Development Programme (UNDP). Ministry of Rural Rehabilitation and Development. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Pakistan population: 187,342,721 [Pashtun (Pathan) 15.42%]". The World Factbook. Central Intelligence Agency (CIA). 2012. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ نومبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ فبروري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Pakistan Index: Tracking Variables of Reconstruction & Security" (PDF). Brookings Institution. 29 December 2011. د کتاب پاڼې 13. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۷ مارچ ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Obaid-Chinoy, Sharmeen (17 July 2009). "Pakistan: Karachi's Invisible Enemy City potent refuge for Taliban fighters". PBS. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "In a city of ethnic friction, more tinder". The National. 24 August 2009. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ جنوري ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Obaid-Chinoy, Sharmeen (17 July 2009). "Pakistan: Karachi's Invisible Enemy City potent refuge for Taliban fighters". PBS. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Pakistan population: 187,342,721 [Pashtun (Pathan) 15.42%]". The World Factbook. Central Intelligence Agency (CIA). 2012. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ نومبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ فبروري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Pakistan Index: Tracking Variables of Reconstruction & Security" (PDF). Brookings Institution. 29 December 2011. د کتاب پاڼې 13. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۷ مارچ ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. کينډۍ:Cite EB1911
  13. (په 11 December 2008 باندې). Indian Pathans to broker peace in Afghanistan. Hindustan Times.
  14. Alavi, Shams Ur Rehman (11 December 2008). "Indian Pathans to broker peace in Afghanistan". Hinudstan Times (په انګلیسي ژبه کي). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Special focus on Gujjars, Paharis: CM". Daily Excelsior. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  16. (په 20 July 1954 باندې). Pakhtoons in Kashmir. The Hindu.
  17. "Justice rolls in Kashmir, Afghan-style". The Telegraph. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Saiyids, Mughals, Pashtuns and Galawans". OPF. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ مې ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "A First Look at the Language of Kundal Shahi in Azad Kashmir" (PDF). SIL International. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۵ فبروري ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "The Tribune, Chandigarh, India – Jammu & Kashmir". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Pathan". Isa-Masih in Lucknow. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ جون ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ فبروري ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Phonemic Inventory of Pashto" (PDF). CRULP. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۳ جولای ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Abstract of speakers’ strength of languages and mother tongues – 2001, Census of India (retrieved 17 March 2008)
  24. "Study of the Pathan Communities in four States of India". Khyber. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ مې ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)