په بدو کې د نجونو ورکړه
په بدو کې د نجونو ورکړه يا سوره يو دود دی، چي د پاکستان[۱] [۲] ، او هند ترڅنګ د افغانستان [۳] [۴] [۵] [۶] په ځینو سيمو او ځینو نورو هېوادونو کې د خپلمنځي بدۍ او جگړې د له منځه وړلو په موخه ترسره کېږي.
هغه خلک چې د دې دود پلويان دي داسې اند لري چې؛ په بدو کې د نجونو ورکړه د افغانانو ترمنځ يو پخوانی دود دی چې له مخې کله چې يو څوک بل څوک ووژني؛ نو د قومي مشرانو په منځنگړيتوب او پرېکړه يوه يا څو نجونې د مقتول کورنۍ ته په بدو کې ورکوي، چې په دې سره د دوی دوښمني په دوستۍ بدله شي،[۷] خو په حقيقت کې اوسمهاله هيڅکله داسې نه کيږي، بلکې د دوی ترمنځ دا دوښمني لازور اخلي، ځکه هلته د مقتول کورنۍ پر دې نجلۍ ډېر ظلم او زياتی کوي او حتی د پلار کور ته يې هم نه پرېږدي او نه يې د کورنۍ کوم څوک په ډېری مواقعو کې له هغه سره ليده کاته کولای شي، چې دا کړنه په خپله د دوه کورنيو ترمنځ کرکه او نفرت لا زياتوي.
د رسمي سرچينو له مخې په تېرو نهو کلونو کې د بدو ورکولو ۴۱ قضيې ثبت شوي چې له دې ډلې ۱۱ هغه يې يوازې په ۲۰۲۰ ز کال کې ثبت شوي دي[۸]، په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مطبوعاتي مشر ذبيح هللا فرهنگ وايي له ۲۰۱۱ تر ۲۰۲۰ ز پورې د افغانستان کې د بدو ورکولو ۳۰ قضيې ثبت شوي دي.[۹]
د خپلواک او مدني ابتکار مؤسسې د ۲۰۱۳ ز کال د اپرېل مياشتې په ۲۶ مه يو سروې خپره کړه په دې ټولپوښتنه کې د هېواد ۹ بېلابېلو ولسواليو له زرو څخه ډېرو کسانو برخه اخيستې وه د دوی په وينا په هېواد کې دا دود کمرنگه شوی دی[۱۰]، چې دا د افغاني ټولنې لپاره يوه ښه زېری گڼل کېدای شي.
په رسمي بڼه په بدو کې دنجونو ورکولو منع
[سمول]که څه هم تر ډېره د نړۍ هېوادونو او د هغوی قوانين د سيمه ييزو دودونو سره سم وضع کيږي، خو بيا هم وخت ناوخت دولتونه کوښښ کوي چې د خپلې ټولنې ناسم دودونه اصلاح او که اصلاح وړ نه وي، بيخي له منځه يوسي، دا چې په سوره کې د نجونو ورکول يو بد او ناکاره دود دی، نو په دې اړوند په افغانستان کې لومړی ځل د غازي امان الله خان د واکمنۍ پرمهال په بدو کې د نجونو ورکول منع شول؛ خو د دغه سمون پال پاچا له واکمنۍ کلونه وروسته چې ګڼ واکمن چې د واک پر ګډۍ کښېناستل د دې دود مخنیوی ونه شو.[۱۱] اوس په ځوانانو کې هم تر ډېره د ټولو ناوړه دودونو د ورکولو احساس شته چې د بدو له منځه وړلو لپاره یې هم غږ پورته شوی.[۱۲]
دا هم وګورئ
[سمول]سرچينې
[سمول]- ↑ "په خیبر پښتونخوا کې اوس هم ښځې په بدو کې ورکول کېږي؟". مشال راډيو. ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۰.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "پښتونخوا کې په بدو کې د نجونو ورکولو دود ولې شته؟ د همداسې یوې نجلۍ پلار څنګه ځان وژلو ته اړ شو؟". بيبيسي پښتو. ۱۰ مارچ ۲۰۲۵.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "په بدو کې د نجونو ورکړه کوم غیرت دی؟". کلید راډيو. مې ۷، ۲۰۱۶. خوندي شوی له the original on 2021-08-23. بياځلي په 2025-03-10.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "په بدو کې د نجونو د ورکړې دود ترکله؟". بيبيسي پښتو. ۲۸ مارچ ۲۰۱۷.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "ځوانان په بدو کې د نجونو د ورکړې په خلاف مبارزه کوي!". ازادي راډيو. ۳۰ اپريل ۲۰۱۶.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "په بدو کې د ښځو ورکړې، ناوړه دود". دعوت ميډيا ۲۴. ۲۰ فبروري ۲۰۲۲.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link)[مړه لينکونه] - ↑ بهاند, اصف (۲۰۲۱ مارچ ۳ مه). "ښځې او نجونې په بدو کې ورکول د نجونو او مېرمنو سپکاوی دی" (PDF). افغان جرمن ټکی نېټ.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ بهاند, اصف (۲۰۲۱ مارچ ۳ مه). "ښځې او نجونې په بدو کې ورکول د نجونو او مېرمنو سپکاوی دی" (PDF). افغان جرمن ټکی نېټ.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ بهاند, اصف (۲۰۲۱ مارچ ۳ مه). "ښځې او نجونې په بدو کې ورکول د نجونو او مېرمنو سپکاوی دی" (PDF). افغان جرمن ټکی نېټ.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ گروپ, کيليد (۱۳۹۵ غويي ۱۸ مه). "په بدو کې د نجونو ورکړه کوم غیرت دی؟". ټي کا جي ټکی ای اېف/پښتو. خوندي شوی له the original on 2021-08-23. بياځلي په 2025-03-15.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ نيازۍ, زمزمه (۲۰۱۷ مارچ ۲۸ مه). "په بدو کې د نجونو د ورکړې دود ترکله؟". بي بي سي ټکی کام/ پښتو.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ نيازۍ, زمزمه (۲۰۱۷ مارچ ۲۸ مه). "په بدو کې د نجونو د ورکړې دود ترکله؟". بي بي سي ټکی کام/ پښتو.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link)
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P279 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P625 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي انځور نلري
- د سياس۱ تېروتنې: نېټې
- ټول هغه مخونه چی مړه لينکونه لري
- نخشهکښوونکي پراختيا کاروونکي مخونه
