په فضایي ماموریتونو کې د ښځو ونډه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فضا ته د انسانانو د تګ له پیل راهیسې ښځو په فضایي چارو کې ونډه لرلې. په داسې حال کې چې د نارینه وو په پرتله ښځې په لږ کچه فضایي الوتنو ته ټاکل کېږي، خو د ګڼ شمېر هېوادونو څخه پام وړ شمېر ښځو فضا ته سفر کړی په دې توګه چې د ۲۰۲۰ زکال تر جون میاشتې پورې فضا ته د تللو کسانو څخه ۱۲ سلنه یې ښځې دی. ورته مهال فضا ته د تلونکو کسانو په ډله کې د ښځو شمېر په پام وړ توګه مخ پر زیاتېدو دی.[۱][۲]

لومړنۍ ښځه چې فضایي الوتنه یې ترسره کړه؛ له شوروي اتحاد څخه ولنټینا ترشکوا (Valentina Tereshkova) نومېده چې د ۱۹۶۳ زکال د جون میاشتې له ۱۶ نېټې څخه یې تر ۱۹ نېتې پورې په وسټوک فضايي کپسول کې فضا ته سفر وکړ. ترشکوا د هغه مهال فضا ته تلونکو نارینه وو په څېر پیلوټه نه بلکې د نساجۍ د فابریکې د ماشینونو تنظیم کوونکې وه، چې د تبلیغاتي موخو، کمونېست ګوند ته د وفادارۍ او د ورزشي بالونونو څخه په کار اخیستو کې د هغې د څو کلنې تجربې له امله غوره شوه هماغه ډول چې له کپسول څخه د راکوزېدو پر مهال یې هم له بالون ګټنه وکړه. ښځې تر ۱۹۸۲ زکال پورې د ستور مزلو توغندیو د پیلوټۍ او نورو مسلکي برخو د کارکوونکو په توګه د خپلو نارینه سیالانو پر ځای په شرایطو برابرې نه ګڼل کېدلې. د ۲۰۲۱ زکال تر اکتوبر میاشتې پورې فضا ته د تلونکو ښځینه وو څخه ۷۰ تنه یې د امریکا د متحده ایالاتو وګړې وې چې د فضايي شاتل او نړیوال فضايي سټیشن په ماموریتونو کې یې ونډه لرلې. نورو هېوادونو (شوروي اتحاد، کاناډا، جاپان، روسیې، چین، بریتانیا، فرانسې، سویلي کوریا، ایټالیا) په انساني فضايي ماموریتونو کې یو، دوه یا درې ښځې لېږلې دي. سربېره پردې یوې ایراني الاصله امریکایي مېرمنې هم د متحده ایالاتو په یوه فضايي سفر کې د سیل کوونکې په توګه برخه لرلې ده. [۳]

ښځې د نارینه وو په پرتله په فضايي سفرونو کې له ګڼ شمېر جسمي او اروايي ستونزو سره مخ کېږي. له دې سره علمي څېړنو په ټولیزه توګه ښوولې چې په لنډ مهالو فضايي ماموریتونو کې هېڅ ډول نامطلوب اغېز نه رامنځته کېږي. یو شمېر نور وړاندیز کوي چې ښځې کېدای شي د اوږد مهاله فضايي سفرونو لپاره هم مناسبې وي. ورته مهال ډیری څېړنې په دوامداره بڼه دا څرګندوي چې فضا ته د ښځو د لېږلو پر وړاندې یوازنی خنډ جنسیتي تبعیض دی. [۴][۵][۶]

تاریخچه[سمول]

د فضايي ماموریتونو په برخه کې لومړنۍ سیالۍ[سمول]

د شوروي اتحاد او متحده ایالاتو ترمنځ د فضایي سیالۍ په توګه د پېژندل کېدونې سیالۍ په ترڅ کې دواړو هېوادونو د ۱۹۵۰مې لسیزې په وروستیو او د ۱۹۶۰مې لسیزې په لومړیو کې د خپلو فضايي الوتنو لپاره پیلوټان (په شوروي اتحاد کې د cosmonauts (کوسموناټس) او په متحده ایالاتو کې د astronauts (اسټروناټس) نومونه ورته کارول کېږي) د چټک سرعت لرونکو جټ الوتکو د پیلوټانو څخه غوره کړل چې په انحصاري ډول ټول نارینه وو. [۷]

په ۱۹۵۹ زکال کې وروسته له هغه چې په فضا کې له ټولو وړاندې ښځې (Woman in Space Earliest) په نامه د ډان فلیکینګر او دویم ویلیام رانډولف لاولیس څېړنیزه پروژه د متحده ایالاتو د هوايي ځواک د هوايي څېړنو او پراختیا د قوماندانۍ له خوا وه نه منل شوه؛ دوی د ۱۳ امریکايي ښځینه پیلوټانو یوه ډله جوړه کړه او د متحده ایالاتو مطبوعاتو هم هغو ته د «مرکیوري ۱۳» تر عنوان لاندې تبلیغ وکړ. هغو ښځینه و چې غوښتل یې فضا ته د تلو فرصت ومومي د ناسا د کارکوونکو تر څارنې لاندې یې د نارینه و په څېر د سلامتۍ ازموینې پر ځان ومنلې. د دغو ازموینو بودیجه د دولت له خوا نه بلکې په خصوصي بڼه (د بېلګې په توګه د هوايي چلن د مخکښ ژاکلین کوکران له خوا) برابرېدله؛ خو له دې سره د ښځینه فضانوردانو فکر د پوځ او ناسا په قوماندانیو کې له پراخ مقاومت سره مخ شو او فضا ته یې د دوی د سفر لپاره هېڅ چانس پرېنښود. د «مرکیوري ۱۳» له ډلې جري کاب په ۱۹۶۱ زکال کې د ناسا سلاکاره وټاکل شوه او د ۱۹۶۲ زکال په جولای میاشت کې یې د متحده ایالاتو د کانګرس پر وړاندې د «مرکیوري ۱۳» ډلې د مثبتو طبي ازموینو او هلته د شته جنسیتي تبعیض اړوند شهادت ورکړ.[۸][۹][۱۰]

ورته مهال د شوروي اتحاد د فضايي چارو د روزنې مدیر، نیکولای کامانین په ۱۹۶۱ زکال کې فضا ته د ښځو د سفر اړوند د بهرنیو مطبوعاتو له مکررو پوښتنو څخه الهام واخیست څو فضا ته د ښځو د سفر اړوند هڅې وکړي. کامانین له دې وروسته د فضايي پروګرام د مشر سرګي کورولف د ملاتړي په توګه د فضايي پروګرام مشرۍ ته ورسېد او شپږ میاشتې وروسته یې فضا ته د ښځینه فضانوردانو د لېږلو لپاره تائید ترلاسه کړ. کامانین په ۱۹۶۲ زکال کې متحده ایالاتو ته سفر وکړ او دغه مهال د «مرکیوري ۱۳» د رد شوې ډلې له غړې جری کاب سره بلد شو. کامانین د خپلو یاددښتونو په کتابچه کې لیکلي: «موږ نه شو کولای اجازه ورکړو چې فضا ته دې لومړۍ امریکايي ښځه ولاړه شي. دا د شوروي اتحاد د ښځو وطن پالو احساساتو ته سپکاوی دی». د شوروي دولت تر ډېره پورې فضا ته د ښځو له لېږلو سره لیوالتیا نه لرله، خو نیکیتاخروشچف بیا د ښځو د مساوات اړوند په متحده ایالاتو باندې د شوروي اتحاد د مخکښ توب له تبلیغاتي ارزښت سره لیوالتیا لرله. د ۱۹۶۲ زکال په فبروري میاشت کې د ۴۰۰ غوښتنه کوونکو له ډلې د پنځو ښځینه فضانوردانو یوه ډله وټاکل شوه څو په وسټوک انفرادي فضايي الوتنه کې د ګډون په موخه و روزل شي. فضا ته د یوې شوروي ښځې د لېږلو د احتمال د زیاتوالي په موخه، ښځینه فضانوردانو له نارینه وو څخه وړاندې روزنیزو چارو ته مخه کړه. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د عمومي فضايي پروګرامونو له مخې فضا ته تللې ښځې[سمول]

امریکا[سمول]

له ۱۹۸۰مې لسیزې راوروسته متحده ایالاتو د نورو ټولو هغو هېوادونو په پرتله چې فضا ته ستورمزلي لېږي ډېرې ښځې فضا ته لېږلې دي.

سالي رایډ لومړنۍ امریکايي ښځه وه چې د ۱۹۸۳ زکال په جون میاشت کې یې د فضايي شاتل د ماموریت په ترڅ کې د STS-7 الوتنې په ترڅ کې فضا ته سفر وکړ.

لومړنۍ امریکايي مېرمن چې په فضا کې یې د خپل وړونکي توغندي بهر ماموریت ترسره کړ، کاترین ډي سالیوان وه چې د ۱۹۸۴ زکال د اکتوبر په ۱۱ مه د STS-93 الوتنې په ترڅ کې فضا ته ولېږل شوه. [۱۶]

د ناسا لومړنۍ ښځینه پیلوټه آیلین کالینز وه چې د ناسا د پیلوټانو دیارلسمې ډلې ته اړوند وه او د ۱۹۹۵ زکال په فبروري میاشت کې یې د STS-63 الوتنې په ترڅ کې فضا ته سفر وکړ؛ نوموړې همدارنګه په ۱۹۹۹ زکال کې یې STS-93 الوتنې له قوماندانۍ وروسته لومړنۍ ښځه شوه چې د متحده ایالاتو د فضايي ماموریتونو څخه د یوه مشري یې وکړه.

روسیه[سمول]

روسیې وروسته له هغه چې په ۱۹۹۱ زکال کې د روسکوسموس په نامه د شوروي اتحاد د فضایي الوتنو سازمان چې تر دغه مهاله یې په ټولیزه بڼه دوه ښځې له روسیې څخه فضا ته لېږلې وې د روسیې فدرال دولت ته اړوند شو؛ درې ښځې یې فضا ته ولېږلې.

یلینا وي. کنداکاوا چې په پیل کې د شوروي اتحاد له خوا د فضانوردې په توګه ټاکل شوې وه په ۱۹۹۴ زکال کې د روسیې د فدراسیون څخه لومړنۍ ښځه وه چې فضا ته ولېږل شوه؛ همدارنګه لومړنۍ ښځه شوه چې د سایوز او فضايي شاتل په دواړو ماموریتونو کې یې فضا ته سفر وکړ. شل کاله وروسته یلینا سرووا لومړنۍ روسي ستور مزلې شوه چې د ۲۰۱۴ زکال د سپټمبر په ۲۶مه یې د نړیوال فضايي سټیشن څخه لیدنه وکړه. [۱۷]

کاناډا[سمول]

کاناډا دوه ښځې تر اوسه فضا ته لېږلې دي.

روبرټا بونډار لومړنۍ کاناډايي ښځه وه چې د ۱۹۹۲ زکال په جنوري میاشت کې یې د فضايي شاتل د ډیسکوري ماموریت په ترڅ کې یې فضا ته سفر وکړ. [۱۸]

دویمه کاناډايي ښځه چې فضا ته یې سفر کړی له مونترال څخه جولي پایټ ده. پایټ د ۱۹۹۹ زکال د مۍ له ۲۷مې نېټې څخه د جون تر شپږمې نېټې پورې د ډیسکاوري فضايي شاتل د STS-96 الوتنې د غړې په توګه فضا ته سفر وکړ. د دغه ماموریت په ترڅ کې د دغه الوتنې برخه اخیستونکو وکولای شول د لومړي ځل لپاره په نړیوال فضايي سټیشن کې خپل ستور مزلی تم او په دغه سټیشن کې څلور ټنه بار او اړتیا وړ توکي ښکته کړي. پایټ د ۲۰۱۷ زکال د اکتوبر په ۲مه د کاناډا د ۲۹مې عمومي ګورنرې په توګه لوړه وکړه. [۱۹]

د ۲۰۱۷ زکال په جولای میاشت کې ډاکټره جنیفر سیډي – ګیبونز د کاناډا د فضايي آژانس له خوا په جانسن فضايي مرکز کې د زده کړو لپاه وټاکل شوه. هغې د فضانوردۍ د نوماندانو لپاره دوه کلنې زده کړې پای ته ورسولې او د ۲۰۲۰ زکال په جنوري میاشت کې یې د ستورمزلې رسمي لقب خپل کړ. [۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. Duggirala S, Aboudja H, Batthula VJ, Howell M, Segall RS, Tsai P-H, Berleant D (2022). "Women in Space: From Historical Trend to Future Forecasts". Proceedings of the Oklahoma Academy of Science. 102: 124–131. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Alice Gorman (June 16, 2020). "Almost 90% of astronauts have been men. But the future of space may be female". د لاسرسي‌نېټه December 18, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Valentina Tereshkova". starchild.gsfc.nasa.gov. د لاسرسي‌نېټه November 9, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Here's why women may be the best suited for spaceflight". National Geographic. June 13, 2019. د لاسرسي‌نېټه May 26, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Davenport, Christian (December 8, 2019). "At Nasa, women are still facing outdated workplace sexism". The Independent. د لاسرسي‌نېټه June 10, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Women in space: Roscosmos sets sights on creating female crew of cosmonauts, says source". TASS. 2019-01-21. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Burgess, Colin; Hall, Rex (2009). The First Soviet Cosmonaut Team. Chichester, UK: Praxis Publishing. LCCN 2008935694. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-387-84824-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "A Woman in Space: Two men of the 1950s showed that women have 'The Right Stuff' to be astronauts". SpaceRef. 2009-10-06. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Malashenko, Uliana (2019-04-12). "The First Group of Female Cosmonauts Were Trained to Conquer the Final Frontier". Smithsonian Magazine. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Weitekamp, Margaret A.; Garber, Steve. "Lovelace's Woman in Space Program". NASA. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Kamanin's diaries: abridged concise English version available online at www.astronautix.com Archived 2011-05-14 at the Wayback Machine.
  12. Kamanin diaries, full Russian edition: Каманин, Н.П., "Скрытый космос" ("Hidden Cosmos"), М, v.1 1995, v.2 1997, v.3 1999, v.4 2001 کينډۍ:ISBN; the Russian text is available at line at a number of web sites, such as http://militera.lib.ru/db/kamanin_np/index.html
  13. Burgess او Hall 2009، ص. 236.
  14. Marina, Coren (26 July 2019). "The Soviet Space Program Was Not Woke". The Atlantic. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Malashenko, Uliana (2019-04-12). "The First Group of Female Cosmonauts Were Trained to Conquer the Final Frontier". Smithsonian Magazine. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Garber, Stephen (July 2017) [July 6, 2015]. "Women in Space". NASA History Program Office. National Aeronautics and Space Administration. د اصلي آرشيف څخه پر February 13, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 5, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 26 September 2014 باندې). First Russian woman in International Space Station mission. BBC News.
  18. "Dr. Roberta Lynn Bondar: Canada's First Female Astronaut". Sault History Online. Sault Ste. Marie Public Library. 2008. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Inventive Women Biographies: Julie Payette". Inventive Women. Inventive Women Inc. 2006. د اصلي آرشيف څخه پر February 17, 2009 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Biography of Dr. Jennifer (Jenni) Anne MacKinnon Sidey-Gibbons". Canadian Space Agency. 2020-01-10. د لاسرسي‌نېټه November 9, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)