په ایټالیا کې بشري حقونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په ایټالیا کې په لومړنیو بشري حقونو کې د ایمان او عقیدې ازادي، له غیرو دیموکراتیکو هېوادونو څخه د پناه غوښتنې حق، د کار کولو حق او د قانون پر وړاندې د درناوی او د مساواتو حقوق شامل دي. بشري حقونه په هر هېواد کې د هر وګړي اساسي حقوق دي. په ایټالیا کې بشري حقونو د ډېرو کلونو راهیسې پرمختګ کړی او ایټالیا د بشري حقونو په اړه زده کړې لري. سربېره پردې، ایټالیا د ښځو، ماشومانو اوهمجنس بازانو، نرښځیو او ترانسجند خلکو لپاره ځانګړي بشري حقونه لري. په دې هېواد کې ځینې سازمانونه شته چې په ایټالیا کې د بشري حقونو ملاتړ کوي.   [۱]

په ایټالیا کې د بشري حقونو پرمختګونه[سمول]

د بشري حقونو فعالین او مدافعین چې د بشري حقونو د ساتنې لپاره د پام وړ هڅو کې برخه اخلي، د ایټالیا هېواد له خوا مرکزي ونډه والو په توګه پېژندل کېږي، چې دا کار بشري حقونو ته وده ورکوي او د هغو قربانیانو ملاتړ کوي چې بنسټیزه آزادي یا بشري حقونه يې تر پښو لاندې شوي وي. ویتوریو اریګوني، سرجیو دی ایلیا ، جوزیف فیرفولجا او ځینې نور اشخاص د بشري حقونو فعال مدافعین او فعالین ګڼل کېږي چې د بشري حقونو د خوندیتوب په یو شمېر چارو کې بوخت وو او په دې برخه کې یې پرمختګ ته وده ورکړې. له دواړو، د بشري حقونو فعالینو او هم له مدافعینو څخه ملاتړ کیږي او ایټالیا د دې اشخاصو او ډلو له حقونو او خوندیتوب څخه دفاع ته ژمنه ده څو خپلو هڅو او د دوی شریکانو ته وده ورکړي. ایټالیا، د اروپایی اتحادیې سره یوځای د OSCE لارښوونې تعقیبوي او اوس مهال د مدني ټولنې لپاره د فعالانو او بشري حقونو مدافعینو ملاتړ ته دوام ورکوي.    [۱]

د بشري حقونو زده کړه[سمول]

د بشري حقونو زده کړه په ایټالیا کې د یوې بنسټیزې تګلارې په توګه رامینځته شوې، چې هدف یې د حقونو په اړه د پوهاوي لوړول او د اتباعو د ساتنې لپاره د یوې وسیلې په توګه د هغې کارول دي. دغه تګلاره همدا راز هڅه کوي چې په ټولنه کې د حقوقو د تامین له لارې د انسان عزت ته درناوی زیات، دوه اړخیزه تفاهم لوړ او د افرادو د بنسټیزې آزادۍ محافظت پیاوړی کړي. ښوونه په دواړو رسمي او غیر رسمي ادارو کې ترسره  کېږي، څو د ایټالیا اتباع د ژوند په هر پړاوکې د بشري حقونو د ساتنې او ودې لپاره وروزل شي. په  ۲۰۱۸  ز کال کې، "د ساتنې مسؤلیت" د ایټالیا حکومت  له خوا د ښوونځي پروژې په توګه طرح او په لاره واچول شو، څو د زده کوونکو پوهاوی د بنسټیزې آزادۍ او بشري حقونو د ساتنې په اړه لوړ کړي.[۲]

په ایټالیا کې بشري حقونه[سمول]

د ایمان او عقیدې آزادي[سمول]

هرکال، ایټالیا په اروپایی ټولنه کې د غړو هېوادونو سره همغږي کوي، څو د مذهب او عقیدې د حقونو د پرېکړه لیک په اړه کار وکړي، او د دیني ننګونو د بېلابېلو اړخونو له تبعیض سره خپل مخالفت وښیي. ایټالیا د مذهب او عقیدې د آزادۍ په اړه د اروپایي ټولنې د لارښوونو له اړخه د اروپایی اتحادیې په کچه د آزادۍ یا مذهب په برخه کې د درېیمو هېوادونو پروړاندې د اقداماتو د ملاتړ لپاره یادښتونه چمتو کوي. په عین وخت کې، دغه لارښوونې هغه حقوق په ګوته کوي چې د دین آزادي په مجموعي توګه پلې کړي او هدف یې د اقلیت دیني ډلو خوندي کول دي. په ۲۰۱۷ زکال کې، د دین او عقیدې آزادي او همدا راز د هغوی د وکالت په اړه د ایټالیا G7 هېوادنو د ریاست په دوره کې نوښتونه تر بحث او ودې لاندې ونیول شول. سربیره پردې، د فرانسې په ملاتړ د کلتوري میراثونو ساتنې او د کلتوري آثارو غیرقانوني راکړې ورکړې پروړاندې د مبارزې لپاره د امنیت شورا پریکړې په  ۲۰۱۷ ز کې رامنځ ته شو. پرېکړه لیک د رایو په اتفاق سره تصویب شو او د همدې کال په مارچ کې نافذ شو. د ديني تاوتریخوالي پروړاندې د مبارزې په برخه کې، دغه پرېکړه لیک کلیدي مقرراتو ته اشاره کوي چې هدف یې په اوږد مهال کې د هېوادونو په کچه قومي او دیني تنوع ته وده ورکول دي.   [۳]

د مرګ سزا[سمول]

د ایټالیا ۱۹۴۷ زکال اساسي قانون د جګړې پرمهال د نظامي قانون څخه بهر د اعدام سزا منع کوي. ترټولو لوړ لومړیتوب چې د نړیوال کمپاین سره تړلی د اعدام په سزا د بندیز په برخه کې دی. د ۱۹۹۰ ز لسیزې راهیسې، د اعدام په سزا کې د نړیوال ځنډ-بندیز (قانوني مهلت) ترلاسه کولو لپاره ډېری نوښتونه په لاره اچول شوي. د ملګرو ملتونو عمومي غوڼدې په ۲۰۰۷ ز کال کې دا ځنډ بندیزقبول کړاو دا پرېکړه لیک د رایو په اکثریت تصویب شو. له هغې وروسته  د ملګرو ملتونو عمومي غونډې هر دوه کاله وروسته دغه پرېکړه لیکونه تصویب کړي. د مرګ د سزا د بندولو د ځنډ په اړه وروستۍ تصویب شوې پرېکړه په  ۲۰۱۸  ز کال کې وه. دغه پرېکړه لیک د ۱۲۱ موافقو رایو په ملاتړ سره وه، چې تر دې دمه د "موافقو" رایو په ریکارډونو کې ترټولو لوی شمېر و. په ۲۰۱۴ زکال کې، د ایټالیا د بهرنیو چارو او نړیوالې همکارۍ وزارت د مدني ټولنو د سازمانونو استازي راوغوښتل او له هغوی څخه یې د هېواد د اقدام د همغږي کولو غوښتنه وکړه، څو په درېیمو هېوادونو کې د پوهاوي په لوړولو کې د هغه اغېزمنتوب ته وده ورکړي، څو د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک کې د دې قانوني ځنډ لپاره مثبت ځوابونه ترلاسه کړي، مخکې له دې چې درېیمه کمېټه په دې اړه رایه ورکړي.    [۴][۵][۶]

تبعیض[سمول]

په مدني کچه هغه اصلي اړخونه چې اوس مهال په تبعیض کې شامل دي:  یهودیت ضد، نژاد پالنه او جنسیت پالنه دي. ایټالیا د قوانینو او کوډونو څو لړۍ په لاره اچولې چې د تاریخ په اوږدو کې د تبعیض پروړاندې مبارزه کوي او د زیان منونکو او لږه کیو ډلو بشري حقونه او بنسټیزه ازادي ساتي.   

د ښځو حقونه[سمول]

د ایټالیا هېواد ژمن دی چې په هېواد کې د جنډر مساوات او د ښځو ځواکمنتیا ته وده ورکړي – څرنګه چې ایټالیا ملګرو ملتونو د ښځو پروړاندې د تبعیض د ټولو ډولونو د منع کولو کنوانسیون د یوې برخې په توګه دی، دغه هېواد د کار پر ځای، ټولنه او کورنۍ کې د ښځو حقونو ته وده ورکوي او ملاتړیې کوي. دا ډول اړوند مسایل او پرمختګ هرکال په ملګرو ملتونو کې هڅول کېږي. ایټالیا د تاوتریخوالي څخه د ښځینه ساتنې په اړه د اروپا شورا له کنوانسیون څخه چې په  ۲۰۱۴  ز کې نافذ شو، ملاتړ کوي. په۲۰۱۶ زکال کې، درېیم ملي عمل پلان په ملي کچه را منځ ته شو چې د ښځو، سولې او امنیت اجنډا پلې کوي.      

د همجنس بازانو، نرښځیو او ترانس جندر وګړو حقونه[سمول]

د هم جنس بازانو جنسي فعالیت په ایټالیا کې له ۱۸۹۰ ز راهیسې په قانوني ډول تصویب شوی، که څه هم ځینو پخوانيو خپلواکو ایالتونو چې د ایټالیا سلطنت یې تاسیس کړی ؤ، د مخه یې دغه فعالیت قانوني کړی ؤ. کله چې د نارینه او ښځینه دواړه همجنسو جنسي فعالیت قانوني شو او د جزا نوی قانون صادر شو، د همجنس بازانو او ټرانسجندرانو حقوق له ۱۸۹۰ ز راهیسې بدل شوي. په  ۲۰۱۶ زکال کې، ایټالیا د مدني اتحادیو قانون تصویب کړ چې همجنس جوړو ته د واده حقونه ورکوي، اما د کوچني ماشوم منل لاهم قضایی بحث دی او په قانون کې نه دی شامل شوی. ډېری قانوني حقونه هم د ورته قانون له خوا همجنسبازو ډلو ته چمتو شوي چې په غیر رسمي توګه یا بې له واده ګډ ژوند کوي. د دووښځو ترمینځ واده ته په رسمي ډول پ۲۰۱۷ ز کې د ایټالیا سترې محکمې له خوا اجازه ورکړل شوه او په رسمیت و پېژندل شوه.   [۷][۸]

له 1982 کال راهیسې، ایټالیا خلکو ته اجازه ورکړې چې په قانوني ډول خپل جنس بدل کړي. ایټالیا له 2003 کال راهیسې په ټرانس جندر کې د تبعیض د له مینځه وړلو لپاره، په ځانګړي توګه د کار او دندې په ځای کې، دا ډول تبعیض بند کړی. پداسې حال کې چې له هغې وروسته د جنسي تمایل یا جندر د هویت په اړه د تبعیض پروړاندې نور صادر شوي قوانین او لایحې شتون نه لري   

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Farnesina (2019). "Italy and Human Rights". www.esteri.it (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "ITALY: Expanding Human Rights Education". www.youthforhumanrights.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "ITALY 2018 HUMAN RIGHTS REPORT" (PDF). 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  4. "Italy and Human Rights". www.esteri.it (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Vittoria, Scogna (2018). "Human Rights in Italy & Beyond: New Report Looks Back on 2017". Liberties. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  6. Vittoria, Scogna (2018). "Human Rights in Italy & Beyond: New Report Looks Back on 2017". Liberties. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  7. "World Report 2019: Rights Trends in Italy". Human Rights Watch (په انګلیسي ژبه کي). 2018-12-21. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Shadow Report for UN Highlights Many Human Rights Issues in Italy". Liberties.eu (په انګلیسي ژبه کي). European Liberties Platform. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)