په متحده ایالاتو کې د رایې ورکولو حقونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په متحده ایالاتو کې د رایې ورکولو حقونه، په ځانګړې توګه د بېلابېلو ګروپونو د رایې ورکولو حق او له رایې ورکولو څخه بې برخې کول، د متحده ایالاتو په تاریخ کې یوه اخلاقي او سیاسي مسئله وه.

په متحده ایالاتو کې د رایې ورکولو د شرایطو لرل، د متحده ایالاتو د اساسي قانون او د فدرالي او دولتي قوانینو له خوا اداره کېږي. د اساسي قانون څو تعدیلات (په ځانګړې توګه پنځلسم، نولسم، او شپږویشتم) اړتیا لري چې د متحده ایالاتو د اتباعو د رایې ورکولو حقونه د توکم، رنګ، د غلامۍ پخوانی حالت، جنسیت، یا عمر (۱۸ کلن او زاړه) له مخې کم نه کړي؛ اساسي قانون لکه څنګه چې په اصل کې لیکل شوی د ۱۷۸۷-۱۸۷۰ز په اوږدو کې هېڅ ډول نور حقونه نه دي رامنځته کړي، پرته له دې چې که دولت یو کس ته اجازه ورکړې وای چې د خپل ایالت قانون جوړونکې ډلې لپاره رایه ورکړي، نو دا اړینه ده چې هغه کس ته اجازه ورکړي چې د متحده ایالاتو د استازو جرګې غړو په ټاکنو کې رایه ورکړي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

مخینه[سمول]

د رایې حق د هرې ډیموکراسۍ بنسټ دی. د بېلګې په توګه قاضي القضات ارل وارن، په Reynolds v. Sims, 377 U.S. 533, 555 (1964) کې ليکلي: «د خپلې خوښې نوماند ته په ازاده توګه د رايې ورکولو حق د ديموکراتيکې ټولنې بنسټ دی او بې له شکه د رايې حق په آزادې او دیموکراټیکې ټولنې کې یوه اساسي موضوع ده. [۸][۹][۱۰]

د امریکا اصلي خلک[سمول]

له ۱۷۷۸ څخه تر ۱۸۷۱ ز کال پورې، حکومت هڅه وکړه چې د بېلابېلو اصلي قومونو سره خپلې اړیکې د تړونونو له لارې حل کړي. دې تړونونو د دوو خپلواکو هېوادونو ترمنځ تړونونه رامنځته کړل او دا یې بیان کړل چې د امریکا اصلي خلک د دوی د قومونو اتباع دي او د متحده ایالاتو په سرحدونو کې ژوند کوي. پر تړونونو د اجرایوي څانګې له خوا بحثونه وشول او د متحده ایالاتو د سنا له خوا تصویب شول.[۱۱][۱۲]

افریقایي امریکایان او بېوزلي سپین پوستي[سمول]

د اتلسمې پیړۍ په وروستیو کې د اساسي قانون د تصویب په وخت کې، ډېریو ایالتونو د ملکیت وړتیا درلوده چې د امتیاز ورکولو حق یې محدودوو؛ د ایالتونو له مخې ټاکلې اندازې یې توپیر درلود، خو د ځینو اټکلونو له مخې، د نیمایي څخه زیات سپین پوستي د رایې ورکولو له حق څخه بې برخې شوي وو. ډېریو ایالتونو د شمالي کارولینا په ګډون له انقلاب څخه وروسته د بېلابېلو رنګونو آزادو شویو نارینه وو ته د رایې ورکولو حق ورکړ.[۱۳][۱۴]

د رایې ورکولو له حق څخه د بې برخې کولو حقوقي ګواښونه[سمول]

افریقایي امریکایانو په چټکۍ سره په ۱۹ پېړۍ کې د دې ډول احکامو پر وړاندې قانوني ننګونې پیل کړې. بوکر ټي واشنګټن، چې په توسکګي پوهنتون کې د هغه وخت په ټولنیزو محدودیتونو کې د کار کولو هڅې لپاره او د هغه د عامه دریځ له مخې مشهور و، په پټه توګه د بې شمېره قانوني ګواښونو لپاره تنظیمات او مالي مرستې  وکړې تر څو خلک له خپلو حقوقو څخه بې برخې نه شي. هغه په ​​شتمنو شمالي متحدینو او مخورو باندې غږ وکړ چې د دې کار لپاره مالي مرستې راټولې کړي.[۱۵]

اسیایی امریکایان[سمول]

د نولسمې پېړۍ په نیمایي کې دې هېواد ته د آسیایي کډوالو د لومړنۍ څپې له راتګ راهیسې په متحده ایالاتو کې د آسیایی امریکایانو لپاره د رایې ورکولو حق په دوامداره توګه د بحث موضوع وه. د آسیایی کډوالو لپاره د رایې ورکولو د حقونو مسئله د ۱۸۸۲ ز کال څخه د چینایي امریکایانو د تابعیت وضعیت سره د چین د محرومېدو له قانون سره پیل شوه چې د ۱۸۷۰ ز کال د تابعیت له قانون څخه یې الهام اخیستی او جوړ شوی و.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

ښځې                                                                                                     [سمول]

یو موازي، خو جلا حرکت د ښځو د رایې ورکولو د حق لپاره و. د رایې ورکولو د حق د غورځنګ په مشرانو کې سوزان بي انتوني، الیزابیت کیډي سټینټون، او الیس پاول شاملې وې. دا هم ویل کېږي چې دې وضعیت د امریکا له کورنۍ جګړې څخه وده کړې، ځکه چې ښځې د غلامۍ د ختمولو د غورځنګ پیاوړې مشرانې وې. د منځنۍ او لوړې طبقې ښځې په عمومي توګه د جګړې په بهیر کې او وروسته له جګړې په شمالي برخه کې په سیاسي توګه لا فعالې شوې.

پوځ[سمول]

د پوځي دریځ له امله د پوځ غړو ته د رایې ورکولو حق هېڅکله نه و ورکړل شوی- د پوځ هر یوه غړي په واضیح او مطلق ډول د هغه وخت د شرایطو په پام کې نیولو سره چې د هېواد په تاریخ کې پېښ شوي وو د رایې ورکولو حق ترلاسه کړ. د متحده ایالاتو په ټولټاکنو کې د پوځي غړو د رایې ورکولو حقونو پورې اړوند مسئلې شاوخوا پر دوه نورو مسئلو متمرکزې وې: د غیر حضوري رایې ورکولو حق او د ټاکنو پورې اړوند فعالیتونو کې د بې پلویتوب شرایط.[۲۳]

واشنګټن، ډي. سي.[سمول]

په ۱۸۰۱ ز کال کې واشنګټن، ډي. سي. ایالت د مریلینډ او ویرجینیا ایالتونو له یوې برخې رامنځته شو. د ویرجینیا یوه برخه د هغه ځای د اوسیدونکو په غوښتنه، په ۱۸۴۶ ز کا ل کې د غلامۍ د ساتنې او د دولت د بیا رغولو لپاره د کانګرس د قانون له مخې ویرجینیا ته وروګرځول شوه. کله چې مریلینډ د خپلې ځمکې یوه برخه کانګرس ته ددې لپاره وسپارله چې د هېواد د پلازمینې په توګه ترې کارواخیستل شي، کانګرس د مریلینډ د رایې ورکولو قوانینو ته نور دوام ورنه کړ.

ځوانان[سمول]

په ۱۹۶۰ لسیزې کې د رایې ورکولو د حقونو درېیم غورځنګ بریالی شو چې د رایې ورکولو عمر له یوویشت څخه اتلس کلونو ته راټیټ کړي. فعالانو یادونه وکړه چې ډېری هغه نارینه چې د ویتنام په جګړه کې د جګړې لپاره چمتو شوي وو، ډېری یې ځوانان وو او دوی دا حق نه درلود چې د هغو مشرانو په هکله خپل نظر څرګند کړي کومو چې دوی یې جګړې ته لېږلي وو. ځینو ایالتونو لا پخوا د رایې ورکولو عمر کم کړی و: په ځانګړې توګه جورجیا، کینټکي او هاوايي، لا پخوا د یوویشت کلنو څخه کم عمر لرونکو کسانو ته د رایې ورکولو اجازه ورکړې وه.[۲۴]

معلولیت[سمول]

په ځینو ایالتونو کې، هغه خلک چې په ذهني توګه بې کفایته ګڼل کېږي اجازه نه ورکول کېږي چې رایه ورکړي. د رایې ورکولو د حقونو متخصص میشل بشپ ویلي: «موږ په متحده ایالاتو کې وروستی جمعیت یو چې تاسو کولی شئ زموږ د هویت له امله زموږ د رایې ورکولو حق واخلئ». [۲۵][۲۶]

د محافظه کارۍ په بهیر کې، خلک کولای شي د رایې ورکولو حق له لاسه ورکړي. په کالیفورنیا کې، SB ۵۸۹ په ۲۰۱۵ کال کې تصویب شو او دا انګیرنه یې رامنځته کړه چې د محافظه کارۍ په بهیر کې کسان کولی شي رایه ورکړي.[۲۷][۲۸]

د متحده ایالاتو سیمې[سمول]

د متحده ایالاتو اتباع او غیر تابعیت لرونکي اوسېدونکي چې د امریکا په ساموا، ګوام، شمالي ماریانا ټاپوګانو، پورټو ریکو یا د متحده ایالاتو ویرجن ټاپوګانو کې اوسېږي اجازه نه لري د متحده ایالاتو په ملي او ولسمشریزو ټاکنو کې رایه ورکړي، ځکه چې دا د متحده سیمې له متحده ایالاتو سره تړاو لري خو د ولسمشرۍ استازی نه لري. د متحده ایالاتو اساسي قانون د رایې ورکولو لپاره رایه ورکوونکی دې ته اړ کوي چې د ۵۰ ایالتونو څخه یو یا د کولمبیا په یوې سیمې کې اوسیدونکی وي ترڅو په فدرالي ټاکنو کې رایه ورکړي.[۲۹]

لاسرسی[سمول]

فدرالي قانون لکه د امریکایانو د معلولیت قانون ۱۹۹۰ (ADA)، د ۱۹۹۳ د رایه ورکوونکو د ثبت ملي قانون(NVRA) ، یا «موټر-ووټر قانون » او د ۲۰۰۲ کال د امریکا د رایې قانون (HAVA) سره د ځینو ستونزو په حل کولو کې سره مرستې کوي. په متحده ایالاتو کې معلولین او غیر انګلیسي ژبې رایې ورکونکي د خپلو رایې ورکولو د حقوقو په هکله اندېښمن دي. ځینو څېړنو ښودلي چې د رایې ورکولو ځایونه د معلولیت لرونکو رایې ورکوونکو لپاره د لاسرسي وړ نه دي.[۳۰][۳۱]

د غیر تابعیت لرونکو کسانو رایه ورکول[سمول]

له ۴۰ څخه ډېر ایالتونه یا سیمې د خپلواکۍ د اعلامیې څخه مخکې مستعمرو په ګډون، په ځینو وختونو کې غیر امریکايي اتباعو ته اجازه ورکړې چې د استوګنې اړتیاوې پوره کړي په ځینو یا ټولو ټاکنو کې ګډون وکړي. دا په خپله متحده ایالاتو ته د کډوال کېدو د پیاوړي تداوم ښکارندویي کوي. ځینې ​​​​ښارونه لکه شیکاګو، په مریلینډ کې ځینې ښارګوټي یا کلي نن ورځ غیر امریکايي اتباعو ته اجازه ورکوي چې د ښوونځي یا نورو سیمه ییزو ټاکنو کې رایې ورکړي.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

سرچینې[سمول]

  1. U.S. Const. Art. I, s. 2, cl. 1.
  2. "One Person, One Vote | The Constitution Project". www.theconstitutionproject.com. د لاسرسي‌نېټه September 24, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Smith, J. Douglas (July 26, 2015). "The Case That Could Bring Down 'One Person, One Vote'". The Atlantic (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه September 24, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په November 21, 1986 باندې). One Man, One Vote: Decades of Court Decisions. The New York Times.
  5. "Baker v. Carr". Oyez (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه September 24, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Wesberry v. Sanders". Oyez (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه September 24, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Watch John Oliver Cast His Ballot for Voting Rights for U.S. Territories". Time (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه August 13, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Barck, Oscar T.; Lefler, Hugh T. (1958). Colonial America. New York: Macmillan. د کتاب پاڼي 258–259. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Barck, Oscar T.; Lefler, Hugh T. (1958). Colonial America. New York: Macmillan. د کتاب پاڼي 259–260. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. See for voting requirements. Charles Edward Andrew Lincoln IV, Hegelian Dialectical Analysis of U.S. Voting Laws, 42 U. Dayton L. Rev. 87 (2017). See for a more in depth discussion Lincoln, Charles The Dialectical Path of Law, 2021 Rowman & Littlefield.
  11. Nur, Alio. "A Long History of Treaties". Native American Citizenship. د اصلي آرشيف څخه پر December 19, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 18, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Alio, Nur. "Native American Citizenship". nebraska studies.org. د اصلي آرشيف څخه پر December 19, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 18, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Francis Newton Thorpe (1898), The Constitutional History of the United States, 1765–1895, Harper & Brothers, د کتاب نړيواله کره شمېره 9780306719981, د لاسرسي‌نېټه April 16, 2008 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Curtis, Benjamin Robbins (Justice). "Dred Scott v. Sandford, Curtis dissent". Legal Information Institute at Cornell Law School. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ جولای ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اپرېل ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Richard H. Pildes, "Democracy, Anti-Democracy, and the Canon", Constitutional Commentary 17 (2000): 13-14, accessed March 10, 2008
  16. Ward, Geoffrey C. (1996). The West : an illustrated history. Duncan, Dayton. (الطبعة 1st). Boston: Little, Brown. OCLC 34076431. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-316-92236-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Race, Nationality, and Reality". National Archives (په انګلیسي ژبه کي). August 15, 2016. د لاسرسي‌نېټه August 25, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Our Documents - Chinese Exclusion Act (1882)". www.ourdocuments.gov. د لاسرسي‌نېټه August 25, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "FONG, Hiram Leong | US House of Representatives: History, Art & Archives". history.house.gov (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه August 25, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Milestones: 1945–1952 - Office of the Historian". history.state.gov. د لاسرسي‌نېټه August 25, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Our Documents - Voting Rights Act (1965)". www.ourdocuments.gov. د لاسرسي‌نېټه August 25, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Bureau, US Census. "Historical Reported Voting Rates". The United States Census Bureau (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه August 25, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Inbody, Donald S. (2016-01-26). The Soldier Vote: War, Politics, and the Ballot in America (په انګلیسي ژبه کي). Springer. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-137-51920-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Weiser, Carl (April 18, 2004), Should voting age fall to 16? Several states ponder measure., The Enquirer, د لاسرسي‌نېټه January 5, 2008 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Leonard, Kimberly (October 17, 2012). "Keeping the 'Mentally Incompetent' From Voting". The Atlantic. د لاسرسي‌نېټه May 29, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. (په October 21, 2016 باندې). Disabled and disenfranchised.
  27. (په March 21, 2018 باندې). Thousands Lose Right To Vote Under 'Incompetence' Laws.
  28. "Victory! New Voting Protections for 50,000 Californians Living with Disabilities". ACLU of Northern CA. د لاسرسي‌نېټه May 29, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "FindLaw's United States First Circuit case and opinions". Findlaw. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. alio, nur. "People with Disabilities and Voting". The Center for an Accessible Society. د لاسرسي‌نېټه December 18, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Polling Places Found Inaccessible To Disabled". New York State Attorney General (په انګلیسي ژبه کي). November 1, 1999. د اصلي آرشيف څخه پر February 17, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 16, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Raskin, Jamin B. (April 1993), "Legal aliens, local citizens: The historical, constitutional and theoretical meanings of Alien suffrage", University of Pennsylvania Law Review, Southern Oregon University, 141 (4): 1391–1470, doi:10.2307/3312345, JSTOR 3312345, د اصلي (Scholar search) آرشيف څخه پر November 3, 2008 باندې, د لاسرسي‌نېټه December 3, 2007 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Williamson, Chilton (1960), American Suffrage. From Property to Democracy, Princeton University Press الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Hayduk, Ronald (2006), Democracy For All: Restoring Immigrant Voting Rights In The United States, Routledge, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-95073-2 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. U.S. Supreme Court, Minor v. Happersett 88 U.S. 162 (1874), د لاسرسي‌نېټه December 8, 2007 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. کينډۍ:USC - Voting by aliens.