په منځنیو پېړیو کې اروپايي علوم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په منځنیو پېړیو کې اروپايي علوم د طبیعت څېړنه، ریاضیات او طبیعي فلسفه رانغاړي. د لوېديځ روم د سترواکۍ تر سقوط او د یوناني پوهې تر زوال وروسته لوېديځه مسیحي اروپا د لرغونو زده‌کړو له مهمې سرچینې څخه جلا شوه. که څه هم له «ایزیډور» او «بېډ» څخه نیولې تر «جین بوریډان» او «نیکول اورسمه» پورې ګڼو مسیحي روحانیونو او علماوو د عقلاني تحقیق روحیه وساتله، خو لوېديځه اروپا بیا هم د منځنیو پېړیو په لومړیو کې له یوه علمي زوال سره مخ وه. له دې سره سره، د لوړو منځنیو پېړیو پر مهال دا سیمه په دې لټه کې وه چې یو ځل بیا د علمي اکتشافاتو د مشرۍ واګې په لاس کې واخلي. د منځنیو پېړیو د وروستیو وختونو څېړنیزې پوهې او علمي اکتشافاتو د مدرنې دورې په لومړیو وختونو کې علمي انقلاب ته زمینه برابره کړه. [۱]

لوېديځه اروپا[سمول]

کله چې په پنځمه پېړۍ کې په لوېديځ کې د روم د سترواکۍ قدرت ختم شو، لوېديځه اروپا له ګڼو ستونزو سره منځنیو پېړیو ته دننه شوه چې د دغې لویې وچې پر فکري تولید یې پراخې اغېزې وکړې. د لرغوني دوران ډېری هغه علمي رسالې چې په یوناني ژبه لیکل شوې وې، د لاسرسي وړ نه وې او یوازې لنډیزونه او ساده شوې ټولګې یې باقي پاتې شوې. له دې سره سره، رومي متنونه او د منځنیو پېړیو د لومړنیو وختونو متنونه ولوستل او وڅېړل شول. د دغو متنونو لوست او څېړنې مرسته وکړه چې طبیعت د یوه داسې منسجم سیستم په توګه درک شي چې د ثابتو الهي قوانینو په رڼا کې عمل کوي او عقل یې درک کولی شي. دغو څېړنو د منځنیو پېړیو تر لومړیو وختونو پورې دوام وکړ او په دوولسمه پېړۍ کې د رنسانس له دورې سره دغو څېړنو ته لېوالتیا د یوناني او عربي علمي متنونو د ژباړې له لارې بیا را ژوندۍ شوه. لا ډېرې علمي څېړنې د منځنیو پېړیو پر مهال په نویو جوړو شویو پوهنتونونو کې وشوې او دا هغه ځای و چې دا متنونه په کې تشرېح شول او د نړۍ په اړه یې نوي لیدلوري رامنځته کړل. دغه پرمختګونه دا مهال په عمومي ډول نامشخص دي، تر یوه حده یې دلیل دا دی چې د منځنیو پېړیو په علم کې اکثره پرمختللې تیورۍ دا مهال منسوخې شوې دي او بل دلیل یې هم د منځنیو پېړیو هغه څېره ده چې ظاهراً «تیاره پړاو» بلل کېږي چې په کې د مذهبي مراجعو خبره پر شخصي تجربه او عقلاني فعالیت برسېره شوې ده.[۲]

د منځنیو پېړیو لومړي وختونه (تر میلاد وروسته ۴۷۶-۱۰۰۰)[سمول]

په لرغونې نړۍ کې یوناني د علم اصلي ژبه وه. حتا د رومي سترواکۍ پر مهال هم په لاتیني متنونو کې له یوناني اثارو څخه پراخه استفاده کېده؛ په داسې حال کې چې د سترواکۍ په هلنیستي اړخ کې پرمختللې علمي څېړنې او تدریس په یوناني ژبه دوام درلود. لاتیني ژبې ته د یوناني لیکنو د ژباړې لپاره وروستۍ رومي هڅې کمې بریالۍ وې.[۳]

منځنیو پېړیو ته د لېږد په جریان کې د یوناني پوهې په زوال سره لاتین لوېديځ ځان له خپلو یوناني فلسفي او علمي ریښو څخه جلا شوی ولید. ډېری علمي څېړنې له هغو سرچینو څخه د راټولو شویو معلوماتو پر بنسټ ولاړې دي چې تر ډېره نیمګړې دي او جدي ستونزې لري. هغه لاتیني ژبي اشخاص چې غوښتل یې علم زده کړي، یوازې د کالسیډیوس، ماکروبیوس، مارټیانوس کاپلا، کاسیوډوروس او نورو رومي لیکوالانو کتابونو ته یې لاسرسی درلود. له غیر علمي سرچینو څخه باید ډېر شیان راټول شوي وای: د سروې یا نقشه‌اخیستنې لارښود کتابونه د دې لپاره ولوستل شول چې په هندسه کې کوم شیان شاملېږي.[۴]

ناښاریتوب د زده‌کړو لمنه را لنډه کړه او په شپږمه پېړۍ کې زده‌کړې رهباني او کلیسايي ښوونځیو ته ولېږدېدې او د زده‌کړو مرکز د بایبل مطالعه وه. د غیر مذهبي اشخاصو زده‌کړو په ایټالیا، اسپانیا او د سوېلي ګال په ځینو هغو برخو کې په متوسط ډول دوام وکړ چې هلته رومي اغېزې اوږدمهالې وې. په اوومه پېړۍ کې زده‌کړې په ایریلنډ او سلټیک کې پيل شوې او دا هغه ځای و چې لاتيني په کې بهرنۍ ژبه وه او لاتیني متنونه په ډېره لېوالتیا په کې لوستل کېدل او تدریسېدل.[۵][۶]

لوړې منځنۍ پېړۍ (تر میلاد وروسته ۱۰۰۰-۱۳۰۰)[سمول]

له شاوخوا ۱۰۵۰ کال را وروسته اروپايي عالمانو په هغو یوناني او عربي متنونو کې د لرغونو زده‌کړو لټون پیل کړ چې دوی له لاتیني ژبې څخه ژباړلي وو او خپله پوهه یې پراخه کړه. دوی له ګڼو کلاسیکو یوناني متنونو سره مخ شول چې ځینې یې مخکې عربي ته ژباړل شوي وو او د اسلامي متفکرانو تشرېحات یا خپلواک اثار هم ورسره مل وو.[۷]

په دې دوره کې د منځنیو پېړیو د مهال پوهنتونونه هم را څرګند شول چې له ژباړل شویو متنونو څخه یې مادي ګټه اخیسته او د علمي ټولنو لپاره یې نوې زېربناوې برابرولې. په دې کې ځینې پوهنتونونه (Studium Generale) وبلل شول او د رومي سترواکۍ له‌خوا د نړیوالو عالي مؤسسو په توګه ثبت شول. ډېری لومړني پوهنتونونه په ایټالیا، فرانسه، انګلستان او اسپانیا کې را څرګند شول او دا په اروپا کې د زده‌کړو تر ټولو معتبر ځایونه ګڼل کېدل. دغه نوملړ په ټوله اروپا کې د نویو پوهنتونونو په جوړېدو سره ډېر ژر پراخ شو. د دیارلسمې پېړۍ په لومړیو کې د یوه پوهنتون څېړونکي وهڅېدل چې د اروپا د ګوټ ګوټ په نورو پوهنتونونو کې په دوره‌يي ډول ویناوې وکړي او اسناد شریک کړي، او دغه چاره په اوسنیو اروپايي پوهنتونونو کې د اوسني اکاډمیک فرهنګ لامل شوه.

د منځنیو پېړیو وروستي وختونه (تر میلاد وروسته ۱۳۰۰-۱۵۰۰)[سمول]

د څوارلسمې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې لویو متفکرانو علمي کارونه وکړل. «ویلیم اوکام» د منطقي څېړنو په پایله کې د سپما د اصل ځانګړی فورمول فرض کړ چې دا مهال د «اوکام چاړه» بلل کېږي. دا اصل د اکتشافي طریقو مهم اصل دی چې اوسنی علم یې د دوو یا ګڼو نامشخصو تیوریو تر منځ د انتخاب لپاره کاروي، که څه هم باید ووایو چې دا اصل تر ویلیم اوکام مخکې «اکویناس» او «ارسطو» هم کارولی و.

د رنسانس دوره (۱۵مه پېړۍ)[سمول]

په پنځلسمه پېړۍ کې د رنسانس فرهنګي خوځښت پیل شو. د یوناني علمي متنونو بیا کشف چې هم لرغوني او هم د منځنیو پېړیو متنونه وو، هغه مهال لا چټک شو چې د بیزانس سترواکي د عثماني ترکانو له‌خوا سقوط شوه او ګڼو بیزانسي عالمانو لوېديځ په ځانګړي ډول ایټالیا ته پناه یووړه.

د دې تر څنګ د چاپ د ماشین اختراع پر اروپايي ټولنه پراخې اغېزې وکړې: د چاپي اثارو اسانه خپرښت زده‌کړې ډیموکراټيکې کړې او د نویو ایډیاوو یا نظرونو د چټکې خپرېدنې زمینه یې برابره کړه.

کله چې رنسانس شمالي اروپا ته ورسېد، علم د کوپرنیک، فرانسېس بېکن او ډیکارټ په څېر شخصیتونو په مرسته یو ځل بیا را ژوندی شو (ډیکارټ د رنسانس دورې د وروستیو وختونو د متفکر پر ځای د روښانوالې دورې د لومړیو وختونو د متفکر په توګه پېژندل کېږي).

سرچينې[سمول]

  1. Duhem was working on Les origines de la statique in 1903, when he stumbled upon a reference to Jordanus Nemorarius. This provoked a deep study of medieval science and cosmology, which he first began publishing in 1913 as Le Système du monde (only five of ten volumes made it to the press before his death). An abridged English translation has been published by Roger Ariew under the title Medieval Cosmology. Cf. Pierre Maurice Marie Duhem Archived 2011-07-26 at the Wayback Machine..
  2. David C. Lindberg, "The Medieval Church Encounters the Classical Tradition: Saint Augustine, Roger Bacon, and the Handmaiden Metaphor", in David C. Lindberg and Ronald L. Numbers, ed. When Science & Christianity Meet, (Chicago: University of Chicago Pr., 2003), p.8
  3. William Stahl, Roman Science (Madison: U of Wisconsin P, 1962). See especially pp. 120–33.
  4. Edward Grant (1996). The Foundations of Modern Science in the Middle Ages. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 13–14. OCLC 185336926. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-521-56137-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Pierre Riché, Education and Culture in the Barbarian West: From the Sixth through the Eighth Century (Columbia: Univ. of South Carolina Pr., 1976), pp. 100–29.
  6. Pierre Riché, Education and Culture in the Barbarian West: From the Sixth through the Eighth Century (Columbia: Univ. of South Carolina Pr., 1976), pp. 307–23.
  7. Charles Homer Haskins (1927), The Renaissance of the Twelfth Century (Cambridge: Harvard UP), pp. 278–302.