په متحده ايالاتو کې بشري حقونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په متحده ايالاتو کې بشري حقونه، د حقوقو يوه لړۍ رانغاړی چې په قانونې ډول سره يې د متحده ايالاتو د اساسي قانون (په ځانګړی ډول د حقوقو تعدیل) ایالتي اساسي قوانينو، پيمانونو او دوديز نړيوال قانون او هغه قوانين چې د کانګرس او او ایالتي تقنیني بنسټونو او د ایالتي وګړو د ريفرندوم او نوښت له لوری منځته راغلی دي، خوندي ساتل کېږي. فدرالی حکومت، د تصويب شوي اساسي قانون په رڼا کې، د خپلو اتباعو او تر يوه بریده د غير اتباعو د مسلمو او ضمانت شوو حقوقو ساتنه کوي.  د وخت په تېرېدو سره دا حقوق، د اساسي قانون د تعدیل، تقنین (قانون جوړونې) او د پخوانیو قضايه اصولو له لوری اصلاح شوي دي.

له دی حقوقو سره يوځای، د نفوسو هغی اندازې  ته چې دا حقوق ورکړل شوي وو، د وخت په تېرېدو سره پراختيا پيدا کړه. په متحده ايالاتو کې فدرالی محکمی د نړيوالو بشري حقونو د تنفیذ واک لري.[۱][۲][۳][۴]

متحده ايالاتو ته د بشر حقونو په برخه کې  په عموی ډول، له اعلی نه تر  تر مناسبه  نمرې ورکړل شوې دي. د مثال په ډول: د ۲۰۲۱ ز کال راهېسې، په نړۍ کې د آزادۍ بنسټ شاخص متحده ايالات د نړی په سطحه د بشري آزادۍ د مدني او سياسی حقونو په برخه کې په لوړه کټګوری کې لیست کړې او له ۱۰۰ څخه يې ۸۳ نمرې ورکړې دي. د رسنيو د آزادۍ شاخص چې د بې پولو خبريالانو له لوري خپرېږي، متحده ايالاتو ته يې د نړی  ۱۸۰ هېوادو له منځه ۴۴ تم مقام او له ۱۰۰ نمرو څخه يې ۲۳.۹۳ نمري ورکړې دي، چې لوړي نمري په کې د بيان د آزادی په ډېر بد حالت دلالت کوي. د ډيموکراسیۍ شاخص، چې د اقتصادي استخباراتو د ټولنې له لوری خپرېږۍ، په هغه کې متحده ايالات يو نیمګړي ديموکراتیک هېواد ګڼل شوی دی او له ۱۰ نمرو څخه يي ۷.۹۲ نمرې ورکړې دي، چې په دی سره يي د ۲۰۲۰ ز کال د نړی د ټولو ډېرو دیموکراتيکو هېوادونو په لیکه کې،  ۲۵ مقام تر لاسه کړ.

متحده ايالات ،ډېر ځله  په اقتصادي آزادۍ کې لوړ مقام ترلاسه کوي، د ميراث بنسټ ، محافظه کاره مشورتي ټولنه ده چې، په ۲۰۲۱ ز کال کې،  متحده ايالاتو د ۱۷۸ هېوادونو په منځ کې د تر ټولو د ډېرو آزادو اقتصادي  هېوادونو تر منځ ۲۰ مقام ورکړ.[۵][۶][۷][۸][۹]

د بشري حقونو د درجه بندۍ په راپورونو سربېره، متحده ايالات د بشري حقونو د ریکارډ په برخه کې له نړيوالو او کورنیو پراخو نيوکو سره مخامخ دي. زیاتره په سيستماتيکه داخلي نژاد پاله او د نورو لویديځو هېوادونو په پرتله د کارګرو په کمزوري خوندیتوب، د پوروړو کسانو په بنديانولو، د بې کورۍ او فقر له امله په جرمونو، د ډله یيزو څارګرو پروګرامونو په واسطه د اتباعو په شخصی حريم باندې تېری کولو، د پوليسو له لوري په زور زياتۍ، د پوليسو په مصؤنيت او فساد، د ګټې لپاره د اتباعو په زندانی کولو، له زندانيانو سره نا وړه چلند کولو، د نړی له هر هېواد څخه  په زندانونو کې د ځوانانو لوی شمېر په درلودلو، په نړۍ کې د اوږدې مودې بند په سزا ورکولو، په پرله پسې توګه د اعدام په سزا ورکولو، له دې سره سره چې دا سزا نږدې په لويديځو ټولو هېوادو کی له منځه تللی،له قانوني او غير قانوني ګډوالو څخه په ناوړه ګټه اخستلو، (د ماشومانو په ګډون)، دولتي تروريزم ته په اسانیتاوو برابرولو، د وګړو د هوساینې پرځای  د خصوصی کولو له لاری د روغتیایي سیستم ګټې ته په لېوالتیا، د ډېرو پرمختللو هېوادونو پر خلاف د جامع روغتیایي سیستم په نه شتون، په ډېر قېمتی او تر ټولو خراب روغتيايې سيستم،  په پرله پسې  ډول سره د بهرنيو ديکتاتورانو (ان د  نسل وژنو مرتکبین) په ملاتړ کولو، په جبري ورکېدنه، بل هېواد ته د فوق العاده قضیو په لېږد، په غير قانوی اوږد مهاله بندي کولو، د ګونتنامو په خليج او تورځایونو (نامعلومه ځايونو)  کې د زندانيانو په شکنجه کولو، په نا قانوني هدفي وژنو ( لکه د هدفي خلکو د وژلو لیست) باندې دا نيوکي کېږي . [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

تاريخچه[سمول]

د بشرحقونو لومړنۍ سازمان، د بریتانوي امریکا په ديارلس مستعمروکی د غلامۍ د له منځه وړلو لپاره د انتونی بنيزټ له لوري په ۱۷۷۵ز کال کې منځته راغی. يو کال تر دې وروسته ،د خپلواکۍ اعلامیه خپره شوه چې د ديارلسو مستعمرو خپل ايالتونه مستقل وګڼل او نور د بریتانوي سترواکي برخه نه وو. په دی اعلاميه کې راغلي وو چې ټول وګړي (سړي)  په مساوی او برابر ډول سره پيدا شوي او د خالق(ج) له لوري دوی ته ځانګړي، ثابت او مسلم حقوق ورکړل شوي دي چې له هغې ډلې د ژوند، آزادۍ او د خوشحالی لاسته راوړلو حقوق دي. جان لاک بيا دا حقوق، ژوند، آزادی او ملکيت بولي. د بشر د آزاديو نظريه، په اصل کې د اروپا له روښانتيا نه سرچينه اخلي او دا غوښتنه کوي چې، اساسي حقوق خدایي يا په ذاتي ډول پاچایانو ته نه دی ورکول شوی، چې هغوی یې بيا پر نوروعملي کړي، مګر دا حقوق په خدايي يا ذاتۍ ډول سره هر نارينه ته ورکړل شوي (مګر ښځي ته نه دي و رکړل شوی) او دا حقوق مسلم او ذاتی دي.[۴۳][۴۴][۴۵]

له يوې انقلابی جګړی وروسته، پخوانۍ ديارلس مستعمرې له حکومت-نه وړاندې له یوه پړاوه تېرې شوې  دي چې، له يوې لسيزی یې ډېر دوام وکړ او د نظام د څرنګوالي په بڼه یې ډېر بحثونه وکړل. د متحده ايالاتو اساسي قانون، په ۱۷۸۷ ز کال کې د ملي او د مستعمرو د کنواسنيونو له لوری تصويب او داسې حومکت يي تشکيل کړ چې، په هغه کې د وګړو ډېر حقوق او مدني آزادي تضمين شوې وې. په داسی حال کې چې، په متحده ايالاتو کې د سپين پوستو نارينه ملکیت لرونکو نه پرته (د نفوسو ۶ سلنه) نورو ته د رایې کارولو د حق لاره ورنکړه. په اساسي  قانون کې وګړو (Persons) ته اشاره شوی وه، نه نارينه (Men ) ته ، په هماغه ډول چې د خپلواکۍ په اعلاميه کې کارول شوې وه. همدارنګه د خالق (Creator) یا خدای(ج) (God)، او نورو مراجعو لکه اخستل شوی (derived) يا ذاتی (divined) اصطلاحات هم لری  کړل شول او دلوړی پرځای (oath ) د تصديق (affirmation) کلیمې ته اجازه ورکړل شوه، هغه هم په هغه حالت کې چېرته ښه و ګڼل شي.  اساسي قانون، حقوق تضمينوی او  د دې زمينه يي برابره کړې ده چې، دا حقوق په ټولو وګړو پوری اړه لری ( په احتمالي توګه د دی موخه نارينه، ښځينه، ښایي ماشومان وي، په داسی حال کې چې د ماشومانو او لويانو تر منځ د رشد توپير ستونزې را منځته کړې، چې د راتلونکو تعدایلاتو سرټکي وو، لکه څنګه چې لاندې ذکر شوي دي). ددې مفاهیمو ځنی مهمې برخي ممکن د کويکر (Quaker) د پلويانو په مستعمرو کې او د دوی د مذهبی نظرياتو له مخی، په ځانګړی توګه د ډيليور له درې  څخه  راپورته شوې وي، چې له ديني اړخه ‍ټول انسانان د جنسيت، عمر، نژاد، او يا نورو ځانګړتياؤ څخه پرته، ټول يو ډول باطنی روښنايي ( Inner light) لري.

کويکر او د کويکر نه اخستل شوي نظريات کېدای شی چي په اساسي قانون باندي خپلې اغېزې کړې وي، او همدارنګه په قانون طرح کوونکو باندې لکه جان ډيکینسن او توماس مفلين  چې يا په خپله کويکر وو او يا له هغو سيمي راغلی وو  چې د کويکر له تاسیس شوې او يا د کويکر ډېر نفوس هلته پروت ؤ. [۴۶][۴۷][۴۸][۴۹]

ډيکينسن، ميفلين او نور قانون طرحه کوونکو، چې په غلامۍ باندې نيوکې وکړې، په ټاکنو کې يې ډېری رايې وګټلي، په داسی حال کې چې، په اصلی اساسي قانون کې پرغلامۍ بنديز لګېدلی ؤ (که څه هم دا بنديز نه د غلام د نژاد او نه د کومو نورو ځانګړټياوو پر بنسټ ؤ) او د دری پر پنځه توافق (Three-Fifths Compromise)  په بنسټ، دوی غلامان د مالیاتو د وېش او د استازو په مجلس کې د استازيتوب په هدف د یو کس درې په پنځه برابره و ګڼل شول (حال داچې د غلامانو په وړندې دې استازو ته په رایه ورکولو تبعیض وشو).

لکه څنګه چې د نوي اساسي قانون عملي کول پیل شول، د فردی آزاديو او په فدارالي کچه، د قدرت په اړه اندېښنې  راپورته شوې او د اساسي قانون د تعدیلونو په رڼا کې يي، د اساسي قانون د اصلاح کولو غږ پورته کړ او دا د اساسي قانون د لسو اصلاحاتو لومړی ځل ؤ.

په داسی حال کې چې، دې تصويب د محاکمو په قضاوت باندې په لومړيو ۱۳۰ کلونو کې لږ اغېزه درلوده.[۵۰]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Lauren, Paul Gordon (2007). "A Human Rights Lens on U.S. History: Human Rights at Home and Human Rights Abroad". In Soohandoo, Cynthia; Albisa, Catherine; Davis, Martha F. (المحررون). Bringing Human Rights Home: Portraits of the Movement. III. Praeger Publishers. د کتاب پاڼې 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-275-98824-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Brennan, William, J., ed. Schwartz, Bernard, The Burger Court: counter-revolution or confirmation?, Oxford University Press US, 1998, کينډۍ:ISBN, page 10
  3. "United States Events of 2016". Human Rights Watch. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په Summer 1998 باندې). Human rights in the United States courts: The role of lawyers. Washington and Lee Law Review. Washington and Lee University School of Law
  5. "United States" (په انګلیسي ژبه کي). Freedom House. د اصلي آرشيف څخه پر January 27, 2018 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "World: Human Rights Risk Index 2014". ReliefWeb. December 4, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "2021 World Press Freedom Index". Press Freedom Index (په انګلیسي ژبه کي). Reporters Without Borders. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Democracy Index 2020". Democracy Index (په انګلیسي ژبه کي). Economist Intelligence Unit. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Country Rankings: World & Global Economy Rankings on Economic Freedom" (په انګلیسي ژبه کي). The Heritage Foundation. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ جولای ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "United States". Human Rights Watch. 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Alston, Philp (December 15, 2017). "Statement on Visit to the USA, by Professor Philip Alston, United Nations Special Rapporteur on extreme poverty and human rights". OHCHR. د لاسرسي‌نېټه December 20, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "UN Condemns Systemic Racism, Police Violence | Human Rights Watch". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "26 charts that show how systemic racism is in the US - Business Insider". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Black doctor's death becomes a symbol of racism in coronavirus care | Coronavirus | The Guardian". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په June 18, 2020 باندې). U.S. Ranked Worst for Workers' Rights Among Major Economies. Bloomberg.
  16. "Return of the debtors' prison? Many jailed for inability to pay fines". PBS NewsHour. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. U.N. Human Rights Committee Calls U.S. Criminalization of Homelessness "Cruel, Inhuman, and Degrading" Archived August 24, 2017, at the Wayback Machine.. The National Law Center on Homelessness and Poverty, March 27, 2014. Retrieved May 12, 2014.
  18. Haymes, Stephen; Vidal de Haymes, Maria; Miller, Reuben, المحررون (2015). The Routledge Handbook of Poverty in the United States. London: Routledge. د کتاب پاڼې 346. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0415673440. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په June 4, 2018 باندې). "Contempt for the poor in US drives cruel policies," says UN expert. OHCHR.
  20. . US criticised by UN for human rights failings on NSA, guns and drones.
  21. Stephanie Nebehay (August 30, 2014). UN Condemns U.S. Police Brutality, Calls For 'Stand Your Ground' Review. The Huffington Post. Retrieved August 30, 2014.
  22. U.S. police killings reminiscent of lynching, U.N. group says. Reuters via Yahoo! News. September 23, 2016
  23. "US must take 'serious action' to halt police killings of unarmed African Americans | | UN News". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "UN experts urge US to address legacies of the past, police impunity and 'crisis of racial injustice'". January 29, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 14 October 2018 باندې). Death penalty: How many countries still have it?. BBC.
  26. "US Immigration News: Migrants Forced To Drink Toilet Water By Border Patrol, Says AOC". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "At Largest ICE Detention Center in the Country, Guards Called Attempted Suicides "Failures"". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "HCDH | US: Migrants "held for processing" should be released from COVID-19 high-risk detention centres". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Children allege grave abuse at migrant detention facilities - CNN". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "State of Virginia Confirms Immigrant Teenagers Were Strapped to Chairs with Bags Over Their Heads | Democracy Now!". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "ACLU Obtains Documents Showing Widespread Abuse of Child Immigrants in U.S. Custody". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Blakeley, Ruth (2009). State Terrorism and Neoliberalism: The North in the South. Routledge. د کتاب پاڼې 4, 20-23. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0415686174. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Case, Anne; Deaton, Angus (2020). Deaths of Despair and the Future of Capitalism. Princeton University Press. د کتاب پاڼي 9–10. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0691190785. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "The U.S. Health Care System: An International Perspective - DPEAFLCIO". dpeaflcio.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Fisher, Max (2012-06-28). "Here's a Map of the Countries That Provide Universal Health Care (America's Still Not on It)". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. کينډۍ:Cite report
  37. Kai Thaler (December 2, 2015). 50 years ago today, American diplomats endorsed mass killings in Indonesia. Here's what that means for today. The Washington Post. Retrieved December 24, 2015.
  38. (په July 21, 2016 باندې). Tribunal finds Indonesia guilty of 1965 genocide; US, UK complicit. CNN.
  39. . US criticised by UN for human rights failings on NSA, guns and drones.
  40. The Universal Declaration of Human Rights, supreme law of international human rights of the United Nations: Article 25: 1: Everyone has the right to a standard of living adequate for the health and well-being of himself and of his family, including food, clothing, housing and medical care and necessary social services, and the right to security in the event of unemployment, sickness, disability, widowhood, old age or other lack of livelihood in circumstances beyond his control.
  41. Dakwar, Jamil. "U.S. Human Rights Record Undergoes International Scrutiny". American Civil Liberties Union (ACLU). د لاسرسي‌نېټه April 2, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Lee, Trymaine. "UN watchdog condemns US for human rights failures". msnbc. د لاسرسي‌نېټه April 2, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Declaration of Independence
  44. "Locke and Happiness". pursuit-of-happiness.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Henkin, Louis; Rosenthal, Albert J. (1990). Constitutionalism and rights: the influence of the United States constitution abroad. Columbia University Press. د کتاب پاڼي 2–3. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-231-06570-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. Morgan, Edmund S. (1989). Inventing the People: The Rise of Popular Sovereignty in England and America. W. W. Norton & Company. د کتاب نړيواله کره شمېره 0393306232. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. "Expansion of Rights and Liberties - The Right of Suffrage". Online Exhibit: The Charters of Freedom. National Archives. د اصلي آرشيف څخه پر July 6, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 21, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. See, e.g., "Article VI". U.S. Constitution. 1787. The Senators and Representative before mentioned, and the Members of the several State Legislatures, and all executive and judicial Officers, both of the United States and of the several States, shall be bound by Oath or Affirmation, to support this Constitution; but no religious Test shall ever be required as a Qualification to any Office or public Trust under the United States. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. See, e.g.,Fischer, David Hackett (1989). Albion's Seed: Four British Folkways in America. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 490–498. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-506905-1. "On the subject of gender, the Quakers had a saying: "In souls, there is no sex." to g الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. "The Bill Of Rights: A Brief History". ACLU. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)